وږےخوي، موړ خوي – فېصل او شفيق پوډ کاسټ

ډاکټر فېصل خان (د بائیوټېک پروفېسر) او شفیق ګګیاڼے (زلمے سماجي کارکن) پهٔ مختلفو موضوعاتو وخت پهٔ وخت رېډیائي خپرونې د خپلې پاڼې نه خپروي. دغه خپرونې پهٔ ټاکلے شوو موضوعاتو د دواړو زلـمو خپل اندونه وي. مونږ ګڼو چې د زلمي کھول ذهني تربیت د پاره داسې خپرونو ته ځاے ورکړو او د دې پهٔ لوستلو باید زمونږ زلمي هم خپل ذهنونه د خپلې مشاهدې پهٔ رڼا کښې مکالمې او دلیل د پاره وسپړي. ‘پښتون’ پهٔ دې موضوعاتو د دواړو ښاغلو سره خپل اختلافي نوټ لیکل پهٔ دې وجه ضروري نهٔ ګڼي چې د لوستونکو ذهنونه څهٔ ډول ډکټېشن محسوس نهٔ کړي. د ډاکټر فېصل خان او شفیق ګګیاڼي نورې خپرونې پهٔ دې برېښنائي لیکه نېغ پهٔ نېغه اورېدې شئ:

www.soundcloud.com/faisalandshafeeq

شفيق: ډاکټر صاحب! تېرو ورځو کښې مونږ يو وادۀ له تلي وو، هلته عجيبه صورتحال ؤ. چې کله د ډوډۍ اعلان وشو نو ټولو خلقو يو ټېل نا ټېل، کشمکش شروع کړو، هال ته دننه شو نو هلته ټول پۀ ډوډۍ ورغوټه شول. پلېټونه بې واره ډکېدل او پۀ يو بل اينګولي توئېدل، نو تپوس دا دے چې مونږ پۀ اجتماعي توګه ولې د اوږي توب دومره ښکار يو؟

فېصل: دا مسئله ډېره لويه مسئله ده، پخوا زمانه کښې دا مسئله د نهرتوب نۀ وه. دا رویه اوس زیاته شوې ده، پخوا داسې نۀ وه. زۀ سان فرانسسکو ته تلے وم، هلته خلقو د ټېکنالوجي خبره کېده. هلته يو ملګري دا خبره وکړه چې پاکستان غوندې هېوادونو کښې خلق د نهرتوب ښکار دي، دوي چې کله دا وويني چې يو کس پۀ بره ځي نو دوي ئې لاندې راکاږي او بهرني هېوادونو کښې خلق پۀ خېټه ماړۀ دي، دوي سره دا کشاله نۀ وي. چې څوک لاندې پرېوځي نو دوي ئې بره راکاږي چې راپورته شي. کۀ دا مائنډ سِټ دلته هم ترویج شي نو هر چا ته به ئې فائده ورسي.

شفيق: لږ کۀ تاريخي تناظر کښې وګورو نو خوشحال خټک هم دغه خبره درې نيم سوه کاله وړاندې کوي چې

پښتانۀ واړه ټول بد خوي دي

کور پۀ کور باندې غورځي

يو چې سر کاندي پۀ پورته

بل ئې ووهي مغزي

دا هم لويه بد بختي ده چې بدنيتۍ سره بدخوئي هم عامه ده. بله خبره دا چې دا هم يو رجحان دے چې سکولونو کښې امتحان کښې خپل پلاران ماشومانو ته نقل ورکوي. کالج، يونيورسټۍ کښې شارټ کټ لټوي او هم بيا نمبرو پسې منډې وهي، لکه چې کۀ نمبرې کمې شوې نو بس زۀ مرمه، دغسې کۀ مونږ دا کېنوس لږ نور پراخه کړو نو پۀ حکومتي سطح هم دغسې ده. حکومت وائي چې کۀ کرپشن مو ونۀ کړو نو بيا به موقع ملاوېږي کۀ نۀ، دغسې مونږ کارکوونکي کچه کار باندې ځان خلاصوو، پۀ تاريخي بنياد دا نو ابادياتي اثرات دي. اوس کۀ مونږ یقیناً ازاد شوي یو نو بیا پکار ده چې مونږ خپل هغه خویونه هم ماړۀ کړو کوم چې امپریالسټانو اوږي بلد کړي وو ـــ تاسو څۀ وايئ؟

فېصل: مونږ دې ته نۀ ګورو چې دا زوے ما پۀ غلطو طريقو پاس کړو نو دے به ټول عمر غونډي وولي، اصل کښې دغه سړے خپل زوي له ژوند تباه کړي. دوېم دا چې ما د يو اهل کس سيټ ونيو چې هغه به يو ښۀ ډاکټر کېدے شي، دې خود غرضۍ سره معاشره کښې د ظلمونو يو جال خور شي او اخري نتيجه ئې زمونږ ټول خلاف راځي. مونږ اکثر دا خبره کوو چې د دې تعلق ګېډې سره دے يعني وږے ماړۀ دے ځکه دا خلق دا کار نۀ کوي.

شفيق: زمونږ صوبه کښې چې مونږ چترال وغېره ته وګورو نو هلته غربت ډېر دے خو دا غلا يا داسې جرم د نيشت برابر دے او د جرائمو شرح هم ټولو ضلعو نه کمه ده، هلته غربت هم ډېر دے ځکه دا ګېدې سره تړل نۀ دي پکار، دا خويونو سره تعلق ساتي.

فېصل: د سېلف ريسپېکټ ډګنټي بلها ويډيوګانې دي چې هغې کښې يو غريب سړے ډېر لوے موړ دروند خوي کوي.

شفيق: ډاکټر صاحب! دې خويونو بدلون د پاره څۀ اقدامات کېدے شي؟

فېصل: مونږ سوچ نۀ کوو، مثلاً د وادۀ کس مثال به واخلو، ائینې مثال نۀ ورکوو چې هغې کښې خپل مخ وګورو. يو ماډرن مثال به استعمال کړو چې دا کس دې ځان سلو موشن ويډيو کښې وګوري، دے به څنګه تلے وي پلېټ به ئې را اوچت کړے وي. دې وېډيو کښې وګورئ چې څنګه ښکارم، خپل کوربه ته، خپلو بچو ته، مېلمنو ته به څنګه ښکارم، زما پۀ خيال به د هر چا خيال وي چې دا کچه کار او خوي دے.

شفيق: مطلب خود احتسابۍ نه کار اخستل پکار دي.

فېصل: خپلو حرکتونو او اوږیتوب ته کتل غواړي. مونږ پۀ منډه يو. ټرېفک کښې وګورئ هارنې، شور ــ دې ته خيال نۀ کوو چې پۀ قانون چې پښې کېښودې، کشرانو ته مو غلط مثال کېښودۀ، نور خلق مو پۀ تکليف کړۀ.

شفيق: ډاکټر صاحب! داسې ښکاري مونږ د عدم تحفظ د تذبذب او غېر يقيني صورتحال کنفيوژن ښکار شوي يو، بله دا چې زمونږ وژن نشته، څيزونه پلېن نۀ وي کارونو کولو د پاره.

فېصل: هو! لکه طالب علم ته پته ده چې زما تصور تعقل به پکار راځي . فيلډ کښې تيکنيک او سکلز غواړي، هغه به ولې د نمبرو ړنده منډه وهي.

شفيق: چې خلق دا احساس وکړي چې ډوډۍ ښه ډېره ده او زمونږ کار به پکښې وشي، یا ماشوم ته د هغۀ پلار احساس ورکړي چې ستا پۀ عملي ژوند کښې به ستا لاره ویستل هم ستا ذمه وي او ستا فېصلې کول به هم ستا اختیار کښې وي نو خود اعتمادي به پکښې پېدا کېږي.

فېصل: چې تۀ ښۀ کار وکړې نو خلق به وائي چې ډېر ښۀ کار ئې کړے دے. پۀ مائنډسېټ به خلق پۀ تا خبره کوي. دغه پېمانه ده. پۀ هر حال کښې خلق یو لالچ سره مخ دي. خپل حق د پاره هم داسې خبره کوي لکه چې سوال کوي. د پښتو متل دے چې کۀ ګېډه مو وږې ده خو سترګې مو مړې دي ـــ داسې مېکانیزم له وده ورکول دي چې دا اوږے خوي پۀ موړ خوي واړوي.