پۀ خبر زما نظر – لياقت سيماب

پېښور کښې د فخر افغان او رهبر تحريک د تلين پۀ مناسبت اولسي جرګه او د اسنفديار ولي خان خطاب

پۀ 28 جنورۍ پېښور کښې د فخر افغان عبدالغفار خان د دېرشم او خان عبدالولي خان د دوولسم تلين پۀ مناسبت يوه درنه اولسي جلسه وشوه. ددې اولسي جلسې مقصد د باچا خان او خان عبدالولي خان تحريک او مبارزې ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کوم ؤ. ورسره ورسره دا لوظ پخول ؤ چې عوامي نېشنل پارټي به خپله سياسي مبارزه ددې مشرانو د نظرياتو او کړن لارې پۀ اساس روانه ساتي.د جلسې يو مقصد دا هم ؤ چې نوے نسل دې د مشرانو د کارنامو نه مسلسل خبر وساتلے شي۔ پۀ دې جلسه کښې د غېر جانبداره ذريعو مطابق د توقع نه زياتو خلکو ګډون وکړو۔ دا جلسه د پېښور ښار نه بهر، د ښار نه چاپېره سړک شمالي اړخ ته جوړه شوې وه کۀ چرې دا جلسه د ښار دننه چرته پۀ روايتي مقام باندې وه شوے وه نو دې جلسه کښې به ددې نه څو چنده زياتو خلکو ګډون کړے ؤ ولې د ښار حالات، د ټرېفک زياتوالے او د امنيت صورتحال اوس ددې اجازت نه ورکوي چې دغه شان درنې غونډې دې پۀ زړو روايتي ځايونو جوړې کړې شي۔۔

ددې جلسې انتظام د عوامي نيشنل پارټۍ پښتونخوا څانګې کړے ؤ. جلسې ته د ګوند د مرکزي صدر اسفنديار ولي خان نه علاوه سينئر نائب صدر حاجي غلام احمد بلور، مشر سېکتر ميا افتخار حسېن او د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا صدر امير حېدر خان هوتي تقريرونه وکړل. د نظامت فرائض د ګوند صوبائي مشر سېکتر سردار حسېن بابک ترسره کړل.جلسې ته د اسفنديار ولي خان د خطاب اهميت ځکه زيات ؤ چې د پارټۍ د مشر تقرير کارکنانو ته يوه تګ لاره پۀ ګوته کول وي ورسره ورسره قوم او اولس پۀ روانو حالاتو او قوم ته د پېښو مسئلو پۀ حقله د ګوند دريځ او موقف واضح کول وي۔ دې لړ کښې۔۔۔۔۔۔۔۔ او د ابلاغ ذريعو کښې پۀ مسلسله توګه د تبصرو او تجزيو موضوع جوړې شوې دي پۀ کومو موضوعاتو چې اسفنديار ولي خان د خپل تقرير پلاټ جوړ کړے ؤ هغه نکتې لري۔

  1. دفعاتي او صوبائي حکومتونه د مودې پوره کولو اهميت۔
  2. د عمران خان د خوا پارلېمان يو لعنت ګڼل
  3. ملک کښې جمهوريت ته خطره
  4. د پاک چين اقتصادي راهدارۍ کښې د پښتنو برخه
  5. د پښتونخوا د حکومت کارکردګي
  6. د ماشومانو جينکو د وژلو پېښې
  7. د نقيب الله محسود سرپ د پښتنو د وژلو لړۍ
  8. د وفاق د انتظام لاندې د قبائلي علاقو پښتونخواا کښې باقاعده ضم کول
  9. د مولانا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزي منفي سياست

د ذکر شوؤ ټولو نکتو وضاحت اسفنديار ولي خان ډېره پۀ اسانه ژبه کښې وکړو۔ کۀ د هرې نکتې جاج واخستے شي نو دا حقيقت به لکه د نمر وځليږي چې محترم اسفنديار ولي خان ته د هغۀ مسئلو پوره پوره ادراک شته کومې چې نن سبا قوم ته ورپېښې دي۔

دې جلسه کښې د محترم اسفنديار ولي خان تقرير يو جامع او کوټلے تقرير ؤ چې د هغه ټولو مسئلو احاطه ئې کړې وه کومې چې نن سبا قام ته پېښې دي.محترم اسفنديار ولي خان د وفاقي او صوبائي حکومتونو د مورې پوره کولو پۀ لړ کښې ځکه خپل دريځ څرګند کرو چې کوم قوتونه ملک کښې جمهوري عمل روان ساتل نه غواړي د هغو دا کوشش دے چې موجوده اسمبلۍ کښې خپله آئيني موده پوره نه کړي.اسفنديار ولي خان لکه د نورو سياسي ليډرانو صرف د خپل ګوند مفاد تر نظره ونۀ ساتل ګني دۀ به هم د وخت نه مخکښې د اسمبلو د ماتولو غوښتنه کړې وه ځکه چې محترم اسفنديار ولي خان کله اصولاً د موجوده وفاقي او صوبائي حکومتونو د کارکردګۍ نه مطمئن نه دے خو د جمهوري عمل جاري ساتلو دپاره ئې د خپل ګوند د موقف نه اولس خبر کړو۔

عمران خان چې پارلېمنټ ته کومه کنځله کړې ده او پۀ دې ئې لعنت وئيلے دے محترم اسفنديار ولي خان ددې پۀ سختو ټکو کښې غندنه وکړه او محترم عمران خان ته ئې دا حقيقت پۀ ګوته کړو چې دے هم ددې پارلېمان غړے دے. دغسې دۀ پۀ ځان لعنت ووئېلو. محترم اسفنديار ولي خان پۀ صفا ټکو کښې اولس ته خبردارے ورکړو چې د غېر جمهوري قوتونو دا کوشش دے چې د جمهوريت ګاډے ودرېږي خو عوامي نېشنل پارټي به دغه قوتونه کله هم دا موقع ورنۀ کړي چې خپلو ناوړه مقصدونو کښې کاميابي ومومي۔ ددۀ دغه حالات د عوامي نېشنل پارټۍ همېشه د غېر جمهوري قوتونو د سازشونو او عملياتو نيولې ده۔

د پاک چين اقتصادي راهدارۍ کښې چې د پښتنو نه کوم حق تروړلے شوے دے د اسفنديار ولي خان پۀ دې مسئله د خپل موقف اعاده کول د هغۀ د پښتون ولۍ او قومي سياست ځلنده څرګندونه ده. بايد چې ټول پښتون قوم دې لړ کښې شريک دريځ ونيسي او دې لړ کښې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. د پښتونخوا د حکومت کارکردګي اګرچې د صوبې د خلکو مخکښې ده خو بيا هم اسفنديار ولي خان ددې حکومت د خرابې کارکردګۍ نه اولس خبر کړو.کۀ چرې پۀ سړۀ سينه د پښتونخوا د حکومت کارکردګي وڅېړلے شي نو دا حقيقت به راښکاره شي چې دا حکومت پۀ هر ډګر د ناکاميو سره مخ دے۔ د عوامي نېشنل پارټۍ غوندې د يوې اولسي ګوند دا ذمه واري ده چې د حکومت کمزورۍ پۀ ګوته کړي او حکومت ته دې لړ کښې کۀ مونږ د صوبې د امن و امان د مسئلې جاج واخلو نو مونږ ته به د پوليسو او ضلعي انتظاميې کارکردګي ډېره افسوس ناکه ښکاره شي۔ څو ورځې مخکښې چې مردان کښې د يوې وړې ماشومې د وژلو کومه سانحه مخې ته راغلې ده حکومت تر اوسه پورې د مجرمانو د نيولو کښې پاتې راغلے دے۔ اسفنديارو ولي خان دغه سانحه پۀ خصوصي توګه پۀ ګوته کړه خو ددې نه پس هم دا قسمه واقعات د صوبې بېلا بيلو برخو کښي مخې ته راغلې۔

اسفنديار ولي خان کراچۍ کښې د پښتون زلمي نقيب الله محسود د وژنې پۀ خصوصي توګه وغندله او ددې په حواله ئې د پښتنو عمومي وژنه هم وغندله. محترم اسفنديار ولي خان د وفاقي حکومت د انتظام لاندې د قبائلي سيمو پښتونخوا کښې د شاملولو زور راؤړو او دې لړ کښې د مولانا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزي پۀ کردار ټکونه وکړل. د قبائلي سيموپښتونخوا کښې د وفاق د انتظام لدندې د قبائلي سيمو پښتونخوا کښې د شاملولو مسئله د پښتنو قامي مسئله ده. دې لړ کښې عوامي نېشنل پارټۍ موقف د مودو مودو راهسې جوت دے. عوامي نېشنل پارټي د ټولو پښتنو يو انتظامي او سياسي وحدت جوړولو دپاره د وخت سره مبارزه کوي. اسنفنديار ولي خان چې خپل تقرير کښې پۀ کومو موضوعاتو خبرې کړې دي د عوامي نېشنل پارټۍ د کارکنانو دپاره د لارې مشعل دے او د عام اولس دپاره ف ګوند د موقف وضاحت دے۔ کۀ چرې د ګوند مقامي کارکنانواو مشرانو دغه موضوعات پۀ نورو خلکو ته رسولو کښې بريالي شول نو هېڅ وجه نه شي کېدے چې عام اولس د عوامي نېشنل پارټۍ د دريځ سره خپل اورز شريک نه کړي۔

د جينکو د وژلو رجحان او د پوليس کردار

د څو ورځو راهسې د ماشومانو جينکو د وژلو بد خبرونه راروان دي. دې لړ کښې د پنجاب ښار قصور کښې د يوې ماشومې زېنب د قتل خبر ټوله دنيا پۀ بله راواخسته. دې نه پس مردان کښې د يوې ماشومې عاصمه د غمناک قتل خبر هم ټول ملک کښې لکه د ځنګل د اور خو شو. دا خبرونه لا نۀ ؤ زاړۀ شوي چې کوئټه کښې هم د داسې وژنې پيښه منځ ته راغله. ورپسې پېښور کښې د دوه خوېندو مړي ومندے شول. کوهاټ کښې د مېډيکل د درېم کال يو طالبه پۀ رڼا ورځ پۀ ګولو سورۍ کړې شوه. معلومه نۀ ده چې ددې کرښو د ليکلو نه پس به دا لړۍ ودرېږي کۀ د ظلم او بې حسۍ دا سلسله به دغسې دوام ولري.دې کښې هېڅ شک نيشته چې داسي پېښو کښې د ککړو خلکو خلاف قانوني کاروائي د حکومت بنيادي ذمه واري ده دې قتلونو کښې ککړ مجرمان اکثر پټ دي او نامعلومه دي دا وئيلے کيږي چي جرم کښي ککړ مجرم تر څو معلوم کړې شوے نه وي نو ددې جرم ذمه وار رياست وي۔

قصور کښې د زېنب د قتل مجرم خو د پنجاب پوليسو نيولے دے ولې د مردان د عاصمه قاتل لا تر اوسه معلوم نه دے. دا د مردان د پوليسو د کارکردګۍ يو امتحان دے اول خو د مردان پوليسو ددې سانحې د پټولو او شاته کولو کوشش وکړو ولې کله چې اولسي فشار زيات شو نو د مردان پوليس پۀ حرکت کښې راغلو ولې ددې کرښو تر ليکلو تر اوسه مجرم نه دے نيولے شوې. افسوس ناکه خبره دا ده چې د پښتونخوا حکومت او د تحريک انصاف مشر بيا بيا پۀ دې دعوو کولو نه ستړې کيږي چې د پوليس د ملک مثالي پوليس جوړ شوے دے او اوس پوليس د سياسي دباؤ نه ازاد دے. ولې د عاصمه کېس کښې د پوليسو کارکردګي تر اوسه صفر ښکاري. د تفتيش جديد طريقې د پښتونخوا پوليسو سره نيشته او د ډي اېن اے نمونې لاهور ته لېږلې دي حالانکه دا قسم ټېسټ اوس څۀ ډېر غټ کار نه دے پاتې پېښور کښې د دوه خوېندو د قتل د مجرمانو نيولو خو بېخي څۀ پام لرنه نه ده شوې. کوهاټ کښې پۀ رڼا ورځ د مېډيکل کالج د طالبې قاتل د ملک نه تښتېدلے دے. کۀ چرې د پښتونخوا د پوليسو دا کارکردګي وي نو د عام اولس اعتماد به ارومرو ژبل کيږي حالانکه د پښتونخوا پوليسو چې د ترهګرۍ خلاف جنګ کښخ کومې قربانۍ ورکړې دي د صوبې ټول خلق پۀ دې فخر کوي ولې موجوده حکومت د غېر معياري حکمرانۍ او غېر سنجيده رويې دغه قربانۍ پۀ سيند لاهو کړې. د افسوس خبره دا ده چې کومې جنکۍ وژلې شوې دي وئيلے کيږي چې د دوي د وژنو نه مخکښې دوي سره پۀ مبينه توګه جنسي زياتے شوے دے. دا قسمه واقعات مخکښې هم شوي دي ددې ډير معاشرتي او نفسياتي وجوهات دي. دا قسمه جرمونو مخ نيوے بې شکه چې د قانوني کاروايۍ پۀ ذريعه هم کېدے شي ولې قانوني سزاګانو سره پۀ بشپړه توګه پۀ داسې جرمونو قابو نه شي موندلے کېدے. دې دپاره بايد چې خلکو کښې شعور بېدار کړے شي او ورسره ورسره هغه وجوهات معلوم کړے شي د کومو د کبله چې دا قسمه واقعات منځ ته راځي دې غرض دپاره روايتي، مذهبي، معاشرتي او سائنسي ټولې ذريعې پۀ کار رواستل ضروري دي.دې لړ کښې د حکومت ذمه واري د ټولو نه زياته ده بايد چې حکومت دې مقصد دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي۔ عام خلق او پوهه رائے ځان سره واخلي او حکومتي او اولسي سائل يو ځاے کړي.

کراچۍ کښې د نقيب الله محسود قتل

کراچۍ کښې د پښتون زلمي نقيب الله محسود د قتل خبر نه صرف پاکستان بلکې خوا و شا ټوله سيمه ولړځوله او هر حساس زړۀ ئې ولړځولو. د افسوس ځاے دا دے چې دا ځوان اول وتښتولے شو او پټ کړے شو او وروستو بيا د پوليسو سره د مقابلې پۀ بهانه د پوليسو د لاسه ووژلے شو.ددې ظلم خلک د کراچۍ د پښتنو سره سره ټول پښتانۀ راپاڅېدل او د سنده د حکومت نه ئې د دغه ظلم پوښتنه وکړه۔ د خوشځالۍ خبره دا ده چې د ملک ټولې ادارې پۀ حرکت کښې راغلې ولې سنګين جرم کښې ککړ مرکزي کردار د کراچۍ د متعلقه علاقې د پوليسو مشر راؤ انور رتر اوسه قانون نافذ کونکو ته پۀ لاس نه دے ورغلے۔

پوليس پۀ ټوله دنيا کښې د خلکو د سر او مال ساتنه کوي خو د بده مرغه د پاکستان پوليسو کښې داسې اهلکار هم شته چې هغوي د خلکو وينې تويولو کښې شهرت لري. راؤ انور مخکښې نه د يو خود سره پوليس افسر پۀ توګه مشهور دے خو چا هم ددۀ لاسونه ونۀ نيولے شو.اخر دۀ هغه حرکت وکړو چې نه صرف د سنده د پوليس دپاره شرم دے بلکې د سنده حکومت هم د نقيب الله محسود د وژلو د جرم نه حان نه شي خلاصولے۔ نقيب الله محسود نه خو ترهګر ؤ او نه څۀ بل څه جرم کړے ؤ۔ بلکې يو د خوشحاله زړۀ سختن ځوان ؤ د خوارۍ مزدورۍ دپاره د وزيرستان جنګ زپلې خاورې نه کراچۍ ته تلے ؤ دے پۀ داسې ناکړي جرم توان کړے شو چې نه ئې سر شته او نه ئې پښې۔

پۀ ټول پاکستان کښې پښتون دښمنه طاقتونه د پښتنو خلاف يوه منفي پروپېګنډه شورو شوې ده چې د هغې پۀ نتيجه کښې هر پښتون ترهګر او مجرم ګڼلے کيږي حالانکه ترهګري پۀ پښتنو د بلې خوا راتپلې شوې.بل دا چې کوم ملک کښې د قانون او انصاف برلاسے د مينځ نه لاړ شي نو هلته لاس د بري کار شي۔ د هېڅ چا سر او مال محفوظ پاتې نه شي او دغه شان رياست خپل اعتبار وبائېلي او ناکامۍ طرف ته روان شي پاکستان هم دغه صورتحال سره مخ ښکاري کۀ اولس دا ذمه واري د اولس او پۀ خصوصي توګه د سنجيده سياسي مشرانو ده چې ملک د دغه ګډو وډو حالاتو نه راؤباسي دې غرض دپاره سياسي بېداري ضروري ده۔ قومي او اجتماعي سوچ خپلولو سره مونږ د امن، سولې او انصاف مرام ته رسېدے شي تر څو چې ملک کښې د قانون او انصاف برلاسے نه وي يقيني شوے د قوم د ترقۍ او پرمختګ کاروان به مخکښې نه شي تلے۔

د پښتنو خلاف چې پاکستان کښې کوم منفي تاثر خور کړے شوے دے دا تاثر پښتانۀ پۀ خپله ختمولے شي. دې لړ کښې چې د نقيب الله محسود د وژنې د غندلو دپاره د ډېره اسماعيل خان نه تر اسلام اباد پورې پښتنو ځلمو کوم لاريون وکړو دا د ستاينې وړ دے دا د دملي اتحاد او تړون اغاز دے او دغه به پۀ ټوله سيمه کښې د امن، سولې او انصاف داسې پېغام خور کړي چې هر دړدونکے او حساس زړۀ لرونکے به رايادوي۔ پۀ غورځنګ به شي او يو کوټلے او جامع تحريک به ترې جوړ شي او نړۍ ته نه وښائي چې پښتانۀ څومره پۀ امن مئېن قوم دے څومره د قانون او انصاف پلويان دي او څومره د ترقۍ ابادي او خوشحالۍ خواهش مند دي

د معدنياتو غېر قانوني کاروبار

خبر دے چې پښتونخوا کښې يو ځل بيا د معدنياتو غېر قانوني کاروبار شورو شوے دے دې لړ کښې نوښار کښې ځنې ځايونو نه د ګاڼو راويستل د حکومت د اجازت نه بغېر شورو دے.

معدنيات د پښتونخوا يو قيمتي اثاثه ده. د پښتونخوا غرونه او د زمکې لاندې برخې د قيمتي معدنياتو نه مالامال دي. د تېلو غوندې قيمتي د توانايۍ ذريعه ټوله نړۍ کښې د اقتصاد بنياد ګڼلے کيږي. د پېښور پوهنتون د جيالوجي د شعبې يو پوهان وائي چې پښتونخوا د تېلو پۀ سمندر پرته ده يعني څنګه چې د پښتونخوا غرونه د قيمتي معدنياتو نه ډک دي دغسې د زمکې لاندې هم د تېلو غوندې قيمتي دولت پروت دے. د پښتونخوا شاړې مېرے هم د هغۀ شګو او کاڼو نه ډکې دي چې د انسان مختلف ضرورتونو دپاره استعمال کښې راوستے کېدے شي. هوښيار کاروباري خلکو د غرونو نه بغېر د اجازت نه قيمي کاڼي راويستل او خرڅول ئې شورو کړې دي. دغه شان د شګنو نه علاقو نه شګو چلولو هم شورو دي.کۀ چرې دغه کاروباريانو ته د متعلقه حکومتي اهلکارو مرسته حاصله وي نو دا د غېر معياري حکمرانۍ يو ډېر بد مثال دے۔ د پښتونخوا د حکومت يو وزير د معدنياتو د غېر قانوني کاروبار پۀ تور تورن شوے هم دے ولې بيا هم داسې خبرونه راروان دي چې د معدنياتو غېر قانوني کاروبار روان دے۔ معدنيات د پښتونخوا قوم اثاثه ده ددې ساتنه د حکومت بنيادي ذمه وارو کښې يوه ذمه واري ده۔ کۀ چرې دې لړ کښښې د حکومت د خوا مناسب قدمونه پورته نه شو نو دا به يوه قومي بد ديانتي وي.

کابل يو ځل بيا پۀ وينو ولمبولے شو

د جنورۍ مياشت د کابل ښار دپاره ډېره سپېرۀ ثابته شوه. اول د کابل مشهور هوټل انټر کانټيننټل ترهګرو پۀ نخښه کړو او څوارلس قيمتي سرونه ئې د مېنځه يوړل. ددې سانخې غم لا تود ؤ چې د داخله چارو د يو زوړ دفتر خوا او شا د ځان وژونکو د حملو نخښه جوړه شوه. دې پېښه کښي د سلو نه زيات افغانان شهيدان کړے شول. ددې سانحې خبرونه لا نۀ ؤ ساړۀ شوي. د شهيدانو فاتحې راوانې وې يو ځل بيا کابل ولړځولے شو. د عسکري پوهنتون ددانۍ د ځان مرګي بريد نخښه شو. دې پېښه کښې يولس فوځيان مړۀ او ژوبل شول. ددې ټولو پېښو پړۀ افغان طالبانو داو داعش جنګيانو پۀ خپل سر اخستې ده.انسانان چې هر چرته وژلے کيږې د غندنې وړ عمل دے پۀ ظاهره خو ددې ذمه واري ذکر شوو تنظيمونو پۀ سر اخستې ده ولې صحيح صورتحال تر هغې مخې ته نه شي راتلې تر څو چې پۀ صحيح او غېر جانبداره طريقه د داسې قسمه پېښو پلټنه ونۀ شي۔

د کابل او ټول افغانستان حالات انتهائي خراب شوې دي د افغانستان حکومت دا دريځ لري چې ددې پېښو وجوهات د امريکې د اولسي مشر ټرمپ تازه بيان دے د پاکستان حکومت ددې ټولو پېښو پۀ سختو ټکو کښې غندنه کړې ده او دا ئې د انسانيت خلاف اقدم ګرځولے دے.

افغانستان کښې چې کوم حالات دي افغان ملت او وطن ددې حالاتو نه د ويستو ذمه واري د افغان پۀ مشرانو پرېوځي بايد چې د افغانستان ټول متعلقه فريقه رامخکښې شي او پۀ خپل وطن رحم وکړي، خپلې مسئلې د خبرو د لارې هوارې کړي. افغانستان صرف د موجوده واکمنو نه دے بلکې دا د ټول افغان ملت شريک کور دے. دې سره سره د افغانستان د ګاونډي هېوادونو هم دا فرض دي چې دې لړ کښې ګاونډي توب حق ادا کړي. دغه شان د نړۍ د لويو طاقتونو هم دا ذمه واري ده چې د افغانستان او د افغانستان د ګاونډي هېوادونو دې لړ کښې لاس امداد وکړي ګني کوم اور چې افغانستان کښې بل دے ددې لمبو نه خو د افغانستان ګاونډي هېوادونه پۀ امان پاتې شي کېدے شي او نه د نړۍ غټ طاقتونه پۀ ارام ژوند کولے شي.

دا هم ولولئ

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

. د افغانستان د اولسمشر ډاکټر اشرف غني پاکستان ته سفر د افغانستان اولسمشر ډاکټر …