څلور پېغامونه – رحمت شاه قرېشي

 

 

  • میا افتخار حسېن دې خداے سلامت لري:

د میا افتخار حسېن ژوند ته د ورپېښې خطرې تر اوسه څۀ خبر مخې ته نۀ دے راغلے. حکومت لکه چې پۀ دې انتظار کښې دے چې خداے مۀ کړه کله دغه خودکش ځان خلاص کړي. پۀ خپل ځاے دې خداے د دوزخ څټکورے کړي خو خداے مۀ کړه بل چا ته څۀ نقصان ورسوي. میا افتخار حسېن ثابته کړه چې هغه یو سُوچه باچاخانے دے او باچاخانیان د مرګ وېره زړونو کښې نۀ لري البته خفه پۀ دې یم چې میا صاحب ته پۀ غاړه دا دښمني خو د هغۀ خپله څۀ د پولې پټي یا ذاتي تربګني نۀ ده. دا دښمني خو د ملک د هغه پالیسۍ پۀ نتیجه کښې میا صاحب ته ورپۀ غاړه شوې ده چې میا صاحب او د دۀ پارټۍ همېشه د هغه جنګ پالسي غندلې او د هغې مخالفت ئې کړے چې د نن روانې ترهګرۍ شروع کېدل ئې نتیجه وه.

خداے دې میا افتخار حسېن زمونږ د پاره سلامت لري خو حکومت او امنیتي ادارې باید شرم وکړي. دا لا څنګه انټلیجنس ادارې دي او څنګه نمبر ون فوځ دے چې د سړي نامه، کور، رنګ او تر دې چې تصویر ورسره دي خو بیا ئې هم پۀ درک کولو او مخه نیولو کښې ناکام دي.

  • کالاباغ او ګومل زام ډېم:

ناګهانه چې پۀ چیف جسټس او نوي حکومت د ډېمونو جوړولو پېریان څنګه کښېناستل؟ د دې پۀ شا راز لټول دي. داسې خو نۀ ده چې حکومت د عوامو توجه بل طرف ته اړول غواړي؟ مخکښې هم د مختلفو مقاصدو د پاره دې ملک کښې چندې شوې دي او هغه چندې بیا ورکې شوې دي. د عمران خان خبره خو به نۀ کوو چې پۀ هغۀ خو د هغۀ د مور پۀ نوم جوړ کړي د شوکت خانم هسپتال د پاره شوو چندو کښې هم تفتیش شوے دے او بدعنوانۍ پکښې موده وړاندې رپورټ شوې دي. دا خو بېله خبره ده چې د ملک عدالت د څۀ خاص مقصد د پاره د عمران خان پشت پناهي کوي او د هغۀ پۀ نوم درج شوي کېسونه ئې لا بند ساتلي دي او هغۀ ته عدالت دغه مقدمو کښې استثنٰي ورکړې ده. د ډېمونو د زور نه خلق نۀ دي خبر او کله چې پۀ 2000 کښې زمونږ پۀ علاقه کښې د مشرف حکومت د ګومل زام ډېم افتتاح وکړه او هغه وخت مېجر محمد امین ګنډاپور د پښتونخوا صوبې نګران وزیر مال ؤ نو زمونږ سترګې وغړېدې. سیاسي مقصدونو د پاره چې د دغه ډېم نقشه کښې کوم بدلون شوے ؤ، د هغې د لاسه دې منصوبې نه ځائي زمکو ته نقصان ورسېد او د زمکو مالکان اوس هم د خپلو حقونو د پاره پۀ عدالتونو کښې مقدمې چلوي.

د کالاباغ ډېم متعلق ساده خبره دا ده چې باچاخان او ولي خان د کومې منصوبې مخالفت کولو نو هغه منصوبه به بیخي غلطه وي او مونږ به د دې منصوبې بیا چرته اعلان د پښتنو سره غداري ګڼو او د دې به هر رنګ مزاحمت کوو.

  • د بي بي ثمر بلور کامیابي:

زۀ چې د زلمي هارون بلور شهادت رایاد کړم او د پېښور د خلقو لۀ خوا د هارون بلور د بي بي ثمر بلور سره دا مینه او پښتو ووینم نو زړۀ مې ډېر خوشحاله شي. یو وخت هاغه هم ؤ چې بشیر بلور شهید شوے ؤ خو پۀ انتخاباتو کښې مشر حاجي غلام احمد بلور ته شکست ورکړے شوے ؤ. یو وخت دا هم دے چې هارون بلور شهید شوے دے او د هغۀ بي بي بریالۍ شوه. دې نه ثابتېږي چې د عوامو شعور بېدار شوے دے.

زۀ پۀ دې تاریخي کامیابۍ بي بي ثمر بلور، بلور کورنۍ، ولي باغ او د باچاخان د قافلې ټولو ملګرو ته مبارکي وایم.

  • د صدر ګل زمین خان فاتحه:

زۀ کله هم د ګل زمین خان سره ملاو شوے نۀ یم خو د میډیا او بیا خصوصاً د فېسبوک تر لارې به مې د سعودي عرب د پارټۍ د ملګرو هلې ځلې لیدلې او پۀ ګل زمین خان او د هغۀ پۀ ملګرو پۀ نالیدلي مخ مئین وم. هغه ورځ چې مې د هغۀ د ناګهاني مرګ خبر واورېدو نو ډېر خفه شوم. بیا چې مې ولیدل چې د هغۀ پۀ سعودي عرب کښې ملګرو کومه پښتو وکړه او د هغۀ جنازه پۀ باچاخان مرکز کښې ادا شوه او بیا پۀ کوم شمېر کښې چې د پارټۍ مشران د هغۀ جنازه کښې شامل شول او څومره درنه جنازه ئې وشوه نو غم مې لږ کم شو. د باچاخان بابا او ولي خان بابا دا پارټي نۀ ده، دا د پښتنو د پاره ورورولي ده. د ګل زمین خان جنازه کښې دا ورورولي ثابته شوه. خداے دې د ګل زمین خان کورنۍ له صبر ورکړي او د هغۀ دې خداے هاغه جهان ښکلے کړي. امین.

 

دا هم ولولئ

د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي

د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي …