(يادګيرنه: د ”پښتون“ مجلې د اګست شمارې لپاره مونږ د خپل ناچاپه کتاب ”تهل وزير: د خدائي خدمتګارانو تذکره“ څخه د نمونې پۀ توګه د يو څو شهيدانو تذکره دلته وړاندې کوو، د نورو زياتره شهيدانو تذکره لوستونکي زمونږ پۀ کتاب کښې لوستلے شي چې ډېر زر به د چاپ له مرحلو راووځي . محب/مخدوم)
موئې ادې
نوم ئې خداے خبر چې څه ؤ خو پۀ سيمه کښې ئې پۀ موئې ادې/موئې نيا/موئې بي بي شهرت لرلو. د خاوند نوم ئې بندکي وو. د هاتي خېلو د سنځرخېل څانګې سره يې تعلق لرلو. دوه ځامن او څلور ئې لوڼه وې. يو زوے اصل خان چې د مور سره ئې د سپين تنګي پۀ هم دغه پېښه کښې ځان پۀ شهادت ورسولو او بل زوے ئې اکبرزمان نومېدو. د اکبرزمان دوه زامن دي، محمدسبحان چې پوليس کښې تهاڼېدار او لقمان چې د سکول استاذ دے. د لور له اړخه ئې د يو نمسي نوم فاروق دے. دارنګې دا درې واړه د موئې ادې نمسيان دي. د موئې ادې پۀ اړه دا لنډ تنګ معلومات مونږ ته دغو درې واړو پۀ شريکه راکړي دي.
د دوي د دغو نمسيانو د وېنا ترمخه موئې ادې د پنځوسو کلونو پۀ عمر کښې پۀ شهادت رسېدلې ده. نو پۀ دغه حساب ئې د زېږون کال اتلس سوه اتيا (۱۸۸۰) جوړېږي.
موئې ادې پۀ دين او وطن کلکه مئينه ښځه وه. خپل زامن ئې تش دې لپاره لويول چې د وطن او دين د ازادۍ لپاره به کلکه مبارزه کوي. پۀ سيمه کښې به چې چرته د ازادي خوښو خلقو جلسه يا کومه غونډه وه، نو دې به خپل زامن ورلېږل، پۀ خصوصي توګه به ئې خپل مشرے زوے اصل خان خامخا د شرکت لپاره ورلېږلو. اصل خان ئې د خدائي خدمتګارۍ کارونو ته مکمل وزګار کړے ؤ.
کله چې پۀ سپين تنګي جلسه وټاکل شوه نو کۀ د ازادي خوښو خدائي خدمتګارانو جوش او جذبه د کتو وه، نو بل خوا د پېرنګي قهر هم د ليدو ؤ. د سيمې ملکانانو او خان بهادرانو به خلق د اول نه خبرول چې جلسه کښې شامل نه شئ . نو د پېرنګي د قهر په خاطر موئې ادې هم د خپل زوي اصل خان سره د سپين تنګي مېدان ته لاړه او د ځان سره يې پاتکيو (د کودرو نه جوړ د اوبو لوښے) کښې اوبه وړې وې . زوے ئې جلسې ته ورغے او موئې ادې د څو نورو زنانؤ سره ورته لرې د بېرې ونې لاندې کښېناستله او د جلسې کاروائي ئې ليدله او اورېدله.
څنګه چې جلسه کښې جنګ شروع شو، نو موئې ادې او نورو زنانؤ د زخميانو پۀ لور ورمنډه کړه چې اوبۀ ور ورسوي چې پۀ دې کښې يوه ګولۍ د موئې ادې پۀ تندي ښخه شوه او پۀ ځاے شهيده شوه. چې کله زخميان او شهيدان راټولول کېدل نو پته ولګېده چې د موئې ادې ځوان زلمے زوے اصل خان هم پۀ شهادت رسېدلے ؤ. د وطن پۀ خاطر او دين پۀ خاطر مور او زوي دواړو سرونه ولګول او ابدي ژوند ئې بيا موندو.
احمدخان
د سپين تنګي پېښې زمونږ يو شمېر مبارزين او پۀ قام او وطن او دين مئين خلق له مېنځه وړي دي. احمدخان هم دغو مبارزينو کښې يو ؤ. د ګلابت خان زوے ؤ او د کونډې پيرباخېل د ميري خېل شاخ سره ئې تعلق درلودلو چې په غټه کښې هاتهي خېل وزير دي. د ميري خېل مرغالي کلي اوسېدونکے وو.
د زېږون نېټه ئې رفيق خان څوک چې د احمدخان نمسے کېږي، اتلس سوه اته نوي (۱۸۹۸) ښائي نو پۀ دغه حساب د دوه دېرش کالونو پۀ عمر کښې پۀ شهادت رسېدلے دے. پېشه ئې استاذي وه، مکتب کښې به ئې تر پنځم ټولګي د کلي ماشومانو ته زده کړې ورکولې. تر لسم جومات پورې ئې باقاعده زده کړې کړې وې او لا ئې نور هم د تعليم د ترلاسه کولو هڅې کولې او پۀ سيمه کښې پۀ تعليم يافته کسانو کښې شمېرل کېدو. اولاد کښې ئې ايکي يو زوے چې سيف الرحمان نومېږي، لرلو او رفيق خان چا چې مونږ ته دغه معلومات راکړي دي، د سيف الرحمان زوے دے.
احمدخان لا ډېر وړوکے ؤ چې پۀ خلافت تحريک کښې شامل ؤ، خو د باچاخان د خدائي خدمتګارۍ غږ ئې چې واورېدو نو سمدستي د دوي د قافلې غړے شو. تر دې چې د خدائي خدمتګارۍ پۀ لار کښې ئې خپل سر پۀ خاوره کښې کښېښود.
احمدخان کۀ يوه خوا د دين پۀ ترڅ کښې پۀ ايماني جذبه سرشار ؤ، نو بل خوا د قام او خاورې پۀ مينه کښې د قاموالۍ پۀ جذبه هم موړ ؤ. د انقلابي ذهن خاوند ؤ او مکتب کښې به ئې وړو وړو ماشومانو ته هم د پېرنګي ضد خبرې کولې او د وطن او دين مينه به ئې پکښې پېدا کوله. خو داسې انقلابي ذهن لرونکي استاذان رانه پېرنګي پۀ نېزو او مرميو واخستل چې د پښتون قام راتلونکے نسل شنډ پاتې شي او د خپل تاريخ نه ناخبره پاتې شي او د سيف الرحمان سليم او نورو ډېرو قام پرسته خلقو دغه ارمان يې پوره کولو ته ور نۀ کړو چې:
يو استاد راله پېدا کړه خو پښتون راله پيدا کړه
اصل خان د مرغالي
د ژورې مرغالي کلي اوسېدونکے اصل خان چې د بندکي سنځرخېل زوے ؤ او کونډې پيرباخېل پۀ ترڅ کښې هاتهي خېل احمدزے وزير ؤ، هم د سپين تنګي پۀ مقام د فضل قادر پۀ قيادت کښې رابلل شوې جلسه کښې شرکت درلودلو.
ځوان زلمے هلک ؤ چې پۀ شهادت ورسېدو، وادۀ ئې لا نۀ ؤ کړے. د دوي د کشر ورور اکبرزمان چې پۀ لوبان پېژندګلو لري، دوه زامنو محمدسبحان څوک چې بنو پوليس کښې تهاڼېدار او بل ماسټر لقمان چې د تعليم پۀ څانګه کښې خدمات ترسره کوي ، مونږ ته دغه معلومات راکړي دي ، يعنې دغه دواړه ښاغلي د اصل خان شهيد ورېرونه کېږي .
د اصل خان د ورېرونو د وېنا ترمخه دے اتۀ ويشت کلن پۀ شهادت رسېدلے دے، مطلب د پېدائش کال ئې نولس سوه دوه (۱۹۰۲) اندازه کېدے شي.
اصل خان په حقله مشهور دي چې دۀ به د شهادت نه وړاندې هم د ازادۍ پۀ تحريکونو کښې فعاله برخه لرله او چې سيمې ته څنګه د باچاخان د تحريک غږ رارسېدلے دے، نو دوي ورسره ملګري شوي دي. د همځولو سره به د تحريک پۀ هره جلسه او غونډه کښې شامل ؤ. د خدائي خدمتګار د منشور ترمخه د خلقو، د کلي اولس خدمت ته ئې ملا تړلې وه او پۀ نره به هرې سختې او د قربانۍ ځاے ته ور وړاندې کېدو. ځکه خو ئې د خاورې او وطن او دين پۀ خاطر د سر ورکولو نه سرغړونه ؤ نۀ کړه او چرته چې خاورې او دين ته ضرورت پېښ شو نو خپل سر ئې ورته ډالۍ کړو.
ياده دې وي چې اصل خان د موئې ادې (موئې بي بي) پۀ شان غېرتي مور لرله چې د سپين تنګي پېښه کښې هغه پخپله هم شهيده شوې ده. زوے او مور پۀ يو ځاے پۀ وطن ځانونه قربان کړي دي.
پانډي شېري خېل
خپل نوم ئې ايوب خان ؤ خو خلقو ورته پانډي وئيل، پانډي د بنو خوا وشا سيمو کښې هغه د بازار مزدور ته وئيل کېږي چې د دکاندارانو سامانونه د يو ځاے نه بل ځاے ته خالص پۀ اوږو وړي، د اوړو چينو بوجۍ (بورۍ) پۀ ملا اړوي، کله ګودام ته وړل او کله د ګودام نه راوړل، دا قسمه مزدوري کمزوري خلق نۀ شي کولې. ايوب خان د پانډي توب مزدوري خو نۀ کوله، ولې يو قوي دار جسم ئې لرلو او ډېر زيات طاقتور ؤ، نو پۀ دې وجه به ورته خلقو پانډي وئيل.
د پانډي د پلار نوم ګل انار ؤ او د نيکه نوم ئې بازيد ؤ. د شېري خېل کلي اوسېدونکے ؤ، پۀ قبيله/ شاخ پيرباخېل هاتهي خېل وزير ؤ.
وادۀ ئې نه ؤ کړے، ځکه ئي خپل اولاد نۀ دے پاتې شوې، د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د نور سعادت خان پۀ نوم يو ورارۀ سره ئې زمونږ ملاقات وشو. د دوي د وېنا مطابق د شهادت پۀ وخت څلورويشت کلن ؤ. نو پۀ دغه ترڅ کښې ئې د زېږون کال راته نولس سوه شپږ (۱۹۰۶) وليکلو.
دا ځوان زلمے هلک د خپل مشر ورور ميرسادي خان عرف خان (چې ډېر پېژندل شوے خدائي خدمتګار ؤ) او خادم شاه بابا پۀ وجه د باچاخان د تحريک غړے جوړ شوے ؤ چې د باچاخان د قامولۍ او د خدمت د جذبې نه ډېر زيات متاثره ؤ. دغه يو تحريک ئې داسې ګڼلو چې د رښتونې ازادۍ لپاره او د پښتنو د ګټو لپاره راپورته شوے دے . پۀ تحريک کښې ډېر سرګرم ؤ، پۀ وړوکي ځان ئې د يو ستر مرام خوبونه ليدلي وو. د تحريک پۀ وړومبي سر کښې به روان ؤ. د سپين تنګي پۀ پېښه کښې د خپلو نورو ملګرو سره څنګ پۀ څنګ ولاړ ؤ او خپل سر ئې پۀ ورغوي کښې نيولے ؤ چې خاورو ته ئې ور وسپارلو۔