خوشحال خټک او د هغۀ د اېتهیکل کانټریبوشن پۀ حقله د شوي کار يوه تنقيدي څېړنه – بېدار اصلزے

خوشحال خټک او د هغۀ اېتهکس يا د اېتهیکل کانټريبوشن (Ethical Contribution) موضوع پۀ ډېرو حوالو خپل ارزښت د ادب او فلسفې طالبعلمانو ته لرلے دے او لري ئې هم او شايد ځکه خو چې هر ليکوال پۀ خوشحال خټک قلم خوځولے دے نو د اېتهکس پۀ حواله ئې خامخا خبرې کړي دي. پۀ دې ليک کښې به زما دا هڅه وي چې تر ممکن حده پۀ دې حواله د شوي کار تنقيدي جاج واخلم او هم داسې دا معلومه کړم چې ايا دا شوي ليکونه پۀ دې حواله مونږ کومې منطقي نتيجې ته رسولے هم شي او کۀ نۀ؟ خو وړاندې لهــ دې چې د بحث اصل ځاے ته ورسم غواړم، چې د اېتهکس يوه لنډه پېژندګلو وکړم.

اېتهکس چې د فلسفې د ارزښت پوهنې (اېګزيولوجي) يوه اهمه څانګه ده، دا اصطلاح د يونانۍ ژبې د ‘اېتهوس’ توري نه شته شوې چې معني ئې “انساني کړۀ وړۀ” ده؛ يعني دا د فلسفې هغه څانګه ده چې انساني کړۀ وړۀ او د هغۀ پۀ ټاکل شوي معيارونو باندې بحثونه کوي يا مونږ پۀ نورو لفظونو کښې داسې هم وئيلے شو چې دا د فلسفې هغه څانګه ده چې د دوو بنيادي سوالونو د ځوابولو هڅه کوي؛ سم او ناسم څۀ دي؟ ښۀ او بد څۀ دي؟

اېتهکس ته عموماً پۀ مشرقي ژبو کښې د عربۍ د اثر تر مخه اخلاقيات وائي او اصطلاح اخلاقيات د عربۍ ژبې ‘اخلق’ نه منځ ته راغلې چې معنٰي ئې ‘مناسب’ يا ‘بهترين’ ده. اوس کۀ پۀ دې حواله وګورو نو د دواړو اصطلاحاتو پۀ منابعو کښې فاصله شته. چرته کړۀ وړۀ او چرته مناسب يا بهترين! خو د اېتهکس پۀ مطالعې کښې دا دواړه توري خپله فاصله راکموي خو ولې دلته دا يادونه هم ضروري ده چې پۀ پښتو کښې د اصطلاحاتو د کمبوت د وجې کله کله يوه اصطلاح د ځینو بېلا بېلو اصطلاحاتو متبادل کارول کېږي چې پۀ دې کښې د ابهام ستونزه راولاړېږي؛ لکه هم دا د اخلاقيات اصطلاح به واخلو، پۀ پښتو کښېEthics, Etiquettes او Morality د پاره زياتره هم دا اصطلاح کارول کېږي خو ولې پۀ ياد شوو درې واړو اصلاحاتو کښې فرق دے؛ لکه Etiquettes چې دود شوي کړۀ وړۀ دي، Morality هم دې ته ورته اخلاقي عمولونو سره تړلې شوې ګڼل کېږي خو ولې دا دواړه د Ethics متبادل نۀ شي کېدے؛ ځکه چې اېتهکس د هم دې دود شوي کړو وړو او د عملونو بشپړه د بحث ډګر دے او دا دواړه د اېتهکس پۀ ستره سينه کښې د اجزا ځاے لري (نو ځکه داسې د کوم ابهام نه د بچ کېدو د پاره ما هم دا غوره کړه چې نېغ پۀ نېغه د اېتهکس اصطلاح وکاروم). هم داسې د اېتهکس درې اهمې څانګې؛ مېټا اېتهکس (Meta Ethics)، نارمېټو اېتهکس (Normative Ethics) او اېپلائيډ اېتهکس (Applied Ethics) دي.

مېټا اېتهکس دراصل پۀ اېتهیکل معيارونو خبره کوي چې ايا دا معيارونه شتون هم لري؟ کۀ شتون لري نو کومه بڼه لري؟ او کۀ شتون نۀ لري نو انساني ټولنه کښې د نومول شوو معيارونو حقيقت څۀ دے؟

نارمېټو اېتهکس کښې پوهان د اخلاقي معيارونو شتون خو مني خو ولې د دې پۀ عملي کولو او مخ پۀ وړاندې وړلو باندې بحث کوي ـــ مطلب چې ښۀ يا سم څۀ دي چې انسان ئې مخ پۀ وړاندې بوځي او کوم څۀ بد يا ناسم دي چې انسان ئې مخنيوے وکړي؟

اېپلائيډ اېتهکس د جديد دور د تقاضو تر مخه يوه نوې څانګه ده چې بېلابېلو سائنسونو او هنرونو او کاروبارونو ته اېتهیکل معيارونه ورکوي.

اوس د بره ليکل شوي تعريف او د ياد شوو څانګو پۀ رڼا کښې به مونږ مخ پۀ وړاندې ځو او د خوشحال د اېتهیکل کانټريبوشن پۀ حواله د شوي کار جاج به اخلو، خو ولې د بحث پۀ دې موقع دا سوال هم راپورته کېدل امکان لري چې ايا خوشحال خټک پۀ رښتيا هم کوم اېتهیکل کانټريبوشن لري او کۀ نۀ؟ نو د دې سوال جواب پۀ څو حوالو مثبت کېدے شي؛

اول خوا دا ده چې شاعري چې د انساني جذباتو هنداره ده او شاعر پکښې دا هڅه کوي چې د خپلو جذباتو عکاسي وکړي نو پۀ دې حواله هغه چې د ژوند پۀ بېلابېلو مسئلو خبره کوي نو د خپل جذباتي تمائل تر مخه به د دې مسئلو پۀ حقله رایې هم ورکوي ـــ د مثال پۀ توګه انسان چې بې د ټولنې ژوند نۀ شي کولے نو شاعر چې پۀ دې خبره کوي نو خامخا به ورته څۀ وړاندیزونه هم لري او دغه وړاندیزونه به د هغۀ ټاکل شوي معيارونه ګڼل کېږي چې کوم به خامخا څۀ نه څۀ جذباتي شاليد لري او بيا هم دغه اېتهیکل شته والے د مشرقي فلسفې خاصه هم ده ځکه چې کوم وخت پۀ يونان کښې د مادې پۀ اصل خبرې کېدې، هغه وخت مشرق لوړ اخلاقي معيارونه زير بحث راوړل او د دې يوه وجه دا هم وه چې دا فلسفې زياتره د شعر پۀ ژبه بيان شوي وې او خوشحال پۀ دې حواله هېڅ بېګانه نۀ ؤ. بله دا چې خوشحال خټک نۀ صرف شعر بلکې پۀ نثر کښې هم کار کړے دے او د هغۀ د دواړو کارونو زياتره موضوعات سياسي او سماجي دي؛ نو پۀ دې اساس دا څنګه امکان لري چې داسې شاعر کوم ځانګړے اېتهیکل کانټريبوشن ونۀ لري؟ او بيا پۀ تېره تېره چې پښتنه ټولنه د پښتونولۍ او اسلام غوندې پۀ دوو کوډز اٰف کنډکټ کښې ژوند کوي نو د دوي دواړو پۀ اشتراک او توازن به خامخا اجتهاد منځ ته راوړي او پۀ دې هر څۀ کښې به خوشحال خټک خامخا برخه لري.

اوس به وګورو چې خوشحال خټک پۀ دې حواله څومره ښکاره کړے شوے او څېړل شوے دے!!!

سيد رسول رسا پۀ ‘ارمغان خوشحال’ کښې هڅه کوي چې د هغۀ د ژوند او زيار پۀ بېلابېلو اړخونو خبره وکړي، نو هم د دې هڅې تر مخه رسا پۀ دې حواله هم “د خوشحال خان خټک اخلاقي او فلسفيانه شاعري” د سر خط لاندې ليکل کړي دي او کۀ هم دې سر خط ته وګورو نو قاري يقيناً پۀ دې خوش فهمۍ کښې اچوي چې دلته به خامخا خوشحال سره پۀ دې حواله انصاف شوے وي ـــ خو ولې کۀ وکتے شي نو معامله د دې برعکس ده. د دې دوه وجوهات دي؛ اوله وجه دا ده چې رسا د اخلاقي شاعرۍ منبع تصوف ګڼي او پښتو ته ئې د فارسۍ د لارې درامد ګڼي او خوشحال هم داسې څوک ګڼي چې هغه پۀ دې اغېزه کښې د راتلو نه پس اخلاقي مباحث خپل کړل. د رسا دا څېړنه هم د پښتو شاعرۍ او هم د خوشحال خټک پۀ حقله يو قسم ته غلط بياني ده. نۀ خو پښتو شاعرۍ ته اخلاقيات داسې را داخل شوي دي او نۀ د خوشحال اخلاقيات داسې سوچه صوفيانه بڼه لري او بيا دا چې پښتانۀ خو د ډېر پخوا نه د پښتونولۍ پۀ شکل کښې ‘اېتیهکل کوډ’ لري نو دا څومره ممکنه ده چې پښتو شاعري د فارسۍ د اغېزې لاندې اخلاقيات راخپلوي او د صدو صدو پښتونولۍ نه نۀ، کومه چې د هغۀ د ژوند هنداره ده؟ او بيا خوشحال څومره د فارسۍ درامد صوفيانه اخلاقياتو باندې اډانه لري؟ سيد رسول رسا دې نه پس د خپل بيان وضاحت ته نور هم ډېر څۀ ليکلي دي خو ولې د هغۀ دې بنيادي سټېټمنټ سره د اخلاف نه پس د هغۀ پۀ مزيد وضاحت خبرې کول هېڅ جواز نۀ لري. دوېمه وجه دا ده چې کۀ څۀ هم ما پۀ اولنۍ وجې کښې پښتو شاعرۍ او خوشحال پۀ حقله د شوي غلط بيانۍ تر مخه د هغۀ سټېټمنټ سره اختلاف وکړو او د دې اختلاف باجود يو امکان شته چې شايد هغۀ د خوشحال پۀ اېتهیکل کانټريبوشن بيا هم څۀ رڼا اچولې وي نو ځکه کۀ مونږ يوې لمحې ته فرض کړو او دا ومنو چې خوشحال د فارسي تصوف د اثر تر مخه اخلاقي مباحث څېړلي دي نو ايا رسا بيا هم د خپل سرخط او د يادې موضوع حق ادا کړے دے؟ جواب ئې بيا هم نفي راځي؛ ځکه چې کۀ مونږ د خوشحال د بشپړه سړي تصور ګورو (کوم چې به اعليٰ اخلاقياتو لرونکے وي) او پۀ دې لړ کښې د “دستار نامه” تر مخه د هغۀ د پاره ټاکل شوي شل خصلتونه او شل هنرونه ګورو نو پۀ دې نتيجه ورسو چې د هغوي هم ټوله پۀ ټوله سرچينه د فارسۍ د صوفيانه شاعري نۀ شي کېدے.

د سيد رسول رسا غوندې نظر د ډاکټر اقبال نسيم هم دے. ډاکټر نسيم پۀ خپله يوه مقاله “د خوشحال او رحمان پند و نصيحت” کښې ليکي چې د پښتو ادب پېل ديني افکارو (ديني افکارو نه به د هغۀ ارومرو مراد اسلامي افکار وو) نه شوے، کوم چې اخلاقي بڼه لري او زياتوي چې د دې اثر د وجې پۀ پښتو کښې د خېر البيان، مخزن، دستار نامه او فضل نامه منځ ته راغلل نو د ډاکټر نسيم اقبال پۀ حقله هم مونږ هغه نظر لرلے شو کوم چې مو د سيد رسول رسا پۀ حقله ؤ او د دې دواړو بر عکس کۀ مونږ د “خوشحال بابا کليات” کښې د ډاکټر يار محمد مغموم ليک د “خوشحال او اخلاقيات” د سر خط لاندې ګورو نو پۀ دې حواله تر څۀ حده د منلو وړ دے. ډاکټر مغموم د اسلام تر څنګ پښتونولي او بيا پۀ دې کښې د خوشحال خټک رول د پامه نۀ غورځوي او يو څو قدرونو ته اشاره کوي چې د خوشحال پۀ شاعرۍ کښې پۀ بيا بيا ذکر شوي دي. هغه ياد شوي قدرونه همت او متواتر جدوجهد، اميد، ننګ و ناموس، سخاوت، رښتيا او دروغ، د چا نه طمع نۀ کول، بدل اخستل، قناعت او لالچ، د منت نه ځان ساتل، وعده سر ته رسول، د ځان پۀ شان د نورو خلقو خېر غوښتل، پۀ ځان باور کول او توکل دي؛ خو ولې مونږ کۀ د مغموم بيان ته د اېتهکس د سسټمېټک پوهنې د نظره وګورو نو ښکاره به شي چې دلته دوه ډوله قدرونه ياد شوي دي؛ يو بنيادي او بل ثانوي ـــ بنيادي هغه قدرونه وي چې نورو قدرونو ته زمينه برابروي او دلته يو داسې قدر ياد شوے، هغه دے “د ځان پۀ شان د نورو خلقو خېر غوښتل” او پۀ اېتهکس کښې پۀ دې بنياد باندې د يوټېليټېرنسټانو (utilitarians) پوره مفکوره ولاړه ده او پاتې نور ټول ثانوي قدرونه دي ـــ پۀ دې بنياد د يار محمد مغموم څېړنه هم پورا تسلي بخش نۀ ده ځکه چې دا ليک هم د خوشحال د اېتهیکل کانټريبوشن پۀ حواله پوره خاکه نۀ وړاندې کوي، البته دلته دا سوال ضرور راوچتېږي چې ايا خوشحال يوټيلېټېرینسټ ؤ او کۀ نۀ؟ نو د دې ځواب به مونږ د خوشحال د ليکلي اثارو د بشپړه مطالعې نه پس کولے شو.

هم داسې دوست محمد کامل مومند پۀ خوشحال خټک اردو کښې ليکل شوي کتاب “خوشحال خان خټک (سوانح حيات اور ادبي اثار پر تبصره)” پۀ يوه مقاله “اخلاقي شاعري” کښې ليکي چې خوشحال پۀ حېثيت د ليکوال يو بشپړه شخصيت دے نو داسې هغۀ د اخلاقياتو هېڅ اړخ نۀ دے پرېښے چې بيان کړے ئې نۀ وي او بيا پۀ دا چې د هغۀ قامي شاعري هم اخلاقي بڼه لري او داسې د هغۀ قامي او اخلاقي شاعري يو نۀ شلېدونکے تړون لري. دوست محمد کامل وړاندې هڅه کوي چې د هغۀ د داسې اخلاقي شعرونو څېړنه وکړي چې پۀ کومو کښې قامي تصور نۀ وي ځکه چې هغه قومي شاعري جغرافيائي حدونو پورې تړلې ګني. دلته د کامل مومند شاید هم دا غرض وي چې چونکې اخلاقيات افاقي بڼه لري نو ځکه دې داسې شعرونه را پېدا کړے شي چې جغرافيائي بندېزونه ونۀ لري خو ولې پۀ داسې کولو کښې کامل مومند پوره پوره کامياب نۀ ښکاري ځکه چې يو خو پۀ خپله هغه د خوشحال قامي او اخلاقي شاعرۍ سره تړلې ګڼي ،بله دا چې کۀ د خوشحال د اخلاقياتو نه د پښتونولۍ عناصر بهر کړے شي نو پۀ بحث کښې پاتې کېږي به څۀ؟ خو ولې کۀ مونږ د بحث دا اړخ پرېږدو او د خوشحال د اېتهیکل کانټريبوشن پۀ حقله کامل مومند سره د هغۀ پۀ لاره لاړ هم شو نو بيا به هم کومې منطقي نتيجې ته ونۀ رسو؛ ځکه چې کامل مومند خبره د خوشحال د اخلاقي قدر، اميد او عمل نه را شروع کوي او بيا ئې مېټافيکل مسئلو ته رسوي چرته چې قاري د جبر، اختيار او خېر او شر پۀ مسئلو کښې بوخت شي او د اېتهکس پۀ حقله بحث ورنه پاتې شي.

علامه عبدالحئ حبيبي هم د خوشحال کليات پۀ شروع کښې د هغۀ د نورو اړخونو تر څنګ د خوشحال پۀ اېتهیکل کانټريبوشن هم خبره کوي (او بيا دا مقاله د خوشحال خان خټک د جهاندارۍ نظريه پۀ کتاب کښې هم چاپ شوې ده)؛ حبيبي اول اخلاقيات د فلسفې او اسلام تر مخه تشريح کوي چې د ډېرو اهمو فلسفيانو او د اېتهکل تهیوريز يادونه کوي او بيا د خوشحال پۀ حقله رایې لري ـــ هغه ليکي چې د خوشحال تر پامه انسان هم ښۀ کېدے شي او هم بد او دا هر څۀ ئې پۀ روزنه اډاڼه لري؛ خو ولې بيا دا هم زياتوي چې د دې څنګ هغه د انسان خټه او فطرت هم نظر انداز کوي نۀ او بيا حبيبي د دې دواړو نظرونو تړون هم فلسفې او هم اسلام سره د کولو هڅه کوي خو کۀ د حبيبي دې ليک ته وکتے شي نو بره د ياد شوو ليکونو نه پۀ يوه حواله ښۀ پۀ دې دے چې اېتهکس ته څنګه اپروچ پۀ کار ؤ هغه سې ئې کړے دے خو ولې دۀ هم قاري پۀ يو داسې مقام اودرولے دے چې هغۀ د خوشحال د اېتهکل کانټريبوشن پۀ حقله راے نۀ شي لرلے ـ

او داسې د دې ټول بحث پۀ رڼا کښې مونږ ډېر د مايوسۍ حالت سره به پۀ مخ کېږو چې خوشحال چې پۀ دې حواله ډېر ارزښت لري، تر اوسه ورسره هېڅ انصاف نۀ دے شوے، دا تشيال به نن هم زمونږ پۀ اعلي ادبي اخلاقي نعرو، دعوو او پۀ څيړنو پورې پۀ کړس کړس خاندي او زمونږ دې شعور ته به پېغور راکوي ـ

کتابيات:

  1. ارمغان خوشحال، سيد رسول رسا، يونيورسټي بک اېجنسي، پېښور
  2. د تاند او بهاند تخيل شاعر، ډاکټر محمد نسيم اقبال خټک، پښتو اکيډمي بلوچستان، کوټه
  3. د خوشحال بابا کليات، ډاکټر يار محمد مغموم خټک، ، يونيورسټي بک اېجنسي، پېښور
  4. خوشحال خان خټک (اردو)، دوست محمد خان کامل مومند، شاهين بکس ، پېښور
  5. د خوشحال خان خټک د جهاندارۍ نظريه، علامه عبدالحي حبيبي/ محمد صادق ژړک (سريزه او ترتيب)،پښتو نړيواله مرکه

انټرنېټ: https://www.iep.utm.edu

 

دا هم ولولئ

باچا خان: د عدم تشدد یو بشپړ باب – بېدار اصلزے

عموماً پۀ ټول انساني تاريخ کښې او خصوصاً پۀ شلمه پېړۍ کښې د عدم تشدد …