افسانه ارمان – فرحت عباس

 

 

وزير ګل يوه شېبه د کور د لویې دروازې خوا ته اريان دريان ولاړ ؤ، يو لاس ئې د کور پۀ چيت دېوال ايښے ؤ او پۀ بل لاس ئې سر نيولے ؤ. د سوچونو پۀ يو لوے بهير کښې تر لرې لاهو ښکارېدو خو د لالوګۍ يوې چغې د دغه هر څ نۀ پۀ زور راوشوکوۀ. زر ئې پۀ نيم کښو تمبو کښې بهر وکتل خو لارې کوڅې او لوے سړک هغسې شاړ او خوشے پروت ؤ. يو سوړ اسوېلے ئې وکړو، ور ئې پورې کړو او کمرې پله روان شو. د لالوګۍ زبېرګي لا نور سېوا کېدل خو وزير ګل بې وسه ؤ او هېڅ ئې هم نۀ شو کولے. د لالوګۍ ناڅاپه چغې به پۀ منډه د کمرې د دروازې پورې بوتلو خو بيا به پښه نيولے شو او پۀ مړاو قدمونو به د کور د لویې دروازې پورې لاړ، پۀ نيم کښو تمبو کښې به ئې بهر وکتل او بيا به بېرته راغے.

د ژمي لنډے ماځيګر نن پۀ وزير ګل لکه د اوړي د ورځو اوږد شوے ؤ خو د لالوګۍ چغو ترې نه د يخنۍ احساس تروړلے ؤ. د يخې سيلۍ يوې بې رحمه څپې چې دوه درې ځله ورپوۀ نو د منډاو ستنې ته ځوړند کوټ ئې واغوست او پۀ نيم کښو تمبو کښې ئې بيا بهر وکتل؛ خو هر څۀ هم هغسې تم وو. زر زر ئې جېب ته لاس کړو او موبائل ئې راواخست خو سګنل هغه شان بند ؤ. پۀ دواړه لاسه ئې سر ونيوۀ او پۀ زمکه بې وسه کښېناست خو د لاؤډ سپيکر کړنګ نېغ ودروۀ؛ خوشحاله شو چې د ماښام د بانګ سره به کرفيو ختمه شي او زۀ به لالوګۍ روغتون ته يوسم. لا پۀ دغه سوچ کښې بوخت ؤ چې د بانګ پۀ ځاے د لاوډ سپيکر نه د ضروري اعلان اورېدو غږ راغے. د اورېدو سره ئې د وزير ګل پۀ دغه يو اميد هم اوبۀ واوړېدې. پۀ يوه ګېنټه کښې به د کلي نه څنګه ووځو او لالوګۍ خو د ماشوم ناجوړه ده؛ د دې سره به څۀ کوم؟ وزير ګل د ځان سره لګيا ؤ خو دغه سوالونو ته ئې هېڅ ځواب پېدا نۀ کړو. د کور نه بهر ووتۀ خو ټول خلق پۀ خپل خپل غم کښې اخته وو ـــ څوک پياده، څوک پۀ ګاډو کښې د خپلو ډکو او ابادو کورونو نه روان وو او د بائیللي جوارګر غوندې ئې ورته پۀ شا شا کتل؛ نن د خپلو سرونو بچ کولو پۀ منډه کښې وو. وزير ګل پۀ سوال منت د خپل ګاونډي نه ګاډۍ وغوښته، لالوګۍ ئې پکښې واچوله او ورسره پۀ سړک روان شو. د لالوګۍ څړیکې لا قلارې نۀ وې خو د وزير ګل بې وسۍ او تش لاس ته چې ئې کتل نو پۀ ځان ئې ډېر درد تېروۀ، د خولې نه ئې غږ نۀ ويستۀ. وزير ګل د دغه کلي يو چميار ؤ چې نوره کډه ئې پۀ جنګ کښې مړه وه او وزير ګل نوے وادۀ کړے ؤ چې کال پس ئې د ماشوم اميد پېدا شوے ؤ. وزير ګل د کلي نه راروان لوے ګاډي ته لاس ونيوۀ او لالوګۍ ئې ورته پۀ خوارو وخېژوله خو زړۀ ئې ترپاندے ؤ، ځکه چې د ترهګرو وېره هم وه او چې لالوګۍ ته به ئې کتل نو زړۀ به ئې نور ډوبېدۀ. د لالوګۍ خبرې ورته يادېدې چې زمونږ نيستي به هم ختمه شي، پۀ خپلو بچو به سبق ووايو؛ چې هر څۀ کېږي خو د چميارۍ د کار نه به ئې ساتو.

‘نور زمونږه څۀ دي بچيه! نور مې هېڅ ارمان نشته خو چې ستا بچي مې وليدے نو ډېره به خوشحاله شم’، د خپلې مور دغه خبره چې د وزير ګل ياده شوه نو د سترګو نه ئې مړې مړې اوښکې روانې شوې. د ګاډي د ودرېدو سره وزير ګل د تېر وخت د ټال نه راکوز شو. چې سترګې ئې پورته کړې نو څلور پینځۀ کسان چې ټوپکونه ورسره وو او مخونه ئې پټ کړي وو ګاډي ته راوختل او خلقو ته ئې وئېل چې ګاډے خالي کوئ شابه! کوزېږئ کوزېږئ! وزير ګل چې څو خبرې ته خولۀ جوړوله نو پۀ ديکو ديکو ئې لاندې کوز کړے ؤ. د لالوګۍ چغې وزير ګل نور هم اوتر کړو. ګاډي پله ئې منډه کړه. لالوګۍ ئې پۀ غېږه کښې راکوزه کړه، سر ئې ورله پۀ غېږ کښې کېښود. ټول راکوز شول او هغه کسانو ګاډے د ځان سره بوتلو. وزير ګل اخوا دېخوا کتل خو پۀ تور ماسخوتن او پۀ دې حالاتو کښې څوک هم نۀ وو. د ګاډي نور کسا ن پياده پياده د خپلو کډو سره روان شوي وو ځکه چې دغه ځاے د ترهګرو پۀ قبضه کښې ؤ او د مرګ خطره وه. وزير ګل او لالوګۍ پۀ خوشي او شاړ ځاے کښې بې اسرې پراتۀ وو.

ماښام رو رو نزدې کېدو او د يخنۍ پۀ شدت کښې اضافه کېدله. د يخنۍ او درد شريکو څپو سره د لالوګۍ د زړۀ مجال رو رو کمېدو او زبېرګي ئې ايله ايله د خولې نه راختل. نرۍ نرۍ خوله ئې پۀ تندي راماته وه، وخکي ئې رپېدل. د وزير ګل نه يو دوه خطا وو. ‘لالوګۍ! لالوګۍ!’ نعرې ئې د خولې نه وتلې. د لالوګۍ سر د وزير ګل د څنګلې نه غېږې ته پرېوتو سره د وزير ګل د خولې نه يوه بې اختياره چغه ووته او پۀ لالوګۍ راپرېوت.

سحر د ښار پۀ لوے چوک کښې د دواړو مړۀ وجودونه ځوړند وو او ورسره پۀ يو لوے کاغذ ليکلے شوي وو،

”د زناکارو انجام ووينئ، زناکارو ته به هم دا سزا ورکولې شي.“

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …