پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

 

ضمني انتخابات ته یوه کتنه

د اکتوبر پۀ څوارلسمه نېټه ټول پاکستان کښې د صوبائي او قومي اسمبلیو هغه چوکیو د پاره انتخابات وشول چې هغه ممبرانو خالې کړې وې چې د یوې نه ئې زیاتې چوکۍ ګټلې وې او یا هغه چوکیو باندې انتخابات وشول چې د نور څۀ وجوهات لۀ کبله پرې پۀ پنځویشتمه جولایۍ انتخابات نۀ وو شوي. دغه شان پۀ یویشتم اکتوبر پۀ هغه چوکیو باندې انتخابات وشول چې د عامو انتخاباتو نه پس پۀ څۀ وجه ممبرانو خالي کړې وې.

دې انتخاباتو د عامو انتخاباتو نه مختلفې نتیجې ورکړې. روایات خو دا دي چې اکثر د ناست حکومت امیدواران انتخابات ګټي ځکه چې ناست حکومت ټګي ټوري هم کولې شي او پۀ ووټرانو دباو هم اچولے شي. بله دا چې ځینې ووټران یا د علاقې اثر لرونکي قوتونه د وخت د حکومت نه د فائدو اوچتولو پۀ لالچ کښې د حکومتي ګوند د امیدوار مرسته کوي. بله دا چې پۀ عامو انتخاباتو کښې چې کوم ګوند کوم نشست ګټلے وي، ضمني انتخاباتو کښې اکثر هم هغه ګوند خپل نشست هم اخستو کښې بریالے کېږي خو کله چې نتیجه د دې اپوټه راوخېژي نو دا د یو ډېر غټ سیاسي بدلون علامت ګڼلے شي.

اوسني ضمني انتخاباتو کښې واکمن ګوند تحریک انصاف نۀ صرف د هغه ګټلو شوو چوکیو نه لاس ووینځل کومې چې د ګوند مشر او وزیر اعظم عمران خان ګټلې وې بلکې ورسره ورسره ئې نورې ګټلې چوکۍ هم بائیللې. دلته دا خبره د کولو جوګه ده چې سوات کښې د پښتونخوا د اسمبلۍ دوه هغه چوکۍ عوامي نېشنل پارټۍ او مسلم لیګ )ن( وګټلې کومې چې عامو انتخاباتو کښې تحریک انصاف ترلاسه کړې وې. دې نتیجې نۀ صرف تحریک انصاف فکرمند کړو بلکې د پښتونخوا وزیر اعليٰ هم ډېرې پرېشانۍ یوړو ځکه چې د وزیر اعليٰ محمود خان تعلق هم د سوات سره دے. دغه شان پېښور کښې هغه نشست د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوار صلاح الدین مومند پۀ ضمني انتخاباتو کښې ترلاسه کړو کوم چې عامو انتخاباتو کښې د پښتونخوا اوسني ګورنر محترم شاه فرمان پرېښودے ؤ. دې نشست باندې د صلاح الدین مومند مقابلې ته د شاه فرمان ورور ذوالفقار خان ولاړ ؤ. محترم ګورنر د ذکر شوې چوکۍ د تحریک انصاف د لاسه د تلو وجه خپل ورور ګڼي حالانکې دا وجه نۀ ده. کۀ چرې د ګورنر صاحب ورور د تحریک انصاف امیدوار نۀ وے، بل څوک وے نو بیا به هم دا څوکۍ د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوار ګټله او د اخستو ووټونو نه به ئې زیات ووټونه ترلاسه کول ځکه چې دې حلقه کښې عوامي نېشنل پارټي روایتي مقبولیت لري او ورسره ورسره د نورو سیاسي ګوندونو فعاله کارکنانو هم تر څۀ حده خپل ووټونه د عوامي نېشنل پارټۍ د امیدوار پۀ حق کښې استعمالولو نه بغېر بله لار نۀ لیدله. دا انتخابات اګرچې د وروستي هم وو، د تحریک انصاف انتخابي وعدې چې حکومت کښې راتلو سره ټق تق ماتېږي، دا هم د تحریک انصاف پۀ ووټ بېنک کښې د کمي نتیجه ده.

نوښار او صوابۍ کښې تحریک انصاف خپل ضمني انتخاباتو کښې خپل پوزیشن پۀ ځاے وساتلو خو دې کښې د تحریک انصاف څۀ کمال نشته بلکې نوښار کښې د مخکښیني وزیر اعليٰ پروېز خټک هغه انتخابي کړنلاره ده کومه چې دے د مودو راهسې پۀ کار راولي. پروېز خټک هېڅ څۀ سیاسي فکر یا نظریه نۀ لري بلکې هر چا سره د خپلې ملګرتیا اظهار کوي. چرته کۀ د پېسو ضرورت وي نو دے پۀ خلاص مټ د پېسې نه کار اخلي او کۀ چرته د حکومت د طاقت او وسائیلو د استعمال ضرورت وي نو د هغې د استعمال نه دے کله هم ډډه نۀ کوي.

صوابۍ کښې تحریک انصاف ځکه خپل نشست واپس وګټلو چې د صوبائي اسمبلۍ امیدوار د قومي اسمبلۍ د محترم سپیکر اسد قېصر ورور ؤ. اسد قېصر کۀ د صوبائي اسمبلۍ سپیکر ؤ او کۀ اوس د قومي اسمبلۍ سپیکر دے، خپله عهده ئې د سیاسي مفاداتو د پاره پۀ کار راوستې ده او لګیا دے راولي ئې. بله دا چې صوابۍ کښې نور ټول ګوندونه د عوامي نېشنل پارټۍ خلاف ولاړ وو. کۀ پۀ اوچته سطح د سیاسي ګوندونو مشران د عوامي نېشنل پارټۍ د امیدوار حمایت هم اعلان کړے ؤ، ولې پۀ مقامي کچ د ټولو سیاسي ګوندونو ووټ د هر هغه چا پۀ حق کښې استعمالېږي د چا پوزیشن چې د عوامي نېشنل پارټۍ خلاف مضبوط وي. تحریک انصاف د دغه رجحان او روایاتو نه فائده اوچته کړه. د ملاکنډ ډویژن نه علاوه باقي ټوله صوبه کښې تقریباً دغه رجحان دے. یعني یو طرف ته عوامي نېشنل پارټي ده او بل طرف ته پۀ مقامي کچ د دې ګوند د مقامي مشرانو یا امیدوارانو روایتي مخالفیین دي. د دې مخالفینو سیاسي نظریات دومره پاخۀ نۀ دي خو د چا کوم سیاسي ګوند پوزیشن چې مضبوط وي نو دا خلق د هغه ګوند سره ملګرتیا کښې خپلې فائدې ګوري. دا مقامي قوتونه ټوله پښتونخوا کښې موجود دي. دوي اول د رنجیت سنګهـ مرسته کړې وه، بیا د انګرېزانو پلویان شو، وروستو مسلم لیګیان شول. ورپسې ئې د پیپلز پارټۍ لمن ونیوه او اوس ئې عمران خان خپل مشر کړو. دا خلق پۀ انتخابي نتیجو ژور اثرات اچوي.

دلته دا حقیقت هم د نظره د غورځولو نۀ دے چې د تحریک انصاف د موجوده حکومت کارکردګۍ هم د ضمني انتخاباتو پۀ نتیجو اثرات غورځولي دي. د حکومت د انتظامي او مالیاتي تګ لارې پۀ وجه ملک کښې بې روزګاري زیاته شوې ده. د امروزه استعمال د څیزونو نرخونو کښې ورځ تر ورځه زیاتے روان دے. تنخاداره طبقه خو بیخي مایوسه شوې ده. ملک کښې د سرمایه کارۍ پۀ لارو کښې خنډان مخې ته راغلي دي. حکومت د عامو خلقو باور بائیللے دے. د دې ټولو حقائقو پۀ ضمني انتخاباتو اثرات قدرتي او منطقي دي.

افغانستان کښې پارلېماني انتخابات

پۀ شلم اکتوبر افغانستان کښې د اولسي جرګې د پاره انتخابات وشول. دا انتخابات د خصوصي اهمیت وړ وو ځکه چې دا انتخابات پۀ داسې شرائطو کښې سر ته ورسېدل چې د افغانستان ځینې برخو کښې د امنیت وضع تسله ناکه نۀ وه. د دې انتخاباتو بل اهمیت دا ؤ چې دا د ټاکلي تاریخ نه ډېر کلونو پس وکړے شول.

د اولسي جرګې ټولې چوکۍ دوه نیم سوه دي او دې د پاره دوه نیم زره پینځۀ شپېتۀ امیدواران پۀ مېدان کښې ولاړ وو چې څلور سوه اوولس ښځې پۀ کښې هم وې. د رایې ورکوونکو مجموعي تعداد نهه اتیا لکهه اتلس زره ؤ. ټول ټال اووۀ زره درې سوه پینځۀ پنځوس پولنګ سټېشنونه وو خو سل د پاسه پینځۀ زره پکښې فعال ولیدے شول. اویا زره افغان امنیتي اهلکار انتخابي عمل کښې د الېکشن کمېشن مدد ته تیار ولاړ وو. د قندهار او غزني ولایتونو کښې د امنیت غېر تسله ناکه حالاتو د کبله دې دوه ولایتونو کښې ووټونه اچول ځنډولے شوي وو.

د طالبانو پۀ نوم شهرت لرونکو وسله والو قوتونو د دې انتخاباتو د بائیکاټ اعلان کړے ؤ او ورسره ورسره ئې د خلقو نه دا غوښتنه کړې وه چې دې انتخاباتو نه ځانونه لرې وساتي ولې د دې باوجود د خبرونو مطابق زیات شمېر خلقو د خپلو رایو استعمال وکړو. پۀ ګڼ تعداد کښې ښځو هم ووټونه واچول. خبرونو کښې د مرګ ژوبلې خبرونه هم رارسېدلي دي. ځینې ځایونو کښې ځان وژونکي بریدونه وشول او پۀ نتیجه کښې ئې پۀ مجموعي توګه څلور څلوېښت اولسي وګړي او امنیتي اهل کار پۀ حق ورسېدل. البته دا خبر د تسلۍ دے چې انتخاباتو کښې برخه اخستونکو یو بل سره څۀ داسې جنګ جګړه نۀ ده کړې چې نتیجه کښې مرګ ژوبله منځ ته راغلې وي.

د اولسي جرګې د پاره اوسني انتخابات د زیات اهمیت وړ ځکه دي چې دا ډېره موده پس وکړے شول. یاده دې وي چې اخري انتخابات د مخکښيني اولسمشر ښاغلي حامد کرزي د دوېمې دورې پۀ ابتداء کښې شوي وو. پینځۀ کاله پس انتخابات کول وو. دا سیاسي تقاضه وه ولې حکومت پۀ وخت د پارلېمان د اهم ایوان اولسي جرګې انتخاباتو کولو کښې د پرله پسې ناکامیو سره مخ ؤ. دې صورت حال د افغانستان جمهوریت عمل ته غټ زیان رسولے ؤ. د اولسي جرګې انتخابات نۀ کولو سره پۀ ملک کښې د شکونو او غېر یقیني حالاتو فضا جوړه کړې وه. د افغانستان د اساسي قانون )ائین( تر مخه اولسمشر ډاکټر اشرف غني ته د وزیرانو ټاکلو کښې مشکلات او ستونزې پۀ مسلسله توګه مخې ته وي. چونکې افغانستان کښې پارلېماني انتخابات د سیاسي ګوندونو پۀ نامه نۀ کېږي خو بیا هم مختلفو سیاسي ګوندونو خپل امیدواران انتخابي مېدان ته کوز کړي وو. حزب اسلامي هم خپل امیدواران ودرولي وو. د انجینئیر ګلبدین پۀ مشرۍ کښې حزب اسلامي پۀ وړومبي ځل انتخابي عمل کښې برخه واخسته ولې د راغلو خبرونو تر مخه ئې هغه کامیابي ترلاسه نۀ کړې شوه د کومې توقع چې پاکستان کښې ځینې خلقو کوله. بهر حال دا انتخابات یوه غټه کامیابي ده.

د پاکستان پۀ قرضونو ولاړ اقتصاد او مالیاتي نظام

خبرونه دي چې د پاکستان حکومت خپل اقتصاد او مالیاتو ته اړم ورکولو د پاره بېن المللي مالیاتي ادارو او ځینې ملکونو نه قرضه غوښتې ده. دا څۀ نوې خبره نۀ ده. د پاکستان ټول اقتصاد او مالیاتي نظام د مالداره هېوادونو او بېن المللي مالیاتي ادارو نه وخت پۀ وخت اخستے شوو قرضو باندې ولاړ دے. د حکومت چې څومره اخراجات دي، دومره ئې امدن نشته بلکې د ملک مجموعي وسائل دومره نۀ دي څومره چې حکومتي اخراجات دي. دغه وجه ده چې هر حکومت خارجه قرضونو اخستو باندې مجبوره وي.

کوم نوے حکومت چې پاکستان کښې جوړ شي، هغه دا ژړا شروع کړي چې خزانه تېرو واکمنو کورونو ته وړې ده او مونږ ته خالي خزانه پاتې ده. خلق ورته لاسونه وپړقوي او دا ځکه چې د عامو خلقو حافظه ډېره کمزورې ده، صرف نن ورته ښکاري؛ پرون ترې هېر وي او د سبا فکر د دوي فطرت کښې نشته.

وائي چې حکومت د بېن المللي مالیاتي پنګې (IMF) نه د خپلو نه د خپلو ضرورتونو پوره کولو د پاره اوس اوولس اربه ډالره قرض غوښتے دے. د حکومت د دغې هڅې د هر طرف نه غندنه کېږي بلکې خلق ورپورې خنداګانې کوي ځکه چې عمران خان چې د حکومت نه بهر ؤ نو پۀ حکومت به ئې د اٰئي اېم اېف نه د قرضو اخستلو پۀ سختو ټکو کښې داسې مخالفت کولو لکه چې دا د حکومت یو غټ جرم وي او چې دے کله واک لاسو کښې واخلي نو دے به د چا نه قرض نۀ اخلي. داسې برېښي چې دے د حکومت د مجبوریو نه نۀ ؤ خبر، صرف پۀ هوا کښې ئې سیاسي الوت کولو. د عمران خان دې لړ کښې هره خبره د بده مرغه کۀ ټولو خلقو ته نۀ ده یاده نو د ټیليوژن چېنلو پۀ وډیو لائبرېریو کښې خوندي ده او د ضرورت مطابق ئې مختلف ټي وي چېنلونه خلقو ته د یادونو د پاره نشر کوي.

د اٰئي اېم اېف نه علاوه عمران خان د سعودي عرب نه هم د مالي امداد غوښتنه کړې ده او د عمران خان د وېنا مطابق سعودي عرب سره دې لړ کښې یوه لوظنامه شوې ده چې تر مخه به ئې سعودي حکومت پاکستان ته تېل د درې کالو د پاره پۀ قرض ورکوي. مطلب دا چې کله تېل ملک کښې خرڅ شي نو د هغې قیمت به ادا کوي. د دې قرضې مالیت د درې کالو د پاره پۀ مجموعي توګه نهه اربه ډالره دے. دا هم د ګردشي قرضې (Circular Debt) یو قسم دے چې د بجلۍ د پېداوار پۀ لړ کښې ملک د مخکښې نه ګېر دے.

دغه شان سعودي عرب به پاکستان سره نورې مالي مرستې هم کوي، ولې دا ټولې مرستې نېغ پۀ نېغه نۀ دي؛ دا د سرمایه کارۍ پۀ ذریعه دي چې کۀ چرې حالات سازګار وي نو ډېر فائده به ې سعودي عرب ته وي ځکه چې سعودي عرب داسې مالي مدد کله هم نۀ شي کولے چې د سعودي عرب فائده پۀ کښې نۀ وي. دلته د ذکر وړ خبره دا ده چې د دغه رقم لوظنامو عبارت پټ دے. کۀ چرې پۀ دې پۀ پارلېمان کښې بحث ونۀ شو نو دا لوظنامې به پټې پاتې شي او دې سره به نۀ صرف د ملک دننه شکونه پېدا شي بلکې د ملک نه بهر به نورو هېوادونو کښې هم داسې شکونه خوارۀ شي چې کۀ حقیقت هر څۀ وي، نتیجې به ئې د پاکستان او سعودي دواړو پۀ حق کښې منفي وي او دا ځکه چې د سعودي عرب د ګاونډي هېوادونو سره اړیکې ښې نۀ دي. پاکستان ته خو د مالي اړم ورکولو ضرورت دے، ولې سعودي عرب ته د خپلې بقاء ضرورت دے. د سعودي حکومت خپلو خلقو ته جواب دِه نۀ دے. دغه وجه ده چې ملک کښې به ورته څۀ مسئله نۀ وي ولې د سیمې هېوادونه او غټ طاقتونه به ارو مرو شکونه کوي. کتے به شي چې د پاکستان د حکومت دعوې تر څۀ حده پوره کېدے شي او پۀ دې لوظنامو به تر څۀ حده عمل وشي. پاکستان کوشش کوي چې د چین او متحده عرب اماراتو نه هم څۀ نه څۀ مالي مدد ترلاسه کړي. خو دا دواړه هېوادونه هم اول خپل مفادات ګوري. دوي سرمایه کاري کولو کښې زیات غرضي دي، مالي مرسته د دې هېوادونو د خارجه کړنلارې برخه نۀ ده. دا هېوادونه خصوصاً چین د پاکستان د پاره خپله کړنلاره نۀ شي بدلولے. بل طرف ته اٰئي اېم اېف دے. اٰئي اېم اېف نه قرضه اخستل د هر هېواد حق دے خو کوم ملک چې قرضه اخلي، هغه به د دې عالمي مالیاتي ادارې شرطونه ضرور پوره کوي. پاکستان د دې شرطونو پوره کولو سره د مخکښې نه عادي دے او څۀ مسئله به ورته نۀ وي. خو اصل خبر د دې قرض واپس کول دي. قرض اخستل د خوشحالۍ خبره نۀ ده البته د ورلډ بېنک یا اېشین ډوېلپمنټ بېنک نه د خاصو ترقیاتي منصوبو د پاره قرض اخستل بده خبره نۀ ده. قرضونه د نړۍ ترقي کړي هېوادونه هم اخلي. دا د جدید اقتصادي نظام یوه تقاضه ده خو شرط دا دے چې دا هغه ترقیاتي کارونو د پاره پۀ کار راوستے شي چې نتیجه کښې مختلفو شعبو کښې پېداوار زیات شي او د ملک اقتصاد ورسره مضبوط او توان مند شي.

د پاکستان د اقتصادي او مالیاتي مسئلو حل صرف قرضو کښې نۀ دے پروت بلکې دا مسئلې هله هوارېدې شي چې حکومت، سیاسي ګوندونه او میډیا رښتیا وئیل شروع کړي. مطلب دا چې هغه مدونه پۀ ګوته کړے شي کومو کښې چې د ضرورت نه زیات اخراجات کول مجبوري ده. دې لړ کښې به سیاسي سټېټس کو بدلول دي. د ملک سیاسي او اقتصادي بنیادونه به بدلول وي. یعني خارجه پالیسي به بیخي بدلول وړومبے قدم وي. ګاونډي هېوادونو سره به کۀ د وینې ممکن نۀ وي نو جنګي صورت حال به بیخي ختمول وي. مالیات او اقتصاد به دستاوېزي کول وي. د انکم ټېکس دائره به غځول وي. زرعي انکم ټېکس به نافذ کول وي. مني لانډرنګ به سنګین جرم ګڼل وي. د حوالو پۀ ذریعه به د نورو ملکونو نه د پېسو رالېږلو ټولې لارې به پۀ هر صورت کښې بندول وي. پۀ خصوصي توګه د چین سره درامدي پالیسي به د سره جوړول وي. د عمرو پۀ لړ کښې به د ملک اقتصاد پۀ نظر کښې ساتل وي او دې کښې به توازن پېدا کول وي. پاکستان یو وفاقي ملک دے. د اولس د خېر ښېګړې ټولې محکمې د صوبائي اختیاراتو د فهرست برخه ده. پۀ وفاقي کچ غېر ضروري محکمې او وزارتونه د ملک پۀ اقتصاد او بجټ یو غټ پېټے دے. دا پېټے غېر ائیني هم دے. دا پېټے قوم د اوږو نه کۀ زر تر زره کوز نۀ کړے شو نو د دې به د ملک پۀ اقتصاد منفي اثرات ورځ تر ورځه زیاتېږي. د فوځي او سول بیوروکرېسۍ سره سره د حکومتي ملازمینو سائز (size) د ضرورت مطابق کول انتهائي ضروري کار دے. پېداواري مدونو کښې د روزګار او د ملازمتونو ذریعو پېدا کولو ته توجه ورکول د ملک د اقتصاد بنیاد جوړول پکار دي. خو سوال دا ولاړېږي چې ایا د عمران خان حکومت دا توان او دا صلاحیت لري چې تجویز شوي قدمونه پورته کړي؟ کۀ چرې داسې وشو نو دې سره به د پاکستان د خلقو قسمت بدل شي.

د جمال خشوګي قتل

ترکي کښې د سعودي عربو د یو مشهور صحافي جمال خشوګي د قتل افسوس ناک خبر نۀ صرف پۀ ټوله نړۍ کښې خور شو بلکې د ازادې نړۍ د خوا سخت ردعمل هم د یو ګرم خبر پۀ شکل کښې عالمي میډیا خور کړو.

دا قتل پۀ دې اساس ځانګړے اهمیت لري چې دا پۀ ترکي کښې د سعودي عربستان پۀ سفارت خانه کښې شوے دے. د دې قتل پۀ حق له رنګ رنګ خبرونه خوارۀ شوي دي. د یو خبر تر مخه پۀ دوېم اکتوبر جمال خشوګي استنبول ته پۀ دې غرض ورسېدو چې هلته خپلې چنغلې سره وادۀ وکړي. دې لړ کښې دے د سعودي عربستان قونصلګرۍ ته لاړو او بیا د هغه ځاے نه واپس رانۀ غلو. دا خبر د ترکي د حکومت لۀ خوا خور شو. عالمي رایه عامه او هېوادونو پۀ دې پېښې سخت ردعمل څرګند کړو. د نړیوال فشار او ترکي د حکومت د دباو پۀ وجه وروستو د دۀ مړے د سعودي عربستان د قونصل جنرل د کور پۀ چمن کښې وموندلے شو.

د سعودي عربستان حکومت هم د دې پېښې غندنه وکړه او ګڼ لوړ رتبه حکومتي چارواکي ئې د خپلو چوکیو نه لرې کړل او ډېر شکمن کسان پۀ سعودي عربو کښې ګرفتار کړے شول. د امریکې صدر ټرمپ خو اول د سعودي حکومت د موقف هرکلے وکړو، ولې وروستو د خپل دریځ نه لاس پۀ سر شو او د سعودي حکومت د کردار غندنه ئې وکړه. د ترکي اولسمشر طیب اردګان دې لړ کښې اعلان وکړو چې د ترکي حکومت به د دې پېښې پلټنې کوي. دے دریځ لري کۀ هر څومره دا پېښه د سعودي سفارت کښې شوې ده خو پۀ دې د سفارتي قوانینو اطلاق نۀ کېږي نو ځکه ترکي حق لري چې تحقیقات ئې وکړي.

د جمال خشوګي پۀ قتل د دنیا پوهه رایې ځکه غمژنه او فکرمنده ده چې نوموړے صحافي یو جمهوریت خوښے او د بشري حقونو علمبردار ؤ. دے د سعودي نظام سخت ناقد ؤ او وخت پۀ وخت به ئې داسې مضمونونه لیکل چې د سعودي واکمنو د خوښې به نۀ وو. د ځینې خلقو شک دا دے چې دے د یو سازش لاندې هغه قوتونو وژلے دے چې د دۀ د ازاد او جمهوري سوچ سره اتفاق نۀ لري. دغه شکونو سعودي واکمن هم فکرمند کړي دي. دا هم برېښي چې سعودي واکمنو کښې هم دې لړ کښې بې اتفاقي ده. د سعودي حکومت دا دریځ دے چې استنبول کښې د سعودي قونصلګرۍ کښې د چارواکو سره د جګړې پۀ نتیجه کښې دے وژلے شوے دے. د سعودي حکومت د دعوې پۀ ځواب کښې پوښتنه دا پېدا کېږي کۀ چرې دے د جګړې نتیجه کښې مړ شوے وي نو جګړه خو یو کس ځان سره نۀ شي کولے. دې کښې به نور خلق هم شریک وو، هغوي کۀ مړۀ نۀ دي نو زخمي یا ژوبل شوي ولې نۀ دي؟ بهرحال دې قتل د ټولې نړۍ صحافیان فکرمند کړي دي او ورسره ورسره د سعودي واکمنو خلاف عالمي رایه عامه مخې ته راغلې ده. امریکې او نورو جمهوري هېوادونو د خوا هم سخت ردعمل سعودي واکمن د فکرمندۍ سره مخ کړي دي. پاکستان نه دې لړ کښې د څۀ کردار توقع پۀ دې وجه هم نۀ شي کېدے چې دلته پۀ خپله میډیا د بندېزونو او د میډیا خلقو نه د روزګارونو تروړلو ناوړه لړۍ شروع ده. میډیا نېغ پۀ نېغه د بندېزونو او سنسرشپ سره مخ ده. د جمال خشوګي داسې وحشیانه مرګ سره کۀ ملل متحد سنجیده او مستقل ګامونه پورته کړي نو پۀ نړیوال کچ د صحافت او قلمونو نه د هغه بېړیو د لرې کېدو امکانات پېدا کېدے شي چې دا وخت ئې صحافت یرغمال کړے دے.

د پیو )شودو( پۀ حقله یو عجیبه خبر

د صحت د عالمي ادارې (WHO) د خوا یو رپورټ کښې وئیلے شوي دي چې پاکستان کښې څوارلس کروړه لیټره شودۀ پېدا کېږي، ولې بازارونو کښې پنځوس کروړه لیټره شودۀ خرڅېږي. دا خبر عجیبه هم دے د خندا هم دے، خو پۀ اصل کښې یو افسوس ناک رپورټ دے. د پاکستان د خلقو د پاره خو د فکرمندۍ خبره ده، ولې د حکومت د پاره د شرم مقام دے.

د دې رپورټ نه دا حقیقت څرګندېږي چې پاکستان کښې د څاروو نه څوارلس کروړه لیټره شودۀ اخستے کېږي او دا باقي پاتې شودۀ یا خو مصنوعي طریقه باندې د کیمیائي عملیاتو پۀ ذریعه جوړېږي او یا پکښې ساده اوبۀ ګډولې شي.

مونږ روزانه پۀ میډیا دا خبرونه او رپورټونه ګورو لولو او اورو چې بازارونو کښې چې کوم شودۀ خرڅېږي، هغې کښې نقصان ورکوونکي کېمیائي مواد ګډولے شي. دا قسم پۍ ضائع کولے شي ولې د سزا څۀ خبر نۀ راځي. دا یو سنګین او ناقابل برداشت جرم دے خو داسې ښکاري چې د دې جرم کوونکو کۀ داسې څۀ سزا د ملک قانون کښې نشته څومره چې پکار ده. خوراکي څیزونو کښې هغه مواد ګډول خو انتهائي سنګین جرم دے کوم چې د انساني صحت د پاره مضر وي. پیو کښې ساده اوبۀ ګډول او کیمیائي مواد ګډولو کښې فرق دے نو ځکه دا جدا جدا جرمونه هم دي. کۀ چرې د دې جرم مخنیوے ونۀ شو نو د دې اثرات به زمونږ د خلقو پۀ صحتونو ضرور منفي وي.

پاکستان کښې د بده مرغه د پیو استعمال ډېر زیات دے او د دې وجه د پیو چاے دي، حالانکې چایو کښې پۍ اچول هېڅ څۀ فائده نۀ لري بلکې نقصان دے. کۀ چرې د صحت محکمې دې طرف ته پاملرنه وکړي او خلق د پیو د چایو د نقصاناتو نه خبر کړے شي نو تر کافي حده د پیو استعمال کښې کمے راتلے شي چې نتیجه کښې به ئې خلقو ته سوچه پۍ پۀ لاس ورتلل ممکن شي.

 

دا هم ولولئ

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

. د افغانستان د اولسمشر ډاکټر اشرف غني پاکستان ته سفر د افغانستان اولسمشر ډاکټر …