افسانه قسط – سید یاسر علي شاه یاسر

 

 

نن د پېښور بازار کښې بيا منډې شوې، خلق اوتر شول.

‘هله د کمېټۍ والا راغلل’، دغه اواز چې د بازار بل سر ته رسېدو نو شاه پور بيا پۀ ګس مټ د ډنډې داسې ګوزار خوړلے ؤ چې تله ترې هم دغه شان پرېوته، لکه د مچۍ وچورلېدو او داسې ورته محسوس شوه چې ګڼو مچو پۀ مټ وخوړم.

‘وۍ ظالمه! ؤ دې سوزولم’، دې ټکي سره بيا د دۀ لاس ګاډے اپوټه پروت ؤ. ټماټر د سړک هغه بل سرته ورسېدل او تله د انصاف پۀ تکل د سړک منځ کښې پرته وه.

‘تا ته مونږ نۀ وو وئيلي چې دلته به نۀ ودرېږې! تۀ بيا ولاړ ئې؟’،سپاهي بېنت پۀ لاس دغه خبره وکړه.

‘نو چرته ودرېږم؟’، د غصې او وېرې ګډو وډو جذباتو سره د شاه پور د خولې نه دغه جمله ووته او پۀ وېره ئې ټماټر راټولول شروع کړل.

‘زرکوه! لاسونه دې مات دي څۀ؟’، د سپاهي دې خبرې سره شاه پور ته بيا د خپل مټ سوے ورياد شو چې لاس ئې من من کېدو. شاه پور د يوې مياشت نه دغه پټ پټوڼے کولو او هره ورځ به ئې داسې بې عزتي خوړه. چې اراده به ئې وکړه چې بس د ښار نه مې توبه ده خو بيا به د غريبۍ دېو تر ښاره رارسولے ؤ. هغۀ اوس لاس ګاډے را اوچت کړو او د خپل ملګري پۀ دوکان کښې ئې پۀ دې يقين سره ودرولو چې بيا راځم نو ټماټر به تاواني وي. دې خيال سره ئې د کمېټۍ او انصاف حکومت ته سخا کنځل وکړل.

‘ولې غصه ئې؟’ ملګري چې د دۀ کنځل او الوتي رنګ ته وکتل نو لۀ دوکانه راووتو.

‘هغه ظالمانو بيا را پاره کړو، قسم دے لوږه راله ښه ده خو دا بې عزتي نۀ شم زغملې.’ شاه پور پۀ ګاډي څادر راخورکړو.

‘واقعي ظلم دے، خداے دې تباه کړي خو شاه پور! دا لاس ګاډے دې ائنده دلته مۀ ودروه، ما له ئې هم وارننګ راکړو چې دلته د چا ګاډۍ ځان سره مۀ پرېږده. “ ملګري ئې پۀ شرمنده لهجه کښې ووې.

‘نو څۀ وکړم؟ پۀ اوږه ئې کور ته يوسم؟ خېر دے نن شپه ئې پۀ دوکان ځان سره پرېږده. سبا چې راشم څۀ بل بندوبست به ئې وکړم. زړۀ خو مې وائي…..’، خداے خبر شاه پور څۀ وئيل غوښتل چې د ملګري د خولې نه ئې ‘ټيک ده’ واورېده او د کلي پۀ لور روان شو.

هغه سوزکي کښې څنګه کښېناستو او تر اډې ئې مزل څنګه وکړو، هغه پۀ ځان نۀ پوهېدو؛ خو دغه سوچ سره ئې د مټ سوے نور هم تازه شو چې بس باور خان ته صفا خبره کوم چې بس وړومبے قسط بس بل چا له ورکړه، چار دې ښۀ کور دې ودان، ما ته سل روپۍ ورځ نۀ پاتې کېږي. دې خيال سره به ئې خيال د خپل کور کچه کوټې ته لاړو چې دېوالونه ئې د دۀ د نصېب پۀ شان کاږۀ او د دۀ د لاس ګاډي غوندې وراستۀ وو.

‘څۀ وکړم؟ پۀ څۀ ئې جوړه کړم؟ د مزدورۍ خو دا حال دے لکه د غلو پۀ شان بازار کښې ګرځو’، ځان سره ئې بې اختياره ووې.اوس نمر د هغۀ د پاسه ؤ، کپړې ئې خوله شوې وې، چې قمېص به ئې مټ پورې ونښتو نو د مټ سوے به ئې نور هم زيات شو. هغه چې پۀ کور راننوتو، هم د ور نه ئې چغه ووهله،

‘تاجۍ! اوبۀ راوړه’ او نمر ته ئې غاښونه وچيچل، خو تاجۍ جوړ اواز واو نۀ رېدو، د غصې نه ئې چې بله چغه وهله نو شاه پور بيا د کوټې خوا ته رسيدلے ؤ چې د هغې مړغيژن اواز راغے ‘درپاڅم، اوبۀ دروړم’؛ نو بيا د شاه پور يوه پښه کوټه کښې دننه وه، دۀ ته کوټه کښې تکه توره تيارۀ ښکاره شوه، خو چې وخت تېرېدو نو د دۀ سترګو ته رڼا کېده، بې اختياره ئې د خولې نه ووتل “دا ولې؟“ هغۀ د ښځې تړلي سر ته وکتل.

‘پۀ مټ مې درد دے او سر مې هم دروند دے، زړۀ راته خراب خراب کېږي’. د خپلې ښځې دې خبرې سره اوس د شاه پور نه اوبۀ او د خپل مټ سوے هېر شو.

‘د کله نه؟’ د شاه پور زړۀ پرېوتو.

‘د سحر نه، اوس پريګۍ راغلې وه، هغې وې ستا برګ پريشر دے، راته ئې وې هاغه شربت وڅښکه چې اوبو کښې چې ئې اچوي، ميرات دې شي، نوم ئې رانه هېر شو.’

‘نو څوک دې ورپسې لېږلي دي او کۀ نۀ؟’ شاه پور ورسره کټ کښې کښېناستو او دغه خبره ئې پۀ خفيه انداز وکړه.

‘هو! رشېد مې لېږلے دے’، تاجۍ جواب ورکړو.

‘او نور ماشومان څۀ شول؟’ شاه پور د دروازې پۀ لور وکتل.

‘جينکۍ سبق له تلې دي او ذاکرے اودۀ دے.’

‘ښه ښه! زۀ ورپسې ورځم چې شربت زر راوړي’، تاجۍ ورته څۀ خبره وکړه خو هغۀ هډو واونۀ رېده او د کوټې نه راووتو.

نمر هغسې ګرم ؤ. د مارغانو څټونه ځوړند وو. شاه پور چې زوے پۀ لاره کښې وليدو نو پۀ غصه ئې ورته ووې،

‘زر راوړه! کار پسې ګېنټه تېروې!’

شاه پور پۀ جېب لاس ووهلو خو د پلاسټک کش ئې واونۀ رېده، ‘سرخوړلے بيا ختم دي’، دې وېنا سره د حجرې پۀ لور تاو شو. باور خان کټ کښې پروت ؤ، شاه پور پرې سلام واچولو او د لاس پۀ اشاره ئې ورته د نسوارو ووې.

‘اشنا ګله! بېګا دې خوب نۀ دے کړے؟’ شاه پور د شونډې شا ته چونډۍ ډډه کړه او د باور خان خوبولو سترګو ته ئې وکتل. ‘نه کنه يار!’ باورى لنډ جواب ورکړو.

‘باور خانه! چار دې ښۀ کور دې ودان، زۀ تا سره قسط نۀ شم اچولے، بس وړومبے قسط بل چا له ورکړه. زما د خوار پۀ کنډر کور دردېدې، خداے دې مۀ خرابوه، خو کۀ ممکنه وي يو دوه لکهه قرض…..’ شاه پور خپله خبره ودروله.

‘شاه پور! زما او ستا يارۍ ته خلق پسخېږي خو امتحان کښې مې مۀ اچوه. زما دوکان هم د انصاف حکومت دړې وړې کړو.’ دا خبره ئې وکړه او مخ ئې بل خوا واړولو، بالښت ئې ځان ته راجوخت کړو، پۀ حجره کښې خاموشي خوره شوه. دواړه څۀ ساعت خاموشه وو.

‘ښه يار! زۀ درنۀ ځم، د ذاکر مور لږه ناسازه ده’، خو باور خان څۀ جواب ورنۀ کړو او شاه پور چې د حجرې د برنډې نه کوزېدو نو باور خان بيا خرړېدو.

هغه چې پۀ کور راننوتو نو تاجۍ د کور کار کولو. د شاه پور ذهن او وجود لږ سپک شو چې ځه لۀ خېره! ګوزاره ئې وکړه. ماشومان د هغۀ خوا کښې ودرېدل خو چې هغۀ پۀ جېب لاس ووهلو نو ماشومانو ته ئې پۀ دردېدلي نظر وکتل.

خداے خبر د جېب او د کوټې خپلو کښې څۀ تعلق ؤ چې د هغۀ خپلې کچه کوټې ته پام شو، دېوالونو ئې درز کړے ؤ. هغۀ ته بيا قسط ورياد شو. قسط سره جوخت د هغۀ فکر د بازار پۀ لور لاړو؛ ځان سره ئې کنځل وکړۀ.

هغۀ اوس فېصله کړې وه د ماسخوتن تيارۀ خوره شوې وه، خُوپ څۀ نه څۀ کم شوے ؤ.

‘ګوره! دا کار درله ښۀ نۀ دے’، تاجۍ پۀ غرېو نيولي اواز ووې.

‘نو څۀ وکړم؟ وړومبے کوټه سمول غواړي، بچي دي، سل مسئلې دي’، دې خبرې سره ئې ګوتۍ ته لاس کړو او د يو کور مخې ته ودرېدو. هغۀ ايله د ور زنځير ته لاس کولو چې نور رحمان راووتو، پۀ خندا شو، خپلوکښې ئې ګړه بړه وکړۀ او پۀ چاخو قدمونو روان شول.

‘د فقيري دې کور سره به زر تېرېږو، خداے ورته دښمني پېښه کړې ده، د هوا نه هم وېرېږي.’

اوس هغوي پۀ لوے روډ وو. د شپې پۀ خاموشۍ کښې د ګاډو شور څۀ عجيبه محسوسېدو او چې بيا ګېنټه تېرېده، هغوي پۀ فردوس کښې د ګاډي نه کوز شوي وو. د هوټل خوا کښې پۀ سوونو لنټريان پۀ فټ پاتهـ ناست وو. د ټهېکېدار راتلو سره به هر چا ورته ځان نېغ نېغ کولو. شاه پور لا دا تماشه کوله چې نور رحمان ورته يوطرف ته پۀ دواړو لاسونو اشارې کولې. شاه پور ګوتۍ پۀ ترخ کښې ونيوه او چې تر ګاډي رسېدو نو هغه بيا سوزوکي کښې ناست ؤ. شاه پور پۀ توندۍ ور وختو، د ګاډي جنګله ئې ونيوه او پۀ ناستو خلقو ئې سلام واچولو. د ناستو خلقو دومره تجربه وه چې د سلام نه ئې وپېژندو وړومبے ځل ئې دے او چې څۀ وخت د کار ځاے ته راورسېدل نو بيا د شاه پور سترګې خوبولې وې.

‘کار ګورے ګران دے، همت به نۀ بائيلې’، د نور رحمان دې وېنا سره هغۀ سترګې ومښلې.

اوس د بېلچو شور او د ټاټکو اوازونه شروع شوي وو، منډې ترړې وې. شاه پور چې ټاټکے پۀ منډه د شډلو پۀ پوړو بره خېژولو نو ورته داسې محسوس شوه چې شډلو مې پښې راونيوې، ملا او پښو ئې درد محسوس کړو او چې څۀ وخت کار ختم شو او نمر څيره وهله نو د شاپور پۀ ګردو دوه کاله پس داسې درد راغے چې د درد نه هغۀ ته هېڅ نۀ ښکارېدل. د ماتو ګوډو شډلو د پاسه کښېناستو، رنګ ئې زيړ الوتے ؤ، پۀ زړۀ کښې ئې دعا کوله چې خداے مې پۀ خېر کلي ته ورسوي.

نور رحمان لنټري چې د دياړۍ ورکولو سره ورته دا خبره وکړه چې تۀ کلي ته ځه، زۀ به لږ سودا ته ښار کښې اېسارېږم نو پېسو اخستو سره سم ئې ورسره دعا سلام وکړۀ او د کار لۀ ځايه راووتو. هغۀ ته پۀ لار د ګردو لۀ درده څۀ نۀ ښکارېدل، لکه د ړندو د زړۀ پۀ دليل روان ؤ.

‘چې زما خپل کار ښۀ وے، اوس به مې قسط هم اخستے ؤ، دومره به ولې کړېدم؟“ هغۀ ته خپل لاس ګاډے هم ورياد شو چې ملګري سره ئې ودرولے ؤ او وعده ئې ورسره کړې وه چې سبا به ئې درنه بوځم، او چې کله ئې دا زړۀ ته راغله چې هاغه ټماټر خو به سخا شوي وي نو سخا کنځل ئې وکړه.

هغه لکه د نشايانو پۀ ښار کښې روان ؤ. شوګير او درد د هغۀ حواس معطل کړي وو. خوا کښې هارن به ورته داسې ښکارېدۀ چې لکه چا لرې نه وهلے وي او د لرې هارن به ورته داسې محسوس شو چې عن چا ئې پۀ غوږ کښې وهلے وي. پۀ دغه ګډوډ حالت کښې اخر د خپل کلي تر يوې لارې راورسېدو.

هر چا چې هغۀ ته کتل نو ژړغونے به شو او بيا چې څۀ وخت د کلي منځ ته راغے او خوا کښې هدېرې باندې ئې نظر شو چې بلها مخلوق راغونډ دے او پۀ يو وخت پينځۀ قبرونه کني نو د ګردو درد ئې نور هم سېوا شو او بيا چې خلقو د هغۀ خوا ته رامنډه کړه او غاړه ئې ورکړه نو بيا هغه پۀ ځان نۀ ؤ پوهه، پۀ بړق بړق ئې وخندل، ګرېوان ئې څېرې کړو.

‘د شاه پور غريب پۀ بچو او کور واله کوټه راپرېوته’،

نو دغه اواز د هغۀ دماغ وسوزول او پۀ بله ورځ چې يو وزير دوه لکهه روپۍ ورکولې نو شاه پور لېوني په لارو کښې دا چغې وهلې،

‘ تاجۍ! زما قسط راووتو.’

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …