دوېم ون يونټ، هو لنډيه! هو برکيه! هو چرکيه! هو!ه -حيات روغانے

حیات روغانے

استاد سعدالله جان برق وائي. تاریخونه د بادشاهانو لیکلي وي او ځکه د تاریخي واقعاتو نه زیات د بادشاهانو پۀ حقله مبالغې لري، اسطورې د اولسونو لۀ خوا علامتي تاریخونه وي او کۀ د تاریخي واقعاتو ترتیب سره ولوستې شي نو د مروجه تاریخونو نه زیاتې باوري وي.

دروغژن تاریخونه باوري جوړولو د پاره سپین تورول نۀ یواځې د ذهنیت د یوې خاصې درجې غوښتنه کوي بلکې دې لړ کښې د تاریخي واقعاتو تحریف د پاره یو خاص “جرأت” هم پکار وي.

پاکستان کښې د فاټا انضمام د پاره اوچت شوے غږ پۀ اولسي کچه خپل ټول شور او زور سره روان دے. د ریاست میډیا ځان له نورې ګڼې مشغلې کتلې دي او د هغوي د نشریاتو ترجیحات لیدلو باندې د اولس مزغو ته دا خبره کوزه شوه چې د ریاست دغه “ستن” باندې کوم وېنۀ اړم دي. د دې کرښو لیکلو پورې پۀ اسلام اباد کښې د جمهوریت پۀ ضد روان تهېټر باندې د خپل رېټنګ سیالۍ کښې چېنلونو خپلې خپرونې بائیللې دي.

پاکستان کښې کله هم سیاست ټوکېدلو ته پرېښودے شوے نۀ دے. د پاکستان سیاست کښې ټولو نه لوے زیان د اخلاقیاتو د بېلات دے. دا اخلاقیات پۀ شین اشرافیه رژیم کښې کله هم نۀ وو او د پاکستان بقاء ته د فرض کړې شوې خطرې پۀ نامه ئې تل سیاسي مخالفین د بابړې قتلِ عام نه واخله د ازاد احتساب تر دام لاندې مړ کړي او پړ کړي دي ـــ پټکو او ږیرو اسلام ته د مبینه خطرې پۀ نوم دغه اخلاقیات د وسیلې پۀ توګه کارولي او ډېر پۀ هنر سره اوس د مبینه کرپشن پۀ نامه د سیاسي اخلاقیاتو او رویو بډې ته لاس اچولے شوي دي.

پاکستان کښې د سیاست دغه پلیت او ناوړه مخ کۀ هر ځاے کښې هر چا د پاره هر څنګه ؤ، پښتنو قام پرستو د یو بل د پاره د درناوي لهجه او رویه هر حال کښې بحال ساتلې ده وه. د فاټا د خېبر پښتونخوا سره د ادغام پورته شوي غږ سره یوه بوږنېدلې کرکه مخې ته راغله او د پښتون سیاست اخلاقیات باندې ئې یو داسې غوزار وکړو چې د سرونو نه شملې وغورځېدې، اوږو نه څادرې وخوئېدې او شریک مرام د پاره د مکالمې رویه منځ نه یوړې شوه. د تاریخ د پوهې دعوې د خپلې خبرې زور زیاتولو د پاره دومره مغالطې د نومونو او سنونو پۀ استفاده پۀ تاریخ وټومبلې چې کۀ دا راڼۀ نۀ شي او پۀ دې خبره ونۀ شي نو زمونږ راتلونکي نسلونه به هم یو بې مرامه جنګ کښې بانډه او ښکېل بې سمته روان وي.

څۀ وخت چې لا د ډېورنډ کرښه نۀ وه راکښلې شوې او صرف کرمه او خېبر ایجنسۍ وې ـــ کله چې د ډېورنډ کرښه راکښلې شوه، جنوبي او شمالي وزیرستان هم ایجنسۍ کړې شوې او کله چې د هندوستان وېش وشو او هغې نه پس مومند، باجوړ او اورکزئ هم ایجنسۍ کړې شوې ـــ د پښتون قام د یو زورواک استعمار لاندې د مختلفو قوانینو مطابق ژوند تېرول غېر فطري وو او د دې وېش خلاف د پښتنو مبارزه فطري عمل ؤ. د پښتنو دا وېش نۀ خو پۀ یو دم چوپ شوے او نۀ داسې چې د برطانیې نه د یوې کونترې مښوکه کښې راوړي خط باندې دا وېش شوے.

تېره میاشت د پښتو ژبې مجله “لیکوال” کښې د یو سابقه سنېټر خالد خان کاکړ ایډوکېټ “د یو نه پس دوېم ون یونټ” تر سرلیک لاندې د یوې لیکنې ژباړه چاپ کړې شوې ده.

د دغه لیکنې ضرورت پۀ شپږم ستمبر 2017 ز یوه ورځپاڼه کښې د ملي مشر اسفندیار ولي خان پۀ نسبت د چاپ شوي بیان سره محسوس کړے شوے دے چې پکښې د ملي مشر د خولې دا خبره نقل شوې ده، “مونږ به هله ساه اخلو چې تر څو مو جنوبي پښتونخوا د خېبر پښتونخوا برخه کړې نۀ وي.”

هم دې لیکنې څخه څو اقتباسونه راخلم او خبره پرې کوم. د تاریخي واقعاتو ترتیب د خالد خان کاکړ ایډوکېټ د لیکنې پۀ ترتیب دي:

“پخوا دلته ون یونټ د ښاغلي نیکۀ ډاکټر خان صاحب جوړ کړو او پۀ خپله ئې اولنے وزیر اعليٰ شو او اوس دوېم ون یونټ اسفندیار ولي خان جوړولو ته روان دے.

دا اقتباس هر څو یوه نفسیاتي نکته لري، او دې کښې د ون یونټ ترڅ کښې اسفندیار ولي خان ته د ډاکټر خان صاحب پېغور هم ورکړے شوے، ما ته دریځ رڼولو کښې هم مرسته کوي، ممکنه ده چې زما لهجه هم د خالد خان ایډوکېټ د لهجې غوندې وي، ځکه به پرې پایله کښې خبره وکړم.

“د پاکستان اولنۍ دستور ساز اسمبلۍ ملک له اولنے ائین پۀ 1954ز کښې ورکړے ؤ، ډېره د افسوس خبره ده چې د ائین او اسمبلۍ ختمولو پۀ سازش کښې د ګورنر جنرل غلام محمد، جنرل ایوب خان او مېجر جنرل سکندر مرزا سره لوے لاس هم د ډاکټر خان ؤ، بلکې د نورو صوبو د ختمولو او د ون یونټ جوړولو پۀ دغه ناوړه کار کښې د ټولو نه مخکښې مخکښې ؤ.”

د پاکستان اولنۍ دستور سازې اسمبلۍ ملک له وړومبے ائین پۀ 23 مارچ 1956ز ورکړے ؤ. دغه 1954ز به یقیناً چې پۀ تېر سره لیکلے شوے وي. خو ښه ده چې دا تېروتنه شوې ده. ځکه چې دې سره به پۀ “جګتو فرنټ” خبره وشي چې د 1954 ټولټاکنو د پاره د “عوامي لیګ”، “کریشک سرامک پارټۍ”، “جتانتري دل” او “نظامِ اسلام” لۀ خوا سیاسي اتحاد ؤ او خپلو یویشتو نکاتو کښې ئې بنګالۍ ژبې له ریاستي حېثیت او د زیاتې نه زیاتې صوبائي خود مختارۍ غوښتنې لرلې. ټولټاکنو کښې جګتو فرنټ (United Front) داسې بریالے شو چې پۀ 310 کښې ترې صرف 9 سیټونه مسلم لیګ وګټل. دومره واضح اکثریت سره د جوړ شوي حکومت لاره کښې د هغه وخت پۀ مشرقي پاکستان کښې د “بنګالي پاکستانیانو” او “غېر بنګالي پاکستانیانو” پۀ نامه فسادات او پۀ 19 اپرېل امریکې سره پۀ دفاعي معاهده د مخالفت لۀ کبله یو سل اووۀ (107) ورځو کښې دننه دننه پۀ 11 اپرېل 1954ز جوړ شوے د جګتو فرنټ حکومت پۀ 30 مۍ 1954ز ختم کړو.خالد خان کاکړ ایډوکېټ به د ون یونټ د جوړېدو پۀ شا دا ډول ګڼو عواملو نه یقیناً خبر وي. ایډوکېټ به دې نه هم خبر وي چې د اسفندیار ولي خان نیکۀ باچاخان د خپل ورور ډاکټر خان صاحب سره د ون یونټ پۀ وجه سیاسي تړون شلولے ؤ. دغه مذکوره عواملو کښې ډاکټر خان صاحب د ګورنر جنرل غلام محمد، جنرل ایوب او مېجر جنرل سکندر مرزا سره یادول د تاریخ مسخ کولو نه پرته څۀ کېدے شي؟

“…..هم دغه شان د خېبر پښتونخوا [سابقه صوبه سرحد] یو بل مشر محمد یوسف خان خټک هم د ون یونټ د تجویز صفتونه کول…..”

د “جګتو فرنټ” لۀ خوا چې کله مشرقي پاکستان نه مسلم لیګ جارو کړے شو او د ون یونټ وړاندیز پۀ وړومبي ځل د پنجاب لۀ خوا وړو صوبو ته ورکړے شو نو د محمد یوسف خټک سره هغه وخت د صوبې وزیر اعليٰ سردار عبدالرشید خان ته هم دغه وړاندیز ترلاسه شوے ؤ چې هغۀ ئې یو نقل د اسفندیار ولي خان پلار خان عبدالولي خان ته ورکړے ؤ او رهبرِتحریک د دې وړاندیز پۀ سلګونو نقلونه د منصوبې چپړیتولو د پاره خوارۀ کړي وو. یقیناً چې خالد خان کاکړ قصداً دا خبره نۀ ده کړې.

“…..اسفندیار خان ته دې معلومه وي چې ریاستونه او قبائیلي علاقې پۀ صوبه کښې ضم کېدې شي خو یوه صوبه پۀ بله صوبه کښې نۀ.”

نن نه پس دې خالد خان کاکړ ته معلومه وي چې اسفندیار ولي خان خبر دے چې د یو قام غېر فطري جغرافیائي وېش کۀ د صوبو پۀ شکل کښې وي، کۀ د ریاستونو صورت کښې وي او کۀ د قبائیلي علاقو پۀ بڼه وي؛ کۀ چا ته خپل ورور مخنیوي د پاره د کرښې بل اړخ ته ونۀ درېږي نو د سیاسي عمل نتیجه کښې دغه انضمام او ادغام ممکن کېدے شي. خالد خان کاکړ ته به هم دا پته وي چې کله مقتدر قوتونو وغوښتل نو “ون یونټ” جوړ شو او هر څۀ ئې پکښې راټول شول، د برلن دېوال نه به هم خبر وي او مستقبل کښې د متوقع انضمام او ادغام نور نړیوال امکانات به ئې هم سترګو کښې وي، د دې عکس العمل هم.

“…..کۀ پۀ بله زاویه وکتلې شي نو زمونږ صوبه دوه زره کاله زړه ده چې د باباے تاریخ هیروډوټس د نقشې نه ښکاره کېږي…..”

دلته زما اعتراض د وطن پۀ ځاے “صوبه” لیکلو باندې دے. دا وطن د هېروډوټس د نقشې نه هم وړاندې ؤ. “وطن” چې کله نه پۀ “صوبه” یادېدل شروع شوي، مونږ څۀ ګټلي دي؟

“…..دا خبره د یادونې وړ ده چې صوبه بلوچستان (جنوبي پښتونخوا) پۀ ون یونټ کښې د صوبې پۀ توګه او ریاستونه د ریاست پۀ توګه شامل شوي وو. اوس چې د جنرل یحيٰ خان یونټ ماتېدو فرمان راغلو نو د انصاف او قانون تقاضه خو دا وه چې ریاستونه پۀ خپل زوړ حالت بحال شوي وے کوم چې د ون یونټ نه مخکښې د هغوي ائیني حېثیت د بلوچستان سټېټس یونین پۀ توګه ؤ او د صوبه بلوچستان برخه نۀ وه. پۀ دې صرف د سندهـ نه جي اېم سید اواز پورته کړو چې د 1955ز ائیني حېثیت دې بحال شي او صوبې دې پۀ زوړ حالت وساتلې شي…..”

د انصاف او قانون تقاضه یو اړخ ته؛ د ون یونټ جوړېدلو نه پس به خالد خان کاکړ ایډوکېټ ته د کېدونکو واقعاتو علم وي ـــ د خواجه نظام الدین نه پس محمد علي بوګره، چوهدري محمد علي، حسېن شهید سهروردي، ابراهیم اسماعیل چندرېګر او فېروز خان نون نه پس د ایوب خان راتلۀ، د سکندر مرزا تلۀ، دې موده کښې مشرقي پاکستان مسلسل د ګورنر راج لاندې ساتل او داسې نور ډېر څۀ شوي وو ـــ د انصاف او قانون تقاضه یو اړخ ته؛ خالد خان ایډوکېټ ته به پته وي چې پۀ 1957ز کښې د ستمبر پۀ دیارلسمه نېټه د مغربي پاکستان اسمبلۍ یو متفقه تجویز پاس کړے ؤ چې ون یونټ دې مات کړے شي او زړې صوبې دې بحال کړې شي ـــ خداے زده د سابقه سنېټر سترګې پۀ 1955ز کښې د جي اېم سید د اواز انګازه کښې ولې نښتې دي؟

“…د اسفندیار خان نیکۀ ون یونټ جوړ کړو او پلار ولي خان ئې پۀ بلوچستان کښې د پښتنو اکثریتي حېثیت د همېشه همېشه د پاره ختم کړو او نۀ صرف دا بلکې صوبه جاتي خودمختاري ئې هم د ریاستونو پۀ حواله کړه.”

د اسفندیار ولي خان د پلار د ترۀ ډاکټر خان صاحب سره متعلقه وړومبۍ نکته باندې به خبرې سره دا لیک راونغاړو، دا به وګورو چې د اسفندیار ولي خان پلار خان عبدالولي خان پۀ بلوچستان کښې د پښتنو اکثریتي حېثیت د همېشه همېشه د پاره ختم کړو او صوبه جاتي خود مختاري ئې هم د ریاستونو پۀ حواله کړه او کۀ نه؟

د ون یونټ ماتولو، د زړو صوبو د بحالۍ او بلوچستان ته د ځان له صوبې حېثیت ورکولو وړاندېزونه فیلډ مارشل ایوب خان ته پۀ کنفرانس کښې مخې ته ایښودل وو خو نوابزاده نصر الله پۀ څۀ نامعلومو وجوهاتو هغه کنفرانس کښې خپله دغه ذمه واري ترسره کړې نۀ وه. د اسفندیار ولي خان پلار خان عبدالولي خان دغه کنفرانس کښې د خپلې وېنا پۀ وخت دغه وړاندیزونه مخې ته کېښودل. هغه وخت دا وړاندیزونه د کڼو غوږونه سره تېر شول. دسمبر 1956ز کښې د “خدائي خدمتګار”، “ازاد پاکستان پارټۍ”، “ورور پښتون”، “سندهـ محاذ” او “استهمان ګل” پۀ یکي یوه نکته “د ون یونټ ختمول” د پاره “پاکستان نېشنل پارټي” او بیا وروستو د “عوامي لیګ”، “جنانتري دل” او “سندهـ هاري کمېټۍ” راتګ سره پۀ جولائي 1957ز کښې د “نېشنل عوامي پارټۍ” قیام د ون یونټ پۀ ضد د سیاسي قوتونو د سنجیده اقدام ثبوت ؤ. دې لړ کښې د اتحاد یا الائنس پۀ ځاے د ادغام جذباتي فېصله او د خپلو سماجي او سیاسي شرطونو نه یوې مشترکه نکتې ون یونټ ختمولو د پاره لاس پۀ سر کېدل پۀ خپل ځاے یوه جذباتي فېصله هم وه، خو دا څرګنده وه چې خپل هدف تر لاسه کولو نه پس به هر سیاسي ګوند بیا خپلې خپلې څانګې ته پر وهي ـــ د هندوستان د وېش نه پس د باچاخان لۀ خوا د ټولو پښتنو سیمو پۀ یو ځاے کولو د “پښتونستان” مطالبه دې خالد خان کاکړ پۀ پام کښې ولري ـــ پنجابي زورواک کله هم نۀ غوښتل چې بلوچستان دې د ځان له صوبې حېثیت ولري ـــ ولي خان نۀ غوښتل چې پښتانۀ او بلوچ دې د پرټش بلوچستان او سټېټ یونین پۀ نوم د Agent to Governor لاندې د پېرنګي جوړ کړي د غلامۍ نظام کښې ژوند کوي، نۀ صوبائي اسمبلي ولري، نۀ د ووټ تر لارې د خپلې فېصلې جوګه وي، نۀ منتخب نمائندګان ولري نۀ پارلېمان کښې برخه ـــ د ووټ او فېصلې حق صرف بلوچ د پاره اخستے شوے ؤ؟ نن بلوچستان صوبه کښې د پښتنو نمائندګي د 1887ز د نوټیفیکېشن لۀ مخه ده؟ پرون چې خالد خان کاکړ سنېټر ؤ نو دا د ګورنر جنرل پۀ خوښه د ګورنر جنرل د منتخب کړي چیف منسټر پۀ good wish سنېټر ؤ او کۀ د ووټ پۀ حق چې د ون یونټ پۀ ماتېدلو پنجاب دغه حق دۀ له ورکول نۀ غوښتل. رهبرِ تحریک خو پۀ دې صورت حال تبصره کښې د غني خان شعر لیکلے دے چې:

کور کښې د قصاب غوایان پۀ وچو ټانټو نښتي دي

هو لنډیه! هو برګیه! هو چرګیه! هو

د ون یونټ ماتولو پۀ وخت د پنجاب پۀ دسیسه یقیناً چې د ولي خان مخالفت کوونکي پوهه وو، د پښتون او بلوچ د زرګونو کلونو د شریک کور کلي تاریخ نه هم خبر وو او نن دغه خبرې زوتوونکي به هم پۀ دې هر څۀ خبر وي چې د ون یونټ ماتولو نه پس کاغذونو باندې د خان عبدالولي خان د دستخط ضرورت نۀ ؤ. د 1954ز نه 1970ز پورې دې لوبه کښې چې د پښتنو څومره ګټه ممکنه وه، خان عبدالولي خان هغه ترلاسه کوله او پښتنو د پاره چې څومره زیان کېدے شو، هغه ئې د لږ نه لږ کړے ؤ. د ولي خان سیاست خو نن هم پۀ اېنټي اسټېبلشمنټ مفکوره ولاړ دے، د 1969ز نه وړاندې اېنټي اسټېبلشمنټ سیاست کوونکي او د ولي خان مخالفت کوونکي د ون یونټ ماتېدلو نه پس د جنرل یحيٰ سیوري ته هم ناست وو او د بهټو سره ئې هم دوستانه مراسم لرل. د بهټو سره پۀ غېر مشروط اتحاد خپل منځ کښې د تقسیم خبره ضروري نۀ ده چې وشي.

“…..[“چټان” رساله کښې د ارباب سکندر خان خلیل د مرکې پۀ بنیاد] د ائین د تشکیل د پاره سه فریقي مذاکراتو کښې ذوالفقار علي بهټو شهید درې ائیني دستاوېزات پۀ مېز ایښودي وو؛ یو د 1962ز ائین، ګورنمنټ اٰف انډیا اېکټ 1935ز او درېم قانون ازادي هند اېکټ 1935ز؛ ولي خان او مفتي محمود د 1962ز ائین مسترد کړو چې دا یو اٰمر جوړ کړے دے او ګورنمنټ اٰف انډیا اېکټ 1935ز او قانون ازادي هند اېکټ 1947ز ئې د نوي ائین بنیاد جوړ کړو. نو دا قام پرست دې ما خاکسار ته ووائي چې د ګورنمنټ اٰف انډیا اېکټ 1935ز د سېکشن 94 او 95 صوبه بلوچستان چرته ورکه شوه؟ او د قانون ازادۍ هند اېکټ 1947ز د سېکشن 2 جُز b صوبه چرته ده؟ زمکې لاندې شوه او کۀ اسمان وخوړه؟”

دا به ډېره وي کۀ صرف د ګورنمنټ اٰف انډیا اېکټ 1935ز پۀ سېکشن 94 او 95 کښې د ورک بلوچستان خبرې سره د 1947ز د سېکشن 2 جُز b خبره وکړم ـــ

پۀ سېکشن 94 کښې درېمه ماده وائي چې چیف کمشنر صوبه د ګورنر جنرل پۀ “خوښه” د ټاکلي چیف “اختیار” کښې ده.

د سېکشن 1957ز پۀ دوېمه ماده کښې لیکلے شوي دي:

The “Executive Authority” of the Federaton extends to British Balochistan as it extends to “other” Chief Commissioner provinces…

خو بیا هم د فیډرل لېجسلېچر نفاذ پۀ برټش بلوچستان کښې د ګورنر جنرل نوټیفیکېشن سره تړلے شوے دے.

نن هم Approving Authority ټول پۀ ټوله زما او ستا لاس کښې نۀ ده، خو اٰیا پۀ ارتقاء او د سیاست تر لارې پېدا کېدونکو ټولو امکاناتو باندې باور د موجوده صورتحال سره ګاڼه کړو؟

“…..پاکستان تخلیق د دغه ائیني دستاوېز قانون ازادۍ هند اېکټ 1947ز پۀ ذریعه ممکن شوے ؤ، د خفګان خبره دا ده چې ولي خان دغه ائیني دستاوېز د ائین بنیاد تسلیم کړو او هم ئې د دغه دستاوېز نه غاړه واړوله او پۀ صوبه کښې ئې د پښتون اکثریت پۀ اقلیت کښې بدل کړو.”

زۀ نۀ ګڼم چې پۀ دې نور د خبرې کول ضرورت شته، بیا هم دومره وئیل ضروري ګڼم چې پۀ ولي خان دغسې تور پورې کوونکي د خپل احتجاجي تاریخ پۀ پاڼه د ون یونټ ماتېدو او بلوچستان صوبه جوړېدو څۀ احتجاج پۀ رېکارډ لري؟ صوبه، مرکز او سېنټ کښې نمائندګي ئې داسې څۀ قرارداد پۀ رېکارډ لري چې د ولي خان د “غلطیو” ازاله پرې وشي؟؟

“…..پښتونخوا (پېښور) د جنوبي پښتونخوا پۀ سوونو میله لرې د کومې لۀ سبب نه چې به د دې ځاے پښتانۀ د انتظامي او نورو کارونو د پاره بار بار چکرونه لګوي او پۀ دغې چې به کومه خرچه اخراجات راځي، هغه د دې ځاے د عامو پښتنو پۀ وس کښې نۀ ده.”

“…..دلته زۀ دا ضروري ګڼم چې د عراقي کردستان ائیني او قانوني مثال درکړم. پۀ عراق کښې د کردانو ابادي د بلوچستان د پښتنو نه زیاته نۀ ده خو د دې نه باوجوده د هغو درې صوبې جوړې دي؛ نو چې د کردانو درې صوبې کېدې شي نو پۀ پاکستان کښې د پښتنو دوه یا درې صوبې ولې نۀ شي کېدې؟”

عراق کښې صوبې د پاره “محافظه” لفظ پکارولے کېږي او ټولې اتلس (18) محافظې لري ـــ بغداد، صلاح الدین، دیاليٰ، واسط، مېسان، بصره، ذي قار، مثنيٰ، قادسیه، بابل، کربلاء، نجف، انبار، نېنويٰ، دهوک، اربېل، کرکوک، سلېمانیه.

دلته دا تېروتنه ممکنه ده چې د عراق، شام، ترکي او ایران پۀ سرحدونو وېشلي کرد ځان ځان له صوبې فرض کړې شوې وي. د کرد قام پرست دا خوب ویني چې یوه ورځ به دا ټوټې ټوټې وجود “کردستان” شي.

“دلته د یادونې وړ خبره ده چې مونږ نۀ د بنګله دېش بِهاریان یو او نۀ د برما روهینګا ـــ مونږ د صوبې قدیم اوسېدونکي یو، کۀ د چا شک وي نو د یکم نومبر 1887ز نوټیفیکېشن د دې صوبې متعلق ولولئ. کۀ نن هم دلته صحیح مردم شماري وشي نو به د بلوچستان د پښتنو حقیقي اکثریت مخې ته راشي. پۀ اخر کښې زۀ د دغه خلقو نه پوښتنه کوم چې داسې یو مثال خو دې څوک راوړي چې یو اکثریتي قام اقلیت ته خپله ابائي صوبه پرېښودې وي؟”

د 1887ز نوټیفیکېشن او هېروډوټس تاریخ کښې د دې خاورې نوم د پاره زۀ هم هاغه د وطن پۀ ځاے د “صوبه” وئیلو نیوکه لرم. البته یو سپیناوے باید وشي، د بنګله دېش بنګالیان پۀ خپله خاوره د خپل اختیار خاوندان شوي دي او روهنګیان د برما نۀ دي، د بنګله دېش دي.

“اسفندیار خان ته خواست دے چې هغه د ضم او مدغم د خبرې نه قلار شي او د بلوچستان د پښتنو قانوني او ائیني حېثیت دې نۀ مشکوک کوي او کۀ د عراقي (کرد فارمولې) پۀ شان د برابرۍ پۀ بنیاد او د وفاقي اصولو لاندې یوه اتحادیه جوړولې شي نو پۀ دغه ورسره خبره کېدې شي ګنې نه.”

خالد خان کاکړ د شپږم ستمبر 2017 ز پۀ ورځپاڼه کښې د ملي مشر بیان باندې خپل اند وړاندې کړے دے ـــ دا خبره د دغه کال د دغه تاریخ نه ډېره زړه ده، بلکې د حقیقي قام پرست سیاست مونډیز مرامونو کښې یو هدف د جغرافیائي وحدت هم دے. مختلف سیاسي بیانونه او مستې نعرې لکه “لۀ چتراله تر بولانه” هم د جغرافیائي وحدت د پاره د لارې تیږې دي.

د اسفندیار ولي خان دریځ سره اختلاف د پاره د واقعاتو تاریخي ترتیب سره معروضي حالات او پارلېماني فېصلو باندې اثر انداز کېدو د پاره نمائندګي هم نظر کښې وساتلې شي. خپله خبره زیاته اغېزمنه کولو د پاره د اسفندیار ولي خان د پلار خان عبدالولي خان ترۀ ډاکټر خان صاحب ته د اسفندیار خان نیکۀ وئیل کله هم غلط نۀ دي ـــ غلط دا دي چې د یو سیاسي تحریک سل کلنه مبارزه بې معنې کولو د پاره تاریخ او د رشتو نومونه پۀ منفي سوچ د مسخ کولو هڅه شوې. دې سل کلن سیاسي تاریخ کښې د اسفندیار ولي خان د پلار خان عبدالولي خان او نیکۀ فخرِ افغان کردار منځ نه وړلو د پاره ډاکټر خان صاحب ته د اسفندیار خان د نیکۀ وئیلو کوشش شوے. خان عبدالولي خان پۀ خپله د ډاکټر خان صاحب واقعه پۀ قام پرستو ګوندونو د اسټېبلمشنټ د مسلسل کوششونو نتیجه او یو مضبوط غوزار بللے دے. د ون یونټ خلاف د فخرِ افغان او خان عبدالولي خان د کردار نفي کول د قامي سیاست د یو روښانه پړاو سره خیانت دے. داسې لهجه کښې د پلار ترۀ ته نیکۀ وئیل عمومي نفسیاتو کښې د لرې رشتې نزدې کولو یوه پُوچه تحریري هڅه ده.

سیاسي رویې او د پښتون روایت تر مخه یو بل ته د درناوے لرل وړومبے شرط دے. مونږ پۀ حېث د ګوند پښتونخوا مېپ، محمود خان لالا یا د دغه ګوند بل کوم مشر یا غړي سره هېڅ داسې شخصي اختلاف نۀ لرو. مونږ د پښتونخوا نوم او پېژندګلو راوړه ـــ دې سره د “خېبر” اضافه د یو چا د انا تسکین کېدے شي، مونږ د پاره دا یو تاریخي شهادت دے چې د “خېبر” علامت مونږ نه بېل ساتل غېر فطري دي.

هم دې لیکنه کښې چې خالد خان کاکړ د پکتیا او پکتیکا صوبې یو یونټ کښې د شاملېدو خبره کړې ده، دغه تناظر کښې مونږ هم دا خبره کوو چې “د چترال نه تر بولانه” دا وطن یو کولو د پاره ګام پورته کړو ـــ یو چا د پاره به دغه یوه چغه وي، مونږ د پاره مرام دے.

کۀ یو څوک دغه چغې د پاره د 1887ز نوټیفیکېشن، د یحيٰ جرنېل حکمنامه او د ائین پاڼې ګوري نو زۀ ورته وایم چې تاسو کوم وطن [چې ځاے پۀ ځاے مو “صوبه” یاده کړې ده] کاغذونو کښې لټوئ، هغه وطن چرته هم نۀ دے تلے.

خبره به پۀ دې راونغاړم چې:

اسفندیار ولي خان ته د ډاکټر خان صاحب پېغور ورکول داسې دي لکه چې خالد خان کاکړ ته څوک د هغۀ د مسلم لیګي ورور سرور خان خټک پېغور ورکړي.

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …