چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا راغله او د پاکستان د فوج، عدليې، احتساب او ميډيا ګوډاګي وزير اعظم د کوم با وقاره بيان پۀ ځاے د خپل “چنده غواړي” فطرت سره سم د قرضو د معافۍ مطالبه وکړه او نړۍ ته ئې غږ وکړو چې کۀ مونږ سره مو لاس مدد و نۀ کړو نو مونږ هېڅ نۀ شو کولے؛ دغه “د خداے پۀ نوم چيټۍ” را ياده شوه. د دنيا د وړومبي اسلامي اېټمي ملک سره تعليم او صحت د پاره کله هم څۀ نۀ وو، نۀ شته، نۀ به وشي.
کورونا ژوند پۀ ځاے ودرولو. چين پرې ځان د برمه پرېباسۀ خو ماتې ئې ورکړه – د چين نه پس زيات زور اطاليه واخستو خو هغوي هم اوس د کرونا پۀ تمبولو دي. دلته اندېښنه دا ده چې رياست د خپلې نا اهله رويې نه پۀ شا کېږي نۀ – لمبر ون فوج د “اپرېشن ردّ الکرونا” د پاره د سنېټائزرز او ماسکونو جوړولو NOC واخستله او د نړيوالو ادارو او د ځينو ملکونو لۀ خوا مرستې هم را ماتې شوې. لکه د ترهګرۍ به کرونا له هم ملا ماتوي. حکومت د ښارونو پۀ “منځ” کښې تعليمي ادارې قرنطينه وګرځولې او دياړيمارو د پاره ئې پۀ دې 2020 کښې هم د 3,000 روپيو د کومک اعلان وکړو ]حال دا چې هسپتالونو کښې د خونړۍ کرونا سره مخ پۀ مخ جنګېدونکو نرسانو او ډاکټرانو د پاره هم لوازمات نشته، ساده ژوند کوونکي وزير اعظم (!) او د هغۀ صالحې نېکعملې سورة اخلاص خوانې کابينې خپلې تنخاګانې يو پۀ درې زياتې کړې دي[؛ اوس نو، کۀ لکه د پوليو دلته کرونا هم خداے مۀ کړه پښې ټينګې کړي، نو “نړۍ او عالمي ادارو ته دې پته وي چې ګڼکپان ناست دي”.
پۀ ټوله وادۍ کښې د واړۀ غرګوټي پۀ سر دغه يکي يو کور ؤ. د دغه کور انګڼ نه کوز درمن کښې د څاروو شپول، دې سره د جوارو پټي چې د تيرونو پۀ پولو ئې کلون کرلي وو او ورپسې سيند، ښکاره ښکارېدل. زمکې د څورب فصل د پاره يوه شېبه باران يا نرے شان اوبۀ خور غوښتلو.
بازي کاکا (Lencho) سم د سحره پۀ اسمان کښې وريځو پسې سترګې ګرځولې. خپلې ښځې ته، چې ماښام د پاره ئې پخلے کولو، ئې ووې، “دغې! د خېره سره ځوړندې اوبۀ دي.”
“خداے دې وکړي نو”، هغې پۀ تبۍ ډوډۍ پۀ ډډه اړولو سره ووې. لوي هلکان پټو کښې پۀ کارونو او واړۀ د کور خوا کښې پۀ لوبو بوخت وو چې ډوډۍ د پاره ورته غږ وشو.
اسمان کښې درنې درنې وريځې ډډه پۀ ډډه اوړېدې راوړېدې. دوي به لا څو نمړۍ اخستې وې چې غټ غټ څاڅکي شروع شول. د ښکلې، خوږې، پستې سيلۍ څپې تلې راتلې. بازے کاکا د باران د څاڅکو او د سيلۍ د څپو نه خوند اخستو د پاره د شپالۀ پورې لاړو، او چې راستون شو نو وې وئيل،
“دا د باران څاڅکي نۀ دي، دا د اسمان نه روپۍ را ورېږي. دا غټ څاڅکي لسګونونه دي او دا واړۀ څاڅکي پنجې دي.”
د ناوې د نري پوست شړاړ اورېدو سره د هغۀ زړۀ خپل فصل ته پۀ کتلو من من غټېدو. دې کښې توند جاکړ شو او جاکړ سره چم چم ږلۍ شوه. ماشومانو انګڼ ته د ږلۍ را غونډولو د پاره داسې لېونۍ منډه کړه لکه چې لۀ اسمانه را ورېدونکې ملغلرې رانيسي. د ږلۍ پۀ ليدو بازي کاکا ووې، “خداے دې وکړي چې ږلۍ بس شي ګنې ټوله خواري به پۀ سيند لاهو شي.”
خداے دغسې و نۀ کړل – يوې ګېنټې پورې پۀ کور، پۀ درمن، پۀ پټو، پۀ غرۀ، پۀ ټوله وادۍ پۀ يو اېړ ږلۍ وورېده. پټے داسې تک سپين پروت ؤ لکه چې سپين څادر پرې چا غوړولے وي. ږلۍ هر ولاړ بوټے څنډلے ؤ، پۀ اونه پاڼه نۀ وه پاتې. جوار ئې بېخي څملولي وو. د کلون پۀ بوټو کښې يو ګل نۀ ؤ پاتې شوے. د بازي کاکا زړۀ ټق چاودۀ.
کله چې ږلۍ ودرېده او جاکړ تېر شو، بازے کاکا د خپلو پټو پۀ منځ کښې خپلو زامنو سره ولاړ ؤ او هغوي ته ئې پۀ مات زړۀ وئيل، “کۀ د قاتۍ ملخان پۀ دې پټو تېر شوي وو نو هم به ئې ډکے نيم ولاړ پرېښے ؤ – هر څۀ ږلۍ ووهل – سږ کال خو به مو خمبو کښې دانه قدرې نۀ وي!!!”
شپه د غم شپه وه – بازي کاکا دواړه څنګلې پۀ بالښت د سر نه لاندې کړې ستنو ستغ پروت زړۀ کښې وئيل،
“ټوله خواري مو ږلۍ ووهله – داسې هم څوک نشته چې څۀ لاس را سره وکړي!!! – اخر کېږي به څۀ؟”
پۀ دې ټولو حالاتو کښې کۀ څۀ اسره وه نو هغه د خداے اسره وه. بازي کاکا ځان له دلاسه ورکوله، “هر څۀ ږلۍ ووهل خو بيا هم خداے شته، د لوږې څوک مري نۀ.” هغۀ ته چې به خپله تشه خمبه ور ياده شوه نو زر به ئې ځان ته ووې، “خداے وائي چې ‘هله به سبا کړمه چې ستا روزي پېدا کړمه'” – او دغه ښه دلاسه وه. بازي کاکا اورېدلي وو چې ‘خداے پۀ توره شپه کښې پۀ تور ګټ د تور مېږي د حاله هم خبر وي’، نو زړۀ ئې پۀ دې جمع ؤ چې خداے زما د حاله هم خبر دے او څۀ لار به را له را وباسي.
بازي کاکا ټول عمر لکه د غوايۀ پټو کښې پۀ کار تېر کړے ؤ خو بيا هم تور ټکے ئې ليکلے شو. هغۀ ته خپل ايمان يوه لار ښودلې وه.
پۀ سبا چې نمر څريکه وهله نو هغه چيټۍ ليکلو ته ناست ؤ. هغۀ ليکلي وو،
“خدايه!
کۀ تۀ را سره څۀ لاس مدد نۀ کوې نو سږ کال به زۀ او زما کوړمه لوږې تېروو. هر څۀ ستا د سترګو وړاندې دي، جاکړ او ږلۍ ولاړ ډکے نۀ دے پرېښے …..
کۀ تۀ داسې سل اشرفۍ راکړې نو زۀ به بيا فصل هم وکرم او د دغه فصل راتلو پورې به پرې د کور هم څۀ للو پتو وکړم…..
بازے”
هغه بازار ته لاړو، پۀ لفافه ئې “خداے ته” وليکل، ټکټ ئې پرې ووهۀ او چيټۍ ئې د ډاکخانې بکسې ته لړه کړه.
ډاکي چې بکسه کښې دغه چيټۍ وليده، خپل افسر له د خندا شين لاړو او دغه “خداے ته” چيټۍ ئې ورکړه. پۀ ډاکخانه کښې دومره وخت نوکري هغوي کړې وه خو داسې پته ئې چرته ليدلې نۀ وه. د ډاکخانې افسر چې يو خندنے، مهربانه او ټوقمار سړے ؤ، هم ښۀ وخندل خو زر ئې خندا ختمه کړه؛ پۀ چيټۍ ئې لاس کېښودو او وې وئيل،
“د خداے د نومه ځار شم، داسې خلک او داسې کلک ايمانونه هم شته؛ زۀ خو د دې سړي عقيدې ته وپسخېدم. تۀ ګوره کنه! داسې د دۀ باور دے چې دا چيټۍ به خداے ته رسي او خداے به د دۀ اوري او ځواب به هم ورکوي!!!”
دا خبره خو ښکاره وه چې دغه خط ډاکخانې “خداے ته” نۀ شو رسولے – نو بيا څۀ کېدے شول؟ د ساده باده بازي کاکا دغه ايمان او باور پۀ ځاے ساتلو د پاره د ډاکخانې افسر دا تجويز وړاندې کړو چې بايد د چيټۍ ځواب ورکړے شي؛ خو څنګه چې دوي لفافه وشلوله او چيټۍ ئې وليده نو ځواب ئې پۀ تش کاغذ او د ډاډ پۀ څو ټکو نۀ کېدۀ، سل اشرفۍ هم پکار وې.
د ډاکخانې افسر پۀ خپل تجويز ټينګ شو – هغۀ څۀ روپۍ د خپله جېبه کړې، څۀ نورو ملازمانو کړې او څۀ پېسې ټکې يارانو دوستانو هم د خېرات پۀ توګه ورکړې. د ايمان پۀ سر پېسې ټولول ګران نۀ وي. سل اشرفۍ پوره نۀ شوې، بيا هم د نيمې نه لږې زياتې را ټولې شوې. افسر پۀ لفافه د بازي کاکا نامه وليکله، پۀ يو سپين کاغذ ئې “خداے” وليکلو، دغه کاغذ کښې ئې اويا اشرفۍ ونغښتې او لفافه کښې ئې بندې کړې.
بله ورځ بازے کاکا لږ د وخته ډاکخانې ته راغلو او پوښتنه ئې وکړه چې څۀ چيټۍ ميټۍ خو به د هغۀ پۀ نامه راغلې نۀ وي!!! ډاکي هغۀ له دغه چيټۍ ورکړه. د ډاکخانې افسر د خپل دفتر د دروازې نه دې تسلۍ سره بازي کاکا ته کتل چې ګوندې دۀ د ښېګړې يو کار کړے دے او د يو چا ايمان ئې ماتېدو له ورکړے نۀ دے.
بازي کاکا د خپلې چيټۍ پۀ ځواب ليدو يو سوتر هم حېران نۀ شو. د هغۀ باور ؤ چې د هغۀ پۀ حال خبر هر څۀ ليدونکے اورېدونکے خداے به خامخا هغۀ له ځواب ورکوي – خو پېسو شمېرلو سره د هغۀ سترغلي د تاوه ځاږۀ شول، تندے ئې ګونجي شو – د هغۀ زړۀ کښې تېر شول، “خداے پۀ شمېر کښې تېروتلے نۀ شي، هغه زما د حال نه خبر دے نو څنګه ممکنه ده چې پېسې ئې داسې نيمګړې را ولېږلې؟”
لفافه لاس کښې نيولې، بازے کاکا د ډاکخانې يو ملازم له ورغلو او کاغذ قلم ئې وغوښتل. پۀ مېز ئې کاغذ کېښودلو، سترګې ئې چوچنۍ کړې وې او چيټۍ ئې وليکله. دې نه پس ئې چيټۍ پۀ لفافه کښې بنده کړه، يو ټکټ ئې را واخست، پۀ لاړو ئې لونډ کړو، پۀ لفافه ئې د قهرېدلي سوک سره ور ټک واهۀ، چيټۍ ئې بکسې ته لړه کړه او لاړو.
څنګه چې هغه بهر ووتلو، ډاکي پۀ منډه بکسې نه چيټۍ راوويسته او د خپل افسر وړاندې ئې وسپړده. چيټۍ کښې ئې ليکلي وو:
“خدايه!
ما چې کومې اشرفۍ غوښتې وې، هغې کښې اويا را ورسېدې. زۀ ډېر ضرورت مند يم، دغه پاتې پېسې هم زر را ولېږه؛ خو مهربانه شه د ډاکخانې واله پۀ لاس ئې مۀ را لېږه، هلته ګڼکپان ناست دي.
بازے”