اېبټ اباد (هزاره) کښې د صوبائي جرګې غونډه[1] – سعيد احمد شاهي

پۀ دغه ورځو کښې اېبټ اباد کښې د قامي تحريک د صوبائي جرګې يوه غونډه وشوه. پۀ دغه غونډه کښې د جرګې ټولو غړو پۀ شريکه خپلې هغه ټولې غوښتنې يو وارې بيا د حکومت مخې ته کېښودلې کومې چې د صوبې عام اولس او دوي پۀ دغه ورځو کښې پۀ خپلو احتجاجي جلسو او جلوسونو کښې د مخکښې نه هم پۀ څو څو کرته حکومت ته وړاندې کړې وې.

د جرګې غړو پۀ دغه غونډه کښې يوه بله مهمه فېصله هم وکړه او پۀ دې اړه ئې ووئيل چې:

“تر اوسه پورې خو د قامي تحريک ملګرو پۀ خپلو خپلو علاقو کښې احتجاج وکړلو خو حکومت پرې څۀ خاص غوږ ونۀ ګرولو خو اوس کۀ د اګست د مياشتې د لسمې نېټې پورې زمونږ پۀ دې غوښتنو څۀ عمل ونۀ شو نو بيا به د ټولې صوبې ملګري پۀ چارسده کښي د اګست د مياشتې پۀ دولسمه نېټه پۀ شريکه د احتجاج کولو لپاره د لوے مقبرې پۀ مېنځ کښې جوړ شوي اختر يا جمعې جومات کښې يو وارې بيا راټولېږو او هلته به د مخکښې لپاره د خپل پروګرام اعلان کوو”.

پۀ دغه موقعه راغلو غړو پۀ خپلو کښې د دې لوظ کولو سره دا غونډه ختمه کړه چې د صوابۍ، مردان، پېښور او د نورې ټولې صوبې ملګرو ته به دا خبره رسوي او پۀ دغه جلسه او احتجاجي غونډه کښې به ورله د ګډون کولو بلنه ورکوي.

12 اګست 1948ورځ او د بابړې پېښه

پۀ دغه بره ذکر شوې د صوبائي جرګې د فېصلو پۀ اړه حکومت هم خبر شوے ؤ نو حکومت پۀ يوولسم اګست ماښام ملېشا رابللې وه چا چې د جلسې د ځاے يعنې جمعې جومات نه ګېر چاپېره محاصره کړې وه او دې جومات ته ئې دننه د تلو ټولې لارې د جلسې د ټاکلي شوي وخت نه يو ورځ مخکښې ونيولې. د حکومت دا کوشش چې پۀ هره طريقه کېدے شي نو چې دوي د خدائي خدمتګارو دغلته راتګ وځنډوي. نو ځکه خو دوي خپل ټول انتظامات د مخکښې نه مکمل کړي وو او دوي د ټوپکو او مشين ګنو نه علاوه توپې هم راوړې وې کومې چې د پېښور او چارسدې ترمېنځه د تګ راتګ پۀ لوے سړک د قاضي خېلو کلي سره نزدې ايښودلې شوې وې.

د جلسۍ ځاے[2]

پۀ دغه ورځ د قامي تحريک د دغه احتجاجي جلسې مشري سالار امين جان ته سپارلې شوې وه. د قامي تحريک مشران چې کله د حکومت له اړخه پۀ دې اړه د پورته کړے شوي ګامونو پۀ حقله خبر شول نو هغوي سره هم پۀ خپلو زړونو کښې پۀ دې حقله فکر پېدا شو چې د وړاندې لپاره اوس څۀ چل کول پکار دي؟ ځکه چې د جلسې پۀ حقله خبر د ټولې صوبې ملګرو ته د مخکښې نه ورکړے شوے ؤ او هم د دغه خبر له وجې د صوبې ټول د جېلونو نه بهر پاتې شوي ملګري بيا چارسدې او خواوشا علاقو ته رارسېدلي وو. نو هم لۀ دې وجې مشرانو سره پۀ يو ځاے کښې د دغه ټولو ملګرو د راغونډېدو او بيا هلته د احتجاجي جلسې کولو لپاره د متبادل لوے ځاے فکر بيا نور هم زيات شو. نو بيا هم پۀ دې حقله ټول مشران د سالار امين جان خان د مشرۍ لاندې پۀ خپلو کښې د دې نوي راپېښ شوي حالاتو باندې د صلاح او مشورې لپاره راغونډ شول چې پۀ دغه غونډه کښې وړومبے دا تجويز راغلو چې دا جلسه دې د چارسدې د پائنده خېلو کندي کښې هم د منېر خان پۀ هغه څپر کښې وشي کوم ځاے کښې چې پۀ کال 1930ﻋ کښې د چارسدې بازار کښې د شراب خانې د پکټنګ پۀ موقعه د ژوبل شوو کسانو د علاج لپاره ډاکټر خان صاحب خپل اېمرجنسي هسپتال جوړ کړے ؤ، خو د دغه ځاے مالکانو پۀ دغه موقعه د دغه احتجاجي جلسې کولو لپاره د خپل ځاے ورکولو نه انکارو کړو او وې وئيل چې مونږ دلته د دې جلسې د حفاظت ذمه واري نۀ شو قبلولې ځکه چې پاکستان نوے نوے جوړ شوے دے او مونږ د دې نوو حکمرانانو پۀ خوي بوي لا نۀ پوهېږو.

د دوي د انکار کولو نه وروستو بيا سالار اعظم امين جان خان د بابړې سيد لعل باچا (د سيد فصيح باچا پلار) اړخ ته مخ واړولو او ورته ئې ووئيل چې:

“باچاصېب! زمونږ خو اوس تاسو ته سترګې دي ځکه چې تاسو همېشه زمونږ مرسته او ملاتړ کړے دے. نو دا ځل هم مونږ پۀ دې حقله ستاسو نه دا هيله لرو چي ارو مرو به زمونږ مرسته او کمک وکړئ.”

چې سيد لعل باچا چې د سالارامين جان خان دا خبره واورېده نو پۀ ځواب کښې ئې ورته ووئيل چې:

“د قام لپاره د حق ګټلو پۀ لړ کښې د دې قام د هر يو بچي نه زما سرهم قربان دے. دا خو لا جلسه کول او د هغې ذمه واري اخستل دي. نو زۀ پۀ دې حقله د هر قسمه حالاتو د مقابلې کولو لپاره تيار يم او راځئ زمونږ حجره ستاسو لپاره حاضر ده”.

بابړه کښې جلسه[3]

کله چې د دغه احتجاجي جلسې کولو پۀ اړه ځاے پۀ بابړه کښې د سيد لعل باچا حجره وټاکلې شوه نو د اګست پۀ دولسمه نېټه پۀ کال 1948ﻋ کښې د دغه احتجاجي جلسې لپاره د صوبې د ټولو سيمو نه خدائي خدمتګار بيا د بابړې اړخ ته راروان شول او د دغه خدائي خدمتګارو مېلمنو د حفاظت او لار ښودلو پۀ غرض د چارسدې بازارنه راواخلې تر د بابړې پورې پۀ ټولو لارو باندې سيد لعل باچا خپل د باور کسان ودرولي وو چا چې به.جلسې لپاره راروان خدائي خدمتګارو او عام اولس ته د ټاکلي شوي ځاے ښودلو کښې کمک کولو. د يوې اندازې مطابق پۀ دغه ورځ باندې د صوبې د ټولو سيمو نه خواوشا پنځلس زره کسان دغه احتجاجي جلسې لپاره دغه حجرې ته راغلي وو.

کله چې جلسه شروع شوه نو بيا سالار امين جان خان او نورو مشرانو خپل تقريرونو کښې د قيوم خان د دې ظلم غندنه وکړه او د باچاخان او د نورو بې ګناه ګرفتار کړے شوي خدائي خدمتګارو پۀ ناجائزه او غېرقانوني ګرفتارۍ باندې ئې احتجاج هم وکړو او د دوي د راپرېښودو غوښتنه ئې هم وکړه.

د دې جلسې صدارت سالارامين جان کړے ؤ او پۀ دغه موقعه د خدائي خدمتګارو کمانډر دستي اباد کلي مېره پړانګ اوسېدونکے جرنېل عبدالروف خان ؤ.

د بابړې نه جلوس[4]

جلسه خو پۀ خېرخېريت سره او د باچاخان ښودل شوي د عدم تشدد د اصولو لاندې پۀ پرامن طريقه وشوه. د جلسې نه وروستو د جلسې شرکاﻋ پۀ خپلو کښې دا فېصله وکړه چې يو جلوس وباسو چې د هغې د لارې د خپلو غوښتنو پۀ لړ کښې د انتظاميې مخې ته احتجاج هم وکړي. او د انتظاميې پام پۀ دې اړه راواړوي چې هغوي دغه بې ګناه نيولي شوي خدائي خدمتګار او باچاخان د جېلونو نه راپرېږدي.

د دې فېصلې نه وروستو بيا جلسې له راغلي ټول خدائي خدمتګار هم دوي سره پۀ دې جلوس کښي شامل شول او بيا دوي د بابړې نه د چارسدې د زوړ بازار پۀ لار روان شول. د جلوس نه وړاندې د عزيز خېلو کندي يو خدائي خدمتګار سپين ملنګ روان شو چې سور بېرغ ئې پۀ لاسونو کښې نيولې ؤ. او دۀ پسې د جلسې دغه باقي ټول کسان وروستو روان وو.

پۀ جلوس ډزۍ[5]

جلوس پۀ مخه خپل منزل اړخ ته روان ؤ چې پۀ لار کښې ورته يو کس مخې ته ورغلو، هغۀ چې دا جلوس وليدۀ نو د جلوس شرکاء ته ئې ووئيل چې تاسو مخکښې مۀ ځئ ځکه چې پۀ لاره کښې درته د مسلم ليګ شر خوښي ناست دي او هسې نه چې تاسو سره څۀ ان بن ونۀ کړي. د جلوس مشرانو هغۀ ته ځواب کښې ووئيل چې مونږ خو د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې باندې عمل کوونکي خلق يو او خپل يو پرامن احتجاج کوو نو بيا مونږ سره د دوي سوېمه ده؟ کۀ چرې هغوي مونږ ته څۀ وئيل هم غواړي نو مونږ ورله څۀ ځواب نۀ ورکوو.

د دې خبرو نه وروستو دغه جلوس يو ځل بيا پۀ خپله مخه روان شو او کله چې د جلوس مخکښې روان خلق د سېټهانو د څرمنو منډهۍ نه وړاندې د جمعې جومات خوا ته ورسېدل: او د جلوس هغه بل سر کښې روان خلق لا پۀ لاره وروستو راروان وو نو پۀ دغه وخت د دې جلوس د راتلو پۀ طمع باندې پۀ ګېر چاپېر کښې خوره لويه مقبره کښې پټ يو اړخ ته ناست د مسلم ليګ د نېشنل ګارډ شرخوښو کسانو چاچې ځان سره ټوپکې هم راوړې وې او ځان سره ئې پټې نيولې وې. نو پۀ دغه وخت ناڅاپه دوي د مقبرې نه بهر راووتل او ناګهانه ئې پۀ جمعې جومات او ګېر چاپېر کښې پرته د ملېشې پۀ اړخ خپلو ټوپکو باندې ډزې وکړې. او د دغه ډزو له وجې د ملېشې د سپاهيانو دا ګمان پېدا شو چې ګني ډزې مونږ باندې پۀ دې جلوس کښې شامل خلقو وکړې. نو بيا هغوي هم پۀ خپلو مشين ګنو او ټوپکو نه پۀ جلوس کښي شامل خلقو باندې بغېر د څۀ قسمه خبرداري ورکولو ډزې شروع کړې چې له عمله ئې پۀ جلوس کښې شامل خلق د ملېشې والو پۀ دغه مخ پۀ مخامخ ډزو کښې راګېر شول. او د دې ډزو لۀ کبله وړومبے د جلوس نه وړاندې روان خدائي خدمتګار سپين ملنګ ولګېدۀ او هم پۀ خپل ځاے شهيد شو او باقي خلق بيا د دۀ نه وروستو پۀ ګولو ولګېدل او شهيدان او ژوبل شول.

پۀ دغه ورځ دا ډزې تر ډېره وخته پورې روانې وې چې له عمله ئې د يو معلومې اندازې مطابق د شپږو سوو (604) نه زيات کسان شهيدان او د زرو (1000) نه زيات ژوبل شول.

دا ټول شهيدان د جمعې جومات نه د قبلې او سوېل پۀ اړخ ته پۀ مقبره کښې موجود يوې کندې کښې دننه او د هغې نه خواوشا لارو کښې پراتۀ وو. چې د پړانګو د تپې د صدر صېب نصرالله خان ځوي حميدالله خان چاچې بي. اے (B.A) تعليمي قابليت لرلو او د زرين اباد کلي اوسېدونکے ؤ هم پۀ دغه ورځ پۀ شهيدانو کښې شامل ؤ څوک چې د دغه کندې پۀ غاړه ولاړې د پلوسۍ د يو ونې لاندې سيوري ته پروت ؤ. د هغۀ نه علاوه د بابړې حاجي قرېش هم پۀ دغه موقعه شهيد شوے ؤ. او هم د دغه کندې پۀ غاړه لاره کښې پروت ؤ.

دا د باچاخان د تربيت برکت ؤ چې له امله ئې د قام پۀ خلقو کښې يو بدلون راغلے ؤ. هغه بدلون دا ؤ چې کله هم بيا پۀ دوي سخت وخت راغلے دے نو دوي خپل ځاے هېڅ کله هم نۀ دے پرېښودے او نۀ ئې تېښته کړې ده بلکې د حالاتو مقابله ئې ښۀ پۀ استقامت، نرتوب، مېړانې سره د عدم تشدد پۀ لاره تګ باندې کړې ده چې ثبوت ئې د پېرنګي له خوا شوې داتمانرو، چارسدې، بابړې او پړانګو کليو د محاصرې نه را پۀ دېخوا چې څۀ شوي دي هغه مونږ ته څرګند پۀ ډاګه باندې مخامخ پراتۀ دي او د تاريخ پۀ کتابونو کښې خوندي کړے شوي هم دي. او بايد چې لوستونکي ئې پۀ دې اړه ولولي.

د بابړې د دې پېښې پۀ ورځ هم د خدائي خدمتګارو د ډلې يو تن هم مېدان نه وروستو شوے نۀ ؤ بلکې خپلې سينې ئې ګوليو ته مخامخ نيولې پۀ مېدان ټينګ ولاړ وو.

پۀ دې شهيدانو او ژوبل شوو کسانو کښې زنانه هم شاملې وې چا چې قران پاک پۀ خپلو سرونو اېښے ؤ او د کورونو نه بهر ملېشې ته د ډزو بندولو د خواست کولو پۀ نيت د خپلو نزدې اباد کورونو نه راوتلې وې. خو ملېشې د دوي دغه خواست هم بيا ونۀ منلو او ډزې کول ئې جاري وساتل.

اخرملېشې بيا ډزې هله ودرولې چې دوي سره موجود کارتوس ختم شول. د يوې معلومې اندازې مطابق ملېشې پۀ دغه ورځ شپږ پنځوس زره (56000) کارتوس ډزولي وو. بل اړخ ته د مسلم ليګ د نېشل ګارډ د شرخوښو لۀ خوا ډزول شوي هغه کارتوسو خو هډو شمېرهېچا ته نۀ دے معلوم چې پۀ دغه موقعه هغوي د خپل ناولي مقصد لپاره استعمال کړي وو.

خو د عدم تشدد پۀ اصولو باندې کاربند خدائي خدمتګارو يوه خبره پۀ دغه ورځ بيا د نړۍ پۀ مخ رښتيا ثابته کړله چې…

“د ظالمانو ګولۍ به ختمې شي خو د دوي مخې ته ولاړ خدائي خدمتګارو سينې به ختمې نۀ کړي.”

پۀ دغه ورځ بابړه کښې د حاجي قرېش د شهادت نه علاوه شرف الدين کاکا چې د رحمان الدين زوے ؤ او د ولي محمد کاکا ټبر پۀ ډزو کښې پۀ خپل کلي کور کښې راپرېوتې ګوليو باندې لګېدلي او ژوبل شوې وو۔

د دوي نه علاوه د ساپر خېلو کندي خان ضميرکاکا، قطب شاه سره د خپلې ښځې[6] پۀ ګرنېډ لګېدلي او شهيدان شوي وو. د ساپر خېلو نور کسان هم پۀ دغه ډزو باندې لګېدلي او شهيدان شوي وو چې نامې ئې روف کاکا، محمد ايوب چې د شېرين زوے، يحيي ګل هم شامل وو۔ تر اوسه نورو پېژندل شوو کسانو کښې عبدالحکيم د موصت خېلو د کندي، غني د معروف خېلو د کندي وزيره، بي بي چي د رحمان الدين ټبر ؤ د بهلول خېلو کندي اوسېدونکې وه، او د چارسدې بازار مير قادر هم پۀ دغه شهيدانو کښې شامل دي۔

تاجو بي بي څوک چې د خان عبدالولي خان وړومبۍ کورودانې، د باچاخان اينګور او د اسفنديارولي خان مور بي بي وه هم پۀ دغه ورځ دغلته موجود وه او د ژوبل شوو کسانو د وجود نه روانې د وينې بندولو لپاره ئي د خپلې لوپټې نه ټکړې شلولې او پۀ دغه پرهرونو باندې به ئې ورله تړلې. چې ناڅاپه پۀ دغه ډزو کښې پۀ يوه ګولۍ پۀ خپله هم لګېدلې او ژوبله شوله نو بيا چې يو ځل هم د دې له کبله پۀ کټ پرېوتله نو بېرته راپا نۀ څېدله او د دې واقعې نه څو مياشتې وروستو ئې د دې نړۍ نه سترګې پناه کړې.

د چارسدې د هسپتال د عملې د علاج کولو نه انکار

بيا د دې د پاسه يو بل ظلم او هغه دا چې د قيوم خان د هداياتو لاندې د چارسدې د هسپتال ډاکټرانو هم پۀ دې واقعه کښې د ژوبل شوو کسانو د علاج کولو نه هم انکار کړے ؤ کوم سره چې دوي د خپل هغه پورته کړے شوي سوګندونه هم مخ واړولو کوم کښې چې دوي د خپلې پېشې شروع کولو پۀ ووړمبۍ ورځ پورته کوي او پۀ هغې کښې دوي دا لوظ کړے وي چې” زۀ به د هر يو بنيادم بې لوثه خدمت بغېر د څۀ وېرې ترهې، مذهبي تفريق او پرې جنبې نه کوم او پۀ دې اړه به د چا نه هم څۀ طمع يا لالچ نۀ لرم او د هر يو ذي نفس د ژوند خيال به د خپلې اخېري سلګۍ اخستو پورې ساتم.”

د نړۍ ټول مهذب قامونه خو پۀ حالت جنګ او يو بل سره پۀ دښمنۍ کښې هم د دې ټولو خبرو خيال ساتي. خو د بابړې پۀ دې پېښه کښې دغه خلقو پۀ دغه ورځ د څۀ طمې، لالچ يا خپلې وېرې له دا هر څۀ هېر کړي وو. دوي پۀ خپل داسې طرزعمل سره بيا اسلامي تعليمات او اقدار خو پرېږده چې د انسانيت د هغه حد نه هم اوړېدلي وو کوم چي د انسان او ځناور ترمېنځه فرق ګڼلے شي.

د سرکاري هسپتال د عملې د داسې طرزعمل لۀ کبله بيا د شهيدانو او د ژوبل شوو کسانو وارثان پۀ خپل دې عمل مجبور شول چې دغه خپل خپلوان ئې د چارسدې نه بهر خپل کلي او علاقې ته ورسول چرته ئې د دوي لپاره د مناسب علاج بندوبست کړے وے.

خو پۀ دغه ورځ فوځ او پوليس چارسدې ته دننه د تلو راتلو ټولې لارې نيولې وې او څوک ئې هم چارسدې ته دننه يا چارسدې نه بهر تلو راتلو لپاره نۀ پرېښودل. نو دوي د دې عمل له وجې بيا خلق پۀ دې باندې مجبور شول چې پۀ هغه لارو دا خپل خپلوان وباسي کومې چې دوي ته تلو راتلو لپاره لنډې، اسانې او د حکومت د واکدارانو د سترګو نه پناه وې. خو پۀ دغه ورځ د دوي لارې نيولو واله يواځې پوليس او ملېشا نۀ وه بلکې د مسلم ليګ د ډلې هغه شرخوښي هم وو کوم چې د نېشنل ګارډ پۀ نامه يادېږي. دغه شرخوښو د چارسدې نه ګېرچاپېره تاؤ شوي سيندونو ګودرې هم ټولې نيولې وې او پۀ دغه لارو به خلق پۀ کشتو کښې هغه بلې غاړې ته پورې وتل.

نو چې بيا کله دغه خپل خپلوانو دغه خپل شهيدان او ژوبل شوي خدائي خدمتګار د سيند پۀ دغه ګودرو باندې هغه د سيند بلې غاړې ته پورې ويستل نو دغه شرخوښو ترې پۀ زور او خپل طاقت پۀ نشې سره دغه شهيدان او ژوبل کسان پۀ دغه سيندونو کښې لاهو کړل. چې بيا تر نن ورځې پورې د دغه پۀ سيند لاهو کړے شوو کسانو هډو چا ته څۀ پته ونۀ لګېده.

  1. د سيد محمد فصيح باچا ناچاپه کتاب 

  2. د سيد محمدفصيح باچا باچاپه کتاب 

  3. د سيد محمدفصيح باچا ناچاپه کتاب 

  4. د سيدمحمدفصيح باچاناچاپه کتاب 

  5. د ډاکټر سهېل خان پمفلټ ” د بابړې خونړۍ پېښه”. داحمد کاکا کتاب “خدائي خدمتګارتحريک” . د سالارامين جان د ذاتي ډائرۍ يوه پاڼه “مرګيه مۀ راځه درځمه” او دسيدمحمدفصيح باچا ناچاپه کتاب 

  6. ياده دې وي چې د قطب شاه کاکا ښځې پۀ دغه وخت پۀ ګوليو ژوبل شوي کسانو له اوبۀ ورکولې او د ظالمانو د ګولۍ ښکار شوې وه