د عدم تشدد نړیواله ورځ، میروس ډهېرۍ او ولي باغ – حیات روغانے

 

 

درې تصویرونه مخې ته ودرېږي ـــــــ

  1. موهن داس ګاندهي
  2. خان عبدالغفار خان )باچاخان(
  3. اسفندیار ولي خان

د دې درې تصویرونو سره درې تاریخونه تړلي دي:

  1. اکتوبر 2، 1869
  2. اکتوبر 27، 1942
  3. اکتوبر 2، 2008

غوره به وي چې دغه درې تاریخونه لنډ لنډ وپېژنو:

  • موهن داس ګاندهي، چې نړۍ ئې د ‘ګاندهي جي’ پۀ نامه پېژني، پۀ دوېم اکتوبر 1869 د متحده هندوستان پۀ ګجرات کښې د کرم چند ګاندهي کره زېږېدلے ؤ. ګاندهي نړۍ د ‘عدم تشدد’ د علامت پۀ توګه تسلیم کړو او اوس د ملل متحد لۀ خوا د ګاندهي د زېږون ورځ، دوېم اکتوبر ‘د عدم تشدد نړیواله ورځ’ نمانځلې کېږي.
  • د اکتوبر پۀ اووۀ ویشتمه نېټه 1942، مردان سره نزدې میروس ډهېرۍ کښې پۀ عدم تشدد عملاً کاربند باچاخان او د هغۀ خدائي خدمتګار ملګرو باندې پېرنګي پوځ تشدد وکړو او دې تشدد کښې د باچاخان دوه پښتۍ ماتې کړې شوې.
  • د اکتوبر پۀ دوېمه نېټه 2008، کله چې دنیا د عدم تشدد نړیواله ورځ نمانځله؛ د تشدد، انتهاپسندۍ او ترهګرۍ پۀ ضد ولاړ اسفندیار ولي خان باندې د هغۀ پۀ کور ‘ولي باغ’ کښې ځانمرګي برید وکړے شو. دا برید یو داسې وخت کښې وشو چې د اختر د مبارکۍ نه یو اړخ ته زیات مېلمانۀ پۀ دې هم ولي باغ ته راتلل چې د اسفندیار خان د یواځیني ورور سنګین ولي خان د مړینې پس دا وړومبے اختر ؤ )سنګین ولي خان د جون پۀ پینځویشتمه نېټه پۀ حق رسېدلے ؤ(. دغه ځانمرګي برید کښې خداے د اسفندیار خان سر ته خېر کړو خو د عوامي نېشنل پارټۍ بونېز صدر حاجي شمس الزمان، د تنګي چارسدې نامتو لیکوال او قام پرست مشر فضل غني غني، مېړني ځوان یار زمین خان او یو پولیس کانسټېبل شبیر احمد دغه برید کښې خپلې ساه ګانې لۀ لاسه ورکړې.

درې واړه تصویرونه او تاریخونه لکه نمرونه د عدم تشدد پۀ نړیواله ورځ زمونږ مخې ته راڼۀ دي.

فرق ډېر څرګند دے!!!

یوه زمانه وه.

ګاندهي جي هم د هندوستان اختیار کښې د پېرنګي نه زیاته برخه اخستو د پاره نړیوال جنګ کښې د انګلستان سره مرستې ته غاړه ایښې وه خو کله چې د اٰل انډیا کانګرس د کارنده جرګې )ورکنګ کمېټۍ( غونډه راوبللې شوه نو باچاخان جنګ کښې د مرستې کولو نه انکار وکړو او احتجاجاً ئې کارنده جرګې نه استعفٰي هم ورکړې وه. د جواهر لعل نهرو هغه خطونه پۀ رېکارډ پراتۀ دي چې باچاخان ته استعفٰي واپس اخستو د پاره لیکلي او د ګاندهي جي خپلې خبرې نه وروستو کېدل او د باچاخان د موقف ملاتړ کول هم د تاریخ برخه ده.

د عدم تشدد روح ژوندے ؤ.

بیا یوه زمانه وه.

د هند د وېش نه پس چې فساداتو زور ونیوۀ نو دا چې باچاخان خپله صوبه کښې نۀ ؤ، بیا هم پۀ دې خاوره فسادات د نیشت برابر وو. کله کله به کۀ د مسلم لیګیانو لاس بر شو او څۀ نا څۀ پېښه به وشوه، هغه به وشوه؛ مجموعي طور عدم تشدد د دې خاورې روح کښې اغږلے شوے ؤ. خدائي خدمتګار د نومې فساد پۀ ضد ولاړ وو. د خدائي خدمتګارانو ژوندلیکونه ډک دي.

د عدم تشدد روح ژوندے ؤ.

بیا یوه زمانه وه.

پاکستان کښې د پېرنګي وفادار ټو ډيان حکمران شول. ګورنر جنرلۍ، وزارتونه او څربې څربې عهدې د پلنو ارتو جاګیرونو سره ورته ورسېدل. د پېرنګي پۀ ضد چې چا د ازادۍ جنګ کړے ؤ، هغه غداران شول. دغه سپېځلي غداران خپل ټول غرور سره جېلونو کښې پراتۀ وو. د غدارۍ تومتونه، د کفر فتوې او الزامونه ـــ دې هر څۀ سره د عدم تشدد روح ژوندے ؤ.

بیا یوه زمانه وه.

ون یونټ ؤ، مارشل لاګانې وې، اٰمریتونه وو، د غدارۍ کېسونه وو او مخامخ ورته د عدم تشدد پۀ اډاڼه ولاړ سیاسي عمل ؤ. اخر هم ون یونټ مات شو، مارشل لاء، اٰمریت او د غدارۍ کېسونو سر پۀ کرښه کېښودۀ، عدم تشدد وګټله. عدم تشدد ژوندے ؤ.

بیا یوه زمانه وه.

بلاربې ډالرې وې، بلامرګي ریالونه وو او یو پلیت خونړي جنګ ته د جهاد نامه ورکړې شوې وه. یو غږ راتلو،

دا جهاد نۀ دے، دا د روس او امریکې جنګ دے!

اسلام ته خطره نشته، دا جنګي اقتصاد دے!

دې جنګ نه قلار شئ! د طورخم کرښه به دا جنګ هغه خوا ایسار نۀ کړے شي ـــ دا جنګ به دېخوا هم راځي او زیات خونړے به وي!

تۀ چې د بل کور ته اور لېږې، تا کره به ترې ګلونه نۀ راځي!

دا پردے جنګ دے، پښتانۀ پردي جنګ کښې مۀ وژنئ!

د پلیت جنګ پلویانو به وئیل،

دا د روس اېجنټان دي!

دا د هندوستان جاسوسان دي!

دا د افغانستان خواخوږي دي!

دا هندوان دي، کمیونسټان دي، کافران دي!!!

عدم تشدد څلوېښت کاله د پلیت جنګ د پلویانو فتوې، کنځلې او پچموزې وزغملې خو خپله لاره ئې پرېنۀ ښوده. هغوي خپل ځان کښې عدم تشدد ژوندے وساتلو.

عدم تشدد اخر وو څۀ؟

باچاخان خپلو ملګرو ته وئیلي وو،

څۀ رنګه چې تشدد یو طاقت دے، دغسې عدم تشدد هم یو طاقت دے. څنګه چې د تشدد فوج دے، دغسې د عدم تشدد هم یو لښکر دے؛ خو د عدم تشدد وسله تبلیغ دے او د تشدد وسله ټوپک دے. عدم تشدد پۀ خلقو کښې محبت ، همت او جرأت پېدا کوي او تشدد پۀ خلقو کښې نفرت پېدا کوي.

ځینې خلق وائي چې دفاع د پاره خو تشدد پکار دے؛ دوي دې ته فکر نۀ کوي چې د تشدد ارادې سره دې د عدم تشدد لار پرېښوده!!! عدم تشدد کښې خپله دفاع شته. پۀ تشدد کښې شکست شته خو عدم تشدد کښې شکست نشته. څنګه چې تشدد یو نظام دے، دغه شان د عدم تشدد هم مکمل نظام دے. چا له څپېړه ورکول اسان دي خو د چا څپېړه زغمل ګران کار دے

باچاخان خپلو ملګرو ته وئیلي وو،

یاد ولرئ چې طاقت او جبر پائېدار نۀ وي. پۀ وقتي توګه د جبر نه کار اخستے شي خو کۀ تاسو خلق د زور لاندې ساتئ نو د هغوي پۀ زړونو کښې به ستاسو خلاف نفرت پېدا کېږي. دا ]تشدد[ پرېږدئ!!!

باچاخان خپلو ملګرو له د تشدد د جواز مقابل کښې د عدم تشدد دلیل ورکړو ـــ باچاخان هغوي له د عدم تشدد داسې وسله ورکړې وه چې غټ جابر استعمارونه، مشروټ استعمار زادګان او ډېر بې ترسه اٰمران ترې بوږنېدل.

د عدم تشدد دغه روح د باچاخان د قافلې روح شو. دوي د خپلې ژبې، خپلو لاسو پښو، خپلو رویو او خپلو عملونو نه د خداے د مخلوق د تحفظ شعوري ضمانت ورکړو. د دوي زړونو کښې کله هم وېرې کور ونۀ کړے شو. دوي د رښتیا وئیلو جرأت وموندو. دا عدم تشدد د مینې او زغم مور پلار شو. دوي د خپل قام، خپل وطن او خپل چاپېریال سره مینه وکړه او دغه مینې د تشدد مخه ونیوله. عدم تشدد دوي له حوصله ورکړه چې د خپل قام خدمت وکړي او کۀ کوم جابر غبن کوونکے طاقت د دوي تروړل یا چقول غوښتل نو دوي کولے شول چې د عدم تشدد تر لارې پۀ سائنسي طریقه د دغه جابر او غبن کوونکي تروړونکي چقوونکي طاقت پۀ خلاف مقاومت وکړي.

د عدم تشدد روح نۀ وېرېدونکے ؤ.

بیا یوه زمانه وه.

روس مات شو او امریکې افغانستان د استعمار زاده جنګیالانو د ‘غېر مقدس جهاد’ محاصره کښې پرېښودو. لکهونه افغانان دغه خان جنګۍ کښې ووژل شول. دنیا بې فکره ناسته وه چې د ستمبر پۀ یوولسمه نېټه الوتکې راغلې او د امریکې غبرګې مینارې ئې ړنګې کړې!!! امریکې فتويٰ ورکړه او هر څۀ بدل شول!!! کابل یوې بلې خونړۍ مرحلې کښې راګېر شو. پاکستان چې د جهادیانو د جنګي کېمپ او وسلو دلال ؤ، امریکې سره ودرېدو. د باچاخان د عدم تشدد هغه انګازه پۀ دې زمانه کښې هم شورېدله چې:

دا پردے جنګ دے!

دا جهاد نۀ دے!

خو پاکستان کښې یو ډکټېټر پۀ یو ټیليفون د دهشتګردۍ پۀ ضد جنګ کښې پۀ وړومبي صف کښې ودرېدو. کومو مذهب خرڅو چې پرون ‘جهاد’ نه اقتصاد کوۀ، نن هم د هغوي خطبې جهاد زده وې خو عملاً د پاکستان د ډکټېټر پۀ ملاتړ ولاړ وو. نېټو سپلائي او ډرون حملې له ئې د پارلېمان نه لارې ورکولې. اور د طورخم د کرښې نه راواوړېدو او باجوړ او مومندو نه تر خېبر، اورکزو او تر وزیرستانه ټوله کرښه سقوط شوه. تر دې چې جنت جنت سوات هم پېریانو ونیوۀ.

دغه جنګ پردے ؤ خو د پښتنو پۀ کورونو تود ؤ. اسفندیار ولي خان غږ وکړو،

دا جنګ پردے ؤ او زمونږ کور ته راوړے شو. اسلام اباد کۀ وئیل چې د کابل د اور تاو به اسلام اباد ته نۀ رسي نو دا ئې مغالطه وه. نن پۀ دې پردي جنګ کښې د پښتون قام کورونه، بازارونه، لارې، باغونه، سکولونه/ مدرسې او ورشې سوزي ـــ مونږ وئیل دا پردے جنګ دے، مونږ دې قتل عام نه پۀ دغه لار خلاص نۀ شو. اوس ورته زمونږ جنګ وایو، راځئ چې دا اور ووژنو.

پاکستان پۀ نوې زمانه کښې د افغانانو پۀ خاوره د جنګ دوېم سیکوئیل کښې د براے نام جهادیانو پۀ ضد د لاجسټک سپورټ صورت کښې د فنډونو پنډونه هم راوړل او دغه جنګ ته ئې خپل جنګ هم نۀ وئیلو!!!

اسفندیار ولي خان د دهشتګردو پۀ نخښه هم ؤ او ‘ریاستي جهاد’ کوونکو دا نعره هم ووهله،

‘د پښتنو د وینې سودا ئې کړې ده، ډالرونه ئې اخستي دي.’

اسفندیار ولي خان د دهشتګردو پۀ نخښه هم ؤ او ‘ریاستي میډیا’ دا ډرامه هم وچلوله،

‘کرپشن!!! کرپشن!!! کرپشن!!!’

اوس یوه زمانه ده.

اسفندیار ولي خان د دغه نعرو او ډرامو ولقه کښې هم ؤ او ‘غېر ریاستي عناصر’ د خپل اولس نه شوکولو د پاره بمونه هم ګرځول.

پینځو کاله د پاره د پښتونخوا حکومت پاک پوځ او طالبانو ته منظور تحریک انصاف ته ورکړے شو. دهشتګردي بنده نۀ شوه، دهشتګرد تنظیمونه بېن نۀ شول ختم نۀ شول، دې لړ کښې څۀ هم منصوبه بندي عملي کول څۀ چې مخې ته رانۀ غله ـــ څۀ وو بیا؟ بیا پۀ اٰرمي پبلک سکول حمله وشوه او د دې پۀ نتیجه کښې ټوله صوبه مورچه مورچه کړې شوه. تعلیمي ادارو او فوجي چهاوڼو کښې فرق نۀ کېدو. د دنیا یو ملک دا مثال نۀ شي ورکولے چې د دهشتګردۍ خلاف جنګ کښې د سکولونو پۀ استاذانو ښځو او نرو پۀ زرګونو مقدمې درج کړې شوې. د سیاست پۀ ژبه د باچاخان خبره پۀ وړومبي ځل راغله او د نېشنل اېکشن پلان پۀ نوم یو جامع پلان د دهشتګردۍ خلاف مخې ته راغلو. پۀ شپاړسم دسمبر چې لا د اٰرمي پبلک سکول د ګلونو وینې وینځلې شوې نۀ وې، د هغه وخت چیف اٰف دي اٰرمي سټاف راحیل شریف کابل ته لاړو او دغه منصوبه بندي او ټوله سنجیدګي سیند یوړه. اوس هم د اٰرمي پبلک سکول د سانحې پۀ کلیزه ګرفتار شوي دهشتګردان تېزندي کړي او دا نېشنل اېکشن پلان باندې عمل درامد وي!!!)چیف جسټس اٰف پاکستان د دغه خونړۍ واقعې نوټس اخستے، پۀ را روان پینځم اکتوبر به ئې پته لګي چې څۀ کوي!!!(

د دهشتګردۍ خلاف جنګ کښې یواځې پاکستان مشکوک نۀ دے، د عالمي برادرۍ کردار هم مشکوک دے. د ډونلډ ټرمپ هغه افغان پالیسي هم یوه ملنډه وه او ده.

پاکستان افغانستان کښې امریکې د پاره مشکوک دے خو خلیج کښې د پاکستان اٰرمي چیف )پخوانے( راحیل شریف د امریکې د مفاداتو د پاره شام او د یمن حوثیانو سره د جنګېدونکي اسلامي لښکر سپه سالار دے!!!

پاکستان خلیج کښې روس د پاره مشکوک دے خو تودو اوبو د پاره دغه سُور کافر روس سره پاکستان شریک فوجي مشقونه هم کوي او پېښور کښې ئې ‘تجارت’ د پاره قونصلګري هم پرانستې ده!!!

نن ټول پاکستان پاک فوج او طالبانو ته قابلِ قبول پي ټي اٰئي ته سپارلے شوے دے. د فوج، عدلیې او احتساب د ‘سیاسي وِنګ’ وزیر اعظم سعودي عرب کښې اعلان کوي چې حوثیانو سره کۀ د جنګ نوبت راغلو نو سعودي عرب سره به ولاړ وي!!! هغه خپل ګاونډ کښې ایران ته نۀ ګوري!!! هغه خپل ملک کښې دننه ایران ته نۀ ګوري، پارلېمان ته نۀ ګوري، خپل حېثیت ته نۀ ګوري!!!!

دنیا پاکستان یو rogue state ډېکلئیر کړے دے، ‘ګرے لسټ’ کښې ئې اچولے دے، پاکستان وائي ملک چلولو د پاره راسره د پېسې ټکې درک نۀ لګي، ټول ملک یو ‘وفاقي کچکول’ دے او چندې غوښتلې کېږي خو د دې کرښو تر لیکلو هند سره د جنګ نغاره غږولې کېږي!!!

د عدم تشدد روح دې ژوندے وي.

اوس یوه زمانه ده.

میا افتخار حسېن چې د دهشتګردۍ پۀ ضد جنګ کښې د پاکستان حکومت ‘تمغۀ امتیاز’ ورکړې ده؛ دې جنګ کښې هغۀ د خپلې نظریې زرګا ملګرو سره د خپل یواځيني زوي قرباني ورکړې ده؛ نن هغۀ ته دولس ورځې کښې اووۀ تهرېټ الرټس جاري کېږي خو د پاکستان د انټلیجنس ادارو لۀ خوا چې د هغۀ د قتل د پاره د راغلي خونکار متعلق کوم معلومات دي، د هغۀ خلاف د اېکشن یو خبر هم نشته!!! ولې؟ ټول ملک کښې د مېښو او موټرو نیلامۍ نه د ډېمونو د چندې او د عدالتي فېصلو نه واخله داخله پالیسیو پورې یو ژور ابهام او پُراسراریت خور دے، هره خوا شکونه خوارۀ دي!!! ولې؟ پنجاب کښې اوس هم د محرم میاشت کښې د امن شعور ورکولو د پاره ویډیو کښې امن خوښي پښتانۀ تشدد پسند ښودلے کېږي!! ولې؟ د ثقافتي تکثیریت لاپې ویشتونکي ملک کښې یوه ‘اسلامي انټرنېشنل’ یونیورسټي د کلتور ورځ نمانځلو اجازت نۀ ورکوي!!! ولې؟ قاضي القضاة د متنازعه منصوبو د پاره د ارټیکل شپږم دړکې ورکوي او د بې شرمۍ انتها دا ده چې دغه ارټیکل کښې مطلوب یو ډکټېټر جرنېل مشرف پۀ دوبۍ کښې ناست د پاکستان او هند کرکټ مېچ ګوري!!! ولې؟

دا مضمون دومره ځاے نۀ لري خو ضمناً به ولیکم چې د فوج، نېب او اعليٰ عدلیې پۀ زور د راوستے شوي حکومت د پاره چې کوم مضحکه خېز اعلانونه کېدل او میډیا کښې کومه سنسني پېدا کړې شوې وه، دې ټول شور کښې د امن مسئله، داخله او خارجه پالیسي او نن پۀ عالمي برادرۍ کښې د ملک حېثیت څۀ دے؟

نړۍ دې د عدم تشدد نړیواله ورځ نمانځي!

عدم تشدد دې یو سلوک، رویه او روایت شي!

عدم تشدد دې عقیده شي!

پۀ اوویشتم اکتوبر 1942 میروېس کښې د باچاخان پښتۍ ماتې شوې وې او دغه ورځ نه پینځۀ شپېتۀ (65) کاله، یوولس (11) میاشتې او شپږ (6) ورځې پس پۀ دوېم اکتوبر 2008 چې کله نړۍ د عدم تشدد نړیواله ورځ نمانځله؛ پۀ ولي باغ کښې پۀ اسفندیار ولي خان ځانمرګي برید شوے ؤ. نن د دغه برید نه لس کاله پس پۀ میا افتخار حسېن پسې زین کړي خود کش ګرځي او د ریاست لۀ خوا پۀ تهرېټ الرټ جاري کولو اکتفاء کېږي!!!

پاکستان محفوظ دے. کۀ محفوظ نۀ دي نو باجوړ نۀ دے؛ دیر، سوات، مومند، خېبر، پېښور، مردان، وزیرستان محفوظ نۀ دي. کراچۍ، لاهور او کوئټه محفوظ نۀ دي. قلعه سېف الله او ژوب محفوظ نۀ دي.

عدم تشدد دې ژوندے وي! وخت د ترهګرو، د ترهګرو د ملاتړ کوونکو او د ترهګرۍ پۀ ضد د جنګ کوونکو تصویرونه ډېر راڼۀ کړي دي!!! تاریخ دغه تصویرونه راتلونکو نسلونو د پاره خوندي کړي دي. د راتلونکو نسلونو انتخاب به عدم تشدد وي، هغوي به د تشدد پۀ ضد ولاړ وي. هغوي به پوهېږي چې کومه لاره کښې د باچاخان پښتۍ ماتې شوې وې، هماغه لاره کښې پۀ اسفندیار ولي خان ځانمرګي برید شوے ؤ، هماغه لاره کښې میا افتخار حسېن ته د مرګ استازي ګواښېدل.

عدم تشدد دې تل ژوندے وي.

 

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …