Twitter: @khadimhussain4
د کلتور او تعلیم د مرکزیت خبرې د پاکستان د وفاق د اکایانو د فطري شناخت او د هغوي د پرمختګ او هوسا ژوند د لارو نیولو هغه غېر فطري، غېر انساني او غېر ائیني لار ده چې د وړومبۍ ورځ نه پاکستان کښې د زر او زور خاوندانو نیولې ده.
د یوې اوږدې سیاسي او پارلېماني مبارزې نه پس د اتلسم ائیني ترمیم تر لارې پاکستان کښې مېشته قامونو د خپل کلتور او تعلیم حق ګټلے دے او دې لړ کښې صوبو پالیسۍ هم جوړې کړې او تر یوۀ حده عملي کړې دي. د بدلون پۀ نوم د عدلیې، احتساب او فوج پۀ ډانګورو ولاړ حکومت د کلتور او تعلیم د مرکزیت پۀ نوم یو ځل بیا د قامونو نه دغه فطري او ائیني حق تروړل غواړي.
د ښاغلي ډاکټر خادم حسېن دا لیکنه د بشر پوهنې او ټولنپوهنې د سائنس پۀ رڼا کښې د کلتور او تعلیم پېژندګلو کولو سره د مرکزیت د بیانیې نه قام ته پېښېدونکې خطرې پۀ ګوته کوي.
باید مونږ دې خپل ګټلي حقونه بیا لۀ لاسه ورنۀ کړو او باید دغه لړ کښې د مرکزیت د بانیې پۀ ضد مقاومت وکړوـــــــــــــــــ ‘پښتون’
کلتور د انساني ژوند نقشه ده ـــ کلتور پۀ يوه خاص جغرافيه کښې د اوسېدونکو وګړو د ژوند ژواک ليدلور دے ـــ کلتور د انسانانو د يو ټولګي د ټولنيز حکمت او دانش تسلسل دے ـــ کلتور د يو مخصوصې جغرافيې د انسانانو د ښکلا او جمالياتو تصور دے ـــ کلتور سندره ده، کلتور ټپه او لنډۍ ده، کلتور شعر دے، کلتور رخت او پېداوار دے، کلتور ناسته پاسته او غم او ښادي ده، کلتور تخيل دے، کلتور فکر دے.
کۀ لږ پۀ ژور نظر وکتے شي نو د کلتور بېلا بېل څلور مهم اړخونه پۀ ګوته کېدے شي:
- د کلتور يو اړخ ته مونږ ‘تخليقي کلتور’ وئيلے شو.
تخليقي کلتور د شعري تخليق، د قيصې، د ناول، د نظم د فولکلور او د داسې نورو ډېرو اصنافو احاطه کوي کوم چې د لفظ و معني پۀ وساطت د تخليقي سرګرمۍ اظهار کوي. تخليقي کلتور د يو قوم د ټولنيز تخيل اظهار کوي. دغه تخيل د قامي ژوند جمالياتي اړخ پۀ ګوته کوي.
- ‘اولسي کلتور’ د يو قوم رسم و رواج، ټولنيز قدرونه، د تنازعاتو د هوارولو ادارې او د راغونډېدو ټولې ادارې ښائي. اولسي کلتور کلهم قامي ټولنيز ژوند وي ـــ چې څومره دغه کلتور سالم وي او وده کوي، هغومره د يو قام د وګړو قامي حېثيت کښې ټولنيز ژوند محفوظ هم وي او وده هم کوي. دې سره سياسي خپلواکي تړلې ده.
- يو قام يا ټولنه چې د خپل ټولنيز ژوند اسانۍ، بقاء او خوشحالۍ د پاره څۀ هم جوړوي، هغه ټولو ته ‘پېداواري کلتور’ وئيلے کېږي. دا پۀ يوه جغرافيه کښې د يو قام د مادي ژوند قائمولو او هغې ته د ودې ورکولو د پاره د هنرونو ذرائع وي. دغه ذرائع د وخت تېرېدو سره سره وده کوي. دې کښې کالي پتري، جوړې جامې، لوښي لرګي، اٰلې، پېزار څپلۍ، د خوراک سامان، د استوګنې او اغوستلو ټول څيزونه شامل وي. پيداواري کلتور د يو قام د اقتصاد بنياد وي. د اقتصادي خود انحصارۍ تصور هم د دغه کلتور نه مخې ته راځي.
- ‘تقابلي کلتور’ د يو قام د ژبو، تاريخ او تنوع هنداره وي. د قام تر منځه افقي او عمودي ابلاغ هم د دې پۀ ذريعه کېږي. داسې ګڼلے کېدے شي چې تقابلي کلتور د يو قام د ټولنيز ژوند د ملا تير وي. ژبه صرف ابلاغ نۀ وي، ژبه شناخت هم متعين کوي او د سوچ او فکر د رخت پيڅکي هم جوړوي.
کلتور پۀ مجموعي توګه وده هم کوي، ارتقاء هم کوي او نورو کلتورونو سره ورکړه راکړه هم کوي؛ خو د دې سره کلتور د يو قام د ټولنيز ژوند شعور هم ژوندے ساتي. د قام حافظه د کلتور سره تړلې وي. د قام ټولنيز حکمت او دانش د کلتور پۀ ذريعه يو نسل نه بل نسل ته منتقل کېږي. د قامي خپلواکۍتصور د کلتور نه ساه اخلي. د قام اقتصاد د کلتور پۀ بنياد ولاړ وي ـــ چې کله هم څوک يو قام محکومول غواړي او د هغوي پۀ قدرتي او کسبي وسيلو کنټرول حاصلول غواړي نو د هغه قام کلتور مات کړي او د کلتور د ارتقاء مزے وشلوي.
تعليم د يو قام د ځان او د جهان پېژندلو او د ټولنيز ژوند د بقاء او اسانولو د پاره د پوهې او هنرونو د زدکړې مهمه ذريعه وي. تعليم د جسماني، فکري او جذباتي ودې د پاره د يو قام ټولنيزه هڅه ظاهروي. د تعليم نصاب، د تعليم ماحول او د تدريس طريقې د قامي او انفرادي ژوند د پرمختګ د پاره د ايجاد او هنر چل ښائي. د هر قام د تعليم نظام پۀ دوه برخو مشتمل وي:
د هر قام د تعليم د نظام يوه برخه د عمومي ارتقاء، هنرونو او ايجادونو د تصوراتو احاطه کوي او بله برخه د يو قام د مخصوص کلتور روزنه کوي. کۀ تعليمي نظام کښې يوه برخه هم کمه وي نو تعليمي نظام نيمګړے وي. دا دواړه برخې پۀ مؤثره توګه هله ممکن کېدې شي چې د تعليم د نصاب، پاليسۍ، منصوبه بندۍ او انتظام اختيار د ځائي ټولنې پۀ خپل واک کښې وي.
کۀ دا ټوله خبره داسې راغونډه کړو نو مبالغه بۀ نه وي چې کلتور د قام د هويت، اختيار او خپلواکۍ بنياد وي او کلتور د يو قام د تعليم د نظام، نصاب او انتظام پۀ ذريعه خوندي کېږي، وده مومي او پۀ مخکښې ځي.
د پاکستان د ائين تر مخه پۀ 1973 کښې د کلتور او تعليم شعبو باندې د صوبو يا ځائي قامونو اصولي او تصوراتي حق او اختيار تسلیم کړے شوي وو، خو دغه ائين کښې دا هم وئيلے شوي وو چې د صوبو دغه اختيار به لس کاله پس صوبو ته حواله کېږي.
د پاکستان د رياست ‘اشرافيت دوست’، ‘مرکزيت دوست’ او ‘اٰمريت دوست’ ساختونو لۀ وجې دغه اختيار قامونو او صوبو ته حواله کولو کښې مسلسل ځنډ راتلو. پۀ اسلام اباد کښې ناستې حکمران اشرافيې پاکستان کښې بېلا بېل قامونه او د قامونو هويت د خپلو غېر دانشمندانه کلتوري او تعليمي پاليسیو پۀ ذريعه تحليل کول غوښتل. دې دپاره ئې د يکسانيت مفکوره او تنوع د ختمولو بيانيه جوړه کړه. دې د پاره ئې تاريخ مسخ کړو. د دې پۀ ذريعه ئې د قامونو پۀ وسيلو او اختيار خېټه واچوله. پۀ دې لړ کښې پۀ قامونو، طبقو او اولسونو دغه ساختياتي تشدد څۀ کم و زيات اووۀ دېرش کاله روان ؤ. پۀ 2008 کښې چې کله د پاکستان پيپلز پارټۍ او عوامي نيشنل پارټۍ وفاق او پښتونخوا کښې اتحادي حکومتونه جوړ شو نو هغوي د ائين يو اصلاحاتي کمېټي پۀ دې غرض جوړه کړه چې د پاکستان دستور کښې د ترميم پۀ ذريعه د پاکستاني رياست د يو فلاحي مملکت ساخت د پاره لاره هواره کړي.
پۀ 2010 کښې د دغه کمېټۍد سفارشاتو نتيجه کښې د پاکستان پارلېمان اتلسم ائیني ترميم منظور کړو کوم چې د پاکستان د ائين د سلو نه زياتو مادو کښې ترميم وکړو ـــ ‘کنکرټ لسټ’ ئې ختم کړو او دغسې کلتور او تعليم د صوبو واک ته راغلل. د دغه ترميم پۀ ضد يو ځل بيا سازشونه روان دي، ځکه چې ‘مقتدره’ قامونه او صوبې اختيار کښې شريکول نۀ غواړي.