د وړې اوچې د وېش نه پس د پاکستان دننه د عوامي نېشنل پارټۍ د سیاسي مفکورې او تګلارې پۀ اړه ابهام او تذبذب پېدا کول او یو اویا کلنې سیاسي مبارزې نه اولس بد ګمانه کول او د قامي سوال پۀ حواله د عوامي نېشنل پارټۍ ډسکرېډټ کول د ‘نېکانو’ اولنۍ ترجیح وي. دې لړ کښې وخت پۀ وخت مختلف سوالونه راپورته کولے کېږي او بیا د هغه ‘خان بهادرانو’، ‘خوانینو’، ‘پولټیکل اېجنټانو’ او ‘تاجِ برطانیه د وفادارانو’ زوزادونه دغه نوي سوالونه د ریاستي نمک خوارۍ زړې جذبې سره پۀ نوې نوې بڼه مخې ته ږدي. د قام پرستو ملګرو، پوهانو او زلمو د زړونو زور دې لا سېوا شي چې دغه اعصاب شلوونکي ځوابي اذیت ته راڼۀ تندي او سړې سینې حاضر وي.
دې ‘څو سوالونه او د هغو ځوابونه’ کښې څۀ سوالونه ځوابولے شوي دي، نور بیا لۀ خېره سره. مونږ د ځینو ځوابونو نه پس څو کرښې لیکل اړین ګڼلي دي، هغه کرښې مو برېکټونو [ ] کښې رانغښتې دي چې فرق ئې څرګند وي.
- عدم تشدد څۀ او څنګه وي؟
عدم تشدد د جبر منل نۀ دي، د جبر خلاف مزاحمت دے. دغه مزاحمت د تاو تریخوالي نه د مکمل ډډې شکل کښې کېږي. د جبر خلاف د عدم تشدد مبارزه د جابر فکري، اخلاقي، سیاسي، سماجي او د اختیار دلیل ټوټې ټوټې کوي؛ عن تر دې چې جابر د جبر جواز بائیلي. دغه مبارزه کښې د نفرت پۀ ځاے مینه، د انتقام پۀ ځاے استقلال او د اختیار د حصول پۀ ځاے د اختیار منصفانه تقسیم وي.
د عدم تشدد مبارزین د جابر ځاے نیول نۀ غواړي بلکې جبر تحلیل کول غواړي؛ ځکه د دې د پاره د لوړې حوصلې او د زغم او صبر لا متناهي مقدار پکار دے. دغه حوصله، زغم او صبر هله تر لاسه کېدے شي چې د عدم تشدد مبارز د خپل ذات شعور سره سره د تاریخ شعور، د قام شعور او د تهذیب شعور ولري. د عدم تشدد د مبارزې د پاره د مباحثې، تقریر، تحریر، مظاهرو، غورځنګونو، سول نافرمانۍ او بائیکاټ تګلارې پۀ کار راوستې کېږي. تنظیم، ګوند او مروجه سیاسي عمل کښې برخه د دې اوزار وي. د دې عمومي مقاصدو کښې د استعمار نه خلاصون، د قامي شناخت سره سم د انساني تکریم پۀ بنیاد ادارې ودرول، د سماجي انصاف منزل ته رسېدل او د نر واکۍ یا پلار واکۍ د جبر نه خلاصون شامل وي.
- د ابرهیم نصر سوال:
خادم حسېن صاحب! پۀ تهیورې کښې د باچاخانۍ تعريف کړے دے، پۀ عمل کښې ولي باغ د باچاخانۍ تعريف داسې کوي: د پښتون پۀ نوم سياست، د پښتنو د رهبرۍ او استازيتوب دعويٰ، د ظلم خلاف پوچې خبرې او دعوې خو د ظالم او قاتل نوم پۀ خولۀ اخستل کفر او ناروا کار ـــ د عدم تشدد د لارې لارويان؛ چې مقصد هېڅ کله د خپلو ملګرو او عامو پښتنو سره پۀ ناروا سلوک او وژلو احتجاج نۀ کول، کۀ څوک احتجاج کوي هغوي جاسوس او غدار ګڼل او د ګوند ملګري پۀ دې جرم لۀ ګونده ويستل، د پاکستان انټيليجنس او پوځ سره دومره مينه چې بدو ته به ئې بد نۀ وائي، کۀ بد ورته وائي هم خو نوم به ئې پۀ خولۀ نۀ اخلې؛ د لر او بر يو افغان دعوې خو رهبر وائي کۀ د افغانستان خلاف جنګ شو نو ټوپک به د افغانستان خلاف تر ټولو لۀ مخه زۀ اخلم ـــ لنډه دا چې پارلېمان ته به ځو، هلته به ناست يو، پاستۀ کوناټي، تودې پستې څوکۍ، خوږې پستې خبرې به کوو، نور د باندې به غږ غوږ نه کوئ ګنې عدم تشدد خرابېږي او باچاخاني بربادېږي ـــ دا ئې لنډ تعريف دے.
ځواب:
د دغه برنو خبرو د اسلوب نه پۀ ښه توګه ثابتېږي چې د واشنګټن پستو سړکونو باندې ګرځېدونکي خلق د قام او ملت د رهبرۍ پۀ حقله څه قسمه تصور لري.
ولي باغ د مزاحمت استعاره ده. د بابړې نه راواخله د ایوب تر امریته او د بهټو د پاپولیزم نه راواخله تر د ریاست د جنګي اثاثو طالبانو؛ ولي باغ پۀ مېدان خبره کړې ده او پۀ میدان ئې مزاحمت کړے دے. د افغانستان د ورانولو جنګ کښې هم ولي باغ مزاحمت کړے دے. لږ تپوس وکړئ چې نام نهاد جهاد ته فساد چا وئیلي وو او هم اوس ئې ورته څوک وائي؟ د ګُډ او بېډ طالبانو خبره چا کړې وه او تر اوسه ئې څوک کوي؟ ‘رښتیا رښتیا دي’ چا لیکلي او وئیلي وو او هم اوس ئې پالنه څوک کوي؟ د ‘فاټا’ اولس چې چا د القاعده واک کښې ورکولو، هغه خلق چا اېکسپوز کړل؟ سوات کښې چا ناورین جوړ کړو او د چا پۀ لاس ئې جوړ کړو، هغه خلق چا اېکسپوز کړل؟ اتلسم ائیني ترمیم کښې د پښتون تشخص چا وګټلو؟
- د ابرهیم نصر سوال
خادم حسېن صاحب پۀ قهر شو🙂 ــــ
داسې مۀ کوه! عدم تشدد نه سرغړاونه مۀ کوه! د واشنګټن لۀ پخو سړکونو وي کۀ د وزيرستان او سوات لۀ دنګو غرونو وي، مبارزه او مبارزين لۀ ورايه څرګند وي. مبارزه هم دې ته وائي چې دښمن، ظالم او جابر ته نېغ پۀ سترګو کښې سترګې ور واچوي او ورته ووائي چې تۀ قاتل يې! تۀ ظالم يې! تۀ جابر يې! شف شف ونۀ کړي؛ لکه پي ټي اېم بې لۀ دې چې چا ته لاس واچوي، خلق وزوروي، مالي تاوان خلقو ته واړوي، زرګونه زرګونه انسانان پۀ ښارونو او بانډو کښې سړکونو ته راوباسي. د مبارزې چغې ئې د دنيا کونج کونج ته ورسي، پښتانۀ او غېر پښتانۀ پۀ ستونزه خبر کړي. د واشنګټن او پېرس پښتانۀ را ويښ کړي او نړيوالې رسنۍ دې ته اړباسي چې د پښتنو پۀ ستونزو وغږېږي. باچاخان او د ولي خان خپل مقام دے د پښتنو پۀ تاريخې مبارزې کښې، خبره چې مرداره ده، د نن د ولې باغ نه ده؛ چې لۀ اصل مبارزې ويرژن دي، د اٰئي اېس اٰئي او د پاکستاني پوځ پۀ سر ئې د پښتنو لۀ سپېڅلې او تاريخي مبارزې سره دښمني اخستې ده او د ګوند ملګري پۀ دې لۀ ګوند باسي چې ولې دا چغې وهي چې اٰئي اېس اٰئي او پاکستاني پوځ د ترهګرو ملګري دي او د پښتنو د قتل و غارت ذمه وار دي. کۀ دغو چاپلوسه، بې زړۀ او پۀ څوکۍ مئینو مشرانو ته مبارزين او د دوي سياست ته مبارزه وائي نو د مبارزې توهين کوې. تۀ او خپل خداے! دا څۀ ډول مبارزه او پښتونولي ده چې د سوات او وزيرستان پۀ غميزه ئې يوه ورځ هم اٰئي اېس اٰئي او پاکستاني پوځ ته تر ګل ترخه خبره ونۀ کړه، خو پۀ کومه ورځ چې ولي باغ انتخابات وبائیلل نو زرګونه پښتانۀ ئې د چارسدې پۀ سړکونو راويستل او چغې ئې کړې ‘یه جو نامعلوم هین -:- یه همين معلوم هین’!!!
ځواب:
د ایجنسیو نوم نۀ اخلي، پښتانۀ نۀ راوباسي، د پوځ ملګرتیا کوي، د سوات او وزیرستان پۀ غمیزه ئې څۀ ونۀ کړل او بیا هم د سلګونو تعداد کښې شهیدان کولے شي، چې دا ولې؟؟؟
[خادم حسېن صاحب بیخي قهرېدلے نۀ دے!!! عدم تشدد نه د سرغړاونې سوچ حیات روغانے نۀ شي کولے چې لا سر ئې پۀ دې خلاص نۀ دے نو ډاکټر خادم حسېن صاحب به ترې څۀ رنګه د سر غړاونې سوچ وکړي؟عوامي نېشنل پارټۍ نامه وانۀ خسته او د واشنګټن لۀ پخو سړکونو، د وزیرستان او سوات لۀ دنګو غرونو واخستې شوه. دغه نامه اخستلو د پاره د ‘یه جو دهشتګردي هے -:- اس کے پیچهے وردي هے’ نتیجه خېزي هم وګوره ـــ د ریاست د جبر او زور مخنیوي د پاره د دغه نعرې اوسنۍ معنٰي د ‘پاکستان کا مطلب کیا؟ لا اِلٰه الا الله’ نه پۀ معنٰي او اثر کښې څومره مختلف ده؟ د عوامي نېشنل پارټۍ سیاست او د قامي مسئلې د حل د پاره د دې پۀ ستراتیژۍ پوهه غلام احمد بلور د خپل ورور بشیر احمد بلور او د بشیر احمد بلور د زوري هارون بلور د ‘قتل’ نه پس هم د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ سنګر وړومبي صف کښې ولاړ دي. د هارون بلور زوے دانیال بلور کۀ د خپل پلار او نیکۀ سیاست ته ودرېږي نو ایا هغه د دې قیمت نه خبر نۀ دے؟ بي بي ثمر بلور د دې قیمت نه خبر نۀ ده؟ د خپل یواځیني زوي راشد حسېن د ‘قتل’ نه پس هم میا افتخار حسېن د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ سنګر وړومبي صف کښې ولاړ دے ـــ هغه د دې قیمت نه خبر نۀ دے؟ ایا اوس هم ورپسې زین کړي اسونه نۀ ګرځي؟ دا نامې او دا کورنۍ ډېرې دي ـــ زۀ ګڼم چې دغه دوه نامې به د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ نمائندګۍ قبولې کړئ!!! تۀ پېغور ورکوې چې عوامي نېشنل پارټي بوجوه د ګل نه ترخه خبره نۀ کوي؛ زۀ پېغور نۀ درکوم خو پۀ پېښور، چارسده، سوات او د صوبې نورو برخو کښې عوامي نېشنل پارټي د انتخابي انجینئیرنګ ښکار کېږي، مېنډېټ ئې تروړلے کېږي، بریدونه پرې کېږي ـــ اٰیا وزیرستان نه پوځ دستبرداره شوے دے؟
صرف نعرې وهل او ‘ازاد’ حېثیت کښې پارلېمان ته تللو سره به دا مسئلې حل شي کۀ د ریاستي جبر پۀ ضد یوه باقاعده متبادل بیانیه به د دغه ناورینونو مخه نیسي؟ اٰیا واشنګټن او پېرس کښې ویښ شوي پښتانۀ پۀ ‘پي ټي وي’ ګوري چې بلندې ترخې ځږې نعرې ریاست ته څۀ نۀ وائي، د مازیګر بانګ کښې ترې یوه ټپه زیاته شوه، ‘حَيَّ اِلَی الْپارلېمان!!!’ قامي مبارزې د پاره د ‘یه جو دهشتګردي هے’ عدالتونو کښې د ضمانتونو جمع کوونکي ووټونو ته ودرېږي او پارلېمان نه به دا مسئلې حل کوي ــــ اوس خو مونږ فېسبوک هم سیریس واخستو!!! پي ټي وي خو لا پرېږده!!! د نقیب مسید پلار له د کور پېغور ورکوونکي دغه ‘شین کور’ او ‘شین پارلېمان’ د پاره دوه معیارونه ولې ساتي؟]
- د ابرهیم نصر سوال:
پوځ دا وژنې پۀ دې وکړې چې لۀ بابړې رانيولې بيا تر وزيرستانه د عوامي نېشنل ګوند مشران د پښتنو پۀ مرګونو پټه خولۀ پاتې شوي دي، هېڅ احتجاج ئې ونۀ کړو. د قاتل نوم ئې وانۀ خست، قاتل پوځ پوهه شو چې دغو مشرانو ايله زمونږ څپېړو ته مخونه نيولي دي، نور څۀ نۀ کوي. زمونږ نوم هم پۀ خولۀ نۀ اخلي، عکس العمل خو پرېږده ـــ نو هم دغه وجه وه چې رياست او د هغۀ پوځي ادارو خپلو ظلمونو ته نور هم زور ورکړو چې عوامي نېشنل ګوند د نېشنلزم لۀ پستو پستو خبرو هم لرې کړي، پۀ پښتنه خاوره کښې د نېشنلزم نوم بيخي ورک کړي او پۀ هغه مقصد کښې تر يو حده کاميابه هم شول. د کاميابۍ لنډ مثال ئې دا دے چې باچا خان او ولي خان به د نرانو غوندې هند ته تلل راتلل او هېڅ کله ئې د هند خلاف د پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ ونۀ کړو. باچا خان د خپل اخري عمر علاجونه پۀ هند کښې کول. د مرګ پۀ ورځ ئې راجيو ګاندهي پېښور ته نېغ راغے او ضياء الحق ئې حق حېرانه پاتې کړو. د عوامي نېشنل پارټۍ دومره نزدې اړيکي وې لۀ هند سره، خو نن حېدر هوتي پۀ پارلېمان کښې د مجاهدينو رنګه د هند خلاف د کشمير پۀ مسئله د جهاد سينه ټکوي!!! دا ئې يو وړوکے مثال دے چې د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه څنګه د پاکستان پوځي ادارو ته پۀ ګونډو دي، نۀ د خپل ګوند د سلګونو وژل شوو ځوانانو پۀ سر د پوځ نوم پۀ خولۀ اخستے شي، نۀ پۀ وزيرستان او سوات کښې د عامو پښتنو پۀ وژلو ـــ پۀ خولۀ ئې لاسونه ټينګ نيولي دي، هم خپل ملګري او هم عام پښتانۀ ئې د مرګ مخې ته نيولي دي. ستره وجه ئې هم دا ده چې بې حسابه بې کتابه ئې ځوانان وژل کېږي.
ځواب:
کۀ عوامي نېشنل ګوند پښتون نېشنلزم پرېښے وي نو د پښتونخوا شناخت ئې د چا د پاره وګټلو؟ پۀ وسیلو کښې ئې نیم حق د چا د پاره تر لاسه کړو؟ ستاسو پۀ خیال الطاف حسېن د پوځ نوم نۀ اخستو نو ځکه ئې د منځه یوړو؟
عوامي نېشنل ګوند د نر او ښځې دواړو د رول مفکوره لري. دا ډېره پدر پرست خبره ده چې د نرانو پۀ شان ــــ پښتونخوا اسمبلۍ کښې د خیسور پۀ غمیزه ستاسو پۀ خیال جماعت اسلامي یا تحریک انصاف تحریک التواء داخل کړے؟
عوامي نېشنل ګوند د پاکستان ائیني چوکاټ کښې د ملت پالۍ او قامي خپلواکۍ مبارزه کوي، ګوند ریاست نۀ وي چې نورو هېوادونو سره د ریاست پالیسي جوړوي. د هند کانګرس سره اړیکې هم هغومره مضبوطې دي ـــ د کشمیر پۀ حواله هم هغه پالیسي بار بار ګوند تکراروي چې کشمیر د کشمیریانو دے، د دواړو هېوادونو جبر دې بند شي او کشمیر ته دې خپلواکي ورکړې شي.
د سوات او وزیرستان د ناورین نه مخکښې دوه زره لس کښې پښتونخوا اسمبلۍ کښې قرارداد ګوند وړاندې کړو او اولس او دنیا ئې د جنګ اقتصاد نه خبر کړه ـــ د ریاست هغه بیانیه ئې چېلنج کړه د کومې لۀ مخه ئې چې پښتانۀ دنیا ته د ترهګر شکل کښې ښودل. زما کتاب ‘د میلیټنټ ډسکورس’ لږ وګوره.
یو عرض کوم چې د ‘پښتون’ مجلې د جنورۍ د ګڼې اداریه لږه ولوله چې د ریاست اشرافیې ته د قام خبره څوک کوي.
هر یو مقتول د باچا خان د نظریې مدعي
دلته ځي هره جنازه د هشتنغر پۀ لوري
قاتل ښۀ پېژني د دې خاورې اصلي وارثان
[پاکستان نن پۀ ‘ګرے لسټ’ کښې دے، پاکستان د نړیوال فشارسره مخ دے، پاکستان د خپلو ‘اثاثو’ د ملکیت د دعوې جرأت بائیللے دے ـــ د دې پۀ شا پۀ قامي تصور او شعور اډاڼه بیانیې دي، د دې پۀ شا د بابړې نه تر اوسه پورې د توې شوې وینې زور دے، د کومې نعرې شور نۀ دے!!!کۀ پۀ تشو نعرو کېده نو اوسه پورې به د پاکستان کا مطلب لا اِلٰه الا الله شوے ؤ، لۀ چتراله تر بولانه به پښتون یو شوے ؤ، اس کے پیچهے وردي به پۀ شا شوے ؤ.
واشنګټن کښې بجلي ځي؟]