د اجمل خټک بابا دوه خطونه – رحمت شاه قرېشي

 

رحمت شاه قرېشي د ټانک د سیمې یو تکړه او متحرک ملګرے دے. هغه یو کلک باچاخانے او پوخ نېشنلے دے. د خپل ګوند، خپلې نظریې، خپل بېرغ او خپلو مشرانو سره بې کچه سُوچه مینه لري. هغه د باچاخان مرکز او ‘پښتون’ مجلې سره د خپل وس نه زیات کومک او اخلاص کوي. ‘پښتون’ د هغۀ د مینې پور وړے دے او د هغۀ هرې مرستې ته پۀ دروند نظر ګوري.

د ارواښاد اجمل خټک دغه دوه خطونه هغۀ د تېرې میاشتې د پاره رالېږلي وو چې پۀ وخت مونږ ته نۀ وو رارسېدلي. دا خطونه پۀ یو لحاظ تاریخي دستاوېزات دي چې زمونږ د مشرانو خپلو مخلصو کارکنانو سره د اړیکو ثبوت هم دے او د پښتو ژبې تقریري او تحریري ترویج د پاره د هغوي د شعوري کاوش ائینه هم ده. مونږ ئې د رحمت شاه قرېشي د مننې سره لوستونکو ته وړاندې کوو.

________________________________________

وړومبے خط

راته ډېر ګران او خوږ شېر احمد پاونده!

روغ جوړ او تکړه تيار اوسې!

ستا خط راورسېدو، شکريه !

اوله خبره دا ده چې تا د پښتو خبره ليکلې ده نو زۀ وايم چې دا خط دې بالکل صحيح ژبه کښې ليکلے دے. دغه شان پۀ پښتوکښې ليکل کوه او ورسره ورسره پښتو اخبار، مجله رساله او کتاب لوله نو نور به هم ښۀ شې. دوېمه خبره دا چې رحمت شاه قرېشي ته خط ليکلے. شکريه چې د هغې جواب هم راغلو. اصل کښې زۀ غواړم چې هغه خدائي خدمتګارو په جدوجهد او قربانیو د نوي نسلونو وينې او مينې د پښتو او پښتونولۍ د پاره ګرمې شي او خپل مستقبل روښانه وساتلے شي، نو د هغوي يادول پکار دي. دغه سلسله ما شروع کړې ده. د ټانک د علاقې پښتنو هم دغه لړ کښې ډېر ښۀ جدوجهد کړے دے، باید چې هغه پۀ تاريخ کښې ياد پاتې شي.

هيله ده تاسو زلمي پښتانۀ او سياسي ملګري به د خپلې پارټۍ تنظيمي او سياسي خدمتګاري کوئ خو د ريښتوني خدائي خدمتګارو ياداشت او تاريخ جوړول هم ضروري وي. دا هم د پښتنو د پارټۍ مدد دے. درېمه خبره د اديب شاعر او ليکوال دا کار وي چې د خپل وطن قوم د ازادۍ، ابادۍ او ترقۍ د پاره خدمت وکړي او ټول قوم بېدار کړي. هيله ده چې تاسو به ټول دغه کار کوئ او د پښتنو د لر او بر د قربانیو نه به ځان خبروئ. دا د قومي ژوند د وحدت او کاميابۍ لاره ده.

زما د طرف نه به رحمت شاه قرېشي او نورو ملګرو ته زما سلام ورسوې او د خپلې علاقې د ريښتوني خدائي خدمتګارو جدوجهد، قربانۍ ليکلو کښې به ما ته معلومات راکوئ.

بس دعا، والسلام

اجمل خټک

اکوړه ختک ضلع نوشهره

________________________________________

دوېم خط

ښاغلي زلمي رحمت شاه قرېشي!

پۀ مينه او دعا.

قرېشي صاحب! ستا ډېر ښکلے خط چې پۀ ډېره غېرتي جذبه او او د پښتو او پښتونولۍ پۀ مينه ليکلے شوے دے، ما ته دا رارسېدلے دے او جواب مې هم درلېږلے دے خو نن شېر احمد ياد راته بيا راياد کړې. قرېشي صاحب ستا معلومات ډېر ښۀ وي. شېر احمد راته ستا پۀ مينه ليکلي دي. زۀ ستا پۀ خط ډېر خوشحاله شوے يم. تا دې الله پاک د ټول قام سره خوشحاله ساتي. ائنده ما ته خط پۀ پښتو کښې ليکه، هرڅنګه چې وي زۀ به ترې مطلب اخلم او تا ته به پۀ خپله ژبه ليکل ډېر اسان شي.

هيله لرم چې تاسو به د ژبې او ادب خدمت کوئ. دا د پښتون قوم د د ژوند او کاميابۍ بنياد دے. زۀ به کوشش وکړم چې پۀ فون هم تاسره خبره وکړم.

ټولو ملګرو ته سلام.

اجمل خټک

اکوړه خټک، 6 اکتوبر 2006

________________________________________

دا هم ولولئ

د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي

د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي …