د هر وخت جابر او ظالم د خپلو مفادو د پاره پښتون قام پۀ څو ځايونو تقسيم کړے دے او خپل مفاد ئې پۀ دې منځ کښې حاصل کړي دي او د هر وخت حکمرانانو او خپلو کسانو ته ئې دا خبره کړې ده چې کۀ چرې پښتون قام پۀ خپلو کښې يو ځاے شي نو دوي کله هم څوک غلام ساتلے نۀ شي، بلکې کۀ دوي یو ځاے شي نو ډېر باچاهتونه به تر قلمرو لاندې کړي. ځکه نو د هر وخت حکمران او بادشاه دا کوشش کړے او لا ئې دا کوشش دے چې پښتون بې اتفاقه کړي او دوي پۀ خپلو کښې پۀ جنګ وي او د دوي پۀ منځ کښې لالچ او مفاد وي نو بيا به مونږ ډېر پۀ ارام سره د دوي پۀ خاوره او وسائلو قبضه ساتلې شو او مونږ به د دوي د تورو او سپينو مالکان یو.
هسې خو خداے تعاليٰ مونږ ته داسې خاوره او وطن را نصيب کړے دے چې ټوله دنيا ورته حېرانه پاتې ده او د هر جابر دا کوشش دے چې د پښتون خاوره زۀ قبضه کړم او پۀ دې خاوره جنګ وي نو زمونږ مفاد به پۀ دې هم ترسره کېږي او د دې خاورې د قدرتي وسائلو د لوټ مار موقع به مو پۀ لاس وي خو د پښتنو مشرانو او اتلانو هم دا کوش او جدوجهد کړے ؤ او لا ئې شکر دے کوي چې د پښتون پۀ خاوره او پۀ وسائلو د پښتون قام او اولس حق دے او دا ټول د يو کور کسان دي. د دوي ګټې او تاوانونه یو دي نو کۀ پۀ بې اتفاقۍ سره د دوي ګټې د نورو د چُور تالان ښکار کېږي نو دوي دې اتفاق سره ولې دغه ګټې خپله پۀ خپله ښه رانۀ ولي؟ د پښتون قام پۀ يو ځاے کولو باندې د پښتنو ډېرو مشرانو او اتلانو خپلې جاني او مالي داسې قربانيانې ورکړې دي چې تر نن ورځ پورې ئې تاريخ روښانه او ځلنده دے. د هر وخت پښتون اتل پۀ خپل خپل وخت د پښتنو د ازادۍ او اتفاق داسې خبره کړې ده چې د هغه وخت مفادپرست ورته حېران پاتې شوي دي. د پښتنو د يو والي د پاره د پښتنو ټولو اتلانو او مشرانو سره سم د پېرنګي پۀ دور حکومت کښې ستر اتل بابائے امن فخرافغان بابا يعني خان عبدالغفار خان بابا او پۀ هندوستان کښې ورته خلق او حکومت ‘باباے ازادي’ وائي – خان عبدالغفارخان بابا پۀ خپل وخت هر جابر او ظالم ته دا خبره داسې پۀ نره کړې وه چې کۀ زما ځان او سر سل ځله لۀ تن جدا کوې نو پرواه مې نشته خو پښتون قام به لۀ يو بل نه نۀ جدا کوې او پښتون قام او خاوره يو موټے ده. باچا خان د پښتنو د ازادۍ د پاره د پېرنګي خلاف د زړۀ چاودې مبارزې نه پس یو بل اوږد کړاو سره هاغه وخت مخ شو چې د هندوستان د وېش نه پس نوي جوړ شوي پاکستان هم د خپل زور بادار پېرنګي پۀ قدم قدم کېښودو او قبائیلي سیمې ئې ځان له د هر قسم جمهوري او سماجي ائیني نعمت نه محرومې وساتلې. د پاکستان قانون سازې اسمبلۍ کښې د خپلې وړومبۍ وېنا پۀ مهال باچا خان د پښتنو د دې ټوټې ټوټې وجود د یو کولو مطالبه پۀ پینځم مارچ 1948 کړې وه. باچا خان د نوي پاکستان حکمرانانو ته وئیلي وو چې باید پۀ نوي جوړ ملک کښې د انګرېزانو زوړ تقسیم ختم کړے شي، دا سیمې چې د ‘ازادې’ پۀ نوم د بد ترینې غلامۍ لاندې ساتلې کېږي، د خپلو پښتنو سره یو ځاے یوه صوبه شي او دلته هم د نور ملک غوندې ائین او قانون ته لاره ورکړې شي.
د نوي جوړ شوي پاکستان حکمرانان چې پۀ برټش راج کښې د هغوي چاکران، کمشنران او ډپټیان وو؛ هغوي د باچا خان دغه تاریخي، ائیني او جمهوري مطالبه د غدارۍ پۀ معنٰي واخسته او دا پراپېګنډه ئې شروع کړه چې باچا خان پاکستان ماتول غواړي. د دې پراپېګنډې رښتیا کولو د پاره ئې قسما قسم دروغ خوارۀ کړل. د خلقو ذهنونو کښې ئې شکونه پېدا کړل خو باچا خان بابا هم خپلې مطالبې نه پۀ شا نۀ شو. د باچا خان دغه مطالبه رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان هم ژوندۍ وساتله او د رهبرِ تحریک نه پس ملي مشر اسفندیار ولي خان هم دا مطالبه ژوندۍ ساتلو د پاره ډول ډول ازمېښتونه وزغمل.
خبره د فاټا پۀ پښتونخوا کښې د ضم کېدو او د هغې د فائدو وه ـ پېرنګي ظالم د پښتنو د وجود نه جدا کړې سيمه د فاټا پۀ نوم ياده کړې او برباده کړې وه او تر خپل واک لاندې ئې ساتلې د اېف سي اٰر د تور قانون پۀ زور ساتلې وه او د دې سيمې د تورو او سپينو مالک ؤ او هغه ظلم زور ئې قانون کړے ؤ چې د دنيا ټول قانون ورته حېران پاتې ؤ او دې وحشي قانون نه ئې پناه غوښته.
د پښتنو مشرانو او اتلانو د پاکستان حکومت سره پۀ دې تور قانون ډېر جدوجهد وکړو چې نن خو دا ملک ازاد دے او دې ملک کښې د مسلمانانو حکومت دے نو بيا دې پښتنو سره دا ظلم ولې کېږي؟ داسې څۀ خبره ده چې مسلمان پاکستان ئې د کافر پېرنګي استعمار پۀ قانون برقرار ساتلو مجبور کړے دے. خو د پېرنګي پۀ تربيت لوي شوي خلقو دې طرف ته هېڅ توجه نۀ کوله.
دا سلسله د باچاخان بابا زوي خان عبدالولي خان بابا او بيا د هغۀ نمسي ملي مشر اسفنديار ولي خان پورې راغله او اسفنديار ولي خان صاحب د هر وخت حکومت ته دا خبره داسې وکړه چې زما نيکۀ او پلار او د هغوي ملګرو دا پښتانۀ ازاد او د خپل ځان او د پاکستان د نور اولس غوندې د هر حق او قانون حق دار ګڼلي وو. دغه رنګه ئې زۀ د خپل ځان سره د هرې سيمې پاکستانيانو غوندې د هر قانون او حق غوښتلو حقدار بولم. د نورو پاکستانيانو غوندې دې دوي ته خپل حق ملاو شي او دوي دې د ترقۍ پۀ لور روان شي.
د اسفنديار خان او د هغۀ د نورو ملګرو او اولس جدوجهد رنګ راوړو او اخر فاټا پۀ پښتونخوا کښې ضم شوه. د فاټا پۀ پښتونخوا کښې د ضم کېدو ډېرې فائدې دي.اول اول خو دا اولس د پښتونخوا د نورو پښتنو پۀ شان د خپلو وروڼو سره د هر قسم حقوقو مالکان شول او د يو کس يا د يو خاص واکدار د بند نه خلاص شول. د دې نه مخکښې به د ايجنسۍ پوليټکل اېجنټ د هر قسم تور او سپينو واکدار ؤ او عوام به د هر قسم ترقۍ او کاميابۍ نه ناخبره وو. دوېم د فاټا د پښتونخوا سره يو کېدل به دا هم فائده وي چې فاټا ته به پۀ پښتونخوا صوبې کښې صوبائي نمائندګي ملاو شي او صوبائي ممبران به ئې جوړ شي او د فاټا هر کس به خپل MPA او MNA نه د خپلو حقوقو تپوس کوي او د ترقۍ پروګرام باندې به هر قبائل ځوان پوهه شي او نور پاکستان غوندې به دوي لۀ تور قانون خلاص شي. درېم به د فاټا خلق تعليمي مېدان کښې د هر چا سره يو رنګه شي او پۀ خپل کور کښې به تعليم حاصل کړي او هر بچے او لور به تعليم يافته شي او تعليمي ادارې به پۀ هره ضلع او تحصيل کښې جوړې شي. دې پښتنو سره هسې هم د پښتونخوا د هرې ضلعې خلق پۀ کار روزګار کښې د اولې ورځې نه شريک دي. د دوي تعليم، صحت او نوره غم خوشي به د پښتونخوا اولس سره وي. د صحت مېدان کښې د فاټا خلق ډي اٰئي خان، بنو، ټانګ، پېښور او نورو ځايونو ته خپل بیمار وړي نو کۀ دې خلقو ته پۀ خپل کور کښې لوي لوي هسپتالونه جوړ شي نو دا خلق به ډېر خوشحاله شي او د دوي مسئلې به پۀ خپل کور کښې حل شي. د فاټا ضم کېدو سره به پۀ قبائلي سيمو کښې تهاڼې او عدالتونه جوړېږي او مرحله وار به د دې سیمو خلق هم د قانون واکداران شي او د چاليس اېف سي اٰر نه به خلاص شي. د فاټا اولس اوس د وفاق نه خلاص شول او د صوبائي حکومت سره به د دوي کار وي. د فاټا پۀ پښتونخوا کښې د ضم کېدو ډېرې فائدې دي خو اصل فائده دا ده چې د فاټا خلق به خپل وسائل پۀ خپله استعمالوي او کۀ څوک ورسره دهوکه کوي نو دوي به د دې د تپوس ائیني حق لري. فاټا پۀ پښتونخوا کښې شاملېدو سره پۀ فاټا کښې د بلدياتي او صوبائي الېکشن تياري هم شروع شوه چې دا به هم د فاټا د خلقو د ترقۍ لار شي او هر پښتون به خپله رايې پۀ ازاد مټ استعمال کړي او د ملکۍ او خانۍ نظام به ختم شي.
د فاټا يو کېدو باندې ملي مشر اسفنديارولي خان صاحب ډېر خوشحاله ؤ او پۀ دې باره کښې ئې ډېر پۀ تفصيل سره څو څو ځله بيانونه او جلسې کړي او وئيلي ئې دي چې پښتون قام او خاوره يو موټے شي او چې يو برابر شي نو زمونږ حق او وسائل به هم زيات شي.
دا یو حقیقت دے چې کۀ یو وخت کښې پۀ دې خاوره د پېرنګي استعمار تور قانون ؤ او د اویا کلن جمهوري جدوجهد نه پس د دغه تور قانون خاتمه شوې ده نو بل اړخ ته د ریاست زورور طاقتونه چې مفادات ئې د دې خاورې سره هم د قدرتي وسائلو او هم د جنګي معیشت پۀ حواله تړلے شوے دے، دلته د کوم ائیني، قانوني او جمهوري حق پۀ مخالفت کښې پټ او څرګند کار کوي. هغوي کوشش کوي چې دا سیمې د هغه اصلاحاتو عملي کېدل ونۀ ویني چې د دغه قدرتي وسائلو د شوکمارانو او د جنګي معیشت د دلالانو کاروبار ته پرې نقصان رسېږي.
دا وخت پۀ دغه سیمو کښې د انتخاباتو اوازه خوره ده او پۀ جون کښې امید ساتلے شي چې دلته د صوبائي اسمبلۍ د پاره انتخابات وشي. دې سلسله کښې مختلفې سیاسي پارټۍ کۀ یو خوا د دغه سیمو خېبر پښتونخوا سره د ادغام کرېډټ پۀ خپله نامه کولو د پاره زور لګوي نو بل خوا کوشش کوي چې دغه علاقو کښې پۀ هر قیمت چې وي، نمائندګي وګټي. دې لړ کښې به دې علاقو سره د مفاداتو او جنګي معیشت دلالان هم د دغه پارټیو او امیدوارانو ملاتړ کوي چې پۀ موجودګۍ کښې ئې د هغوي د مفاداتو او جنګي معیشت ضمانت وي.
د دغه علاقو اولس باید پام کښې ولري چې دغه پارټۍ چې نن پۀ دغه علاقو کښې خپلې جنډې څنډي او خلقو سره د همدردۍ ډرامې کوي، دوي کله هم د دغه علاقو پۀ درد دردېدلي نۀ دي او نۀ ئې دغه خلق د تور قانون نه خلاص کړي دي. دغه علاقو کښې د امن د پاره، د قانون د نفاذ د مطالبې د پاره او د دهشت ګردۍ ختمولو د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ ورکران پۀ مېدانِ جنګ کښې هم جنګېدلي دي او پۀ پارلېمنټ کښې ئې هم د دوي د حقونو جنګ کړے دے. کۀ د دهشت ګردۍ خلاف د شوي جنګ تاریخ او دلته د قربانیو فهرست وکتلے شي نو یقیناً چې د ټولو نه زیاته قرباني به د عوامي نېشنل پارټۍ کارکنانو ورکړې وي او هر درېم شهید به د عوامي نېشنل پارټۍ کارکن وي. اوس چې وخت د دغه علاقو د مستقبل د فېصلې دے نو باید اولس دې ته وګوري چې څوک د هغوي د حقونو د پاره ولاړ وو او پۀ سرونو تالا کېدو هم ولاړ وو، پۀ شا شوي نۀ وو.
د قبائیلي سیمو د خېبر پښتونخوا سره د ادغام دا وړومبۍ کلیزه باید چې پۀ ټوله سیمه کښې د سرو بېرغونو سره ونمانځل شي او راتلونکو انتخاباتو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوارانو ته ووټ ورکړے شي چې دوي پۀ اسمبلۍ کښې د دې سیمو د اولسونو هغه حقونه دوي ته رسول یقیني کړي چې ائین او پارلېمان دوي ته ورکړي دي. دې سره به هغه قوتونه شکست وخوري کوم چې د خپلو مفاداتو، د دې سیمو د قدرتي وسائلو د لوټلو او دلته د جنګي معیشت فائدې ګټلو د پاره نۀ ائین غواړي، نۀ قانون او نۀ بشري حقونه.
پښتانۀ چې څوک پۀ لر او بر کښې وېشي
خدايه! لر و بر ئې ووېشې چې ورک شي
ځوان اتل ايمل ولي خان صېب ته مبارکباد
زۀ او زما ټول ملګري د ګومل بازار او د ضلع ټانګ هر پښتون خپل مشر ښاغلي ايمل ولي خان صاحب ته د عوامي نشنل پارټۍ صوبائي صدر جوړېدو باندې د زړۀ د تله مبارکي وړاندې کووم او د دوي نه امېد لرم چې ځوان اتل به د خپل نيکۀ باچاخان بابا او د خان عبدالولي خان پښتون خواب رښتيا کوي او د پلار ملي مشراسفنديار ولي خان پۀ قيادت کښې به هر پښتون مشر او کشر سه اوګه پۀ اوګه ګرځي او د خپل قام او خاورې خدمت به کوي انشاء الله ـ
لوي خدائے تعاليٰ دې ايمل خان صاحب او د هغه ټول قام او ملګرو ته همت ورکړي ـ امين ثم امين
لۀ طرفه:رحمت شاه قريشي پښتون ليکوال او د اے اين پي کارکونکے ګومل بازار ټانګ