‘انډس کلچر فورم’ یو تاثر – سعدالله مېوند

د ‘انډس کلچر فورم’ کلنۍ غونډې ته د پښتونخوا پۀ شمول ټول هېواد څخه د مختلفو ژبو شاعران او ليکوالان رابلل شوي وو. د دغې پرتمينې غونډې لۀ ناستو او ایجنډو څخه خبرېدلو. دلته پۀ خصوصي توګه د ښاغلي اقبال حسېن افکار هاند او هڅې د ستائيلو دي چې لۀ فېسبوک پاڼې نه ئې خپل ملګري د دغه دوه ورځني سيمينار لۀ ټولو جزئياتو خبر ساتل او دا چې وروستۍ ناستې ته ئې زمونږ دروند شاعر رحمت شاه سائل وېنا کړې ده، هم دا د داد وړ خبره ده.

دا زمونږ د پاره يو زېرے او د اميد بڅري دي چې پۀ اسلام اباد کښې دغه ډول پراخو ادبي او کلتوري ناستو، مشاعرو او مکالمو ته ارزښت ورکول کېږي او هم د دې لارې د اولسونو تر منځ د خبرو اترو او هنري راکړې ورکړې لپاره عملي ګامونه پورته کېږي. مونږ د دې خبرې تېرېږو چې دغه کلتوري فورم څوک چلوي؟ کله کار پېل کړي او څۀ کوي؟ بلکې پۀ ټولنيز لحاظ سره د دې ستر کلتوري چوپړ قدرداني کوو او پۀ يو عمومي او اولسي تناظر کښې ئې د پرمختګ، همبستګۍ او بريا پۀ هيله يو. مونږ باور لرو چې د قامونو تر منځ د فکري کلتوري اړيکو ټينګښت او مسلسل روابط کولے شي پۀ ټولنيزو، سياسي او عن ستراتيژيکي اړيکو کښې هم د بدلون او نوښت باعث وګرځي. ادب ، فوکلور، موسيقي، سندرې او داسې نورې هنري هلې ځلې د اولسونو او قامونو تر منځ د مثبتو انساني روابطو پۀ تشکيل او پرمختګ کښې خپل ارزښت او تاريخي ونډه لري او تل ئې د قامونو پۀ فکري پراختيا ژور رول لوبولے دے.

مونږ او تاسو ټول ښۀ پوهېږو چې پۀ تېرو څلوېښتو کلونو کښې دغه ټوله سيمه لۀ امو تر اباسينه د مذهبي منافرت او تنګ نظره سياسي او پراکسي جګړو پۀ سرو لمبو کښې ایرې ایرې شوه او د دغې تاريخي او فرهنګي حوزې ټول جمهوري، انساني او ازادي غوښتونکي تحريکونه وځپل شول او پۀ لوي لاس نړيوال، عربي او پنجابي شېطاني مثلث داسې داسې وحشي او بنياد پرسته مذهبې ډلې راوپاللې او دومره ډالر او ريالونو نه چې ورباندې مصرف کړل چې ئې د دغې جغرافيې روښانه، لطيف او هنر پروره ارزښتونه ورباندې قربان کړل او هم ئې دغه توليد او ښېرازه خاوره د لمبو او بارودو پۀ ډهېري بدله کړه او بيا بالاخر هم دغه متل پۀ مصداق ‘چې څۀ کرې هغه به ريبې”؛ دغه جهادي او تند روه ډلې د دوي د خپلې غاړې غړوندي وګرځېدل او د خپلو بادارانو ګرېوانونو ته ئې لاسونه ورواچول چې بيا ډېر زر دغو ډلو ته داعش، ښۀ طالب، بد طالب، فلاحِ انسانيت، دفاعِ پاکستان او داسې نور نومونه اصطلاحات وتراشل شول او دوي پۀ خپله ورسره پۀ جګړه بوخت شول نو پۀ دغسې ډول پېچلو سياسي حالاتو کښې د انډس کلچر فورم د کلتوري هلو ځلو پېل د وحشت پۀ دې خوره وره تيارۀ کښې د رڼا او امېد پۀ طرف لومړنے ګام بللے شو. دغه کلتوري فورم لکه څنګه چې ئې نوم څخه د حرارت او حرکت پته لګېږي، هيله ده چې پۀ عمل کښې به هم د مثبتو کلتوري خدمتونو مصدر وګرځي او د اباسين د روانو او څپاندو اوبو پۀ شان به پۀ خلقو کښې د حرکت او عمل جذبې راوپاروي.

کۀ وکتل شي پۀ تاريخي لحاظ د نړۍ د هرې علاقې او جغرافيې روانو او بهانده سيندونو د انساني ټولنو او قامونو پۀ وده او مادي پرمختګ کښې خپل نومونه د تاريخ پۀ پاڼو کښې د تل د پاره ژوندي ساتلي دي.

د نمونې پۀ توګه نیل درياب د مصري او سينائي تهذيب پۀ وده او ښکلا کښې ځانګړے نوم او تاريخي حېثيت لري، د جدله او فرات د عراقي تهذيب د تاريخي، مادي او معنوي ښېرازۍ ياد نومونه دي. هم دا راز د انګلستان ټمز سيند او د وېنس ښارګوټي شنې اوبۀ هم د ډېرو تاريخي او کلتوري رواياتو زېرمې ګڼلې شي چې د شېکسپئير پۀ شمول ئې د ګڼو نورو علمي او ادبي څټو تخليقي ذهنونه خړوب کړي او د علاقائي او نړيوال ادب پۀ تاريخ کښې ئې اوس هم يادونه او غورځنګونه پۀ څپو دي. لۀ دې سره سره د جرمن د ماين او وريمر ساحلونه د عظيم قصه ليکونکي، ناولسټ او شاعر ګوئټے، عظيم موسيقار واګنر او داسې نورو نوميالود خيالونو، خوبونو او فکرونو پۀ ګلکڅونو ودان ښکاري. هم دا راز د هند د عظيمې او روح پرورې خاورې جمنا او ګنګا چې د تاريخ شهکار تاج محل تصوير پۀ کښې ټالونه وهي او د هندو مت، بدهـ مت او ويدائي مذهبونو او تهذيبونو پۀ روايتي او عصري مېلو ئې تل ساحلونه اباد ښکاري او د ډيلي او بنارس د پېغلو بدنونه پۀ کښې د موجونو پۀ څېر رقصونه کوي، هغه د شېدا بابا پۀ وېنا،

لۀ قميص سره ئې تن لکه حباب ځي

کم مايه عالم به داد پۀ عريان څۀ کا

او پۀ لوېديځ او ختيځ پنجاب کښې روان سيندونه چناب، ستلج، راوي، جهلم او داسې نور چې د دغې شنې، زرخېزه او پستې خاورې د زرعي او کلتوري پنګو پۀ پسوللو او مختګ کښې خپل ټاکلے تاريخي ارزښت لري؛ پۀ غاړو او ساحلونو ئې غالب، بېدل، ګورو نانک، پير نصيرالدين ګولړوي، داتا ګنج بخش، وارث شاه، فېض احمد فېض، اقبال لاهوري او نورو سترو هستيو لوبې او خاپوړې کړي او پۀ تاريخي او روايتي لحاظ ئې د سترو انساني ارزښتونو او تهذيبي اقدارو پالنه او سېرابي کړې ده.

دغه سيندونه چې د واخان، پامير او هماليې لۀ طبعي زیرمو او سرچينو څخه را روان دي؛ يوه برخه ئې د پخواني خراسان پۀ شمال کښې د امو او جيحون پۀ تاريخي نومونو شهرت لري او د علم، ادب او عرفان تر ټولو ستر نوم مولانا محمد جلال الدين بلخي غوندې شخصيت ئې پۀ ساحلونو لوبېدلے دے او بله برخه ئې د پنجشېر لۀ سر درو څخه کابل، کونړ، پېښور، چارسده او نوښار ته را بهېږي او بيا پۀ اټک کښې د اباسين لنډي او انډس ګڼ مقامي نومونه پېدا کوي او هم داسې پۀ نورو غټو او وړو سيندونو سره د هند و سندهـ پۀ سمندر ورګډېږي – د اتصال پۀ هم دغه ګډه نقطه ئې د اکبر باچا مشهوره قلعه هم ودانه شوې. هم دا راز ئې د باګرام او روه پۀ دغه تاريخي جغرافيه کښې د ستر ټولواک کنشکا او داسې نورو شاهانو، شهزادګانو اسطوروي او اولسي قصو ډېر پۀ زړۀ پورې يادګارونه د تاريخ حافظې ته سپارلي دي. د لنډي پۀ غاړو د دغو ټولو تاريخي يادګارونو او برمونو سره سره د ستر خوشحال خان خټک هنر پرور او تخليقي روح هم زېږېدلے چې د انډس ساحلونه د پښتو نثر او نظم پۀ سندريزو ملغلرو ورسره د تل د پاره ښېراز شوي او هم دغه شاعره ارزو هم پۀ ټول زور او زوږ ورسره لوبېدلې. لۀ زاڼو او سپينو هيليو سره ئې سندرې وئيلي، هيلې او ښکارونه ئې کړي او د بازانو او عقابانو پۀ ژبه ئې پۀ پښتنو کښې د قامولۍ، انساني مينې، هنر پالنې، رزم او بزم نايابه شعري او نثري خزانې پرېښې دي چې د دغو پټو سندريزو خزانو پيکه او لۀ غباره ډک رنګونه ئې اوس هم د خپل مغروره، بې علمه او بې اتفاقه قام پۀ قامي ضمير هم داسې دوړې دوړې پراتۀ دي او ور څخه د څنډلو، پلټنو او بيا احياء پوښتنې او غوښتنې کوي.

چا ئې پلو لۀ مخه پورته نۀ کړو

پښتو لا هغسې بکره پرته ده

زۀ ئې چا لره وهم قدر ئې چا زده

پۀ اور وسوځه دا تورې قلمونه

خوشحال بابا

هم دا راز د يادونې وړ ده چې د دغو سيندونو يوې ګډې برخې ته د سندهـ پۀ ايالت کښې د سيهون نوم ورکړے شوے چې پۀ غاړه ئې مشهور قلندر بابا او شاه عبداللطيف بهټائي مزارونه ودان دي او هم داسې د نورو سترو هستيواو رواياتو، تهذيبي نسبتونه چې د دغې علاقې او پرګنو د تاريخ زیرمې او خزانې تشکيلوي.

مونږ د خپلې ګډې خاورې او زمکې پۀ کروي تصوير کښې هم دې ته ورته د بې شمېره بهانده سيندونو، لاښونو، ګودرونو او ابشارونو ابي زیرمې لرو چې د انساني ژوند پۀ ښکلا او مشترکو تهذيبي، زرعي او کلتوري ښکلاګانو کښې او ارتقائي سفر کښې ئې دغه شان ګډ اسطوروي، مستند او ژوندي روايات تر مونږ او تاسو رارسولي او هم دغه شان د مينې، درد او انساني تهذيب او کلتور سره تړلې قصې، منظرې او روايات ئې څپه پۀ څپه، د ژوند، مرګ او جدلياتي حرکت پۀ تناظر او سياق و سباق کښې څيړنو او شننو ته اړتيا لري.

مونږ طمع لرو چې د انډس کلچر فورم مسئولين به هم دغسې پراخو او هر اړخېزه مشترکو انساني، تهذيبي هلو ځلو پۀ رڼا کښې پۀ دغه وروسته پاتې او ځپل شوې ټولنه داسې يو هنري او کلتوري جال راوغوړوي چې هغه تېر او لولپه کړے شوي يادګارونه او کارنامې ئې لۀ نوي سره يو ځل بيا کوشېر پېدا کړي او د ارټ او جمالياتي تجسس داسې جامع او رغنده نمونې ټولنې ته وړاندې کړي چې د ذکر شوو سترو انساني هستيو د خيالونو، ارمانونو او فکرونو عملي مشالونه پۀ کښې پۀ ځلېدو وي او د نوې زمانې او معروضي غوښتنو پۀ رڼا کښې به د ټولنې داسې ماهرانه سرجري وکړي؛ څو د راخور تاريخي جهالت او ظالم طبقاتي او سامراجي نظام پۀ ضد پۀ خلقو او ټولنو کښې نوے شعور را پېدا کړي او د پراخ او حاکم، غربت او جهالت پۀ وړاندې چې د ټولنې نوي سلنه (90%) برخه ئې د محکوميت او غلامۍ پۀ پنجرو کښې بنده ساتلې، د بدلون او پاڅون جذبې را وپاروي.

د تېرې شلمې پېړۍ پۀ نهمه لسيزه کښې ځينې تش پۀ نوم داسې سامراجي ليکوال او شنونکي را پېدا کړے شول لکه فرانسوي نسله امريکائي ليکوال فوکومايا او هنګټن چې يو ئې د تاريخ د خاتمې او د نړيوال سرمايه دارۍ نظام د تلپاتې حتميت نظريه وړاندې کړه او دې بل بيا د تهذيبي جګړو پېشګوئي وکړه. پۀ داسې حال کښې چې دغه دواړه مصنوعي او دروغژنې نظريې د يو مخصوص سامراجي فکر او پاليسيو نمائندګي کوي او پۀ هېڅ صورت د انساني تهذيب او تاريخ سره سر نۀ خوري؛ زمونږ هيله ده چې پۀ دې اړوند به د دغه کلتوري فورم پۀ ملتيا داسې مترقي، روښان فکره او متجسس ارټسټان، اديبان او نوښتګر ځوانان را پېدا شي چې د خپلې ټولنې پۀ ټولو تاريخي، سياسي، ټولنيزو او کلتوري فکتورونو به هر اړخیز او بنسټيز کارونه وکړي او د مشاعرو، ټنګ ټکور او پراخو مکالمو او مباحثو پۀ مټ به د نوو ادارو د تشکيل سره سره خپله ټولنه د خيالونو او مذهبي منافرتونو ړ خول نه راوباسي او پۀ ګډه او مشترکه توګه به د خپلو تخليقي، تحقيقي او علمي هلو ځلو پۀ زور ځان او ټولنه د دې جوګه کړي چې هم د نړيوالو سامراجي او تنګ نظره قوتونو ځواب ووئيلے شي او هم پۀ داخلي سطح د نرګيست، ملائيت، رجعت او قنوطيت مخه ور ډب کړي او يو ځل بيا پۀ تاريخ کښې ارټ، تهذيب او اصيل و ارفع، کلتوري فنونو او اقدارو ته لاره هواره کړي او د ژوند د معروضي او مادي ښکلاګانو او طبعي زیرمو څخه سالمه ګټه پورته کړي. هم دغه ګډ فکري او عملي سوب دے چې د انساني اوکائناتي ډائنامیک او تحريکي تناسب پۀ معنيٰ مو پوهوي او د هيلو سر منزل ته مو رسوي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …