د پښتو د اولسي قیصو یوه اهمه مجموعه اېف اېچ مېلئین (F. H. Malyon)، 1913 – پروفېسر ډاکټر خالد خان

 

 

درې میاشتنۍ ‘پښتو’، پښتو اکېډیمي، پېښور پوهنتون، جلد 41، جولائي ـ دسمبر 2012، مخونه 16-5

دا دے، د درې مياشتنۍ “پښتو” ګرانو لوستونکو ته يو بل ناياب کتاب پۀ اول ځل ورپېژنو چې يو انګريز فوځي افسر اېف اېچ مېلئين پوره سل کاله وړاندې پۀ 1913ز کښې مرتب کړے دے او شائع کړے ؤ. پوره سل کاله د لائبرېرۍ پۀ تيارو کښې ورک ؤ او مونږ رڼا ته راويستلو.

“دير آمد درست آيد”، د خوشحالۍ خبره دا ده چې هغه بل کال پۀ 2011ز کښې خاص د لندن يونيورسټۍ د سکول اٰف اورينټل اېنډ افريقن سټډيز لندن پۀ لائبرېرۍ کښې دا نايابه چاپ نسخه لاس ته راغله. د يو سکهـ طالب علم پۀ مرسته مې ترې مکمل فوټو سټېټ حاصل کړو چې اوس ئې تاسو ته درپېژنم.

دا يو ډېر اهم کتاب دے چې مولف پکښې اول د پښتو اولسي قيصې پۀ پښتو کښې راجمع کړې دي، بيا ئې پۀ اسانه انګرېزي ژبه کښې ترجمه کړې دي او د کلکتې نه ئې پۀ “ايشياټک سوسائټي” مجله کښې پۀ 1913ز کښې شائع کړې دي. دا فوځي افسر هغه وخت بنو کښې متعين ؤ.

د مېلئين ذکر اول وار رشتين صاحب پۀ خپل “تاريخ ادب” 1946ز کښې کړے ؤ خو د کتاب تفصيلات ورته معلوم نۀ وو. دۀ نوم “ماليوم” ليکلے ؤ.

پۀ “پښتو” دسمبر 1996ز کښې ما دا کتاب د “مېلې سن” ښودلے ؤ. اوس چې پۀ 2011‌ز کښې د لوے محقق زلمي هيواد مل ” د پښتونثر اتۀ سوه کاله” نوے اضافه شده ايډيشن چاپ شو او د مېلئين د کتاب ذکر پکښې را نۀ غلو نو زما يقين شو چې پۀ پېښور،کابل، کوئټه او ماسکو کښې دا کتاب نشته.

زۀ تل د پښتو پۀ نايابه کتابونو پسې ګرځم او شکر دے چې څۀ نه څۀ پۀ لاس راشي چې تاسو ئې تفصيلات د درې مياشتنۍ “پښتو” پۀ تېرو شمارو کښې کتلے شئ.

يو ډېر اهم سوال دا دے چې د مېلئين دغه کتاب ولې تر اوسه زمونږ لۀ نظره پټ ؤ؟ د دغه سوال جواب ډېر اسان دے؛ هغه دا چې د دغه کتاب ټائټل صرف پۀ انګرېزۍ کښې ؤ نو ځکه د چا پام ورته نۀ ؤ. بل دا پۀ يوه مجله کښې د کلکتې نه پۀ 1913ز کښې شائع ؤ نو ځکه دلته دستياب نۀ ؤ. اوس يوه افسوس ناکه خبره هم واورئ.

پۀ 1980ز کښې خاص د اسلام اباد “لوک ورثه” ادارې سره صرف د دې کتاب انګرېزۍ ترجمه دوباره چاپ کړه خو د اصل پښتو برخه ئې ترې وویسته او نۀ ئې د پښتو د اصل څۀ ذکر وکړو.

زما تمهيد اوږد شو خو ضروري ؤ. اوس زۀ اصل کتاب پۀ اختصار سره متعارف کوم.

د کتاب مجموعي نوم:

کتاب فقط انګرېزي ټائټل لري او پښتو نوم ئې نشته “Some Current Pashto Folk Stories” پښتو صفحات 355 تا381 27) صفحې(، انګرېزي صفحات 382 تا 405 24) صفحې(، د کتاب سائز: 12 انچ 9 X انچ، د سريزې کال 5 مارچ 1911ز )بنو(، د چاپ کال 7 فروري 1913ز )کلکته(، د اندروني ټائټل کال 1912ز

تفصيلات:

دا مجموعه يوه تفصيلي مطالعه غواړي خو مونږ ئې د “پښتو” مجلې پۀ ذريعه مختصره پېژندګلي وړاندې کوو چې لوستونکو ته ئې د دريافت کېدلو حال معلوم شي.

د مجموعې مواد:

د مېلئين دا مجموعه پۀ لس فوکلوري يا اولسي قيصو مشتمله ده چې د اورکزو، اپريدو او ايسپزو قيصې پۀ کښې راغلې دي او پۀ اخر کښې د لسو واړو قيصو ترجمه مېلئين پۀ خپله انګرېزۍ کښې کړې ده.

بابونه:

مېلئين خپله دا مجموعه پۀ درې برخو کښې ويشلې ده:

1: د اورکزو قيصې:

دا برخه څلور قيصې لري ـــ

ا: د تيراه د يو فقير قيصه

ب: د يوې بد کاره ښځې، د هغې د بنزي او مزدور قيصه

ج: حضرت خضر،ښځه او دوه سرونه

د: درې وروڼه او يو لعل

2: د اپريدو قيصې:

دا برخه هم څلور قيصې لري ـــ

ا: سړے چې پۀ خپل قسمت پسې وتلے ؤ.

ب: د بادشاه او د وزير واقعات

ج: د تيراه يوه نوې قيصه

د: د بادشاه زوے

3: د ايسپزو اولسي قيصې:

دا برخه فقط دوه قيصې لري ـــ

ا: د يو زړۀ ور وزير کړاو.

ب: د نيم کوني ورور قيصه

دراصل مصنف دغو قيصو ته فقط پۀ انګرېزۍ کښې نومونه ورکړي دي چې ما ئې پښتو نومونه د خپلې اندازي نه وليکل، خو پښتو قيصې پۀ پښتو رسم الخط کښې ليکلې شوې دي او ژبه ئې ډېره اسانه او روانه ده او دا د اولس د ژبې مطابق ده چې پۀ انګرېزۍ کښې ورته Colloquial Pashto وئيلې شو. دغه تکړه انګرېز دا خاص خيال ساتلے دے چې د درې واړو قومونو قيصې د هغوي پۀ لهجه کښې چاپ کړي. هغه زمونږ د پښتو لهجو پۀ فرق ښۀ پوهېدلو. دۀ تر څۀ حده کامياب کوشش کړے دے چې د قيصو ژبه د خلقو د وئيلو يا خبرو اترو ژبو سره سمه وي خو بيا هم پۀ پښتو رسم الخط کښې دا فرق ځاے کول څۀ اسان کار نۀ دے. دغه مقصد د پاره دراصل يو بېن الاقوامي صوتي رسم الخط رائج دے چې صرف ماهرين پرې پوهېږي. بيا هم د هغۀ دا اقدام د ستائنې وړ دے. نن پۀ يوويشتمه صدۍ کښې هم مونږ د لهجو مسئله حل نۀ کړه.

د دغو اولسي قيصو اصليت:

در اصل دا د پښتو هغه اولسي قيصې دي چې د صديانو صديانو راهسې پۀ پښتنو کښې زباني رائجې وې او نوي نسل ته منتقل کېدلې چې “فوکلور” ورته وئيلے شي. ما پۀ خپله “د نيم کوني ورور قيصه” د خپلې مور نه پينځۀ پنځوس کاله وړاندې اورېدلې ده چې هغې به ورته “نيم چکے ورور” وئيلو. د نورو قيصو د رواج پته به لوستونکو ته وي.انګرېز مېلئين دا قيصې د فيلډ ورک پۀ ذريعه د خپلو سپاهيانو او نورو خلقو نه راجمع کړې دي، بيا ئې د لهجو مطابق پۀ پښتو رسم الخط کښې ليکلي دي او پۀ اخر کښې ئې پۀ خپله “پۀ اسانه” روانه انګرېزۍ کښې صحيح ترجمه کړې دي او د کلکتې د “ايشياټک سوسائټۍ” مجلې نه ئې پۀ 1913‌ز کښې شائع کړې دي. سريزه ئې د 1911‌ز او اندروني ټائټل ئې د 1912ز دے.

پۀ 2007ء اپريل کښې زۀ د پېښور يونيورسټۍ د يو وفد سره د دغې سوسائټۍ دفتر کلکتې ته پۀ خپله ورغلم چې يوه قديمه علمي اداره ده او د مشهور انګرېز سر وليم جانز پۀ کوشش ډېره پخوا قائمه شوې ده.

د قيصو لنډيز:

هسې خو دا قيصې د لوستلو سره تعلق لري خو بيا ئې هم د لوستونکو تجسس ختمولو د پاره لنډيز پۀ څو ټکو کښې وړاندې کوم چې د مرکزي خيال پته ورته ولګي.

  • د تيراه قيصه:

دا د يو فراډي فقير قيصه ده چې د بزرګۍ دعويٰ کوي خو خلق ورته د غرۀ نه د اوبو يوه چينه راويستلو سوال وکړي. فقير خفيه د اوبو يو ډک مشک پۀ غرۀ کښې پټ کړي او د دروغو چينه راوباسي او سمدستي فرار شي. سحر خلق د دۀ اصل حقيقت نه خبر شي.

  • د بد کارې ښځې قيصه:

دې ښځې خپل څلور ياران پۀ خپل کور کښې پټ کړي وي خو بنزے ئې وويني او څلور واړه پۀ ګرمو اوبو سره وسوزوي او مړۀ ئې کړي. بيا ئې پۀ يو مزدور داسې پۀ چالاکۍ سره سيند ته ور واچوي چې هغۀ ته وائي چې دا خو صرف يو مړے ؤ چې بيا بيا به سيند نه کور ته واپس راتللو.

  • د حضرت خضر قيصه:

دا يوه دلچسپه قيصه ده. دوه سړي مړۀ وي نو د خضر پۀ دعا ژوندي شي خو د دواړو سرونه بدل شي . دواړه د ښځې دعوېدار وي. فېصله پۀ لوستونکو پاتې شي.

  • د لعل قيصه:

درې وروڼه يو لعل ومومي خو وړوکے ورور ئې ترې پټ کړي. قيصه بادشاه ته ورسي. د وزير عقلمنده لور پۀ خپل ذهانت غل دريافت کړي.

  • د قسمت لټون:

يو سړے خپل قسمت ازمائيلو ته ووځي خو د خپلې کم عقلۍ د لاسه قيمتي موقعې ضائع کړي.

  • د بادشاه او د وزير واقعات:

پۀ وزير چې څۀ تېر وي، هغه بيان کړي. بيا بادشاه خپل واقعات بيان کړي.

  • د تيراه نوې قيصه:

يو سړے د بل چا ښځه پۀ چالاکۍ سره د قبضه کولو کوشش کوي خو د يو فقير پۀ رهنمايۍ ئې ترې راخلاصه کړي.

  • د بادشاه زوے:

يوه تمثيلي قيصه ده چې د بدۍ او د نېکۍ قوتونه پکښې ښودل شوي دي.

  • د يو وزير کړاو:

دا د مېلئن د مجموعي ټولو نه اوږده قيصه ده. بادشاه خپلو اووۀ زامنو ته د بلې بادشاهۍ نه ودونه کوي چې پۀ لاره کښې ئې سيند وي او يوه اژدها د دوي ډولۍ ايسارې کړې وي. د بادشاه زوے د ګل خندانه ښاپېرۍ پۀ ذريعه ځانونه د اژدها نه خلاص کړي.

  • د نيم کوني ورور قيصه:

د مېلئين مطابق دا د دغې مجموعي مقبول ترينه قيصه ده چې پۀ ايسپزو کښې رائجه ده او ځوانان ئې خوښوي. دا د اووۀ وروڼو قيصه ده چې اووم ئې پۀ جوثه دومره وړوکے وي چې پۀ پيشو باندې سور ګرځي. نور وروڼه ئې د ځان نه شړي خو هغه ورپسې روان وي او پۀ سخته کښې ئې پکارېږي. بالاخر هم دغه نيم کونے خپل وروڼه د يوې سړي خورې بلا نه راخلاص کړي. کۀ هغه نۀ وے نو بلا به شپږ واړه حلال کړي وے.

  • د دغو قيصو ژبه:

د مېلئين د راټولو کړو قيصو ژبه دومره خوږه، روانه او عام فهمه ده چې نن سل کاله پس هم دومره تازګي لري لکه چې بالکل اوس ليکلې شوې وي. هم دغه شان انګرېزي ترجمه ئې هم پۀ اسانه ژبه کښې کړې ده.

افسوس چې دا ښکلې مجموعه زمونږ ابتدائي نثرنګارانو، افسانه نويسو او ناول ليکونکو ته دستياب نۀ وه چې د دغه فطري نثر نه ئې استفاده کړې وے.

زۀ دلته د اصل کتاب نه درې نمونې رانقل کوم

د تيراه قيصه )وړومبۍ نمونه:(

“داسې خبره کوي چې يو ټګ تيراه خاص ته پۀ فقيرۍ جامه کښې لاړو او پۀ هغه ځاے کښې يو جومات کښې ناست ؤ.اول خلقو هغۀ د پاره ټکاله راوړه مګر هغه سړي ووئيل چې زۀ بزرګ يم او ما ته د ټکالې هېڅ ضرورت نشته. بيا هغو خلقو روپۍ راوړې چې فقير بادشاه دغه څيز قبول کړئ نو ډېره مهرباني به وي. هغۀ وئيل چې زړۀ مې نۀ کېږي چې روپۍ واخلم. ټولو وې چې دا ډېر ستر بزرګ دے نو مناسب دي چې دغه فقير مونږ ته يوه معجزه وښائي او پلاني غر نه چېنه راوباسي. )مخ(355

د بادشاه او د وزير قيصه )دوېمه نمونه:(

د بادشاه يو وزير ؤ چې يوه ورځ ورېږېدلو. بادشاه ووې چې ولې؟ څۀ چل دے تۀ رېږدې؟ وزير ووې چې ډېر سخت ډر پۀ ما باندې تېر شوے دے چې اوس زما پۀ زړۀ شو نو ځکه زۀ ورېږېدم.

بادشاه ووې چې حال ووايه.

وزير ووې چې پلاني کال کښې زۀ بل وطن ته لاړم. هلته پۀ بازار کښې ګرځېدلم چې يو فقير مې وليدو. فقير ووې چې اے ځوانه! چرته ګرځې؟ ما هغه فقير ته حال بيان کړو. فقير وې چې ما سره راځه او چې ورسره روان شوم نو پۀ يو کوهي باندې ورغلو. هغه فقير زۀ پۀ کوهي کښې واچولم )مخ (365

د نيم کوني ورور قيصه )درېمه نمونه:(

يو بادشاه ؤ، د هغۀ اووۀ ښځې وې. زوے لور ئې يو نۀ وو. هر وخت به ډېر خفه ؤ. يوه ورځ لۀ ډېر خفګانه پۀ کټ پرېوت. يو فقير راغے خېر د پاره او دۀ ورته خېر راوړو. دې فقير بادشاه نه تپوس وکړو چې بادشاه! قربان دې شم، تۀ ولې داسې خفه ئې ؟

دۀ ورته ووې چې زۀ ځکه خفه يم چې اووۀ ښځې مې دي او زوے مې نشته. دۀ فقير ورته ووې چې ما سره راځه، بهرد ښار نه ووتل.

يوه بېره وه، هغې بېرې نه دې فقير پۀ خپله دنګرۍ باندې اووۀ پاڼې راوغورځولې او بادشاه ته ئې ووې چې دا پاڼې يوسه او خپلو ښځو ته يوه يوه پاڼه ورکړه.)مخ (380

پۀ اخر کښې زۀ د پښتو اېم فل او پي اېچ ډي ريسرچ سکالرانو، نقادانو، محققينو او عامو شائقينو ته دا خواست کوم چې د نايابو او ورکو کتابونو پۀ لټون کښې نور کوشش وکړي او راپېدا ئې کړي. هغه ورځ لرې نۀ ده چې د شېخ ملي”دفتر” زمونږ لاس ته راشي يا د “صراح” اصل نسخه مونږ ومومو.

د لوے محقق حبيب الرحمان رفيع وېنا ده چې اوس هم د پښتو ډېر کتابونه شته چې مونږ ته معلوم نۀ دي.

د دغه اهم کتاب فائده خو به پښتو ادب ته ډېره ورسي خو ډاکټر محمد جاوېد خليل، سيال کاکړ او لوے محقيق زلمے هېوادمل به پۀ دې ډېر خوشحاله شي چا چې ټول عمر د پښتو پۀ اولسي ادب راجمع کولو يا د مستشرقينو ادبي کارونه راپېژندلو کښې خپل عمرونه تېر کړي دي.

حوالې:

  1. Some current Pashto folk stories in Memoirs of the Asiatic society of Begal, Culcutta, Vol III, No 6, pp 855-406, 1913, by F. H. Malyon (Pashto and English)
  2. Some current Pashto Folk stories (English Translation only) by F. H. Malyon, lok-Virsa, Islamabad, 1980
  3. د پښتو د ادب تاريخ، صديق الله رشتين، اول چاپ 1946، دوېم چاپ 1954، کابل
  4. د پښتو اروپائي ليکوال، مضمون عبدالحليم اثر، مشموله “اولس”، کوئټه، نومبر-دسمبر 1972ز
  5. پۀ خارج کښې پښتو څېړونکي، عبدالرحيم ځدران، کابل، 1974 ز
  6. د پښتو نثر اتۀ سوه کاله، زلمے هېوادمل، اضافه شده ايډيشن 2011ز
  7. د پښتو نثر ارتقاء 1900) تا 1947 ز(، پر”وفېسرخالدخان )مضمون( “پښتو”، دسمبر1996ز

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …