نوټ: (د خان عبدالولي خان سره دا انټرويو ښاغلي اديب جاوداني کړې وه چې پۀ نومبر 1984 کښې پۀ “مون” ډائجسټ لاهور کښې چاپ شوې وه او يو ځل څو کاله وړاندې “پښتون” کښې خپره شوې وه. مونږ ئې د هغې ادارې پۀ مننه د امجد شهزاد صېب پښتو ترجمه خپلو لوستونکيو ته يو ځل بيا وړاندې کوو.)
سوال : خان صېب د پاکستان د قيام اساس پۀ دوه قومي نظريه اېښودے شوے دے او دا ملک مونږ د قائد اعظم پۀ قيادت کښې د بې شمېره قربانيو نه پس حاصل کړے دے ولې دوه کاله وړاندې تاسو پۀ خپله يوه انټرويو کښې د پاکستان د جوړېدو کرېډټ د انګرېز پۀ کهاته کښې اچولے دے. د دې شوشې اصل حقيقت څۀ دے. تاسو في الواقعي څۀ داسې خبره کړې وه؟
جواب : د لاهور يوې هفت روزه “چټان” زما سره منسوب کړې يوه انټرويو چاپ کړې وه حالانکې دغه قسم څۀ انټرويو ما سره نۀ وه شوې خو د پاکستان د قيام متعلق چې کومه خبره ما سره منسوب کړې شوې ده ما د هغې ترديد نۀ ؤ کړے ځکه چې دا خبره ما د “چټان” د يو نمائنده پۀ وړاندې کړې وه. پۀ اصل کښې زۀ د برصغير د ازادۍ متعلق يو کتاب ليکم او پۀ دې سلسله کښې د برصغير د ازادۍ او تقسيم متعلق د لندن پۀ انډيا افس لائبرېرۍ کښې ما د ځنو دستاويزاتو مطالعه
کړې وه. زما خبره د دغې دستاويزاتو پۀ حواله وه. کۀ چرې د 1937 نه تر 1943 د دور د هند د وائسرائے او برطانيې د وزير اعظم ترمېنځه د شوي خط و کتابت مطالعه وکړې شي نو دا خبره پۀ ډاګه کېږي چې پاکستان څنګه جوړ شو، چا جوړ کړو او ولې ئې جوړ کړو؟ پۀ دغه خط و کتابت کښې دا خبره موجوده ده چې پېرنګے د برصغير د تقسيم نه بغېر د دې د ازادۍ پۀ حق کښې نۀ ؤ او پېرنګي د وائسرائے د اېګزېکټيو يو رکن سر ظفرالله خان باندې د هند د تقسيم يوه منصوبه جوړه کړه. د دې يو نقل د ال انډيا مسلم ليګ صدر محمد علي جناح ته او يو نقل د رياست دکن وزير اعظم سر اکبر حېدري ته ولېږلے شو چې د مسلم ليګ او برصغير مسلمانان دا منصوبه خپله کړي.
سوال : کۀ ستاسو خبره درست هم ومنو چې د پاکستان پۀ قيام کښې د انګرېز څۀ دلچسپي کېدے شي، هر کله چې د پاکستان د قيام د تاريخ پۀ حواله چې کوم شواهد را مخ ته شوي دي د هغې نه خو صرف دا پته لګي چې د قيام پاکستان مخالفت نۀ صرف هندو بلکې انګرېز هم کړے ؤ.
جواب : د پاکستان قيام څۀ حادثه نۀ وه، دا د برصغير د تاريخ يو باب دے د تاريخ هر سنجيده طالب علم د پاکستان د جوړېدو پۀ محرکاتو کښې د برصغير د تقسيم پۀ حواله د پېرنګي دلچسپۍ ته پۀ اسانه رسېدے شي. پۀ اصل کښې پېرنګي د سوويت يونين پۀ صورت کښې د يو لوے طاقت راختل ليدلي وو. پۀ سوويت يونين کښې سوشلزم رائج ؤ او پېرنګي د سوشلزم د يلغار د مخنيوي دپاره د يو داسې رياست وجود ضروري ګڼلو کوم چې د اسلام قلعه ثابته شي. پېرنګے د ترکي نه واخله تر سنکيانګ پورې د روس پۀ مرۍ کښې د ول اچولو خواهشمند
ؤ.
سوال : خان صېب دوه قامي نظريه علامه اقبال پۀ 1930 کښې د ال انډيا مسلم ليګ پۀ کليزه غونډه چې لکهنو کښې شوې وه پۀ خپل صدارتي خطاب کښې وړاندې کړې وه. تاسو چې د 1937 نه تر 1943 پورې د دوي پۀ دستاويزاتو انحصار کوئ او دا خبره د سر ظفرالله خان پۀ کرېډټ کښې اچوئ نو دا تاسو د تاريخ سره نا انصافي نۀ کوئ؟
جواب : آل انډيا مسلم ليګ دا دوه قومي نظريه پۀ لاهور کښې د 1940 پۀ کليزه غونډه کښې خپله کړې وه د دې نه وړاندې د پېرنګي د طرفه د ظفرالله خان د تقسيم هند د منصوبې نقل مسلم ليګ ته
ورکړے شوے ؤ.
سوال : خان صېب! تاسو د لندن پۀ انډيا افس لائبرېرۍ کښې د موجوده دستاويزاتو پۀ حواله د هند د تقسيم دا نوے تاويل وړاندې کړے دے، وئيلے کېږي چې د دغه دستاويزاتو پورې صرف ستاسو رسائي کېدے شي څوک بل پاکستانے تر اوسه دې ته ولې ونۀ رسېدو؟
جواب : څوک وائي چې زما نه علاوه بل پاکستانے دغه دستاويزاتو ته نۀ دے رسېدلے؟ د دغه دستاويزاتو پۀ حواله چې کله پۀ اخبارونو کښې خبرونه چاپ شو نو د پاکستان حکومت هلته د اتو کسانو يو ټيم لېږلے ؤ. زۀ چې کله پۀ اخري ځل انډيا افس لائبرېرۍ ته لاړم نو د لائبرېرۍ ډائرېکټر ماته دا خبره وکړه. زمونږ پاکستانيانو هلته د ډائرېکټر نه ګيله کړې وه چې هغۀ د دغه دستاويزاتو فوټو سټېټ ماته (ولي خان ته) ولې ورکړے دے. هغه د دوې پۀ خبره پوه نۀ شو ورته ئې ووې تاسو هم پېسې خرچ کړئ او د دې نقلونه حاصل کړئ. دغه ټيم د دستاويزاتو نقلونه راوړي دي او دغه نقلونه اوس د پاکستان حکومت سره موجود دي.
سوال : ملک چې دا وخت د کوم سياسي بحران سره مخ دے پۀ دغه بحران به څنګه قابو بيامومو؟
جواب : پۀ دې خو پوره کتاب ليکلے شي د دې پۀ
عواملو کښې د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې زمونږ حکومتونو د پاکستان د جوړېدو نه پس قامي ادارې ودې ته نۀ دي پرېښې؟ انسټي ټيوشنز ټول تباه کړے شوي دي. دا وخت صورت حال دا دے چې زمونږ پۀ قامي ادارو کښې يوه هم پۀ مستحکمو بنيادونو ولاړه نۀ ده. مقننه (قانون سازه اسمبلي) پۀ دې ملک کښې نشته او کوم ائين چې پۀ 1973 کښې د ملک منتخب نمائندګانو جوړ کړے ؤ هغه شاته غورځولے شوے دے. د پي سي او د نفاذ نه پس چې د عدليې کوم وقار پاتې شوے دے هغه د چا نه پټ پناه نۀ دے. د انتظاميې نه د يو سړي ذاتي ملازمين جوړ کړے شوي دي. فوج د دې ملک او قوم محافظ دے ولې هغه اوس پۀ نورو کارونو کښې مصروف دے. پۀ دې حالاتو کښې پۀ ملک کښې د زياتېدونکي اړي ګړي مخنيوے څنګه کېدے شي؟ پرېس هم پابند دے. زمونږ خلاف د دروغو خبر چاپ شي مونږ د هغې ترديد کوو هغه هيڅوک نۀ چاپوي. ګوره کنه د دنيا د ټولو طاقتور ملک امريکه ده او د دنيا د ټولو نه بااختياره سړے د امريکې صدر وي خو وګورئ اخبارونو او ذرائع ابلاغ د نکسن کوم حشر وکړو. پۀ يوه مهذبه معاشره کښې هم دا ادارې وي چې د يو رياست د پاره د بنيادي ستنو کار ورکوي. دلته دا څلور واړه ستنې د خپل خپل ځاے نه خوځولې شوي دي. ما جنرل ضياء الحق ته دا هم وئيلي وو چې تا د ملک د تعمير او ترقۍ بوج پۀ يواځې ځان تن تنها اخستے دے. کۀ تاسو د سېمسن او ډي لائيلا قصه اورېدلې وي داسې وګڼئ چې جنرل ضياء الحق د سېمسن کردار لوبوي. څنګه چې سېمسن د ډي لائيلا پۀ چکر کښې تباه شوے ؤ د اقتدار ډي لائيلا جنرل محمد ضياء الحق هم پۀ هغه لاره بيائي. مختصراً به زۀ دومره ووايم چې خبره ډېره وړاندې تلې ده. د تباهۍ پۀ لاره مونږ دې مقام
ته رارسېدلي يو د دې ځائے نه د واپسۍ لاره نشته.
سوال : بهارت خپل فوج زمونږ سرحدونو ته اچولے دے او عام خيال دا دے چې مسز اندرا ګاندهي د خپل اولس توجه د اندروني کشالو نه اړولو د پاره پۀ پاکستان فوج راچولو ته ځان جوړوي. تاسو پۀ دې حقله څۀ وايئ؟
جواب : مونږ چې د امريکې نه کومه وسله اخلو سوال دا پېدا کېږي چې دا وسله به مونږ کوم ځائے استعمالوو، د چا خلاف به ئې استعمالوو؟ امريکه کۀ مونږ ته درې مليونه نه، درې سوه مليونه نه، درې زره مليونو ډالرو وسله هم راکړي نو سوال دا پېدا کېږي چې د دې وسلې پۀ زور مونږ د سوويت يونين سره جنګېدې شو؟ نۀ شو جنګېدې. کۀ مونږ د سوويت يونين سره نۀ شو جنګېدې نو لازمي خبره ده چې هندوستان به پۀ دې سوچ مجبوره وي چې پاکستان د دۀ سره د جنګېدو د پاره وسله راجمع کوي. زۀ دا نۀ وايم چې اندرا ګاندهي هره خبره درسته کوي زۀ صرف دا وايم چې يو طرف ته خو مونږ هندوستان ته د جنګ نۀ کولو د معاهدې پېشکش کوو بل طرف ته پۀ افغانستان کښې د سوويت يونين د موجودګۍ پۀ جواز ځان پۀ وسله برابروو سره د دې چې پۀ دې هم پوهېږو چې مونږ د سوويت يونين مقابله نۀ شو کولے پۀ دې حالاتو کښې کۀ د جنګ نۀ کولو پۀ پېشکش د اندراګاندهي له اړخه څۀ مثبت جواب نۀ راځي نو پۀ دې کښې د حېرانۍ څۀ خبره ده. هندوستاني فوج زمونږ پۀ سرحدونو پروت دے نو پۀ دې حالاتو کښې ايا د حکومت دا فرض نۀ دي چې قام پۀ اعتماد کښې واخلي. مونږ د دواړو طرفونو نه راګېر يو. زۀ وايم چې فوج دې واپس خپل کار ته لاړ شي. هغه چې پۀ کومو کارونو کښې مصروف دے دا داسې ده لکه څوک چې ووائي ولي خان به ټېنک چلوي، جهاز به الوځوي، ايا زۀ دا کارونه کولے شم؟ فوج د يو سړي نۀ وي. فوج د پير پګاړا نۀ دے، د نوابزاده نصر الله خان نۀ دے، زما نۀ دے، زمونږ د ټولو دے. فوج د دې ملک محافظ دے. د فوج حېثيت همېشه د سياست نه بالا ساتل پکار دي. کۀ فوج پۀ سياست کښې ملوث شي نو هغه خو فوج پاتې نۀ شي هغه خو سياسي پارټي شي. چې کله هغه سياسي پارټي شي نو پۀ ما لازم دي چې د هغې پۀ کردار تنقيد وکړم، کۀ زۀ د فوج پۀ کردار تنقيد کوم نو د فوج پۀ وقار کښې به فرق نۀ راځي.
سوال : تاسو سوال راپورته کړے دے چې پاکستان ته د امريکې نه راتلونکې وسله به د چا خلاف استعمالېږي، ايا تاسو به د دې سوال جواب راکړئ چې بهارت کومه وسله د روس نه راجمع کوي دا به د چا خلاف استعمالېږي؟ د جنرل ضياء الحق د طرفه چې بهارت ته د جنګ نۀ کولو د کومې معاهدې پېشکش شوے ؤ د بهارت د طرفه د هغې څۀ مثبت جواب رانغلو، د جنرل ضياء الحق پۀ دې پېشکش او د بهارت پۀ سردمهرۍ او خاموشۍ باندې څۀ تبصره کول خوښوئ؟
جواب : پۀ ظاهره د هغوي موقف دا دے چې د هغوي د سرحد يوه لويه برخه د چين سره لګېدلې ده کوم چې د دنيا درېم لوے طاقت دے خو زما خيال دے چې د وسلې راجمع کولو پۀ منډه کښې د بهارت کردار زمونږ نه مختلف نۀ دے. دا يوه عجيبه خبره ده چې پاکستان او بهارت چې 37 کاله وړاندې يو ملک ؤ او د دواړو ملکونو خلقو يو ځاے ژوند کولو نن د يو بل د مرۍ پرېکولو دپاره وسله راجمع کوي. د انساني فطرت تقاضا دا ده چې هېڅ يو انسان تل د جنګ جګړې خواهشمند نۀ وي. زۀ پۀ ذاتي توګه دا غواړم چې د دواړو ملکونو ترمېنځه د جنګ نۀ کولو اصول د زړۀ نه قبول کړے شي د بدقسمتۍ نه زمونږ ترمېنځه درې جنګونه شوي دي. د دې جنګونو نه کم از کم پاکستان ته هېڅ فائده نۀ ده شوې. دې جنګونو دواړه ملکونه د يو داسې تکليف ده صورت حال سره مخ کړي دي چې دواړه ملکونو خپله ټوله توجه د غربت او بې سوادۍ پۀ خلاف د جهاد کولو پۀ ځاے د خپل خپل دولت زياته برخه د وسلې پۀ راغونډولو ضائع کوي. دا د هندوستان د پاره هم څۀ د فخر مقام نۀ دے، هندوستان او پاکستان ته د سېکنډي نيويا مثال پۀ وړاندې کېښودل پکار دي. سويډن او ناروے هم يو ملک ؤ، هغوي جدا شو خو د يو بل مرۍ ئې پرې نۀ کړې.
سوال : صدر مملکت جنرل ضياء الحق چې بهارت ته د معاهده عدم جارحيت کوم پېشکش کړے دے پۀ دې باندې د اندرا ګاندهي د طرفه څۀ مثبت ردعمل څرګندونه ونۀ شوه. تاسو پۀ دې څۀ تبصره کوئ؟
جواب : داسې قسم پېشکش دواړو ملکونو کښې يو نه يو له ډېر مخکښې کول پکار وو. جنرل ضياء الحق کۀ د داسې قسم پېشکش کولو پۀ وخت قوم يا سياسي مشران پۀ اعتماد کښې اخستے وې نو زۀ به پۀ دې د تبصرې کولو پۀ ښۀ پوزيشن کښې وم. زۀ خو صرف دا وئيلے شم چې هر هغه کس کوم چې د دواړو ملکونو د خېر ښېګړې خواهشمند وي د دې حقيقت نه انکار نۀ شي کولے چې هندوستان او پاکستان له د مهذبو ملکونو پۀ شان اوسېدل پکار دي.