نن د مئۍ څلیريشتم تاريخ د زیارت ورځ ده. دا ورځ به د پښتنو پۀ تاريخ او ژوند کښې داسې روښانه وي چې همېشه همېشه به پرې پښتانۀ فخر او وياړ کوي او دا تاريخ د قبائیلي سیمو د پاره يو لوے زېرے او خوشحالي ده ځکه چې پۀ دې ورځ هغه کرښه او هغه امتیازي وحشیانه قانون لۀ منځه لاړو چې پېرنګي او نورو پښتون دښمنه قوتونو پرې دا پښتانۀ لۀ يو او بل نه تقريباً يو نيم سل کال اول جدا کړي وو او يو کور او د يو کور خلق ئې پۀ پینځو ځايونو کښې تقسيم کړي وو. شکر دے نن قبائیلي سیمې بيا د خپل کور او خپلو وروڼو سره یو شول او د اغیارو خبره ختمه شوه. کۀ اغېار اول وو او کۀ اوس وو خو د دوي چال ختم او پښتانۀ پۀ خپلو کښې يو ځاے شول. دا پۀ مونږ د الله تعاليٰ لویه پېرزو او د روژې د بختورې میاشتې برکت دے. خداے تعاليٰ مو دې دغه رنګه پۀ اتفاق او يو موټے لري ـــ امين.
نن به د احمدشاه ابدالي بابا،د خوشحال خان خټک، د باچاخان بابا، د خان عبدالولي خان او د اجمل خټک سره د ټولو خداے بخښلو پښتنو اتلانو روحونه ډېرحوشحاله شوي وي چې د دوي هغه ارمان پوره شو چې کوم د پاره دوي خپل ځانونه او مالونه خاورې کړي وو او ټول ژوند ئې پۀ جېلونو کښې تېرکړے ؤ خو د پښتنو د يو والي خبره ئې پرېښې نۀ وه او پۀ هر حال کښې به ئې دا وئيل چې پښتون يو وجود دے او انشاء الله يو کېږي به، او نن هغه شان وشول او زمونږ د مشرانو قربانیو رنګ راوړو او قبائیلي سیمې پۀ پښتونخواکښې شاملې شوې. مونږ خپلو اتلانو ته د دعا سره سره دا مبارکي ورکوو چې ستاسو روحونه دې خوشحاله وي او ستاسو ارمانونه ستاسو زامنو او وروڼو پوره کړل او هغه کوشش ئې وکړو چې د کوم د پاره تاسو خپلې پښتۍ ماتې کړې وې، د کومو د پاره چې تاسو پۀ ملک کښې دننه او ملک نه بهر ضلع بدرۍ، صوبه بدرۍ او جلا وطنۍ برداشت کړې وې او هر قسم ظلمونه، ستمونه، فتوې او تهمتونه مو پۀ خپل سر اخستي وو.
نن د یو اوږد او زړۀ ستړي جدوجهد نه پس قبائیلي سیمې د پښتونخوا حصه شوه او اوس د دې سیمو پښتانۀ هم د نور ملک د اولس پۀ شان د ازاد ژوند خاوندان شول او د نورو خلقو پۀ شان به دوي هم خپل حق د پاره ودرېدلے او خبره کولې شي او دوي به د نور ملک د اولس غوندې د خپلو وسائلو څښتن شي او د صوبې د هرې ضلعې غوندې به خپل حق او خپله نمائندګي ولري او صوبائي او مرکزي حکومت به د دوي هره خبره پۀ غور سره اوري او دوي به د خپل حق د پاره هر ایوان کښې خبره کولې شي او هر ګرېوان ته به لاس اچولے شي او د FCR(40) او د پولټیکل د محتاجۍ نه به بهر شي او خوشحاله ژوند به کوي.
زۀ د اجمل خټک بابا هغه شعر دلته ضرور ليکل غواړم:
نن ټول اولس د هغې محبوبه سندرې وائي
اجمل به چې د ځان سره ژړله کله کله
نن ټول اولس وائي چې پښتون يو شي نو دا پۀ وطن کښې د امن او خوشحالۍ زېرے کېدے شي، هغه خلق چې د پښتونخوا نوم قدرې ئې نۀ زغملو، هغه طاقتونه چې د پښتنو د خاورې د یو کولو خبره کوونکي به ورته غداران ښکارېدل نن هغوي هم د فخرِ افغان باچاخان بابا هغه تاریخي مطالبې ته سر ټیټ کړو. کۀ چا د دې نه پس هم د دې مخالفت کولو یا ئې اوس هم مخالفت کوي نو دا پېغور به تاریخ هغوي له ورکوي.
زۀ د ملي مشر اسفنديارولي خان پۀ قيادت ټول پښتون قام ته خواست کوم چې راشئ او پۀ خپلو کښې داسې جرګه وکړئ چې د نن نه پس به مونږ د باچاخان بابا پۀ قافلې کښې ښۀ پۀ اخلاص شاملېږو او د پښتنو قافله به د اسفنديارولي خان پۀ قيادت کښې خپل منزل ته بوځو او زمونږ فائده پۀ دې کښې ده چې پښتانهــ یو جغرافیائي وحدت جوړ شي او پۀ پارلېمان کښې د خپل حق ترلاسه کولو د پاره یو مضبوط او قوي تعداد او زور ولري. کۀ مونږ یو شو نو د خپل واک او اختيار مالکان به شو. کۀ خېر وي ستاسو او زمونږ منزل به هله ترلاسه کېږي چې مونږ پۀ خپلو کښې باچاخاني کوو او چې پۀ وطن باچاخاني راشي نو هله به امن او خوشحالي راځي.
خدايه خپل کور ورته ایره ایره کړې
چې د پښتون پۀ کور کښې اور غواړي