پښتون او فلسفه – طلال بېدار اصلزے

 

د دې ليکنې درې برخې دي؛ اوله برخه د فلسفې عمومي پېژندګلو ده، دوېمه برخه پۀ پښتو کښې د فلسفې پۀ حقله د شوي کار يادونه ده او درېمه برخه د فلسفې پۀ حقله سفارش دے چې د ‘پښتون’ لوستونکو ته ئې د فلسفې د نړيوالې ورځ )شپاړسم نومبر( پۀ مناسبت وړاندې کولے شي.

فلسفه عموماً چې پۀ دې اېنالوجي (analogy) سره پېژندل کېږي چې دا پۀ توره کوټه کښې پۀ توره تيارۀ کښې توره پیشو لټول دي او بيا تاثر دا ورکولے کېږي چې دا يو لايعني کار دے؛ خو ولې کۀ مونږ هم دې اېنالوجي ته ځير شو نو پۀ دې نتيجه به رسېږو چې دا يو کار دے او پاتې شوه د دې د يعني او لايعني کېدل نو دا پۀ فرد اډانه لري. کۀ چرته يو څوک دې تورې پیشو ته اړتيا لري نو د هغۀ پۀ خيال دا لټون به هېڅ کله هم لايعني نۀ وي پۀ نسبت د هغه خلقو چې دې پیشو ته اړتيا نۀ لري. خو ولې داسې به څوک وي چې د دې پیشو د لټون اړتيا ونۀ لري ځکه چې دا پیشو خو د ژوند بنيادي سوالونه دي او داسې کوم انسان به وي چې پۀ ژوند کښې چرته نه چرته دې سوالونو مضطرب کړے نۀ وي؟ خو ولې ډېر کم خلق وي چې دې اضطراب ته پۀ سترګو کښې سترګې واچوي او ژوند وکړي ګنې عموماً خلق د حسين سرابونو پۀ غاړو ناست د ځان سندرې وائي.

لکه څنګه چې دا معلومه ده چې فلسفه د ژوند د بنيادي سوالونو د ځوابولو عمل دے خو د دۀ پۀ حقله دا اېنالوجي پۀ دې وجه هم کارولے شي چې د دې تعريف لکه د بيالوجۍ او کېمسټرۍ اسان نۀ دے او دا ځکه چې فلسفه د بحث يو ارت ډګر دے چرته چې بيالوجي يواځې ژوندو ځاندرو او کېمسټري د مادي توکيو څېړنې کوي هلته فلسفه هېڅ داسې کوم مخصوص حد نۀ لري. دلته دا هم د يادونې وړ ده چې بېلابېلو فلسفيانو کۀ څۀ هم د دې بېلابېل تعريفونه کړي دي خو ولې دا تعريفونه د دوي د نظر څرګندونه کوي خو د فلسفې بشپړه تعريفونه نۀ شي کېدے. خو بيا هم هغه د کوم نامعلوم پښتون فلسفي خبره چې ‘غر کۀ لوړ وي نو هم پۀ سر ئې لار وي’، نو کۀ څۀ هم فلسفه د بحث يو ارت ډګر دے خو د دۀ د څانګو د څېړڼې نه ئې پېژندګلو او احاطه کول ممکن دي.

د فلسفې اهمې څانګې مېټافزکس (Metaphysics)، اېپېسټامولوجي (Epistemology) ، اېګزيولوجي (Axiology) او لاجک(Logic) دي:

  1. مېټافزکس پۀ خپل ځان کښې دننه نۀ يواځې د موضوعاتو بلکې د خپل لفظي جوړښت تر مخه هم يوه لويه هګنامه لري. در اصل دا د ارېسټوټل د هغه اثر نوم ؤ چې د فزکس نه پس مخې ته راغلے ؤ او دې مناست سره د فزکس سره د ‘مېټا’ تورے وړاندې ولګولے شو چې معني ئې د ‘فزکس نه پس’ ده، خو ولې دې اثر کښې ياد شوي بحث ته ارېسټوټل پۀ خپله ‘فرسټ فلاسفي’ وئيلي وو. چرته چې هغۀ د کائنات د شتون پۀ علتونو رڼا اچولې وه نو هم داسې دې بحث ته ورته موضوعات هم دې څانګې ته منسوب شول. د دې څانګې بنيادي مباحث تصور/ ماده، هستي/ نېستي، زمان/ مکان، توکي/ خصلتونه، سکوت/ تغير، شتون/ امکان او جبر/ قدر دي.
  2. اېپېسټامولوجي د فلسفې بل يو اهم د بحث ډګر دے او اکثر د دې ډګر فلاسفرانو د مېټافزکس پۀ شتون حملې هم کړې دي او د فلسفې نه ئې د ویستو هڅې کړې دي. دلته د انسان د علم او د پوهې پۀ حقله بحث کېږي؛ لکه پوهه څۀ شے دے؟ اٰيا پوهېدل ممکن دي؟ پوهه لۀ کومو سرچینو راځي؟ پوهه معروضي ده کۀ موضوعي؟ او هم داسې نور.
  3. اېګزيولوجي د ارزښتونو پۀ حقله د بحث مېدان دے. دلته انساني ټولنيز ارزښتونه ټاکل کېږي. د دې اهمې څانګې اېتهکس (Ethics)، اېستهېټکس (Aesthetics) او پوليټکل تهېوري (Political Theory/thought) دي. اېتهکس د ښۀ او بد، سم او ناسم پۀ حقله را ولاړو ستونزو ته ځوابونه وائي او د انساني ټولنې قدرونه تشکیلوي. اېستهېټکس د انسان د ښکلائيز معيارونو جائزه اخلي او ورته لارې ګودرې سموي. د يادونې وړ ده چې دې څانګې د تهذيبونو پۀ وده کښې اهم رول لوبولے دے. پوليټکل تهېوريز فلاسفران د دې د پاره وړاندې کوي چې د انسان شريک ژوند ښۀ شي. دلته د رياست، دستور او ادارو پۀ ساخت خبرې کېږي او د دې د تر لاسه کولو لارې چارې ټاکلې شي.
  4. لاجک د فلسفې د ياد شوو څانګو نه تر ډېره حده منفرده څانګه ده چې د کوټه او کره بحث د معلومولو د پاره نۀ صرف غور او فکر پۀ کښې کېږي بلکې د دې بشپړه ټېکنيکس هم ټاکلے کېږي. در اصل دا هغه tool دے چې نۀ صرف د فلسفې بلکې د هر سائنس کوټه کره ورباندې معلومولے شي او ځکه تر دې دمه د فلسفې ګُوره او تانده څانګه هم هم دا لاجک ګڼلې کېږي.

د دې ټول سکيم تر مخه مونږ پۀ دې پوهېدے شو چې فلسفه دراصل څۀ شے دے؛

پۀ پښتو کښې نېغ پۀ نېغه د فلسفيانه کار اغاز پۀ شلمه پېړۍ کښې پېل شوے دے. دلته نېغ پۀ نېغه نه مراد زما د هغه کار نه دے چې پۀ ارادي توګه د فلسفې د ليکلو هڅه شوې وي )کۀ څۀ هم مونږ د پښتو د کلاسيک ليکوالانو او شاعران کار هم پۀ يوې نه يوې حواله فلسفيانه کار ګڼلے شو خو ولې مونږ پوهېږو چې د هغوي ترجيح تصوف يا دې ته ورته مباحث وو. پۀ شلمه صدۍ کښې اهم اثر چې د فلسفې پۀ حقله ليکلے شوے دے، د ارباب سکندر خان خليل کتاب «فلسفه زړه او نوې» دے. دا کتاب پۀ 1966 کښې د ‘دارلتصنيف’ پېښور لۀ خوا چاپ شوے دے. دا کتاب د فلسفې يو لنډ تاريخ دے چې پۀ کښې د سوکراټيز نه وړاندې د دورې نه تر د نولسمې پېړۍ پورې فلسفيانه مباحث تر ممکن حده ياد شوي دي. ارباب سکندر خان خليل د کتاب پۀ پېليزه کښې يو ځاے ليکي چې پۀ معاصره فلسفه هم يو کتاب ليکلے لري چې چاپ کېږي به؛ خو ولې د هغۀ د هغه کتاب بيا څۀ پته ونۀ لګېده. د «فلسفه زړه او نوې» کتاب کمال دا دے چې ارباب سکندر د مشرقي او مغربي فلسفيانه روايتونو ذکر کړے کوم چې پۀ هغه وخت د دۀ پۀ ځاے او ګټوره هڅه وه. هم داسې د استاد بهاوالدين مجروح کتاب «د جبر او اختيار ډياليکتيک» هم د پښتو پۀ لمن کښې د فلسفې اهم اثر دے. د دې کتاب ماسره دوېم ایډيشن دے چې پۀ کال 1394/2015 کښې د ‘انسان’ مجلې کابل لۀ خوا چاپ شوے دے. د دې ایډيشن د تاريخونو تر مخه دا کتاب پۀ اول ځل پۀ 1353/1974 کښې د ‘وږمې’ مجلې لۀ خوا چاپ شوے ؤ چې استاد مجروح پۀ کښې د جبر او اختيار پۀ مسئله رڼا اچولې ده. هغۀ د دې مسئلې د پاره د هېګل د ډائيليکټيکل مېتوډ غوره کړے دے. «فلسفي اصطلاحات او مسالې» د صديق روهي کتاب دے چې د چاپ کال ئې 1390/2011 دے او د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې جرمني لۀ خوا چاپ شوے دے. دا هم پۀ پښتو کښې د فلسفې پۀ حقله اهم کتاب دے. صديق روهي پۀ کښې د فلسفې تعريف، د فلسفې څانګو او پۀ بنيادي مسئلو عمومي رڼا اچولې ده چې يو قسم ته د فلسفې پۀ حقله پۀ پښتو کښې د درسي کتاب حېثيت لري. پۀ يويشتمه پېړۍ کښې کۀ څۀ هم پښتو ته ځینې د فلسفې د کتابونو ژباړې وشوې خو تر دې دمه د فلسفې پۀ حقله د ټولو نه اهم کتاب د پروفېسر راز «کاسمک سېکسولېزم» دے. دا کتاب پۀ 2011 کښې د ‘فکر نو ادبي فورم’ پښين لۀ خوا چاپ شوے دے. دا کتاب مونږ سره د پښتون بشپړه فلاسفر پروفېسر راز د فلسفيانه نظرونو مجموعه ده چې ځینې بنيادي مابعد الطبيعاتي او جمالياتي مباحثو باندې راز د خپلې بنيادي مفکورې «د زمان او مکان کېفيتي مباشرت» تر مخه رڼا اچوي.

اوس د بحث پۀ دې موقع چې کوم اهم سوال را پورته کېږي، هغه دا دے چې پښتون چې يو لرغونے قام دے، ولې د فلسفې او سائنس پۀ حواله دومره خوار پاتې دے؟ دا سوال چې ما نه وړاندې هم ډېرو خلقو کړے دے؛ ما نه وروستو به ئې هم ډېر خلق کوي او تر هغې به کېږي چې پښتون د خپل شاندار ماضي درک نۀ وي لګولے او د خپل شانداره راتلونکي د پاره ئې لارې ګودرې نۀ وي سمې کړې.

پۀ هر حال، ما خبره کوله چې ما نه وړاندې هم ډېرو خلقو دا سوال پورته کړے چې د ځوابولو هڅې ئې کړې دي. پۀ دې کښې يو اهم نوم د پروفېسر راز محمد راز هم دے. هغه پۀ خپله مقاله «د ادبي مسايلو او د پښتون قام د تهذيبي ودي لپاره فلسفې ته څۀ اړتيا لري» کښې دا سوال ډېر پۀ سنجيدګۍ سره راپورته کوي او ځواب ورته وائي چې:

‘زۀ چې كله پښتانۀ د نورو اريائي قومونو سره مقائسه كوم نو پۀ تهذيبي حواله د هغو د ورسته پاتوالي يو سوب ؤ. ما ته د هغو د تاريخي ټاټوبي، جغرافيائي حالات راته معلومېږي. افغان قوم چي پر كومه خاوره اوسي نو هغه يوه دشوار ګزار سيمه ده. د هغو دې غرنۍ سيمي كۀ د هغو پۀ دفاع او پۀ اجتماعي نفسياتي ساخت كښې پۀ يوه حواله بنيادي كردار ادا كړے دے نو و بله خوا ته ئې د نورې دنيا د تهذيبي اثراتو مثبت اغېزي څخه هم د پښتنو جويبار پۀ خپل حصار سره محروم ساتلے دے.

پۀ دې اړه زما تحليلي هڅه دا ده كۀ چرې افغان وطن د نيل، سندهـ، اباسين، ډينيوب، رائن او د دجله و فرات پۀ څېر لوے دريابونه )چې هغه د ابي شاهراو كار هم وركوي( او سمندري ساحلونه درلودي او يا هغه د خشكۍ پر مخ اسانې او هوارې لارې درلودلي نو ګمان كوم چې دوي به هم د تهذيبي ښكلا وارثان او پۀ فكري حواله به د وتلي قد و قامت څښتنان وو.’

د پروفېسر راز غوندې بشير مټه هم د پښتنې سيمې د جغرافيائي صورتحال نۀ صرف د پښتون د بهر نړۍ بلکې پۀ خپل منځ کښې هم د پرېکون سبب او بد مرغي ګڼي چې خپل کتاب ‘د پکتا وېنا’ کښې ئې ذکر داسې کوي؛

‘خو بيا هم دا غرونه دي ولاړ، دېوالونه چې بېلوي تر ډېره حده، زما پۀ هېواد دننه، يوه برخه زما د پښت د بلې برخې نه زما د پښت’.

د بشير مټه پۀ دې بنياد هم دلته يادونه ضروري ده چې د پښتون قام د بد مرغۍ يو بل سبب چې د هغه پۀ خيال د پښتون خپل کتاب نيشتوالے دے، هم زمونږ زېر بحث سوال سره ډېر نزدې والے لري.

د ياد شوو مشرانو د نظرونو سره تر ډېره حده اتفاق ممکن دے خو کۀ چرته ورسره اتفاق ممکن نۀ دے نو د هغې وجوهات دا دي:

  1. کۀ څۀ هم پښتانۀ د جغرافيې د وجې نورې دنيا او تر دې چې خپل منځ کښې هم پرې شوي وو خو بيا هم مونږ د پښتونولۍ پۀ شکل کښې يو کوډ اٰف کنډکټ لرو او بيا پۀ تېره تېره چې د دې دعوو جوګه يو چې زرتشت، پانیني او بدها زمونږ د پښتني سيمو اوسېدونکي وو چې د دوي باقيات پۀ پښتنه سيمه کښې نن هم د دوي د شانداره ماضي مظهرونه دي.
  2. نن خو صورت حالات بدل دي. جغرافيائي خنډونه هېڅ خنډونه نۀ دي نو بيا ولې نن هم د پښتون پۀ دې ځولۍ کښې څۀ نشته؟

پۀ دې حقله زما نظر دا دے چې پۀ دې نېستۍ کښې يو اهم عنصر د پښتون پۀ اکېډيميا يرغل دے. پښتون پۀ تاريخ کښې کله هم دې ته نۀ دے پرېښودلے شوے چې خپله اکېډيميا ودروي. د دې يو ښکاره مثال د اسلام د راتګ نه پس پښتو پۀ عربي ليکدود کښې ليکل کېدل دي. کۀ نن چرته مونږ پښتو هم رومن يا کوم بل سکرپټ ته اړوو نو باجود د بلها ټېکنيکل وسائلو د دې ګارنټي نۀ شو کولے چې د پښتو د تېرو ديارلسو سوو کالو ليکلې پنګه به ټوله خوندي کړو؛ نو څومره قياس ته نزدې خبره ده چې پښتو پۀ عربي کېدو به زمونږ د زرهاو کلونو ليکلې پنګه د تاريخ تيارو ته ورسپارلې شوې وي او بيا پۀ اکېډيميا يرغل خو ترجيحات هم بدلوي چې مثال ئې ښکاره خوشحال خټک دے ـــ هغه خوشحال چې د پښتون قامپرستۍ علمبردار دے او پۀ شاعرۍ کښې ئې مرد مومن او پته نشته چې څۀ څۀ لټولے کېږي؟

پۀ اخره کښې به دومره سفارش وکړم چې د پښتون د زدکړې هر فورم بايد چې فلسفه خپله کړي ځکه چې فلسفه به مونږ د دې جوګه کړي چې سوال وکړو او چې سوال وکړو ایله به خپلواکي حس کړو او چې خپلواکي حس کړو نو بيا زمونږ زرتشت، زمونږ وشوامتر، زمونږ پانیني، زمونږ پیر روښان او زمونږ خوشحال مونږ نه هېڅ څوک نۀ شي پردي کولے .

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …