نقيب مسيد پښتون دے – حیات روغانے

د پښتنو قسمتونه؟

بس نقیب ته ګوره!!!

کور کښې ئې ووژنه ـــ لار کښې ئې ووژنه ـــ بازار کښې ئې ووژنه ـــ د لوبو مېدان کښې ئې ووژنه ـــ سکول کښې ئې ووژنه ـــ پوهنتون کښې ئې ووژنه ـــ موټر کښې ئې ووژنه ـــ دفتر کښې ئې ووژنه ـــ هېڅ بې هېڅه ئې راونیسه او وئې ژنه ـــ قرانګو کۀ د څۀ جواز ضرورت هم لري ـــ

ناست ئې ووژنه ـــ ملاست ئې ووژنه ـــ ولاړ ئې ووژنه ـــ پۀ سیوري ئې ووژنه ـــ پۀ غرمو ئې ووژنه ـــ بس چې څنګه دې خوښه وي، هغسې ئې ووژنه ـــ

دا څۀ تالان دے؟

پېرنګي د وزیرستان نیولو د پاره خپل یو پوځ د سکندر مرزا مشرۍ کښې وزیرستان ته لېږلے ؤ ـــ هغه بیا د پاکستان وړومبے صدر جوړ شو. د وزیرستان خلقو ته اوس هم سکندر مرزا پۀ مطالعه پاکستان کښې د پاکستان وړومبے صدر دے، یاد دي!!!

وزیرستان کښې وخت د سره خلقو سندرې هم وئیلې او خبرې ئې هم کولې ـــ اوس تاریخ هم لولي ـــ اوس تاریخ جوړوي هم ـــ مخکښې به ئې هم جوړولو خو هغه وخت ورته باچاخان کافر او غدار ؤ ـــ هغه ورته ولي خان غدار ؤ ــــ هغه وخت هغوي اسفندیار ولي خان نۀ پېژندو؟

اوس ډېر څۀ بدل شوي دي.

هغوي غرونو ته د ختونکو انجامونه هم ولیدل او د دغې اثرات هم ـــ ځکه خو اسلام اباد ته روان شوي دي.

نقیب مسید بې ګناه دے!!!

ښه نو بیا؟

مونږ ته دا مۀ وایه چې نقیب مسید بې ګناه دے، دا مونږ ته پته ده ـــ کۀ ګنهګار ؤ نو اوس به د ‘غېر ریاستي عناصر’ غوندې محفوظ ؤ. دا خو بې ګناه دے، ځکه ووژلے شو.

ما ته دا ووایه چې راو انور څۀ بلا ده؟ راو انور څۀ شو؟

مونږ ته دا ووایئ چې د هغۀ نه مو پۀ کوم هنر اسامه بن لادن جوړ کړو ـــ طلاق مال پېدا کېږي نۀ ـــ ائیرپورټ نه چرته لاړو؟ چا لاره ورکړه او ولې ئې ورکړه؟ د کومې کاکول اکادمۍ نه به راووځي؟

مونږ لږ کتهارسس ته پرېږدئ!

ملاله بې ګناه ده!!!

مشال بې ګناه دے!!!

نقیب بې ګناه دے!!!

بې ګناه دے نو څۀ؟ دا تۀ چې کومې قربانۍ دنیا له پۀ اونه منډې، چې مونږ دا قربانۍ ورکړې دي ـــ ولې دغه ټول د قربانۍ ګډوري بې ګناه نۀ دي؟ او کۀ نه، د ګناه او بې ګناه د پاره تعریف نۀ کېټګري ایښودې شوې ده ـــ چې پۀ بم کښې والوځي بې ګناه او چې پۀ ډز مړ شي ګناهګار؟ د طالب پۀ ډز بې ګناه او د کارغانو پۀ ډز ګناهګار؟ پوهنتون کښې چې ئې مړ کړې بې ګناه او چې د کور نه ئې ورک کړې او وې وژنې ګناهګار؟

پښتانۀ ټول ګناهګار دي ـــ دوي چیمبړق نه نیولے شوي دي او د ‘غېر سیاسي’ کېدو رذالت ئې مرۍ ښه خپي کړې ده. یو څو دووسان ورته دا ورد کوي چې ‘غېر سیاسي’ اوسئ!!! یو څو کوډګر پرې دا چوپونه کوي چې د سیاسي ګوندونو خوا له مۀ ورځئ!!! یو څو ‘دفاعي اثاثې’ پرې انوسټمنټ کوي چې بې لشې ماکوان ترې جوړ کړي!!!

“چې پښتانۀ پۀ بمونو الوتل نو سیاسي مشران چرته وو؟”

د خر بچیه! کۀ یو پښتون چا پۀ بم کښې وژلو نو اسفندیار ولي خان ترې هم ولي باغ کښې پۀ امن نۀ ؤ ـــ معصوم راشد حسېن ترې هم بچ نۀ ؤ ـــ بشیر بلور نه ئې هم سترګې اړولې نۀ وې ـــ پۀ حېدر هوتي ئې هم حمله کوله ـــ میا افتخار ته هم ګواښېدل ـــ شمشېر علي خان پسې هم حجرې ته تلل ـــ میا مشتاق ئې هم واژۀ ـــ عالم زېب خان ئې هم نۀ پرېښودو ـــ سردار بابک ته ئې هم بم لچ کړے ؤ ـــ

نقیب بې ګناه ؤ!!!!

نقیب کۀ بې ګناه ؤ نو اوس راو انور چرته دے؟ مولانا صوفي محمد چرته دے؟ حقاني نېټ ورک چرته دے؟ فضل الله چرته دے؟ احسان الله احسان چرته دے؟ عارف د تور خان زوے چرته دے؟ د شریفان بي بي سپکاوے کوونکے چرته دے؟ د عاصمه راني قاتل چرته؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

پرېږده مړه!

بې ګناه خو صوفي محمد هم شو!!!

بې ګناه خو احسان الله احسان هم شو!!!

بې ګناه خو به فضل الله هم شي!!!

نقیب مسید پښتون دے ـــ نقیب د هغه زرګونو پښتنو نه جدا ؤ چې ‘جهاد’ کښې هم وژلے کېدو او ‘رد الفساد’ کښې هم او پۀ مشکوک کېدو ئې ‘انکاونټر’ هم کېدو ـــ

خو داسې نازولے ګنهګار!!! خپل وطن پرې د پرون هغه جهاد تنګ کړو چې نن څلوېښت کاله پس ورته ریاست هم فساد وائي ـــ خپله ‘بهادري’ ئې هم ولیده چې تل د جنګ د پاره لکه خشاک پکارولې کېده ـــ د کوم ملک جنډې سره چې به ئې خپلو زلفو له یو شان هوا ورکوله، د هغه ملک ائین کښې دۀ د پاره ځاے نۀ ؤ ـــ پۀ هر پاټک ئې څانګونه اوچت کړي ولاړ ؤ خو بده ورځ ئې نۀ غوڅېده ـــ چې د ملک ‘دفاع’ د پاره د لکهونو شمېر کښې کډې ور پۀ سر شوې نو لاهور او کراچۍ ورته لارې بندې کړې ـــ ډېره څۀ وو چې ژوندي نقیب ته ئې پۀ خولۀ لاس ایښے ؤ ــــ

مقتول نقیب ګویا شو!!!

مقتول نقیب د وېرې تورابان نه بغاوت کړو!!!

مقتول نقیب خوره څله ماته کړه!!!

مقتول نقیب د بغاوت علامت شو!!!

مقتول نقیب ګام واخستو!!!

1942ز کښې پۀ مردان مارچ پښتون سیاسي تاریخ کښې وړومبے لاریون دے. دې لاریون کښې د باچاخان پښتۍ ماتې کړې شوې وې. غني خان دا لاریون داسې ترانه کړے ؤ:

راشه اے خوشحال بابا!

اے خالده وګوره!

پاڅه علي مرتضيٰ!

دا تماشه وګوره!

جنګ له دے منصور روان

توپ او نۀ تفنګ لري

نۀ د تُورو پړق لري

نۀ د زغرو شرنګ لري

غني خان دغه ترانه کښې وئیلي وو:

اے د پښتنو بچو!

دا مېدان مو هېر نۀ شي!

پاڅئ ننګ پرې وکړئ

خدائیګو ډېر پۀ تاسو ننګ لري

جنګ له دے منصور روان

توپ او نۀ تفنګ لري

پښتنو نه لکه چې هغه مېدان او هغه ننګ هېر شوے ؤ ـــ هغه ترې د اردو ژبې جنګي ترانو کښې ورک شوے ؤ ـــ هغوي ته د پېنسټهـ جنګ د اُحد د جنګ غوندې ؤ ـــ صلح حدیبیه ئې نۀ پېژنده ـــ هجرت ئې IDP شوے ؤ او خپل قتلِ عام کښې ورته د ملک بقاء ښودلې کېده. هغۀ نه FCR هم هېر ؤ او د خپل کلي لاره کښې پاټکونه هم.

کرن خان ‘باچاخاني پکار ده’ ولیکله، بیا ئې ووئیله او د باچاخان د سماجي ارتقاء منهاج ئې سندره کښې راونغښتو. شوکت وزیر ټول سوالونه پۀ ‘دا څنګه ازادي ده؟’ کښې راونغښتل!!! د غني خان پۀ مردان مارچ د دې مصدر دے. اٰهنګ، لهجه او ابلاغ کښې فرق د پاره هغه حالات نظر کښې وساتئ چې د 1942 نه ئې 2018 پورې پښتانۀ عموماً او خصوصاً قبائیل لکه د وچ لرګي ساتلي دي. دلیل د پاره ئې وګورئ چې نن هم پکښې دا غږ کېږي ‘دې نه سیاسي جلسه مۀ جوړوئ!’، ‘د سیاسي ګوندونو موجودګي به دا پرلت نتائج ته رسېدو کښې  ناکامه کړي.’

ډېره اسماعیل خان نه روان شوے لاریون تر پېښوره رارسېدلے او پۀ اسلام اباد کښې به پرلت وهي ـــ کوم خلق چې وائي پښتانۀ پۀ وړومبي ځل بېدار شوي نو غلط بیاني کوي ـــ پښتانۀ بېدار وو خو راپاڅېدل نۀ ـــ سیاسي کوډګرو او د تحریکونو پۀ نوم ‘غېر سیاسي’ چې ووټ سره وائي زمونږ څۀ کار نشته، د لاسه پاڅېدل نۀ. دوي به هوټل کښې مېلمانۀ کړل، اېم اېن اے سره به ئې مخ کړل او دوي کښې بل شوے انقلاب به ئې ایره ایره کړو.

زۀ وایم!!!

دوي سره دې عدم تشدد وي ـــ دوي سره دې پۀ خپله خبره د ټینګ ودرېدو جرأت وي ــ دوي سره دې د خبرې کولو دلیل وي ـــ دوي دې چا پسې سپکه نۀ وائي ـــ دوي دې خپل پرلت خپلو لاسو کښې ساتي ـــ دوي دې کوم ‘پټکي’، ‘ږیرې’ یا ‘پالشي’ ته د خپل پرلت اختیار نۀ ورکوي ـــ هر څۀ به سم وي.

دوي به ډېر څۀ ثابت کړي ـــ اسلام اباد داسې ډېرې ناستې، پرلتونه، دهرنې او ‘مُجرې’ لیدلي دي ـــ پښتانۀ دې هم وویني!!!

کۀ منتظمین د سیاسي ګوندونو نه تېښته کوي نو دا به خپل لاریون او خپل پرلت سره زیاتے کوي ـــ دوي له به هغه خلق هم ورځي چې طالبانو له ئې د دفترونو ورکولو خبره کوله، چې د طالبانو پۀ ضد د اپرېشنونو بالواسطه او بلاواسطه حمایت کوي، چې خپله ‘دهرنا’ ئې د یوې اشارې سترګو ته لاړې څڅوي، چې کشمیر ګټي خو پۀ میران شاه ‘اُف’ قدرې نۀ وائي، چې ‘امیر المؤمنین’ ضیاء سره هم وو او د صبا مشرف نه زیات لبرل مشرف سره هم ـــ

دا ټول به راځي خو د ډېره اسماعیل خان نه روان شوے لاریون دې نظر کښې وساتي چې څوک د دوي سره یو ځاے مري او یو ځاے ژوند کوي ـــ دوي دې ګوري چې څوک لکه د ‘مېلمنو’ راځي او دوي ته د خپل سیاست لاپې ویشتو نه پس لکه د مېلمنو ځي!!!

دا لاریون د کنډر کنډر وزیرستان ننواتې ده ـــ دا لاریون د ژوبل ژوبل واڼې جرګه ده ـــ دا لاریون د سلګۍ سلګۍ میران شاه احتجاج دے!!! د اسلام اباد خلق به ځواب ورکړي او دغه ځواب به د روان وخت د فېصلې تمهید وي.

 کنقیب مسید پښتون دے!!!

او پښتانۀ!!!

پښتانۀ څۀ ‘خلیل خېل’ دي

چړې ته پراتۀ

د اسماعیل پۀ سنت

پاڅتر پاڅتر مخونه

نۀ کوم ګډورے راځي

د جنتي ورشو نه

چې شي قربان پۀ ځاے د دوي

نۀ پرې سړېږي سُور اور

نۀ ئې پۀ خوا کوم بن یامین ودرېږي

پښتانۀ څۀ خلیل خېل دي!!!

چاړۀ د دوي پۀ مرۍ

اور د دوي نه چاپېر

او پېغور هم د دوي پۀ برخه

پښتانۀ څۀ خلیل خېل دي!!!

نقیب مسید پښتون دے!!!

پښتانۀ د نقیب مسید د وینې پۀ ننګ ودرېدلي دي ـــ دا به د هغه زرګا ورکو شوو نقیبانو مقدمه وي چې ‘قتل’ شوي، ‘حلال’  شوي، ‘ورک’ شوي او ‘تالا’ شوي دي ــ هغه چې چرته کوم چا رانیولي، وژلي او پۀ لاره کښې ئې غورځولي دي.

ریاست دې ګیلې غوڅې کړي ـــ ریاست دې سوالونه وځوابوي ـــ ریاست دې ضمانت ورکړي. کله چې اولسونه دغسې تحریکونه پۀ خپل سمي شروع کړي نو د دې خبرې ضمانت نۀ وي چې دا دې خپل ځان تر اوږدۀ وخته پُرامنه او خپله حوصله ډېره اوږده راکښلې شي.

پښتون پرلت کښې شریک پښتانۀ خپله غاړه خلاصوي ـــ هغوي د غرونو د لارې پۀ ځاے اسلام اباد ته لاریون وکړو. هغوي د تربوزک تړلو پۀ ځاے څرګند مخ سره راغلل او ریاست ته مخامخ ودرېدل. دا پۀ ریاست احسان دے، ریاست دې ورسره احسان وکړي. ریاست دې د زمیني حقیقتونو ادراک وکړي او کۀ دوي نن جرګه شوي چې مونږ ‘خپل’ کړه، ریاست دې د دې خپلوۍ باور ورکړي.

زۀ دغه پرلت کښې وینم چې د هر چا ذهن او زړۀ کښې یوه برخه د باچاخان د روح ده ـــ استعمار ضد، عدم تشدد، عملي مبارز ـــــ

خدایه زړې پتنې تازه کړې!

چې د لغړو زلمو قدر پېدا شینه

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …