د 2018 د عامو انتخاباتو د نتیجو نتیجې
پۀ پیځویشتمه جولایۍ 2018 ټول پاکستان کښې د قومي او صوبائي اسمبلیو د پاره انتخابونه وشول. د دې انتخاباتو نتیجه کښې د الېکشن کمېشن د اعلان مطابق قومي اسمبلۍ کښې پاکستان تحریک انصاف پۀ 272 چوکیو کښې یو سل پینځلس چوکۍ تر لاسه کړې دي. مسلم لیګ نون 63 او پیپلز پارټي 44 چوکۍ ګټلو کښې بریالي شوي دي.
پاکستان تحریک انصاف سره ساده اکثریت نشته، ولې قومي اسمبلۍ کښې یواځنے غټ ګوند دے. دغه شان تحریک انصاف پۀ پښتونخوا کښې شپږ شپېتۀ چوکۍ ترلاسه کړې دي. دا د پښتونخوا د تاریخ یوه ځانګړې واقعه ځکه ده چې د پاکستان د جوړېدو نه پس دې صوبه کښې کله هم یو سیاسي ګوند ساده اکثریت هم نۀ دے ترلاسه کړے او تر دلته د ګڼو سیاسي ګوندونو مخلوط حکومت منځ ته راغلے دے. بلوچستان کښې نتیجې د روایاتو مطابق ګډې وډې راغلې دي. د دې وجه د دې صوبې قومي، قبائیلي او لساني بنیادونه دي.
سندهـ کښې پیپلز پارټۍ ته قطعي اکثریت ترلاسه شوے دے ولې دا ټول نشستونه د سندهي ژبي خلقو دي. سندهـ تر ډېره حده ګڼ ژبې صوبه ده. کراچۍ او حېدراباد کښې اردو، پښتو او پنجابي ژبې وئیلې کېږي. دلته پیپلز پارټي ماتې سره مخ شوې ده.
د دې نتیجو پۀ رڼا کښې چې ملک کښې څنګه حکومتونه جوړېږي، هغه به کتے شي؛ ولې د ملک ټولو سیاسي ګوندونو د شوو انتخاباتو پۀ نتیجو نیوکې کړې دي. دا ګوندونه دا پوخ یقین لري چې انتخاباتو کښې ټګي ټوري شوې ده او دا ټګي ټوري د یوې خاصې منصوبې لاندې شوې ده. د انتخاباتو نه مخکښې د تحریک انصاف نه علاوه ټولو سیاسي ګوندونو دا چغې وهلې چې د ملک ځینې قوتونه د تحریک انصاف مرسته کوي او لګیا دي د ووټونو نه مخکښې ټګي ټوري (Rigging) کوي.
د اساسي قانون )ائین( ترمخه ټول انتخابي عمل الېکشن کمېشن د صوبائي عدلیې پۀ ذریعه سر ته رسوي. پخوا به د عدلیې پۀ ځاے ضلعي انتظامیې دغه ذمه وارۍ تر سره کولې، ولې وروستو د عامو خلقو پۀ غوښتنه دا کار عدلیې ته وسپارلے شو.
انتخابي عمل کښې دا ځل نوې خبره دا ده چې پوځ نه هم مدد واخستے شو. پۀ هر پولنګ بوتهـ دوه پوځي ځوانان مقرر شوي وو. ځینې سیاسي ګوندونو د الېکشن کمېشن د دې فېصلې مخالفت کولو، ځینې ګوندونه غلي وو؛ ولې تحریک انصاف د پوځ د کردار مرسته کوله.
انتخاباتو کښې د مبینه ټګۍ ټورۍ ذمه واري د الېکشن کمېشن سره سره پۀ پوځ هم ور واچوله. دې سره به د پوځ غوندې منظمه قومي اداره متنازعه جوړه شي او د دې نتیجې به ظاهره ده چې ترخې وي. عدلیه هم د دې سیاسي ګوندونو هدف دے او دا هم د ترخو سیاسي حالاتو نخښې نخښانې ښائي. د هر مسلک ټول مذهبي ګوندونه د انتخابي نتیجو منلو نه انکار کوي او پۀ احتجاج ئې ګوتې پورې کړې دي.
عوامي نېشنل پارټي پښتونخوا کښې د سخت شکست سره پۀ ښکاره مخ شوې ده. دې ګوند سمدستي د صلاح کارو مشرانو غونډه کړې ده او د نورو سیاسي ګوندونو سره ئې پۀ شریکه د احتجاج کولو سره سره پۀ یواځې احتجاج شروع کړے دے. عوامي نېشنل پارټي دا تجویز لري چې ټول سیاسي ګوندونه دې د احتجاج پۀ توګه اسمبلیو کښې د حلف اوچتولو نه ډډه وکړي خو مسلم لیګ نون او پیپلز پارټي دې تجویز سره اتفاق نۀ لري. د دې وجه دا ده چې مسلم لیګ نون دا طمع لري چې بنجاب کښې به دوي حکومت جوړ کړي او پیپلز پارټۍ ته چونکې د 2013 د انتخاباتو پۀ مقابله کښې زیات نشستونه پۀ لاس ورغلي دي او سندهـ کښې پۀ اسانه د حکومت جوړولو توان لري نو پۀ دغه ګټه هغوي اکتفاء کوي.
ولې دا دواړه ګوندونه د پارلېماني سیاست سره سره پۀ انتخاباتو کښې د ټګۍ ټورۍ پۀ دریځ هم ټینګ ولاړ دي او د مسلسل احتجاج کولو اراده لري. ورسره ورسره پیپلز پارټي تحریک انصاف ته وفاق کښې د حکومت جوړولو موقع هم ورکول غواړي، حالانکې کۀ پیپلز پارټي وغواړي نو پۀ وفاقي کچ د حکومت جوړولو پۀ لاره کښې تحریک انصاف ته خنډ جوړولے شي.
کۀ چرې مسلم لیګ نون، متحده مجلس عمل او پیپلز پارټي پۀ یو اتفاق اصف علي زرداري ته د حکومت جوړولو مشري ورکړي نو زرداري صاحب د ملک وزیر اعظم جوړېدے شي او د عمران خان لاره نیولې شي، خو شاید چې د نورو وجوهاتو لۀ کبله به دا وړۍ شړۍ نۀ کړي.
عوامي نېشنل پارټۍ ټوله صوبه کښې انتخابي مهم ډېر پۀ کامیابۍ سره چلولے دے او داسې هېڅ څۀ اثار نۀ وو چې عوامي نېشنل پارټي به د ماتې سره مخ کېږي.
ځینې سیاسي ناظران دا نظر لري چې د ځینې ګوندونو او شخصیتونو اسمبلیو نه د بهر ساتلو فېصله د مخکښې نه شوې وه. د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ جلسه کښې د بمي چاودنې پۀ نتیجه کښې د بېرسټر هارون بلور پۀ شمول د ګوند د ګڼو کارکنانو شهادت، پۀ اکرم خان دراني بیا بیا قاتلانه حملې او د اکرام الله ګنډاپور وژنه هغه نظر او فکر رڼوي چې دا خلق د اسمبلیو نه بهر وساتلے شي. سېف الله خاندان هم پۀ نخښه ؤ، حالانکې د بنو او ټانک او ډېره اسماعیل خان پۀ نسبت جمعیت علماء اسلام لکي مروت کښې کمزورے پوزېشن لري، وهلې هلته چونکې د تحریک انصاف د امیدوارانو پۀ شا د سېف الله خاندان ولاړ ؤ او ټول انتخابي مهم انور سېف الله، همایون سېف الله او سلیم سېف الله خان چلولو نو هلته جمعیت علماء اسلام بریالے کړے شو. بلوچستان کښې محمود خان اچکزے او میر حاصل بزنجو سره د دوي د ګوندونه هم د پارلېمان نه بهر شول. سیاسي ناظران دا هر څۀ یوه انجینئیرډ منصوبه ګڼي. دا به حالات ښائي چې دا اتفاق دے او کۀ ټاکلې منصوبه ـــ ولې د پینځویشتم جولایۍ نتیجې به د ملک او قوم د پاره ښې نتیجې ورنۀ کړي. داسې برېښي چې ملک کښې به د سیاسي ګډوډۍ یو داسې اور بل شي چې مړ کول به ئې اسان نۀ وي او دا به د ملک او قام لویه بدبختي وي. ملک د مخکښې نه د اقتصادي او مالیاتي مسئلو پۀ ګرداب کښې ګېر دے؛ دې سره به نورې اقتصادي او مالیاتي مسئلې پېدا شي، دا هم کېدے شي چې جمهوري نظام د ناکامۍ سره مخ شي.
د هارون بلور شهادت: یوه بله خونړۍ پېښه
د روان کال د جولایۍ لسمه د پښتنو د ملي تاریخ یوه بله سپېره ورځ ده. د دې ورځې اخري لمحې وې چې د پېښور ښار یکه توت علاقه کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ یوه انتخابي جلسه کښې خان وژونکې چاودنه وشوه. د دې چاودنې نخښه نېغ پۀ نېغه د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا د اطالاعاتو سېکتر بېرستر هارون بلور ؤ. هارون بلور دې چاودنه کښې پۀ سرو وینو سُور هسپتال ته یوړے شو خو هلته ئې د ژوند وروستۍ څو ساه ګانې واخستې او د شهادت جام ئې وګوټلو. بېرسټر هارون بلور د همېشه د پاره زمونږ نه جدا شو او اوس مونږ سره د هغۀ صرف یادونه پاتې دي. دغه پېښه کښې د عوامي نېشنل پارټۍ نور ګڼ ملګري هم شهیدان شول چې د ګوند د تحریک متحرک کارکنان وو. دا یوه ډېره دړدوونکې پېښه وه.
دې خونړۍ پېښې پښتون قام ته دا پېغام ورکړو چې کۀ تاسو دغسې راغونډېږئ او پۀ دې طمع یئ چې د پاکستان پارلېمان او پښتونخوا اسمبلۍ ته به خپل حقیقي نمائندګان ولېږئ نو دا ستاسو غلط خیال دے؛ خو بیا هم د عوامي نېشنل پاټۍ کارکنانو حوصله ونۀ بائیلله او خپل انتخابي مهم ئې روان او متحرک وساتو. خلقو ته ئې خپل پېغام رسولو نه ډډه ونۀ کړه خو نتیجه ئې هم هغه راووته کومه چې د مخکښې نه څرګنده وه او داسې پېغام د عوامي نېشنل پارټۍ کارکنانو او مشرانو ته د بېرسټر هارون بلور د شهادت پۀ صورت کښې ورکړے شو.
بېرسټر هارون بلور صرف یو کس نۀ ؤ، هغه یو تحریک ؤ، یو غورځنګ ؤ؛ د هغۀ پۀ رګونو کښې هغه پښتنې وینې ټوپونه وهل کومې وینې چې د دۀ د پلار شهید بشیر احمد بلور پۀ رګونو کښې وهل. کوم مرام او مقصد ته رسېدو د پاره چې بشیر احمد بلور شهید پۀ کومه لار روان ؤ، بېرسټر هارون بلور ځان له هم هغه لاره خوښه کړې وه. هغه یو متحرک ځوان ؤ. خپله ځواني ئې د پښتون قام خدمت ته وقف کړې وه او اخر خپل ژوند ئې هم د قام پۀ ننګ او ناموس قربان کړو.
هارون بلور اعليٰ تعلیم یافته د برطانیې نه د بېرسټرۍ تعلیم حاصل کړے ؤ، قانون دان ؤ. ورسره د پاکستان د اساسي قانون یعني ائین ماهر هم ؤ. هغه یو اولسي شخصییت ؤ. د خلقو نه ئې ځان بېل نۀ ساتلو. همېشه به ئې عامو خلقو سره جوخته رابطه لرله. د خلقو د کړمو او امروزه چارو نه به ئې ځان خبر ساتلو. کله چې د پېښور ښار ناظم ؤ نو د هغۀ خدمات د یو ځلنده باب پۀ شکل کښې د تاریخ پۀ پاڼو کښې ځلېږي. هغۀ شپه کته او نۀ ورځ خو د ښار د خلقو خدمت ته به ئې ټول وخت ورکړے ؤ. هغه پۀ یوه پښه د ښار د یو سر نه بل سر پورې ګرځېدو. د ښار د خلقو د څښکلو د اوبو نظام، د صفایۍ انتظام او د کلو کوڅو حالت به ئې خپله کتلو. ورسره ورسره ئې د رېډیو پاکستان پېښور پروګرامونو کښې هم برخه اخستله او خپلې کارکردګۍ نه به ئې اولس خبرولو. هغۀ به د رېډیو پاکستان پېښور پروګرامونو کښې د قانون پۀ حواله هم خپله ماهرانه رایې وړاندې کوله. د هغۀ د سیاسي مبارزې مقصد کۀ یو طرف ته ملي حقونه ترلاسه کول وو نو بل طرف ته ئې د بنیادي بشري حقونو د پاره هم خپل اواز اوچت ساتلے ؤ. هغۀ د مقامي کچ مسئلې او ملي مسئلې دواړه تر نظره ساتلې وې او هغه ئې خپلو کښې تړلې وې.
بېرسټر هارون بلور نعره باز نۀ ؤ. هغۀ به د هر چا رایې ډېره پۀ سکون او سړو مزغو اورېدله. چې چا به خبرې کولې نو دے به غلے ناست ؤ او هغه خبرې به ئې پۀ غور اورېدې او چې کله به ورته د خبرو کولو موقع پۀ لاس ورغله نو بیا به ئې دلیل سره خپل موقف وړاندې کولو. د چا پۀ خبرو کښې بې ځایه مداخلت کول هغۀ د خپل شان او تهذیب خلاف عمل ګڼلو.
بېرسټر هارون بلور شهید یو بهادر، زړۀ ور او ذهین مشر ؤ. د ملي او اولسي خدمت جذبه هغۀ سره د پلار نیکۀ نه راروانه وه. دا جذبه د هغۀ خانداني وراثت ؤ. اوس هارون بلور مونږ سره نشته، هغه د منونو خاورو لاندې دے؛ ولې هغه شهید دے ـــ شهید مړ نۀ وي، تل ژونندے وي؛ هغه خداے بخښلے دے او د هغۀ د وینې څاڅکي د پښتنو د ملي غورځنګ د لارې مشالونه دي.
د افغانستان حالاتو کښې نوے پرمختګ
د تېرې جولایۍ اخیرۍ اوونۍ کښې ځان سره د پښتنو د پاره ډېرې بدبختۍ راوړې دي نو ورسره ورسره ئې یو ډېر زړۀ پورې او د اطمینان خبر دا راوړے دے چې د افغان طالبانو غورځنګ د امریکې سره نېغ پۀ نېغه خبرې شروع کړې.
خبر دے چې د قطر پۀ ښار دوحه کښې د افغان طالبانو د نمائندګانو او د امریکې د حکومتي نمائندګانو سره د افغانستان د حالاتو پۀ اړه خبرې شوې دي. د دې خبرې تصدیق د طالبانو د غورځنګ لۀ خوا د ابلاغ ذریعو خور کړے دے.
یاده دې وي چې امریکا مخکښې دې ته نۀ تیارېده چې طالبانو سره نېغ پۀ نېغه خبرې وکړي، ځکه چې امریکا د افغانستان حکومت یو قانوني حکومت ګڼي او پۀ دې زور راوړي چې طالبان د دې اپوټه دي. کومه خبره صحیح ده او کومه غلطه، باید چې پۀ دې وخت ته ټېله ورنۀ کړې شې. هر څوک چې خبرو ته کښیني نو دا یو مثبت عمل دے.
دې کښې هېڅ شک نتشه چې افغانستان کښې د انتخابي عمل پۀ نتیجه کښې یو حکومت موجود دے خو ورسره ورسره دا هم یو حقیقت دے چې افغانستان کښې د امریکې پۀ مشرۍ کښې د ناټو پوځونه هم موجود دي او افغانستان کښې د طالبانو سره هم دغه پوځونه اخته دي. کۀ چرې د طالبانو او امریکې پۀ منځ کښې نېغ پۀ نېغه خبرې وشي نو دا نۀ صرف یوه ښه خبره ده بلکې د دې ګټورې نتیجې راوتې شي. طالبان لږ دي او کۀ ډېر دي، ښۀ دي او کۀ بد؛ ولې افغانستان کښې وجود لري. د دوي خبره اورېدل ضروري دي. ځینې خلق دا خیال لري چې افغانستان کښې د طالبانو ډېر ګروپونه دي؛ کۀ چرې دا حقیقت وي نو بیا کۀ هر ګروپ سره جدا جدا خبرې وشي نو هم څۀ بده خبره نۀ ده. د دوام دارې سولې او امن د پاره یوه لاره پرېښودل هم نۀ دي پکار.
پۀ ټوله اسیا کښې د امن د پاره دا ضروري ده چې افغانستان کښې د جنګ منځ نه وړلو د پاره کردار ادا کړے شي. ټول قوتونه او پۀ جنګ کښې اخته افغانان باید چې خپلو کښې کښیني او خپل منځي اختلافات یوې خوا ته کړي او ځانونه یوې داسې فېصلې ته ورسوي چې خارجه قوتونه د افغانستان نه ووځي.