د جلال اباد خاورې ښکولول، د کابل سیلۍ سره ځانګل او د لغمان کلو رغو کښې لوغړېدل مې د زړو مودو نه پۀ زړۀ وو. د چا به پۀ زړۀ نۀ وي؟ ـــــ خو ځینو ارمانونو رېژېدلو د پاره جوړې شوې بهانې ښې نۀ وي ــــــ دلته مونږ د ارباب مجیب جنازې ته ولاړ وو چې د استاد عبدالله بختاني خدمتګار د مرګ دروند خبر راغلو. ما د ساه پۀ ځاے کېدو نه پس اېمل ولي خان ته زنګ ووهو او د بختاني صاحب مرګ نه مې خبر کړو. ماښام ناوخته هغۀ چرته کومه جرګه کښې د ناستې عذر وړاندې کولو سره پۀ باچاخان مرکز کښې د خداے بخښلي استاد د غائبانه جنازې کولو ووې او د استاد پۀ څلي دعا د پاره ئې جلال اباد ته د وفد لېږلو هم ووې. مونږ جنازه پۀ سبا وکړه او څو ورځې پس جلال اباد ته روان شو. نیازبین مشر اعجاز ایسپزي راته د ‘باچاخان مرکز’ لۀ خوا د استاد بختاني کورنۍ ته تعزیتي خط هم راوسپارلو. فېصل فاران د عبدالرؤف رفیقي تالیف ‘د عبدالله بختاني خدمتګار د پېژندنې لارښود’ شپېتۀ دانې کابل اکادمۍ د پاره راکړې. هر څۀ مو زړوکي کښې راونغښتل ـــــ سمیع الدین ارمان، پیر حامد خېشګي، سجاد ژوندون، لطیف اورکزي، بېدار اصلزي، مشتاق دراني او حسیب جان همراز سره د طورخم پۀ لار روان شو.
پۀ طورخم اووۀ لوېشتې لښتې لاس کښې نیولې د ملېشې څۀ کسانو پۀ ګڼه جوړېدو ولاړو خلقو ته لښتې څنډلې، چوکه نیمه پکښې هم وخوړې شوه ـــ زۀ ورته بیخي نزدې وم نو زما عدم تشدد حرکت وکړو او د خور لاس پینځۀ واړه ګوتې مې څپېړه شوې. خېر شو، البته ــــ ټوله ګڼه د سلګا خلقو د پاره یو ‘سکېنر’ جوړه کړې وه. سکېن شو او چې دننه ورغلو نو وې ‘مبارک شه زویه پلار دې راغے’ ـــ یوه بله لړۍ ـــ دیارلس ‘کېبنز’ کښې اووۀ سړو، شپږ ښځو د پاره خو فعال ‘دوه’ وو. یو کېبن کښې یو امیر صاحب ؤ، غصه شو پۀ یو کس ئې د چپلې ګوزار وکړو. بل کېبن کښې یو پوخ ځاله سړے سرې سترګې ناست ؤ، یوې تورسرې ته ئې وئیل، بې قطاره ولې راغلې، قسم مې دې پۀ ذات د ذوالجلال وي کۀ رانه پۀ کرښه واوړې!!! هغې تورسرې سره ملګري هلک عزت مآب ته ځولۍ نیولې وه، مونږ ورته پۀ مکمله قامي بې شرمۍ بیخي غلي ولاړ وو. د عزت مآب زړۀ کښې به رحم راغلے ؤ، ځکه چې مونږ اډې ته کوز شو نو هغه خور مو ولیده چې پۀ ذات د ذوالجلال د قسم نه پس د عزت مآب پۀ ترحم سره پۀ کرښه اوړېدلې وه.
طورخم نه مونږ د کونړ یو ځوان شېرولي سره کښېناستو او د خندا شنۀ ئې جلال اباد ته ورسولو. څو شېبې مو باغ کښې تېرې کړې. بیا زمونږ ‘ارباپ’ د خپلو غبرګو شملو پټکي سره راورسېدو. د بابا پۀ څلي مو لاس پورته کړل. هلکانو ورته پۀ سینه ګلونه دل کېښودل. د ډاکټر یوسف ایسپزي خدائي خدمتګار د لاس ګلونه لا هلته پراتۀ وو.
باز محمد عابد، انجینئیر اباسین بهیر، ارباب حمدالله، انجینئیر راحت ګل زیارمل او زلمي دولت امرخېل سره مو ماسخوتن د سیند پۀ غاړه وراتۀ کړي مهیان پۀ ځیګر کېښودل. اوږده قړته ولګېده. لویه مسئله وه یاره! بېخ ختلي فېسبوک پورې غاړه هم د خلقو مازغۀ او سیاسي فهم پۀ ګوډو کړے ؤ. ما وې ‘ځار ځار! اٰه باچاخانه!’ ـــ
ارباپ د پرېوانه تخلیقي تجربې د پاره د ‘سائېکوټېسزم’ متقاضي دے، هر څو کۀ تر یوۀ حده د سکیزوفرېنیا ښکار مونږ ټول یو. اباسین بهیر نسبتاً ډېر ساهو ؤ. زیارمل باندې ارباپ د منظور پشتین مینه ماتوي، هغه د بهیر سره د اووۀ ورځنۍ ‘۷’ د همکارۍ نه زیات تړون لري. د زیارمل پوزه اوږده، اونه کښې ما نه چپاتۍ ټیټ، او پۀ سر ئې د پشتین خولۍ وه. پۀ سر کښې دننه چې ئې څۀ وو، پۀ هغې ځکه رایه نۀ ورکوم چې دا ارباپ سره اختلاف پېدا کوي او مونږ کله هم چې چرته ځو نو اختلاف نۀ پېدا کوو، ‘خدمت کښې اختلاف نۀ پېدا کېږي’. باز عابد خو ‘جالبات’ کښې د ‘پېښور’ پېوند دے. مختصر البته دا چې ‘فېسبوکزم’ پورې راپورې خپل جوبڼ باندې دے.
مونږ بې د څۀ واجب غېبت نه پۀ ادب او فنون لطیفه خبرې وکړې. یو بل ته مو د کتابونو د ډالیو تبادله وکړه خو پۀ پښتون تحفظ مومنټ باندې بحث وغځېدلو. دا یوه فطري خبره ده. جلال اباد کښې د افغانۍ پۀ ځاے کالدارې بدلېږي، د یو بل حالاتو نه بې اثره نۀ شي پاتې کېدے. شپه مونږ تر نیمې ویښه وساتله، نیمه کښې پۀ خوب ورغلو.
سحر بهیر، ارباپ، زیارمل او مېړني د ارواښاد بختاني خدمتګار څلي له بوتلو. دعا مو وکړه او د بختاني صاحب کورنۍ سره غمرازۍ د پاره د خپل ټاکلي پروګرام سره سم مو د کابل قصد وکړو. زاهد اختر ډېر ست وکړو خو پۀ مونږ زورور نۀ شو. بس د خداے کارونه دي او د راز خبرې دي، پۀ مونږ څوک زورور کېږي نۀ.
د کابل د پاره شاد محمد ته ګاډي کښې ونوستلو. شېرولي د طورخم نه پۀ راوتلو مستي کوله او پیر خېشګي فوټوګرافي ـــ پیرخېشګي پۀ طورخم د سېکېورټي لۀ خوا پۀ کېمره بد ګڼلو نه پس کېمره سترګې له یونۀ ړله او شېرولي زما د متل کولو نه پس پښه اېکسلېټر باندې جوخته نۀ کړه.
کابل ته پۀ نزدې کېدو مونږ اٰیة الکرسۍ له زور ورکړو. ارباپ راله پۀ پلِ چرخي د سختۍ خبره پۀ غوږونو کښې دومره چوپ کړې وه چې پۀ ذهن مو چاپ شوې وه ـــ خبره دا شوې وه چې خبره به زۀ کوم. بس چې چېک پوسټ له راغلو او قوماندان صاحب وپوښتلو چې چرته نه راغلئ، مونږ ورته ووې ‘پېښور نه’ ـــ هغۀ وې ‘ښه! دا خو د دښمن ملک خلق دي ـــ هرکله راشئ! ځئ!’ ـــ بل تپوس ئې ونۀ کړو. زۀ دومره خو پوهه شوم چې ارباپ نۀ مبالغه کوله، نۀ ئې مغالطه کښې اچولو. هغۀ مونږ هر ډول صورتحال ته ذهني طور تیارولو. اګرچې مشر زۀ وم نو مشروټي هم ما کوله، خو د ظاهر شکېب سره زما د تماس نه وړاندې بېدار طائر ځلاند سره خبره کړې وه، مونږ د ځلاند پۀ ښونه عیدګاه ته مخامخ کوز شو. څو شېبې تېرې نۀ وې چې بیا شاد محمد سره وختو ـــ مړه نو! دا ښه وه چې شاد محمد ښۀ ؤ ـــ بس روان ئې کړو او طائر ځلاند ته ئې ورسولو. ځلاند خپلې دېرې کښې کښېنولو. ډک چاے باندې ئې خړوب کړو. بیا ئې شیشې له بوتلو. چې راتلو نو ځلاند ‘سلام’ ته هم زنګ ووهۀ. سلام د کابل ‘پرلت’ کښې ناست ؤ، هلته نه پۀ ګرانه راووتو. هسې هم پرلت نه پاڅېدل ګران وي. طائر ځلاند بیا دېرې ته راوستو. بیا ئې راباندې ډوډۍ وخوړه او بیا مو د شپې سره خپل عادت شروع کړې. شپې ځان ډېر تور تور کړو خو مونږ ورته ویښ ناست وو. ‘جالبات’ کښې هم پۀ ‘پرلت’ زما دغه دریځ ؤ. کابل کښې د نورو پوهانو، عن تر سلېمان لائق محترم نه واخله سلام پورې، ما یو ښاغلے نجیب منلے تر دې دمه لیدلے چې اپروچ ئې د سیاسي سائنس او معروضي حقیقتونو پۀ بنیاد دے. کابل کښې د پرلت سره زما نور څۀ کار نۀ ؤ خو دا اندېښنه مې لرله چې ځینې څوک به دا پرلت د اسلام اباد پرلت سره تړي چې دا به د اسلام اباد پرلت ته د زیان اندېښنه زیاته کړي. اسلام اباد کښې روان پرلت ائیني غوښتنې لرلې او مطالبه ئې هم د عدم تشدد پۀ اصول کوله؛ د پرلت دننه د ماما وادۀ کښې د خورئي سنتوونکي داسې خلق وو چې د پرلت بنیادي مطالبې ئې پۀ ډېره چالاکۍ مخصوص جذباتي نعرو ته راکش کولې. دې سره ئې پۀ یو لحاظ سټېټ له جواز ورکولو چې هغه دغه ائیني مطالبې مشکوکې کړي. زۀ نن هم پۀ دې خبره ټینګ ولاړ یم چې د ‘تحریک’ اصطلاح د احتجاج او زغم د پاره د یوې خاص ‘سټېمنا’ متقاضي وي او د جذباتیت ښکار کۀ سپین ږیري وي او کۀ زلمي، چې دغه سټېمنا نۀ لري نو د قامي ګټې یوه لویه موقع د لاس نه ورکړي. بل پۀ داسې تحریکونو کښې چې کله سیاسي یتیمان، فکري مفلسان او نظریاتي خانه بدوش د خپل لیډرشپ اشتها پۀ خولۀ کښې اخستې قبضه شي نو تحریک د ګټې پۀ ځاے زیان سره مخ شي. سلام پۀ دې نکته نۀ پوهېدو. دا خبره ډېره د اذیت وي چې تۀ ښۀ وینې چې زما د دې بچي خلوص او نیت کښې هېڅ شک نشته خو د خبرې نیولو پۀ شا تاریخیت او د خبرې کولو پۀ شا حکمت باندې پوهې د پاره هغه لا د زدکړې نه تېرېږي؛ دا باور خپل بچي ته ورکول ډېر ګران شوي دي.
)دا لنډو کښې پۀ کابل پرلت شوي برید کښې د سلام ژوبل کېدو نه خبر شوے یم، خداے دې سلام سلامت لري(. د عوامي نېشنل پارټۍ د یو ادنٰي کارکن پۀ حېث زۀ پۀ دې خبره دردېږم چې هغه خبرې، چې پۀ کولو ئې اے اېن پي بهتانونو او بمونو ته څېلمه وه، نن هر څوک هغه خبرې کوي ـــ دا هسې خو د خوشحالۍ خبره ده، خو زۀ پرې ځکه دردېږم چې اوس کومې ژبې پۀ دغه خبرو راوړي، دغه ژبې ځان سره د مسئلو خپل حلونه هم راوړي ـــ خودساخته حلونه چې پۀ شا ئې هېڅ تاریخي شعور نۀ وي. زۀ دې تشویش سره مخ کېږم چې دوي خپلو دغه حلونو د پاره زمونږ تاریخي خبرې زده کوي، او مطلب ئې هم دا دے چې تحریک ته د اهدافو پۀ لاره کښې خنډان ودروي.
سحر چې راویښ شوم نو پوهه شوم چې جوړې بېګا پکښې مونږ اودۀ شوي هم یو. ارمان صاحب خو بیخي پۀ ګواښ شو. راته ئې غوږ کښې ووې چې یاره! دا خو مونږ تش پۀ ‘خورو څښکو’ بوخت یو ـــ زۀ هم پرده پوخے یم نو ځلاند ته مې ووئیل او سم مو وخندل. پښتو اکادمۍ ته روان شو. میر احمد یاد هم راسره ؤ. زمونږ هلکان هغۀ سره راټول وو. پۀ اکادمۍ کښې مو شکېب سره لیدل وشو. اکادیمیسن سلېمان لائق سره مو د ناستې شرف پۀ برخه شو. ‘ولي باغ’ کښې ئې راسره د خپل تېر کړي وخت نیازبینې خاطرې شریکې کړې. د پښتون پرلت پۀ روح او مزاج راسره د خپلو ‘مترقي’ تجربو پۀ رڼا کښې وژغېد. پۀ خبرو خبرو کښې ورله پیر خېشګي د کاغذ پۀ ټوټه پورټرېټ جوړ کړو، هغه مو ورته ډالۍ کړو. د استاد بختاني خدمتګار د زوي لاره مو وڅارله خو هغۀ د راتګ لوظ سبا ته پۀ سر کېښود. مونږ کابل پوهنتون ته لاړو او هلته د پوهنتون چانسلر پروفېسر حامدالله فاروقي سره مو د ناستې درناوے پۀ برخه شو. فاروقي صاحب د کابل پوهنتون، کابل ښار، د افغانستان روان صورتحال او فخرِ افغان باچاخان سره د مینې پرېوانه څرګندونه وکړه. ما ورته د باچاخان پوهنتون پۀ شمول اے اېن پي دور کښې د اعليٰ تعلیم پۀ حواله معلومات شریک کړل. خپل ډېر قیمتي او بوخت وخت نه ښاغلي فاروقي صاحب څو شېبې مونږ له راکړې، مونږ سره دغه احساس ؤ، ځکه مو ورسره خداے پۀ اماني وکړه او استاد اسدالله وحیدي سره د پوهنتون پۀ سېل ووتلو. د پوهنتون مختلفې څانګې مو ولیدې. د نړۍ د لویو ژبو ادبیات د پاره هر ملک یوه څانګه پرانستې وه او څومره چې مونږ پوهنتون کښې ګرځېدو، دومره من من غټېدو. پۀ لاره دانش لالا ته ستانۀ شو. سم ډېر مو ورسره وخندل. نور خو دانش لالا پېژنئ تاسو، چې مونږ پۀ ځان پوهېدو نو سبا شپه لغمان ته د وړلو لوظ ئې رانه اخستے ؤ. مشتاق درانے هم د دانش لالا ځاے کښې پۀ لاس راغلو. هغۀ شپه ګلزار عالم لالا له وړې وه. ما د ګړۍ پۀ ستنو ګوتې کېښودې خو د ګلزار لالا د لیدو ارمان لکه چې نۀ رژېدو.
طائرځلاند، میر احمد یاد او سلام مونږ یواځې نۀ پرېښودو، شکېب مونږ نۀ پرېښودو. ماښام مو ډوډۍ وخوړه او دوه ځایه شو. اېز یو ناو! اېکچولي هلکان ټول د طائرځلاند دوي سره لاړل؛ ارمان، خېشګي او زۀ شکېب سره روان شو، حسیب مو هم ځان سره کړو.
سحر اکادمۍ ته راغلو. استاد حبیب الله رفیع مو ولید، د اکادمي پۀ کتابتون راتاو شو. اجمل ښکلے او احد منګل راغلل. احد منګل هم پۀ پرلت خبره کوله. ما ورته ووې چې پۀ کابل کښې خپلو څۀ غوښتنو د پاره کۀ پرلت وهئ نو ووهئ، خو دې سره دې څوک برناحقه د اسلام اباد پرلت نامه نۀ نتي کوي. داسې کول د اسلام اباد پرلت سره ښېګړه نۀ ده. منګل بیا بیا تپوس کولو، ما ارمان ته ووې، دا ټرانزېشنل پېریډ دے، اوس به دلته لږ وخت اخلي، بیا چې دا دوره عبور شي نو سیاسي تفکر به عام شي؛ داسې به څوک کوم خبره پسې نۀ نښلي.
څو شېبې پس عبدالرحیم بختاني خدمتګار هم راغلو. د کرښې دواړو خواو ته پۀ نوو مطبوعاتو بحث وشو. عبدالرحیم بختاني صاحب ته سمیع الدین ارمان د استاد عبدالرؤف رفیقي اثر ‘د بختاني خدمتګار د پېژندنې لارښود’ او خېشګي د ارواښاد عبدالله بختاني خدمتګار پورټرېټ ډالۍ کړل. ما ورته د ‘پښتون’ د مارچ ګڼه ورکړه. عبدالرحیم صاحب راته د خپلو څېړنو سره د ارواښاد بختاني خدمتګار د کتابونو سېټ راکړو. مونږ ئې ډېره مننه وکړه. ماسپښین مونږ څۀ د شړق پۀ باران کښې احدمنګل او اجمل ښکلي اډې ته راوویستو. هلته نه پۀ دوه موټرو کښې لغمان ته روان شو. لغمان کښې مو د دانش لالا کتابتون او فرهنګي څېړنیز مرکز ولیدل. بیا مو سم ډېر وخندل. دانش لالا خو د ادبي اسټېبلشمنټ ټولو هلوځلو او پۀ ادب کښې د ‘دفاعي اثاثو’ کردارونو نه خبر دے، معلوماتو کښې ئې راله ښه ډېره اضافه وکړه. ‘پښتون’ کابل ته هغۀ له لېږلو د پاره هم خبرې وشوې. د ‘نوروز’ مشاعره باندې هم وژغېدو. دا زېرے ئې راباندې هم وکړو چې زمونږ نه پس به محترم رحمت شاه سائل او محترم میا وکیل شاه فقیرخېل هم پۀ دغه دېره کښې مېلمانۀ وي. د ادبي خلقو او ادبي محلفونو داسې پراخه تابیا کښې د دانش لالا مثال نشته. یو مثال شته خو اېکچولي هغه دلته ورکول مباح نۀ است.
سحر چې مونږ لغمان نه ووتلو نو قوماندانۍ سره خوا کښې پۀ پاټک ئې ودرولو. یاره سړے کۀ پۀ ځاندره هر څومره پسمانده ؤ خو د خوي نه تریخ ؤ، ایسته ئې چوکۍ ته روان کړو. بس ‘یاد’ بیا دانش لالا ته زنګ وهلے ؤ او مونږ به ایله دېرش قدمه اخستي وو چې پسمانده تک زیړ شوے ؤ. پۀ شړنګاشړنګ یو افسر چوکۍ نه زمونږ طرف ته راروان ؤ، پسمانده ئې لږ وڅنډو هم. یاره ګپ خو نۀ دے، مونږ د دانش لالا مېلمانۀ وو، او بله دا چې ماسخوتن مونږ قوماندانۍ ته ننوتلو نو ظالم یو تن هم نۀ ؤ، دې پوائنټ هم پسمانده خراب کړے ؤ. پسمانده چالاکي کوله خو بس ما هم پۀ پسته پسته کښې کلکې کلکې ورته ووئیلې.
د کابل لۀ لوري راغلے باد کۀ پۀ چا بد هم ولګي خو یاد ئې کله هم پۀ چا بد نۀ شي لګېدے. یو زمونږ یاد دے، عامر یاد، د لاسو صفائي ئې د ژبې قصائي خرابه کړي، ‘یاده! چرته ئې؟’، ‘ولا بائنډنګ واله سره یم’ ـــ هر وخت بائنډنګ واله سره بانډه وي. یو د کابل میر احمد یاد دے، مونږ سره جالبات پورې راغلو. سپین غر هوټل ته څېلمه هسک انجینئري خدمات کښې مو ساه واخسته او بیا د ارباپ نوي جوړېدونکي کور ته راغلو. ارباپ فرمائیل چې دې ځاے له به نامه ږدم. مونږ خو ورسره پۀ ‘ناوګۍ’ دعا د خېر وکړه. دا بهېر، ارباپ او زیارمل هم پوره شیونه دي. چې جلال اباد نه کابل ته تلو نو هم، او چې اوس بیا جلال اباد نه طورخم پله روانېدو نو هم، د ګاډي پېسې ګوره دوي ورکړې!!! قسم دے خو بس.
زما کردار هسې د امیکس کیوراے (Amicus Curie) غوندې شي نو، البته فریق یم. د ارباپ لۀ خوا زما د موقف تائید چې زۀ لۀ دې خوا تلم، نۀ ؤ؛ اوس چې راتلم ؤ. مونږ پۀ کرښه راواوړېدو. هم دغومره مې وئیل. سجاد ژوندون وئیل چې رپورتاژ به لیکم، زۀ به اوس دا خبرې ‘ژوندون’ ته پرېږدم او خپل سرلیک له به راشم.
پۀ کومه ورځ چې مونږ کابل نه لغمان ته راتلو، شکېب د پښتو اکادمۍ سره پېوسته ‘قصر شاببوجان’ ته وروستلو. دا ‘شهرِ نو’ دے. دغه ماڼۍ ته د یو میوزیم درجه ورکړې شوې ده. د افغانستان د مختلفو سیمو د اولسونو کلتوري نخښې، لباسونه، هنرونه، فوکلورونه، کالي، لرغوني یادګارونه، ثقافتي رنګونه او داسې ډېر څۀ قصر شاببو جان ته راټول کړے شوي دي چې یو سېلګرے پۀ ګېنټو ګېنټو ځان سره مشغول ساتلے شي. یوه مهمه برخه د نومیال هنرمند ‘امان الله حېدرزاد’ پۀ نامه نوملې شوې ده. دې برخه کښې د حېدرزاد ناویاته هنرونه پراتۀ دي چې پۀ بېلا بېلو هنري مېډیمونو کښې ئې د افغان تاریخ نخښې خوندي کړې دي.
شکېب د هرې برخې پۀ درشل مونږ ته د دغه برخې لنډیز اورولو. باقي خوند او پند اخستل ترې زمونږ ذمه وه.
مونږ ملګري چې هم پېښور نه روانېدلو، ما نه بغېر، د کابل تصور ټولو سره نزدې نزدې پۀ یو رنګ ؤ. د ‘اردو’ ورځپاڼو کښې پۀ درې پاوه وطن د طالبانو د قبضې سرخیانې به مو د سترګو وړاندې اوړېدې راوړېدې. دلته خبره عملاً مختلفه وه. دلته ژوند ؤ او د ژوند خواهش هم ؤ. دلته پۀ هره لاره داسې چوکۍ، چېک پوسټونه او اٰرمي انسټالېشنز نۀ وو، لکه دې غاړه چې دي. سرکاري دفترونو او د امنیتي ځواکونو مرکزونو سره د چېک پوسټونو موجودګي عامه خبره ده. د افغانستان دننه پۀ غرونو، بانډو کښې چې د امنیتي ناقلارۍ کوم زوږ دے نو دا خو ټول جنګ د دې پۀ سر دے. دا ‘جنګي عناصر’ خو د نړیوالو ځواکونو پۀ افغانستان کښې د پاتې کېدو ‘جواز’ دے. اصل خبره د یوې سیمې پۀ اولس کښې د ژوند د خواهش ده. کابل غځېږي، اوږدېږي او پلنېږي؛ دا د جنګي عناصر شکست دے. کابل کښې د کتابونو مرکزونه او کتابتونونه بشپړ کېږي او دا د جنګي عناصرو شکست دے. کابل کښې خلق پۀ سیاست خبرې کوي، د حامد کرزي او اشرف غني خبرې کوي، دا د جنګي عناصر شکست دے. کابل کښې خلقو د ‘نورو’ هرکلي د پاره تیارۍ نیولې او دا د جنګي عناصرو شکست دے. کابل پوهنتون کښې د مادام نانسي دوپري نخښه ‘د افغانستان د معلوماتو منبع’ د جنګي عناصرو شکست دے. افغانستان کښې د امن او سولې د پاره د خلقو غږ د جنګي عناصر شکست دے.
د اردو ورځپاڼو جوړ شوي تصور پسې زمونږ د هر ملګري ذهن کښې د کابل لارې، جادې، مارکیټونه، تعلیمي ادارې، علمي مرکزونه خندا نه شنۀ وو. د پاکستان میډیا خو پۀ خداے ډېر لطیف ‘سټائل’ لري؛ زمونږ د قبائیلي سیمو د کډوالو، د خپل کشمیر د مظلومانو، د اېګزېټ د ‘دوه اړخه’ متاثرینو، د میرا د کېپټن نوید سره د وادۀ، د فوزیه قصوري پۀ کالم تبصره او د عدلیې او پارلېمان د غوېمنډ مهابهارت یو شان لهجې او ګرافېک اېفکټس او بېک ګراوند میوزک سره ښائي.
سمیع الدین ارمان ووئیل،
‘ما کښې د کابل یو ډېر روڼ تصور ځان قائموي.’
ما ورته ووئیل، د قام ناتار پۀ قام راګرځي. دې ‘دلِ آسیا’ امن لیدلے نۀ دے، هن! څۀ وقفې د امن پۀ نامه راغلې دي. اوس چې مونږ د ارتقائي مرحلو جاج اخلو نو د امن خواهش زېږېدلے دے او د امن راتلو مرحله روانه ده ـــ د ‘افغانستان ملي ارشیف’ او میوزیم لیدو موقع پۀ لاس رانۀ غله، خو د قصرِ شاببوجان پۀ لیدو زما د ارتقائي مرحلو شمېره غلطه ثابته شوه ـــ افغانستان زما توقع نه وړاندې سفر کړے ؤ. قامونه چې کله پۀ امن وي، هلته حقیقي تعلیم وي، څېړنې کېږي، اقتصاد ښۀ وي او ژوند سوکاله وي نو هغوي د نړۍ ټولو نه غټ کېک جوړ کړي، پلنه ګګره واغوندي، پۀ داسې موضوع قیصې ولیکي او فلمونه جوړ کړي چې حال کښې ژوند کوونکي ذهنونه ورته ګوته پۀ خولۀ وي ـــ سېلګري خپل ملک کښې ګټلې پېسې د هغوي وطن ته وړي ـــ لوټ شوي رقمونه هلته ږدي ـــ پۀ کابل جان لا اورونه بل دي، بیا هم ‘قصر شاببوجان’ سره مونږ ته خپلې ارادې ښائي چې د زردشت باختر انساني تهذیب کښې د خپلو اعليٰ صلاحیتونو پۀ مرسته کنټریبوشن کولو د پاره بیا وړاندې قدم اخلي. د اېشیا زړۀ ‘کابل’ سره یواځې د اېشیا د موسمونو قسمت نۀ دے تړلے شوے؛ د ټولې نړۍ موسمونه د کابل د سیلۍ سترګو ته ناست دي. نړۍ باید دا حقیقت تسلیم کړي.
مرګ کۀ کار زمونږ د ژوند تمام کړي، نور به څۀ وکړي
هسې به پۀ مړو ځان بدنام کړي، نور به څۀ وکړي
خاورې مې ساقي ته د پښتون خمار غرور مۀ شه!
مړه! خو نسکور به راته جام کړي، نور به څۀ وکړي
خېر د رقیبانو پۀ پخه مینه کښې غواړمه
ښه ده، خپل ځانونه خو به خام کړي، نور به څۀ وکړي
غلۀ د هوس هم د خپل ښائست لۀ ښاره مۀ شړه!
را دې شي، خپل زړونه به لېلام کړي، نور به څۀ وکړي؟
څومره چې یاران خاورې زما پۀ نامه اړوي
خپله به د خلقو راته پام کړي، نور به څۀ وکړي
ښکلي کۀ هر دم زړۀ ماتوي زما، پر ما ئې څۀ
کم به د خپل حسن یو غلام کړي، نور به څۀ وکړي
احسان الله درمل
اٰه! ګوهر سرحدي هم تېره کړه!
ګوهر سرحدي پۀ 1952ز کښې د خدائي خدمتګار ‘اباخان’ کره د پېښور ډبګرۍ کښې زېږېدلے ؤ. اباخان خدائي خدمتګار غورځنګ تر سیوري لاندې د پښتون قام او پښتونخوا د پاره مبارزه کوله. د ایوب خان دور کښې هم د ون یونټ پۀ ضد هريپور جېل کښې بندي کړے شوے ؤ. د حیات شېرپاو قتل چې کله د سرې جنډې پۀ ضد د یوې بهانې پۀ توګه استعمال کړے شو نو اباخان پکښې هم جېل ته لاړو.
د اباخان د مرګ نه پس د هغۀ زوي ګوهر سرحدي د خپل پلار سُور بېرغ اوچت کړو. پۀ 1968ز کښې ګوهر سرحدي د ډبګري وارډ جائنټ سېکتر او 1973ز کښې سترسېکتر منتخب شو. د 1977ز نه 1985ز پورې مسلسل د ډبګري وارډ صدر پاتې شو. اتۀ کاله مسلسل د عوامي نېشنل پارټۍ ډسټرکټ پېښور جائنټ سېکتر ؤ.
د عوامي نېشنل پارټۍ د سرې جنډې لاندې سیاست د کمزورو د وس کار نۀ دے، ګوهر سرحدي پۀ دې حقیقت پوهه ؤ. د باچاخان عدم تشدد، د خدائي خدمتګارانو هر ازمېښت سره د مقابلې کولو جرأت او نظریاتي مضبوط بنیاد ورته خپل پلار اباخان وراثت کښې پرېښے ؤ. د بهټو نه ‘سول مارشل لاء’ کښې د احتجاجي سیاست نه واخله تحریک نجات پورې ئې مختلفو وختونه کښې جېلونه تېر کړل خو د خپلې سرې جنډې او خپل قامي سیاست نه جدا نۀ شو. هغه همېشه د خپلې پارټۍ د فېصلو پابند پاتې شو.
عوامي نېشنل پارټۍ د ګوهر سرحدي غوندې کارکنانو پۀ وجود ویاړ کوي او مرګ ئې لوے قامي زیان ګڼي. ‘پښتون’ د ګوهر سرحدي مرګ باندې د هغۀ پسماندګانو سره شریک دے. خداے دې مونږ له د دې غم د برداشت کولو توان راکړي.