ساړۀ، د وزیرستان کډوال،د شهید بشیر بلور سینه او نېشنل اېکشن پلان – حیات روغانے

 

توره څله، کنګل شوې مخ څیروونکې سیلۍ، د شین اسمان لاندې د کډوالۍ ژوند – د عوامي نېشنل پارټۍ شمالي وزیرستان صدر فضل ناصر داوړ چې راته د وزیرستان د کډوالو خبره وکړه نو زۀ او شاهي خان شېراني دلته باچا خان مرکز کښې یخنۍ وړچولو.

فضل ناصر د شهید فضل حمید داوړ زوے دے. د پلار د شهادت نه پس ئې د خپل پلار لاسونه خاورې کېدو له ور نۀ کړل او د خپل پلار سور نشان ئې اوچت کړو. د باچا خان بېرغ ئې د باچا خان پۀ وزیرستان کښې هسک او رپاند وساتلو.

فضل ناصر داوړ راته ووې، د اېف.ډي.اېم.اے سره بکاخېل کېمپ کښې دوه زره پینځۀ څلوېښت (2,045) کډوالې کورنۍ رجسټرډ دي. دغسې پۀ افغانستان کښې اووۀ سوه (700) او د پاکستان مختلفو صوبو او ضلعو کښې ټولې پینځلس زره شپږ سوه پینځۀ دېرش (15,635) کډوالې کوړمې رجسټرډ دي. د اېف.ډي.اېم.اے تر مخه یوه کوړمه شپږ تنه وي نو پۀ دې حساب یو لاکهـ لس زره دوه سوه اتیا (110,280) نفره د کډوالۍ پۀ عذاب کښې ښکېل دي. دا خلق د تحصیل دته خېل، ډوګه ماچه، اسماعیل خېل، اسړ، اجمل کلا او لوړه سره تعلق لري. دا هغه خلق دي چې وړومبے پرې طالبان او جنګ مسلط کړے شول، بیا کډې ور پۀ سر کړې شوې او کورونه، حجرې، بازارونه، جوماتونه او مارکیټونه ئې ړنګ کړے شول. دا هغه خلق دي چې د پنجاب او سندهـ لۀ خوا ورته د راتګ لارې تړلې شوې وې او اعلانونه شوي وو چې “د دوي راتګ سره به د دغه تړمو جنتونو امن دړکې سره مخ شي”. نن د دغه خلقو بحالي لۀ سره ترجیحاتو کښې نشته. ترجیحات د دغه علاقو زمکې زمکې نیول دي، فصلونه خوړل دي، د معدنیاتو زیرمې تالا کول دي، د هغوي وینې څښکل دي او د هغوي د زلمو لاپته کول او پۀ بارودي سرنګونو الوځول دي.

د دهشتګردۍ دغه بلا چا زېږولې، چا روزلې، چا پۀ ملا ټپولې او چا مېداني کړې وه؟ “پاړو چې ځان ساتي نو مار ساتي” –

زۀ یو منظر وینم – پۀ ټوله پښتونخوا اور بل دے. بمونه ډزېږي. د هدفي وژنو لړۍ روانه ده او یو زورور بشیر احمد بلور پۀ اسمبلۍ کښې خپله سینه ټپوي او وائي، “ستاسو جېکټونه به ختم شي خو زمونږ سینې به ختمې نۀ شي.” دا هغه بشیر احمد بلور دے چې د پېښور قلعه بالاحصار ته مخامخ ئې د پاکستان د ټولو نه لویه جنډه لګولې وه. څوک چې د دغه جنډې پۀ سر پاکستان خوري، هغو د بشیر احمد بلور لګولې دغې شنې جنډې ته مخامخ قلعه بالاحصار کښې د “خپل اب و جد” رنجیت سنګهـ پورټرېټ ولګوۀ.

د بشیر احمد بلور هغه سینه تغمې تغمې سورۍ سورۍ شوه؛ د رنجیت سنګهـ پورټرېټ لګوونکو ته پۀ سینو تمغې سینګارېږي او اېکسټنشنونه انجواے کوي.

د پېښور پۀ فوجي کنټونمنټ کښې د ملک باداران هاغه څړیکې نۀ محسوسوي، هغه سلګۍ نۀ اوري او هغه وینې نۀ ویني چې پینځۀ کاله وړاندې هم د دې دسمبر پۀ شپاړسمه هلته قتل شوي روحونه ئې د اسمانونو نه د ځان سره راوړي. دغه څړیکې، سلګۍ او وینې د نېشنل اېکشن پلان پۀ نامه غولولې شوې وې. نېشنل اېکشن پلان پسې به پۀ شپاړسم دسمبر “شاهي مېلمه” احسان الله احسان پۀ ټقو ټقو وخاندي. د نقیب الله محسود پلار چې تېره ورځ د سرطان پۀ رنځ مړ شو، به د خپل ښکلي ډولي زوي سره ولاړ وي او د احسان الله احسان او راو انوار قسمتونو ته به حېران وي.

پۀ ساړۀ، د وزیرستان کډوالو، د شهید بشیر احمد بلور سینې او نېشنل اېکشن پلان کښې “نېشنل اېکشن پلان” خنوط شوے مړے دے. د دغه مړي مثال د جنرل باجوه د لاس چوکه ده چې د ‘نوټیفیکېشن’ او ‘اپوائنټمنټ’ فرق نۀ پېژندونکي پرې چوکه کړي او نور هسې “علامت”وي.

د وزیرستانو کډوالي او د احسان الله احسان شاهي مېلمستیا هغه چا د پاره پېغور دے چې سینې ئې بوټې ویستي وي او نن هم پۀ سپینو سترګو وائي، “مونږ د دهشتګردۍ خلاف پۀ وړومبي صف کښې ولاړ یو”.

د وزیرستان کډوال دې راپاڅي، غږ دې پورته کړي. مونږ وینو چې وزیرستان کلئیر نۀ دے – کلئیر خو ټول پاکستان نۀ دے. کۀ ژوند دے او کۀ مرګ، پۀ خپل کور خپل وطن دې وي.

 

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …