انجنئير عمران اپریدے د خېبر اولسوالۍ پۀ اقتصاد او سماجي ژوند د جنګ اثرات پۀ شتمن وطن کې د زېږول شوې نيستۍ  يوه جايزه 

 

خېبر اولسوالي پۀ پښتونخوا وطن کښې تاريخي او جغرافيايي اهميت لرونکې يوه داسې  سيمه ده چې سينه ئې د شتمنيو ډکه ده خو پۀ لمن کې ئې بدبختي او محرومې دي ‌۔ پۀ انتظامي توګه خېبر اولسوالي د باړه ، جمرود او لنډي کوتل پۀ نوم  پۀ درې تحصيلونو کې وېشل شوې ده چې اپريدي ، شينواري ، ملاګوري او شلماني پکې ژوند کوي ۔ سرحدونه ئې د افغانستان پۀ شمول  د پېښور، مهمندو،  اورکزے او کرمې سره لګېدلې دي ۔ زياته حصه ئې مېداني او ګرمه ده خو پۀ باړه تحصيل کښې د تيراه پۀ نوم يوه داسې سيمه هم شته چرته چې پۀ اوړي کښې شنې نظارې او پۀ ژمي کې يخ واورين موسم وي ۔ د خېبر اولسوالۍ نزدې تاريخ ته که مونږ نظر وکړو نو د تيرې نيمې پيړۍ دور ئې پۀ دوه زمانو کې ويشلے شو چې يو تر جنګ وړاندې زمانه ده او بل دور د جنګ د شروعاتو نه تر نن پورې ده ۔ دلته د جنګ نه مراد هغه وخت دې کله چې بالعموم پۀ ټوله پښتونخوا او پۀ خصوصي توګه پۀ سابقه فاټا کې د ترهګرۍ بازار ګرم شوې و او بيا ورپسې د پوځي عملیاتو پۀ نوم يوه اوږده سلسله شروع شوه ۔ پۀ خېبر کې دا دور د کال دوه زره شپږم نه شروع کېږي چې د پير سيف الرحمان او مفتي منیر شاکر د مذهبي اختلاف پۀ بنياد اولس پۀ دوه فکري  محاذونو کې تقسيم شو ۔پير او مفتي د خپلو تبليغاتو لپاره د ايف ايم راډیو چينلې راوړې او د اولس پۀ ذهنونو کې ئې د عقيدو اختلاف تر دې حده ورسولو چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ،  لشکر اسلام ، اهل سنت و الجماعت او انصار الاسلام پۀ نوم سخت دريزه وسلوالې ډلې جوړې شوې ‌۔

هرې ډلې ته د خپلو همفکره ځايي خلکو هر څنګه ملاتړ حاصل شو او پۀ ابتدا کښې ئې د توحيد، انصاف، انتظام او وطن ساتنې پۀ نوم فعاليتونه شروع کړل نو ورو ورو ئې پۀ داسې طريقه عام اولس هم ملګری شو ۔ ټوله مېداني او نيمه غرئيزه سيمه لشکر اسلام او امر بالمعروف و نيوه او پاتې نيمه غرئيزه سيمه انصار الاسلام او اهلسنت پۀ خپله قبضه کې واخسته ‌‌۔ تر مفتي منير شاکر وروسته د لشکر اسلام مشري د منګل باغ پۀ غاړه شوه او قاضی محبوب د انصار الاسلام مشر و ۔ دا ټول وسله وال تنظيمونه د يو بل خلاف مورچه زن شول او تقريبا اتۀ کاله ئې پۀ ډيره لویه کچه وړې او غټې وسلې ښۀ ازادانه استعمال کړې، زرګونه انسانان پکې مړه او ژوبل شول او بې شماره کورونه او د کاروبار ځايونه پکې ړنګ شول ‌۔ دا دومره ساده خبره هم نه ده چې يوازې د مذهبي اختلاف پۀ بنياد دا دومره لوی تاوان وشو بلکې حقيقت دا دے چې د دې لوبې جرړې تر افغانستانه رسي چرته چې د امريکا او اتحادي ځواکونو تر راتلو وروسته نوي سيمه ايز سياسي حالات را مېنځ ته شوي وو او نړيوال  ګاونډي اسټبلشمنټ پکښې د خپلو خپلو مفاداتو جنګ کولو ۔ بهرحال دا ځانله يو اوږد بحث دې  خو فلحال د پير او مفتي پۀ دغه لوبه بايد دا سوالونه بيا بيا پورته شي چې دا خلک دومره زر څنګه منظم شول ؟ دومره اوږده موده ولې ازاد پرېښودل شوي وو ؟ پۀ دومره لويه کچه وسلې له کومه راتلې ؟   د سيکیورټي ادارو څه کردار و ؟

رياست چرته و ؟

کله چې اوږده موده پۀ خېبر کې ترهګري وشوه نو بيا د پوځي عملیاتو سلسله شروع شوه او د درغلم ، بيا درغلم ، اوس پرې سم درغلم ، خوښ به دې شم ، خېبر ون ، خېبر ټو او داسې پۀ نورو ډيرو نومونو پوځي اپريشنې وشوې چې د اولس مشکلات ئې لا سېوا کړل ۔کډې وشوې، کېمپونه جوړ شول، ډک اباد کورونه ترې پاتې شول او بيا ئې څو کاله پس کنډر کورونو ته واپسي وشوه ‌۔اوس دې خبرې ته راځو چې د خېبر پۀ اولس د دې انتشار کوم قسم سماجي ، اقتصادي او سياسي اثرات  راغلل ؟۔ تر جنګ وړاندې دا سيمه د کاروبار يو لوی مرکز و، پۀ باړه کې به د افغانستان نه راوړل شوي ملټي نېشنل سامان مارکيټونه او ګودامونه وو ۔ دلته به د افغانستان نه د طورخم پۀ شاهراه او د غرونو تر مېنځ پۀ وړو لارو کپړه ،  ټايرونه ، د ګاډو سپير پارټس، د الیکټرونکس سامان، د کاسميټکس سامان او نور ډېر قيمتي څيزونه راتلل ، پۀ  باړه کې به پۀ مارکيټونو کې هم خرڅېدل او پۀ ګودامونو کې به هم سټور کېدل  ۔ بيا به ئې له دغه ځايه د ملک مختلف سيمو ته لېږل ۔ د نړېوال تجارت لار هم پۀ خېبر کې وه او د بهر ملکي څيزونو يو لوے  مارکيټ هم دلته و نو د دې سره د ځايی اولس ژوند ډېر ښۀ  روان و ۔

بيا چې د جنګ بلا راغله نو بازارونه ړنګ شول او مارکيټونه ئې برباد کړل ۔  د باړې بازار اوس هم تر نيمې زيات ړنګ پروت دې ۔ اګر چې افغانستان سره د تجارت لپاره د طورخم شاهراه کولاو ده خو د هغه دور پۀ نسبت نن سبا پۀ تګ راتګ کې ډېرې زياتې ستونزې لري او هغه وړې علاقايي لارې پۀ ازغن تار بند شوې چې د ځايي اولسونو اقتصاد ته پکې لوی تاوان ورسېدو ۔ پۀ باړه کښې د کرش ماشينونه د اپرېدو د ګټې يوه ښۀ ذريعه وه خو بيا دا د کرش ماشينونه پۀ جنګ کې بند شول او تر ننه د ګن شمېر ستونزو له وجې بند پراته دي ۔

د باړې زياته حصه به پۀ نهرونو زرخيزه وه ، خلکو به غنم  ، جوار او ګني کرل خو اوس پټی د کيکرو نه ډک دي ځکه چې د تيراه نه به کومې اوبه راتلې نو پۀ جنګ کې د هغو ټول انتظام درهم برهم شو او تر جنګ وروسته ئې هيڅ نوې انتظام و نشو چې له کبله ئې د کر زمکې شاړې شوې ۔د تيراه ځنګلونه او د غوذانو او خورمانو باغونه د سيمې د خلکو لويه سرمايه وه چې د اپريشنو پۀ وخت کې و لوټل شوه ۔ باغونه د خلکو ذاتي ملکيت و خو د کډو پۀ وخت کښې د ډېر زيات تاوان سره مخ شول ،  د غر ځنګلونه قامي ملکيت و او د هغې د تقسیم لپاره يو منظم او منصفانه علاقائي طريقه کار موجود و خو تر جنګ وروسته بيا د علاقائي خلکو نه کنټرول واخستل شو او پۀ سرکاري مرسته ئې پۀ شمار خلکو ونې او لرګي لوټ کړل ۔ د بنګو فصل د يوې اوږدې زمانې نه د تيراه د خلکو د اقتصاد لويه ذريعه ده ، د دغه بنګو لپاره يو وخت پۀ باړه علم ګودر کې يو لوی مارکيټ موجود و چرته به چې د بنګو بهترين چرس تيارېدل او بيا به ترې لرې لرې ځايونو رسېدل خو د جنګ پۀ نتيجه کې دغه مارکيټ هم تباه شو ۔نن سبا هم د تيراه د خلکو د اقتصاد يوه بنيادي وسيله د بنګو فصل دې خو د انتظاميه له اړخه د منشياتو د مخنيوي پۀ نوم دغه اقتصاد ته ډير خنډونه دي ۔نه دغه فصل ته لکه د تماکو قانوني حيثيت ملاو شو او نه د تيراه جنګ زپلي اولس ته کوم متبادل روزګار د تيراه جنتي ښائست ته د جنګ نه اول د سيلګرو رسائي نه کېده ځکه‌ چې لارې خرابې وې او د اوسېدو لپاره مناسب ځايونه نه وو خو بيا چې دا انتظام وشو نو ترهګري شروع شوه ،  نتيجه دا شوه چې اوس هم سيلګري دغه جنتي سيمې ته د بد امنی له وجې نشي تلې او د تيراه خلک د سيلګری د ګټې نه محرومه دي ۔

د خېبر پۀ سيمو کښې کوئله او نور معدنيات چې کوم شتون لري نو هغه د لارې، بجلی، سيکیورټي او ضروري مشينری د نشتون  له  وجې پۀ ګټه را نغلل،  که د جنګ دا بلا نه وې راغلې نو تر اوس به د دې هرڅه انتظام شوې و ځکه چې تر جنګ وړاندې پرې کار شروع شوې و ۔ تر پوځي عملیاتو وروسته خلک ړنګو کورونو ته واپس شول ، د بهر نه امدادونه راغلل ، سروے وشوې، نيمو کسانو ته پيسې ملاو شوې او نيم لس کاله پس هم پۀ انتظار کې دي ۔ که دا جنګ نه وې نو کم از کم د پلار نيکه کورونه خو به ئې سلامت وو ۔

پۀ جنګ کې سکولونه وران شول او څو نسلونه د تعليم نه محروم شول، بيا چې علاقه کليئر شوه نو بلډنګ پۀ ځاے خيمې و لګېدې، لس کاله پۀ سُور لمر کښې ماشومانو پۀ خېمو کې سبقونه  ووئيل، اوس د چائنه پۀ امداد ځنې سکولونه جوړ شول خو ډېر پکښې اوس هم د بلډنګ پۀ انتظار دي ۔ د فاټا انضمام پۀ مد کې د سابقه فاټا سره د خصوصي مالي مرستې وعدې وشوې خو تر نن ورځې صرف وعدې دي ځکه چې د خاورې اصلي وارثان خو يا پۀ جنګ کښې له مينځه یوړل شول او يا پۀ ژوند د هغو مخه و نيول شوه ۔ د دې ټول بحث نچوړ دا چې جنګ د خېبر د اولس پۀ بربادۍ تمام شو ‌۔خلک پۀ اقتصادي توګه وځپل شو، پۀ تعليمي مېدان او سياسي زغل کښې وروسته پاتې شول او پۀ سماجي ژوند کې له سيالۍ ووتل ‌۔ د رياست ذمه وار خلک او حکومتي چارواکي که د خېبر اولسوالۍ پۀ بېرته بحالۍ کښې سنجيده عملي ګامونه پورته کړي نو دا به د اولس پۀ زخمونو د مرهم پټۍ وي ګني پرهرونه به يې ناسور شي ۔  تر هر څۀ وړاندې امن ضروري دے او امن دې پۀ هر صورت قايم شي  ۔

جنګ دې ورک شي ، نوم دې ئې ورک شي ‌ ۔ « دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ له زوره نه دي خبر  »

دا هم ولولئ

هاشم کامرېډ/ نورالوهاب پۀ وادي سدهوم (رستم) کښې د شړم د تېلو انډسټري

  علاقه سدهوم يا د سدهوم وادي چې د سکرې غر د لمنو نه شروع …