د باچاخان مبارزه 1970 نه تر مرګه پورې – شمس بونېرے

د باچاخان شخصيت يو پرانستے کتاب دے او د دې کتاب بېل بېل بابونه او بېل بېل وختونه دي؛ ولې د دۀ کردار، عمل، مينه او هدف همېشه برابر پاتې شوي. د دۀ د شخصيت اندازه د دۀ د جېلونو، پښتنو کښې د سياسي شعور او ازادۍ مبارزه او د خپل قام د سفير پۀ توګه د دۀ د سفارت مقام او د هندوستان د نۀ اوسېدونکي پۀ حېث پۀ کال 1987ز کښې “بهارت رتن اېوارډ” او د تېر کال شروع د اټلي د پوپ نه د امن د استازي پۀ حېث ذکر او سلام د دې ښکاره مثالونه دي.

تاسو اندازه ولګوئ چې د هندوستان د بمبۍ کانفرنس پۀ لويه جلسه کښې مېرمن سروجي نائنډو اولس ته وائي، “باچاخان وائي چې زۀ ليډر نۀ يم ولې زۀ چې نن باچاخان ته ګورم نو ما ته د هندوستان د ټولو ليډرانو نه يو ګز دنګ ښکاري” ــــ د باچاخان د کتاب ترجمه پۀ جرمني ژبه کښې وشوه او د دغې کتاب سېريزه جرمن چانسلر ليکلې ده.

د پښتنو پۀ تاريخ کښې درې لوے اتلان تېر شوي خو وجودونه او نظرونه ئې جدا جدا دي. پيرروښان د تصوف مبلغ او خوشحال خان خټک د تورې او قلم خاوند ولې باچاخان د وطن ازادۍ، د خپل قام د وحدت او د عدم تشدد د فلسفې لارښود ؤ. د مړو قامونو نفسيات دا دي چې د مذهب پۀ نامه ملا پرستي، پير پرستي او خان پرستي کوي او د ژوندي اتل ملګرتيا نۀ کوي او پۀ مرګ بيا د هغۀ صفتونه کوي. سياسي شعور د دوست او دښمن تمېز کوي او د عدم تشدد فلسفه پۀ خپل ځان او پۀ مرام يقين لري. د عدم تشدد فلسفه پۀ انسانانو کښې حوصله او د مقابلې توان پېدا کوي. باچاخان د عدم تشدد پۀ لاره د وطن د ازادۍ او د خپلې خاورې د ترقۍ د پاره د ځان سره غريب خلق ملګري کړي وو. پېرنګے لاړ خو وطن ټوټې ټوټې دے او د باچاخان مبازره نن هم د وخت او حالاتو ضرورت دے.

نرګسيت يوه ذهني بيماري او وباء ده. دې مرض کښې سړي ته ځان د نورو نه لوے ښکاري. ساده مثال ئې دا دے چې پۀ غصه کښې د برترۍ پۀ اساس د بل سړي وژنه وکړي او بيا دومره پرېوځي چې د روغې جوړې د پاره خور او لور ورکوي. دلته د زور جبر او نرګسيت پۀ ضد خدائي خدمتګاري منځ ته راغله. نن د عدم تشدد فلسفه او د باچاخان پۀ کردار اووۀ پي اېچ ډي ډګرۍ طالب علمانو واخستې. خېبرپښتونخوا، بلوچستان کښې د باچاخان د ژوند پۀ نورو اړخونو د پي اېچ ډي د ډګرو پراسيس روان دے. دلته هم د ون يونټ د ماتېدو پۀ سلسله کښې د سوات ادغام پۀ 1969ز کښې پاکستان سره وشو او دلته هم سياست او د باچاخان نعره “پوره وي او کۀ سپوره شريکه به وي” اوچته شوه.

باچاخان ته دلته پاکستان کښې د سياست ډېر بندېزونه او د دۀ پۀ ضد د حکومت پروپېګنډې روانې وې چې هغه غدار دے، د هندوستان اېجنټ دے، د افغانستان دلال دے؛ نو اکثر به پۀ جېلونو کښې ؤ. اېمنسټى انټرنېشنل د باچاخان د بهر وتلو د پاره د رهايۍ مطالبه وکړه. باچاخان افغانستان ته لاړو او خپله مبارزه ئې بره، ښکته او قبائيلوکښې جاري وساتله. د 1970 د انتخاباتو نه پس چې دلته پۀ دوو صوبو کښې د نېپ او جمعيت العلماء حکومتونه جوړ شو نو ګوند باچاخان ته درخواست وکړو چې اوس زمونږ حکومت دے، راشه او دلته کار شروع کړه. باچاخان 1972 کښې د طورخم پۀ لاره پاکستان ته راغلو.

پېښور کښې پارټۍ د باچاخان د خطاب د پاره لويه جلسه جوړه کړې او ګڼ کسان د استقبال د پاره طورخم ته تلي وو. زۀ هم د باچاخان د استقبال د پاره سره د ملګرو طورخم ته تلے او دغې جلسې کښې ناست وم. باچاخان چې سټېج ته د وېنا د پاره راغلو نو خلقو نعرې د زنده باد او لاسونه پړقول شروع کړل نو باچاخان ورته ووې چې نعرې مۀ وهئ، يو کار وکړئ او زما خبرو ته غوږ شئ!!! زۀ درته څو خبرې کول غواړم. خلقه! تاسو ما ته دروغ وئيلي وو چې دلته بدلون، ترقي او خوشحالي راغلې ده. زۀ خو چې د دې ځاے نه افغانستان ته تلم او اوس چې راغلم ورته ګورم نو نوره ورانه شوې ده. رېل ګاډے به ملاکنډ ته تلو، اوس پاټلۍ شته خو رېل نشته؛ د چارسدې شوګرمل خو وران پروت دے، څوکۍ جوړې شوې دي، تاڼې زياتې شوي دي خو ملونه او کارخانې خو نشته ـــ دلته خو پېرنګي شنې جنډې جنډې او درې رنګه جنډې شته، چرته خال خال تاسو ته سره جنډه ښکاره شي. تاسو دلته زما ليدو له راغلي يئ، تاسو خو اورېدو له نۀ يئ راغلي. څۀ بدلون نۀ وينم او کۀ تاسو زما سره د قام د ابادۍ، ترقۍ د پاره د بې تنخا د خداے مخلوق د پاره کار کوئ نو لاس اوچت کړئ او لوظ وکړئ؛ د سبا نه روان شئ، ما له جرګې او جلسې جوړې کړئ ګنې زۀ واپس افغانستان ته ځم.

د بابا د راتلونه پس د مرکز او صوبو تر منځه سياسي جنګونه شروع شو نو بابا ولي خان او مفتي صاحب ته ووې، ما دې ټولو صاحبانو له بوځئ چې خبره ورته وکړم چې سندهے يې پنجاب درسره لوبه کوي؛ قلار شه ګنې ستا حال به هم سبا دغه شان وي. لکه د ډاکټرخان صاحب به دې مړ کړي خو هغوي د بوتلو نه انکار وکړو نو مفتي صاحب ته ئې ووې چې د دين خبرې تۀ کوه او د سياست خبرې به ولي کوي. خو د يو بله مۀ جدا کېږئ. جوړه مو ښۀ برابر وساتئ. مرکز د صوبو ګورنران لرې کړل، حکومتونو استعفٰي ورکړه. پۀ نېشنل عوامي پارټۍ بندېز ولګېدو. د مشرانو خلاف د غدارۍ پۀ الزام حېدراباد سازش کېس جوړ شو. باچاخان نظر بند شو او ناجوړه شو او پۀ 1977ز کښې واپس کابل ته لاړو. افغانستان کښې داسې صوبه يا ايالت نشته چې هلته باچاخان تلے نۀ وي.

د باچاخان د عمل، خدمت او اصولو خبره کۀ ونۀ شي نو دا به د باچاخان او تاريخ سره زياتے وي. باچاخان مردان، صوابۍ، بنو، کرک او چارسدې کښې د زميدارانو سره پۀ پوله ناست دے، هغوي سره ئې ډوډۍ پۀ پيازو پورې خوړلې ده. باچاخان يوه ورځ قندوز ته لاړو. د دۀ ليدو او اورېدو د پاره ډېر خلق را جمع شوي وو. باچاخان هغوي ته ووې چې وروڼو! زما تاسو سره څوېمه ده چې د هغې د وصولۍ د پاره راغلے يم؟ جرمني کښې چې تاسو چا نه تپوس کوئ نو وائي چې جرمن يم، چې فرانس کښې تپوس وکړې نو وائي چې فرانسسي يم او کۀ جاپان کښې تپوس کوې نو وائي جاپانے يم؛ خو چې دلته راتلم؛ تپوس به مې وکړو نو چا وې اپرېدے يم، چا وې شينوارے يم، چا وې ازبک يم، چا وې تاجک يم او څوک وائي هزاره يم. يه خلقه! ځان ته ولې قرېش، ګجر او کسب ګر وايئ؟ تاسو خو پښتانۀ يئ، افغانان يئ، دا قبيلې يادول پرېږدئ، قام ياد کړئ. دا قبيلې به تاسو کښې بېلتون او د کمترۍ احساس پېدا کوي. ما نه چې څوک تپوس کوي، زۀ وايم عبدالغفار يم، پښتون يم؛ ما خو چرته ځان ته محمدزے نۀ دے وئيلے.

راځئ چې خپل تاريخ وګورو! راځئ چې دوستان پېدا کړو، راځئ چې دښمنان وپېژنو ـ++ پېرنګيانو کوز پښتانۀ وېشلي دي او اوس دلته نور قوتونه تاسو دا بره پښتانۀ وېشي او افغانستان ورانوي. خداے، تاريخ او بچو لۀ به څۀ جواب ورکوئ؟. پۀ سره غرمه کښې روان شو او بل ايالت ته لاړو.

باچاخان د ازادۍ او سياسي شعور د خورولو د پاره صوابۍ ته لاړو او د سالار منيرخان پۀ کور کښې ئې شپه وکړه او سحر سلېم خان ته روان ؤ. ژمے ؤ او تر منځ د خوړ د پورې وتو خبره وه نو باچاخان ملګرو ته ووې؛ د چا چې څپلۍ پۀ پښو دي هغه د بوټانو واله ملګري اوږو ته وخېژوئ او د خوړ پورې غاړې ته ئې ورسوئ. د زېدې نجوکاکا بټيار د دې تپې کمانډر ؤ او بوټان ئې پۀ پښو وو. باچاخان نجوکاکا پۀ اوږه واخستو او پورې ئې کړو.

تاسو کۀ د باچاخان ټولې خدائي خدمتګارۍ ته وګورئ نو د خدائي خدمتګارۍ ټول کمانډران ډمان، قصابان او کسب ګر وو او د دې پۀ شا د احساس کمترۍ ختمول او پښتنو کښې ادارې جوړول وو.

باچاخان چې افغانستان ته تلو نو د ځان سره ملګرتيا کښې ئې شاد محمد مېږے واخستو. د طورخم پۀ پوله چا عسکر د شاد محمد مېږي نه د هغوي د کپړو غوټه واخسته او چې د باچاخان پرې نظر راغلو نو د عسکر نه ئې غوټه واخسته او چې کابل ته ورسېدل نو مېږي ته ئې ووې چې سبا به واپس ځې، ما سره مۀ ګرځه. تۀ چې خپله غوټه نۀ شي ګرځولې نو د قام غوټه به څۀ وګرځوې؟ باچاخان چې به د سياسي شعور د خورولو د پاره پۀ ټوله صوبه کښې هر چرته تلو نو دا خبره به ئې کوله چې حکومت د پارټۍ پۀ لاس کښې وي، پارټي د حکومت پۀ لاس کښې نۀ وي. کۀ تاسو او ستاسو جماعت حکومت جوړ کړو نو حکومت به ستاسو خدمت کوي. تاسو به د حکومت خدمت نۀ، د پارټۍ خدمت کوئ. پارټي پۀ لاسو کښې واخلئ نو حکومت به ستاسو لاسو کښې وي.

باچاخان چې د کابل نه واپس شو نو پۀ ټوله صوبه کښې ئې د خپل پېغام د خورولو د پاره يوه وړه کتابچه وليکله، “يا به يو کېږو ګنې نو ورکېږو!” د ګرځېدو د پاره ملاکنډ ته راغلو. د دۀ سره مولانا ترخوي ملګرے ؤ. زۀ هم د باچاخان سره دير ته لاړم او د تالاش سرفراز خان کره دېره شو او خلقو سره ئې جرګې او صلاحګانې کولې او دغه وړه کتابچه به ئې پۀ څلور انې ورکوله. بيا سخاکوټ ته د راحت کاکا حجرې ته راغلو او د دې ځاے نه پس د سوات کريم بخش چاچا حجرې ته راغلو. سوات کښې ئې جرګې مرکې کولې او کتابچه به ئې د خپل پېغام پۀ شکل کښې خرڅوله. دوي به خلقو ته وې، شکر وباسئ چې بادشاهي لاړه او سياست دلته راغلو؛ تاسو به اوس د خپلو پښتنو وروڼو سره پۀ جرګو کښې کښېنئ، سوات اباد دے. اوس به دلته ازادي او خوشحالي راشي. د چاچا کريم بخش پۀ کور کښې باچاخان ناجوړه شو – کامران خان خپل نوکر ته ووې موټر واخله او ډاکټر را وله. باچاخان کامران ته ووې، سيټه! ناجوړه خو زۀ يم ډاکټر خو نۀ دے، زۀ به ډاکټر له ځم، پۀ ما پسې دلته ډاکټر مۀ راوله. روان شو او ډاکټر فضل وهاب ته لاړو. ګڼه وه، د کامران خان ډرائيور ډاکټر ته سوال ځواب وکړو چې باچاخان ناجوړه دے او ستاسو پۀ کلينک کښې دے، د خلقو نه مخکښې د دۀ معائنه وکړه. باچاخان ورته ووې، يه هلکه! زۀ د دې خلقو نه لوے نۀ يم، پۀ نمبر کښې به کښېنم او پۀ خپل نمبر به ځم او کۀ دا نخرې کوئ نو واپس ځم. پۀ نمبر کښې ډاکټر ته کښېناستو. د سوات نه پس بونېر پاچا کلي ته راغلو. د پېربابا زيارت له لاړو. مشرانو سره ئې ليدل کتل وکړل. هندوانو، سيکهانو سره د ګردوارې پۀ خوا کښې پۀ يو بهېټک کښې کښېناستو او هغوي ته ئې ووې چې د دې ځاے د خلقو سره غم ښادي کوئ، خپل روزګار کوئ او د دې وطن سره زړۀ وتړئ لکه د تېراه د هندوانو پښتانۀ شئ. د خپلو مړو د سوزولو دپاره خپل ځاے واخلئ. مياګانو، مليانو سره ښۀ تعلقات ساتئ چې بې ځايه مسئلې او مشکلات درته پېدا نۀ شي. د پاچا کلي نه پس کلپاڼۍ ته د زرين خان حجرې ته لاړو. هلته ئې د پارټۍ د مشرانو سره يوه درنه غونډه وکړه. بيا د دې ځاے نه پس د مخرنۍ د متين خان حجرې ته لاړو. متين خان د چملې او امازو ټول مشران راغونډ کړل. درنه جلسه او درنه مېلمستيا ئې ورکړه. باچاخان چې پۀ دسترخوان کښېناستو نو متين خان ته ئې ووې، دا دومره پېسې چې پۀ ډوډۍ لګوې نو پارټۍ ته ئې پۀ چنده کښې ورکړه، پۀ کار به ئې راشي. پښتانۀ پۀ نوم او شهرت تاوان کوي خو پېسې د کار او هنر پۀ ځاے نۀ لګوي. باچاخان د طوطالۍ پۀ لاره چارسدې ته روان شو. زما سره ئې د کتابونو حساب کتاب وکړو، ټول کتابونه د پينځۀ سوه او پنځوسو روپيو خرڅ شوي وو. باچاخان ما له پنځوس روپۍ راکړې، ما چې د ارباب صاحب بالا خانه کښې د بابا د رپورټ تفصيل پۀ غونډه کښې پېش کړو نو ولي خان ما ته ووې، بابا درباندې ډېره مينه کړې ده؛ ما او غني دادا ته چرته هم بابا پۀ انعام کښې پېسې نۀ دي راکړې.

باچاخان پۀ 1977ز کښې واپس افغانستان ته لاړو. دلته پاکستان کښې مارشل لاء ولګېده او پۀ کال 1978ز کښې افغانستان کښې د ثور انقلاب راغے او 1979ز کښې ايران کښې د ايت الله خميني حکومت راغے او شاه ايران د ملک نه وشړل شو. دې درې واقعاتو نوي او تراخۀ حالات او واقعات پېدا کړل. د ضياء الحق مارشل لاء او د امريکې کومک د ثور انقلاب او د شوروي راتګ او د خمېني بدلون، مذهب پۀ سياست سورول او د شيعه مسلک نمود نمائش او فرقه پرستۍ. د جنرل يحيٰي پۀ وخت باچاخان هغۀ ته وئيلي وو، د سياست او جمهوريت لارې مۀ بنده وه. الېکشن کمېشن د سياسي پارټيو پۀ مشوره جوړ کړه. شېخ مجيب پرېږده پۀ تړلو لاسونو جنګ نۀ کېږي.

د مارشل لاء نه پس ئې پۀ کابل کښې د پاکستان سفير ته ووې چې دا جرنېل پوهه کړه، سرې لمبې راروانې دي، پۀ دې اور کښې به د پاکستان خلق سوزي. دنيا به وسله راوړي او مونږ له به ئې راکړي او د هغوي تاوان نۀ کېږي، تاوان به زمونږه کېږي. تۀ خو فوځي يې، جنګ کوې ولې د 1971 جنګ دې ياد نۀ دے؟ او د ثور د انقلاب نه څو مياشتې وروستو باچاخان نور محمد ترکۍ ته داسې ليکي، د روس د انقلاب نه پس لېنن ملګري او مشران راوبلل؛ ورته ئې ووې، د زار روس حکومت ؤ، خلقو سره ئې ظلمونه کول نو خلقو د هغوي تخته واړوله او ستاسو حکومت راغلو – کۀ تاسو پۀ خلقو لکه د بادشاه ظلمونه او عياشۍ شروع کړې نو ستاسو پۀ ضد به دا خلق راپاڅي. د بادشاه د ظلمونو نه سبق واخلئ، د خپلو خلقو او ګوند خدمت وکړئ چې ستاسو پۀ شا او ستاسو سره ولاړ او روان وي. نو ترکي صاحب! تۀ هم خپلو ملګرو ته ووايه مستېږئ مۀ! د خپل ملک او قام د پاره خدمت وکړئ. ستاسو حکومت به هم دا خلق پۀ بله واړوي.

د ترکي صاحب او د حفيظ الله امين د مرګ نه پس ببرک کارمل د حکومت پۀ چوکۍ کښېناستو. ملک او پارټۍ کښې دننه جنګونه تېز شو نو باچاخان کارمل ته ووئيل، کارمل صاحب! تۀ اوس هغه کارمل نۀ يې چې ما پېژندې، اوس بدل کارمل يې. پۀ خپل ملک نظر واچوه. د نورې دنيا خلق دلته راغلي دي او وسلې ئې راوړې دي؛ ستا خپل خلق تلي دي او وسلې ئې راخستي دي. ټول پۀ شريکه دا وطن بربادوي. کله چې کميونزم راشي، وطن ترقي وکړي – دې کميونزم خو بربادي شروع کړې ده. دا خو نۀ بدلون دے او نۀ کميونزم. دا خو د دوو ملکونو ستا پۀ خاوره خپل خپل جنګونه دي. اور ته لمن مۀ وهه ګنې سبا به تاريخ او اولس ته مخ تورن ولاړ يې. خدمت وکړه او اور مړ کړه! ډېر اوږد جنګ در پۀ غاړه دے. کوز او بر پښتانۀ دواړه مري. پۀ پردو اسونو تبرې مۀ ږده! د پردي باټ نه خپله برجو غوره ده. د دې جنګ د حل لاره ولټوه! کۀ زما خبره نۀ منې نو سبا به لاسونه مروړې. باچاخان عملي سړے ؤ.

پښتنو به تجارت نه نفرت کولو نو خپله ئې چارسده کښې د ګوړې منډۍ جوړه کړه او پۀ هغې کښې به ناست ؤ او د جلال اباد د کور پۀ باغ کښې به ئې خپله ګوډ او خواري کوله. باچاخان چرته هم د بازار نه سبزي، جوار، غنم نۀ دي اخستي.

د ايران د بدلون چې خميني صاحب پۀ مخالف سياسي خلقو نيول تشدد ځان او مذهب پۀ سياست سور کړو نو باچاخان اجمل خټک ته ووې، تۀ پۀ فارسۍ ژبه پوهېږې – زما لۀ خوا خميني ته وليکه چې خميني صاحب! مبارکي درکوم، د زمکې نه دې بادشاهت لرې کړو. بادشاه خداے وي او پۀ اسمان کښې وي. پۀ زمکه بادشاه او بادشاهت نۀ وي. خو درته وايم دا خپل مسلک او مذهب پۀ خلقو او پۀ سياست مۀ سوروه. ګاونډ کښې درسره د نورو مذهبونو خلق اوسي. څۀ ستا ملګري او څۀ ستا دښمنان دي، هسې نه چې امريکه دې شکنجه کړي.

باچاخان د ثور انقلاب د عواملو او نتيجو نه خبر ؤ. يوه ورځ باچاخان د کابل سفير ته ووې چې پښتانۀ روس او کميونزم دلته نۀ مني. څۀ به مړۀ شي څۀ به هجرت وکړي. غواړم چې برژنيف ته ووايم چې قلار شه، ريګن ته ووايم چې واوره! تۀ خو ځوان يې؛ کابل کښې اوس مهاجر دلته د شپې چور کوي او اديبان د ورځې لوټ کوي. اندرا ګاندهي ته ووايه چې دا پښتانۀ خو ستا ملګري دي، لکه د نهرو او ګاندهي د سولې جنډه راواخله.

د افغانستان پۀ خاوره جنګونه خوارۀ شو. د دنيا خلقو وسلې، مېزائيلې، توپې او ټېنکونه افغانستان ته راغونډ کړل نو باچاخان اندرا ګاندهي ته پۀ خپله وليکل، تا ته پۀ صفا ټکو کښې وايم چې پښتانۀ پۀ مذهب پسې روان کميونزم نۀ مني، پېسه او کرسۍ مني – تا د نهرو لور د ګاندهي تربيت کړې او ما ته هم لکه د لور غوندې ښکاري، دا جنګونه تۀ نۀ وينې؟ ستا پۀ زړۀ کښې څۀ رحم او ترس نشته؟ بس کړه! د امن او سولې لار پېدا کړه!

باچاخان د خپلې ژبې او کلتور سره مينه لرله. باچاخان وائي، غازي امان الله خان چې د افغانستان امير شو نو ما ورته ووې، تۀ څنګه د پښتنو غازي او امير يې؟ تا له خو خپله ژبه نۀ درځي، پۀ پردۍ ژبه کښې خبرې کوې!!! نو ما سره ئې لوظ وکړو چې پښتو به زده کوم او چې کله ورسره بيا هندوستان کښې ملاقات وشو نو زما سره ئې خبرې پۀ پښتو کښې کولې. باچاخان به وې، اے خلقه! ما ته او خدائي خدمتګارو ته وګورئ! خړې د خامتا جامې به اغوندو، څپلۍ مو پۀ پښو وي، څادرونه به راسره وي او ټوپۍ به مو پۀ سر وي؛ تاسو د پښتنو خبرې کوئ خو جامې، پېزار او ژبه مو پردۍ ده.

باچاخان چې هند ته د انعام اخستلو د پاره لاړو نو لاس کښې ورسره يوه جوړه جامې وې. د هندوستان وزيراعظمه اندرا ګاندهي، صدر او مشران استقبال ته ولاړ وو خو باچاخان خپلې جامې بل چا ته د وړلو د پاره د وينځلو د پاره ورنۀ کړې. باچاخان چې د علاج نه پس راغلو نو د کالاباغ ډيم د مخالفت د پاره ميا والي، اټک او کالاباغ ډېم پورې ګرځېدلے او ملګري ئې د دې پۀ ضد راپاڅولي او کالاباغ ډېم د دغې تحريک پۀ سبب معطل او ختم شو.

باچاخان پۀ خپلو ملګرو او اديبانو شاعرانو مئين ؤ. خدائي خدمتګارکمانډران او د شاعرانو ټيم به ورسره هر وخت ملګري وو. د مرغز پۀ جلسه کښې د يعقوبي اميرمحمد خادم نظم ووې، باچاخان چې سټېج ته راغلو نو وې وئيل، امير محمد خادم زما پېغام درکړو، زۀ تقرير نۀ کوم. دغه نظم خلقو ته ورسوئ. د سخاکوټ پۀ جلسه کښې چې سائل صاحب ‘تپوس’ نظم ووې نو باچاخان تقرير ونۀ کړو او د سائل د نظم، اواز او فکر ستائنه ئې وکړه او کښېناستو.

صوابۍ کښې باچاخان د کالا باغ ډېم خلاف پۀ شوه کښې يوې لویې غونډې ته ووې، ستاسو پۀ خاوره به د کالا باغ ډېم اوبۀ خورې شي، بيا به دلته فصلونه نۀ کېږي. پۀ خپله خاوره او پۀ خپلو بچو ننګ وکړئ! پۀ دې خاوره به سبا پۀ اوبو کښې لکه د پنجابيانو لنګونو کښې ګرځئ. جلسې نه پس ئې باچاخان او د دۀ ملګرو ته د ډوډۍ وېنا وکړه. باچاخان ووې چې زېدې ته ځم او زۀ د غرمې ډوډۍ نۀ خورم او روان شو. چې د شوې بازار ته راغلو نو عبدالعزيزخان کاکا ته ئې ووې، خلقو ته مې عذر وکړو، ما وې چې زيات تاوان ئې ونۀ شي او وخت رانه خراب نۀ شي. دا د تپې سيکرټري سليم خان او ډرائيور خو هلکان دي، وږي شوي به وي – دا پنځوس روپۍ واخله، دوه واړۀ واړۀ کباب ځان او ما له او دوه غټ غټ کباب دې هلکانو ته را واخله. باچاخان پېسې سليم ته ورکړې، کباب ئې راواخستل او لږ لرې د اونې سېوري ته ودرېدل. کباب ئې وخوړل او پنجتار ته لاړل. کاکا ته ئې ووې چې د هغې مولانا محمد طائب پنج پير استاذ سره به ملاقات کوو. هغۀ ورته ووې، باچاخانه! هغه خو د سليم خان سخر دے، وبه شي. شپه ئې د سليم خان حجره کښې وکړه او سحر ئې پۀ کلي کښې د ډېم پۀ خلاف او د خلقو د پاڅېدو تقرير وکړو او مانېرۍ ته لاړو – هلته ئې خلق د ډېم پۀ خطرناکه منصوبه پوهه کړل. ورته ئې ووې، د ټولې صوابۍ خلق به ما سره کالا باغ ډېم ته ځئ، دا حکومت خو تاسو دلته ډوبوي، هلته به ډوب شو. جلسې نه پس د منير خان سالار کور ته لاړو. د هغۀ لور له ئې لس زره روپۍ او بيا د زيارت ګل چې لياقت باغ کښې شهيد شوے ؤ، د هغۀ مور له ئې لس زره روپۍ ورکړې. د پښتو عالمي نړيوال کانفرنس پۀ اپرېل 1987ز کښې د سليم راز پۀ صدارت کښې ګورګهټرۍ کښې وشو. د دې دوه مشران باچاخان او حمزه خان شينواري وو. دې کانفرنس ته د دوو باباګانو کانفرنس وئيلے شي ځکه چې باچاخان د پښتنو بابا او حمزه صاحب د پښتو غزل بابا ؤ. باچاخان پۀ شلمه جنوري 1988ز د شورو پۀ ورځ شپږ نېمې بجې سحر وفات شو.

د وزيراعظم پۀ حېث پۀ شلمه جنورۍ د دۀ د ليدو د پاره راغے او هم پۀ بله ورځ پۀ يويشتمه جنورۍ د وصيت مطابق پۀ کننګهم پارک (جناح پارک) کښې صاحب حق صاحب د دۀ جنازه وکړه او د دۀ د وصيت مطابق پۀ دوه ويشتمه جنوري پۀ ننګرهار کښې پۀ خپل باغ کښې د ارواښاد ډاکټر نجيب پۀ لاسو خاورو ته وسپارلے شو. د دۀ د قبر تعمير او جوړښت اوس هم روان دے. زۀ خپله سره د ملګرو جېل کښې وم. ما او ملګرو د دۀ غائبانه جنازه جېل کښې وکړه.

زۀ به خپله خبره پۀ دې راغونډه کړم چې غازي امان الله د پېرنګي دښمن او د خپل وطن د خپلواکۍ قهرمان ؤ خو هغۀ د حکومت د لارې د ازادۍ او ترقۍ کارونه لکه د چهترۍ د هوا نۀ کول نو پېرنګي د سازش پۀ توګه برطرف او يو غل ډاکو بچه سقاء ئې د کابل پۀ تخت کښېنولو. باچاخان مبارزه د پېرنګي پۀ ضد به خلقو او ځپلو کښې کړې او ترتيب کړې وه او تربيت ئې کړے ؤ. پېرنګے ئې د وطن نه وشړلو ولې پېرنګي خپل بچه سقاء دلته پۀ حکومت کښېنولو.

د باچاخان د تحريک او مبارزې وارثانو او ملګرو! کۀ بدلون او ازادي او ترقي غواړئ نو سياست اولس ته ورسوئ. د نعرو پۀ ځاے د عمل مېدان ته راشئ. يواځې دا نعره مۀ وهئ چې ‘باچاخاني پکار ده’، ورسره دا نعره هم وهئ ‘خدائي خدمتګاري پکار ده’ ـــ خپل منځ کښې د شر پۀ ځاے ورورولي پېدا کړئ.

وخت تاريخ او باچاخان ستاسو نه ځواب غواړي.

 

دا هم ولولئ

د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه …