‘پښتو’ (غني خان نمبر)، پښتو اکېډيمي، پېښور پوهنتون،
جنوري – اپرېل 1997، مخونه 125-123
د غني خان سره به د چا د فلسفي پۀ واسطه تړون وي، د چا به ورسره د ادب پۀ واسطه تړون وي، د چا به ورسره د فن پۀ واسطه تړون وي، د چا به ورسره د شعر او شاعرۍ پۀ واسطه تړون وي او د چا به ورسره د ليکوالۍ پۀ واسطه تړون وي، د چا به د تنقيد نګارۍ پۀ واسطه، هغه ډېر زوره ور ؤ، پۀ هغې واسطه به د چا ورسره تړون وي او هغه به ئې پۀ زړۀ پورې وي. زما خو هغۀ سره ډېره نزدې رشته ده. زۀ به ورته د زړۀ رشته ووايم، زۀ به ورته د مينې رشته ووايم، زۀ به ورته د خورولۍ رشته ووايم، داسې رشتې پۀ دنيا کښې رښتونې رشتې دي .
زما خو رښتيا چې ډېره وړه شان جولۍ ده. پۀ ادب زۀ نۀ پوهېږم، د فلسفې نه زۀ نا واقفه يم، شاعري مې دومره خوښه ده چې د غني خان کتابونه وايم. تنقيد کوونکې زۀ نۀ يم، نقاده زۀ نۀ يم، يوه ساده د پښتنو د کور د نغري د شکري د خوا ميرمن به ورته ووايم. حالاتو، حادثاتو او واقعاتو به زۀ را بهر کړې يقيناً يم، زۀ د خپل چاپېرچل نه ځان نۀ شم ويستې نو هغې چاپېر چل پۀ حساب باندې زۀ د هغې کورنۍ وړې وړې ټوټې را ټولوم، وړې وړې خبرې، وړې وړې واقعې د غني خان د ژوند د مخ د زاويو، د هر رنګ دومره رنګونه چې هغه د حساب او شمار نۀ دي.
قوس قزح څۀ ته وائي، شايد چې قوس قزح هم حېرانه شي. د غني خان رنګونو ته شاعران، اديبان او ليکوال خو حېرانه دي، دنيا ورته حېرانه ده. هغه د جهان قابل، د جهان هوښيار، د جهان پوهه، د جهان عاقل، پۀ جهان نظر بالغ چې ځان ته ئې لېونے فلسفي وئيل، د هغۀ لېونتوب د عقل يوه نمونه وه، د هغۀ فکر يوه رڼا وه، د هغۀ يو سوچ ؤ، د هغۀ يوه سودا وه، د هغۀ سرکښې يوه سودا وه او د هغه سودا پۀ واسطه د هغۀ د ژوند هغه ټول رنګونه چې سړے را ټول کړي. د غني خان ښائست دا ؤ چې هغۀ به يوې خاص طبقې لۀ ليک نۀ کوو خو دغني خان ليک د لارې کوڅې، د پولې د پټي، د ګاڼۍ د وټ ليکنې هغې خلقو لۀ ئې يو ذهن ورکړے دے، هغوي لۀ ئې هم يو شعور ورکړے، هغوي لۀ ئې هم ښکلا ورکړې ده، رڼا ئې ورکړې ده او مونږه هغه خلق يو چې مونږه هغه فلسفيانه خبرو باندې نۀ پوهېږو. مونږه هغه خلق يو چې د علم او ادب نه بې بهره به ورته ووايم. مونږه هغه خلق يو چې د شاعرۍ د پاره د غني خان کتاب وايو.
ډېره وروستو پۀ دې پوهه شوم چې د غني خان شاعرۍ کښې يوه ژورتيا ده. هغه ژورتيا داسې ژورتيا ده، دې ته چې تۀ ورکوزېږې داسې سمندر دے چې تۀ به ورښکته کېږې او غوپې به وهې يعني وېخ ته به ئې نۀ رسې. د هغۀ هر يو شعر چې را واخلې د هغۀ د ژوند د اخري وخت پۀ مناسبت چې يو شعر هغه ليکي، وائي:
خولۀ مې نۀ جوړېږي چې ظالم ووېم رحمان ته
مرګ چې ئې د جهان بادشاه کړۀ څۀ ووايم ځان ته
يعني دې شعر کښې څومره لويه فلسفه ده. د خداے لوئي، د هغۀ رحمانيت، د هغۀ ربوبيت، د هغۀ ملوکيت، د هغۀ رب العالمين نمونه، د هغۀ پۀ ټول جهان او پۀ دنيا هغه قدرتونه چې بنيادم د هغې تابع هم دے نو هغه بيا دا ګېله ترې هم کوي، وائي چې ما مخلوق پېدا کړو، تۀ مې اشرف المخلوقات کړې. نو زما د اشرف المخلوقات هغه بيګلوت (فرق) څۀ دے. زۀ دې خپل استازے کړم او زۀ دې راولېږلم، قوم لۀ زۀ دې زېرے کړم د امن نو زما او د نور مخلوق پۀ مينځ کښې هغه فرق څۀ دے؟ ځکه چې د جهان بادشاه خو مرګ شو، نو دا يوه داسې قيصه ده چې تۀ پرې خبرې کوې خبرې کوې نو خلاصېږي خو نۀ، نو د هغۀ يو کتاب نۀ دے، د هغۀ خو يو شعر نۀ دے، د هغۀ د دې تصويرونه يعني خلقو ته د هغۀ د تصويرونو سترګو کښې د ژوند رڼاګانې دي. د هغۀ داسې تصوير هم ماليدلے دے چې هغه کله کله راغلے دے، ما ته به ئې وئيل چې راکړه يو کاغذ، ما يو سپين کاغذ ورکړے دے، د نغري نه مې ورله سکور راوړے او پۀ هغې ئې اوبۀ اچولي دي او سکور ئې يخ کړے دے او سکور باندې ئې يو تصوير جوړ کړے دے او چې تصوير ګورې يا چې ئې تۀ کېږدې پۀ نمائش کښې نو خلق به هغه ګوري، ماسټر پيس موناليزا به د خلقو نه هېره شي. نو پۀ داسې کښې د هغۀ پۀ سوونو تصويرونه څۀ ما سره، څۀ اشنا سره، څۀ خپلو کره. پۀ دې دومره تصويرونو باندې پۀ دې دومره شان وخت کښې لکه چې تاسو چاته ووايئ چې سمندر راوله او منګے مې درله راوړے او پۀ کښې بند ئې کړه. دا ناممکنه ده.
ډېر داسې تصويرونه دي چې زما پۀ مخکښې هغه يو تصوير جوړوي. زما يوه وړه شان لور وه، اوس لويه ښځه ده، ډاکټره ده، د دادا ډېره خوښه وه. وئيل ئې د دې تصوير جوړوم. داسې تصوير جوړوم چې دا د شلو کالو وي. دا د اووۀ کالو وه يا به د اتوکالو وه، يو تصوير ئې جوړ کړو چې به دې ورته کتل نو حېرانتيا وه. او هغه ورله راغله و ئيل ښه کاکا! زۀ داسې يم، وئيل ئې دا ستا تصوير نۀ دے او هغه تصوير ئې زمونږ مخکښې پۀ دوه منټه کښې جوړ کړو. وئيل ئې دا “سمائلنګ بدها” دے. هغه تصوير اوس هم ما سره دے او چې ورته ګورې هغه سمائلنګ بدها دے. داسې قيصې چې زۀ ئې بيانوم نو زۀ ئې نۀ شم بيانولې. زما پۀ ژبه کښې دومره توان نشته دے.