ژباړه او تخلیص – سعدالله میوند

 

 

د ورځپاڼې ‘اېکسپرېس’ نه پۀ مننه

پۀ سعودي عرب کښې

د بدلون څپې

دا زمونږ قامي الميه ده چې مونږ لۀ مطالعې څخه ډډه کوو او صرف پۀ ګونګوسو او د خولې پۀ خبرو باور کوو، ځکه خو زمونږ قامي او نړيوال معلومات ډېر کمزوري وي. پۀ داسې حال کښې چې معلومات او مسئلې هغه کۀ مقامي وي، علاقائي وي او کۀ قامي او يا هم بېن الالمللي؛ جرړې ئې پۀ تاريخ کښې لۀ شوو فېصلو او اقداماتو سره نښتې وي. هم دغه وجه ده هغه افراد او قامونه چې پۀ باريک بينۍ سره د مسائلو تقابلي جائزه نۀ اخلي، هغه پۀ اصطلاح د هوش پۀ ځاے د جوش ښکار ګرځي چې بيا ئې تاوان دوي او د دوي ټولنې ته رسېږي.

نن سبا د نړۍ څو مسلمان هېوادونه پۀ خصوصي توګه پاکستاني مسلمانان د سعودي ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان لۀ بعضې فېصلو او د هغۀ ‘واشنګټن پوسټ’ سره لۀ تازه مرکې ډېر مايوسه او خفه ښکاري. د دوي معامله هم لۀ هغو بنياد پرسته کمیونسټانو سره تشبيه کېدلې شي چې د 1991ز د پخواني شوروي اتحاد لۀ ړنګېدو وروسته سخت ډپرېشن سره مخ وو. البته هغوي دا هېره کړې وه چې انساني ټولنه پۀ مسلسله توګه د ارتقائي مرحلو څخه تېرېږي او تاريخ کله هم منجمد نۀ شي پاتې کېدے.

ښائي زمونږ ساده لوح مسلمانان پۀ دې هم نۀ پوهېږي چې رياستونه کله هم وغواړي، کولے شي د خپلو مخصوصو مفاداتو لپاره قامي او قبيلوي شناختونه پۀ استعمال کښې راولي او کله کله لۀ دې هر څۀ صرف نظر هم کولے شي. ځکه خو د سعودي ولي عهد اقداماتو ته هم پۀ هم دغه تناظر کښې کتل پۀ کار دي. اټکل کېدے شي چې دا د نړۍ واحد وراثتي بادشاهت د ژغورنې اخري کوشش دے . ښځينو ته د ډرائېونګ او کاروبار اجازه، پۀ ګڼو انتظامي برخو کښې د هغوي پۀ کار ګمارل، پۀ هېواد کښې د سنېماګانو پرانستل او پۀ ساحلي علاقو کښې د سېل ځايونه جوړول ــــ دا پۀ حقېقت کښې د سعودي حکمرانۍ د جمود او خپلو نورو کمزوريو نه د عام ذهنيت بدلول او خپل اولس ته دهوکه ورکول دي.

‘واشنګټن پوسټ’ سره د تازه مرکې پۀ اساس محمد بن سلمان څو قدمه مخکښې ځي او وائي،

مونږ غواړو پۀ خپل هېواد کښې سخت بنياد پرسته نظر لږ نرم کړو او عقيدوي اعتدال ته لاره هواره کړو.

هم دا رنګه زياتوي،

يهوديانو ته پۀ خپل پلرني او مورني هېواد کښې د مېشته کېدو حق حاصل دے.

دغه ډول بيانيه کۀ لۀ يوۀ اړخه د يو صحت مند فکري رجحان نمائندګي کوي نو لۀ بله پلوه پۀ ايران د هغوي لۀ شديد تنقيد دا څرګندېږي چې مسلم ملت يوځل بيا د يوې نوې سړې جګړې درشل ته ور روان دے، ځکه خو مونږ وايو چې پۀ هر دور کښې دغه ډول اقداماتو ته د عقيدوي، مسلکي او لساني عېنکو نه کتل نۀ دي پۀ کار بلکې د خپل دور د معروضې سياسي حالاتو او بدل شوي نړيوال سياسي حالت پۀ تناظر کښې ئې بايد تجزيه وکړې شي. بېشکه چې دغه ډول مشاهدې او مطالعې ته اړتيا لري خو مونږ تل صحيح مطالعې او مشاهدې څخه اجتناب کړے دے او تل د دغې حالاتو او مسائلو د جذباتي ادراک پۀ نتيجه کښې د غلطو فېصلو او تصوراتو سره لاس او ګرېوان پاتې شوي يو.

راځئ خپلې خبرې د شلمې پېړۍ او ايلو راپېلوو چې د نړیوالې سياسي منظرنامې خورا مهمو نکتو ته مو پام راوړي.

هغه وخت برطانيه د يوې سترې واکمنۍ مالکه ګڼل کېده، د چا د سلطنت پۀ قلمرو کښې چې نمر نۀ ډوبېدو خو جرمني سره ئې اړيکې ډېرې خرابې وي . چې کله هم د دغو هېوادونو تر منځ جګړه پېلېدله، هم دلته مونږ ګورو چې د يورپ پۀ خولۀ کښې د ستر عثمانيه سلطنت مرکز هم موجود دے چې لۀ منځني ختیځ څخه نيولې تر لوېديځې افريقې پوې ئې وزرونه غوړولي دي. خو مونږ ګورو چې دغه سلطنت عثمانيه مخ پۀ زوال روان دے او پۀ يورپ کښې د صنعتي بدلون اثرات دغه سلطنت ته لاره نۀ شي پېدا کولې ځکه چې حکمرانان ئې لنډ نظره او د توهم پرستۍ ښکار دي.

د برطانوي سائنسدانانو تجربې دا ښائي چې پۀ منځني ختیځ کښې تر شمالي افريقې پورې د زمکې لاندې داسې ماده شتون لري چې د راتلونکي لپاره د يو ارزانه ايندهن پۀ توګه استعمالېدې شي. برطانوي يهودي ټولنه Zionist Feclvution of Britain پۀ برطانوي چارواکو باندې مسلسل ټينګار کوي چې دوي ته د هغوي پلرنے ټاټوبے واپس ورکړے شي. دا وه د شلمې پيړۍ د لومړۍ يوې نيمې لسېزې مختصره منظرنامه ــــــ

پۀ لومړۍ نړيواله جګړه کښې عثماني سلطنت د جرمني ملګرے شو چې لۀ سببه ئې برطانيې ته پۀ دغه علاقه کښې د لاس وهنو چانس پۀ لاس ورغلو. دلته برطانيې لۀ يو اړخه عرب نېشنلزم او قام پالنې ته وده ورکړه . د دغه مقصد لپاره ئې د حجاز حکمران حسېن بن علي پۀ خصوصي توګه ولوباوۀ چا چې پۀ جګړه کښې د ترکي لۀ ماتې وروسته د عثماني دولت پۀ وړاندې د بغاوت جنډه پورته کړه او پۀ 1916 کښې ئې د حجاز مقدس پۀ خاوره باندې د خپلواکۍ اعلان وکړو چې بيا تر 1925ء پورې پۀ يواځې سره د حجاز تر حکمرانۍ هم ورسېدو. لۀ دې سره سره مختلفو قبائیلو هم د ازادۍ اعلانونه وکړل. پۀ هم دې شکل پوره منځنے ختيځ پۀ غټو او وړو اماراتو کښې ووېشلے شو.

لۀ بله پلوه برطانوي سیکرټري اٰف سټيټ رتر باالفور د يهودانو د برطانوي تنظيم مشر روت چائيلډ ته د يو ليک پۀ واسطه د اسرائيلي رياست د قائمېدو باور ورکړو.

اوس راځو د اٰل سعود خوا ته ــــــ

د اٰل سعود قبيله د سهيل ختيځ عربستان پۀ شا او خوا کښې لۀ پېړيو اباده يوه قبيله ده. د دوي يو سردار محمد ابن سعود د نجد د يو عالم عبدالوهاب النجدي سره پۀ اتلسمه ميلادي پېړۍ کښې يوه معاهده لاسليک کړې وه چې د سياسي واک تر لاسه کېدلو سره سم به پۀ ټول عربستان کښې سلفي اسلام نافذولے شي. پۀ هم دې شکل د عبدالوهاب پۀ مرسته او ملاتړ د اٰل سعود لومړني رياست پۀ 1744ء کښې د نجد پۀ شاوخوا علاقو کښې قيام موندلے ؤ. هغوي څو ځله پۀ حجاز مقدس حملې هم کړې وې. پۀ هم دې شکل تر 1902ء پورې د سهيل ختيځ عربستان زياته برخه د دوي تر تسلط لاندې راغلې وه.

کله چې حسېن بن علي پۀ فلسطيني خاوره د اسرائيلي رياست لۀ قيام سره مخالفت وکړو نو برطانيې اٰل سعود سره اړيکې ونيولې. هم دغه وجه وه چې شاه عبدالعزيز پۀ فلسطيني خاوره پۀ دې شرط د يهودي رياست منلو ته غاړه کېښوده چې د حجاز پۀ ټوله جزيره نما خاوره دې د دوي د کورنۍ واکمني قبوله کړې شي. ځکه نو د وخت برطانوي حکومت د دوي د قدرت د سپارلو پۀ نيت خپله هر ډول مرسته جارى وساتله. هم دا راز د عثماني خلافت پۀ وړاندې د بغاوت پۀ خاطر ئې د شريف مکي زامنو فېصل اول ته د عثماني خلافت د درېو ولايتونو بغداد، بصرې او موصل پۀ شمول عراقي رياست پۀ واک کښې ورکړو او دوېم زوي عبدالله ته ئې د اردن د سيند پۀ غاړه د شام او فلسطين مختلفې علاقې ور وسپارلې او تر دې وروسته چې اروپائي يهودان پۀ فلسطين کښې اباد شول او ډېرې زمکې ئې لاندې کړې نو د علاقې سياسي وحدت ته کلکه صدمه ورسېده چې پۀ نتيجه کښې ئې برطانوي حکومت پۀ ساړۀ زړۀ سره د خپل مئين د کاميابۍ پۀ خاطر د دوهمې نړيوالې جګړې لۀ ختميدو وروسته پۀ 14 مئي 1948ء کښې د اسرائيلي رياست د قيام اعلان وکړو او بيا چې کله د نړۍ اول مسلمان هېوادونه د دغه نوي رياست پۀ مخالفت کښې ودرېدل نو سعودي حکومت هم مجبور ؤ چې د برطانوي حکومت سره خپل کړې تعهد هېر کړي او د اکثريتي مسلمان هېوادونو پۀ څنګ کښې ودرېږي.

خو اوس نړیواله منظرنامه پۀ چټکۍ سره د بدلون پۀ لور روانه ده. سعودي حکومت او چارواکي ئې پۀ دې خبره پوهه دي چې نور ئې پۀ نړۍ کښې د واحد ميراثي بادشاهت چلول ګران شوي دي نو ځکه داسې محسوسېږي چې دا شاهي کورنۍ غواړي پۀ خپله حکمرانۍ او پاليسيو کښې يو لړ بدلونونه رامنځ ته کړي او کۀ داسې ونۀ کړي نو امکان لري چې باچاهۍ ته ئې زيات تاوان ورسېږي. ځکه خو هڅه کوي چې لۀ ډېرې مودې وروسته اولس ته څۀ نا څۀ قانوني اسانتياوې برابر کړي.

پۀ هم دې خاطر د سعودي حکومت دغو پاليسيو او بدلونونو ته د عقيدې لۀ عېنکو نۀ بلکې پۀ نړيوال روان سياسي او معروضي تناظر کښې کتل پۀ کار دي.

[د پورتنۍ لیکنې شالید کښې د جهادي بیانیې نه د پاکستاني ریاست پسپائي، د نړیوالو مالیاتي ادارو لۀ خوا د پاکستان سره د مالي مرستو او قرضو د پاره سختې لارې ټاکل، پاکستان ګرے لسټ کښې ځایول، سعودي عرب کښې د امریکې پۀ امامت کښې جوړ شوي اسلامي لښکر له د سرلښکرۍ د پاره د پاکستان د یو اٰرمي چیف ټاکنه او دې ټولټاکنو کښې )چې نتیجې به ئې راغلې وي( جهادي تنظیمونو ته د پارلېمان لارې پرانستل هم بشپړه څېړنه غواړي.]

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …