علامه محمود طرزی او ‘سراج الاخبار’ – ډاکټر رفیقي

 

 

16105842_1400593726631528_2661089225600975240_n ‘سراج الاخبار’ د اسيا پۀ رک زړۀ کابل کښې پۀ يو داسې حال کښې را وځلېد چې نړۍ د شلمې پېړۍ و پېل ته هرکلی وايۀ. افغانستان پۀ جغرافيائي لحاظ پر يو داسې موقعيت شتون درلودی چې و يوې خوا ته ئې د روسيې د سياست درب پروت ؤ، و بلې خوا ته د هند پۀ مستعمره کښې انګرېزان د خپلې واکمنۍ د مستۍ پۀ خمار کښې د غرور تر ټاکه رسېدلي وو.

د دې تر څنګ د مسلمانانو و ستری واک عثماني خلافت د دې جوګه نۀ ؤ چې لۀ پرديو دسيسو خپل ځان وژغوري؛ دا لا څۀ چې هغه وخت ئې خپل شته وجود د زوال کندو ته روان ؤ.

انګرېزانو کۀ څۀ هم پۀ افغانستان کښې تر دا وخته پۀ دوو پرله پسې جنګونو کښې نۀ هېرېدونکې ماتې خوړلې وې خو بيا ئې هم پر افغانستان باندې د واکمنۍ خامه سودا لۀ سره نۀ تلله او د افغانستان پۀ داخلي او خارجي چارو کښې ئې لاس وهنه معمول ګرځېدلی ؤ.

نو پۀ داسې روانو حالاتو کښې اسلامي مفکرينو ته بالعموم او د سيمې پوهانو ته بالخصوص دا اندېښنه ور غزاره شوې وه چې څۀ ډول وکړی شي چې د استعمار لۀ دغه پرله پسې دسيسو څخه نۀ يواځې ځانونه خلاص کړي بلکې خپل ناتوانه وجود څۀ ډول وتوانوي چې پۀ استقلال او ازادي سره خپل اولس ورغوي.

د شرق ستر زيرمه خوار، فلسفي او سياستمدار علامه سيد جمال الدين افغاني د دغه فکري نهضت امام ګڼل کېږي کوم چې د سيمي د استقلال د پاره د قامونو د رابېداره کولو مبارزه راپېل کړې وه.

لا تر اوسه د مسلمانانو پۀ مغزو کښې د “العروة الوثقيٰ” د انګازو شور تود ؤ. د شرق اوسېدونکي پوهه شوي وو چې د استقلال او عزت ژوند زمونږ فطري حق دی. دغه انګازو د سيمې پۀ وګړو کښې د ازادۍ روح پوک وهلی ؤ او خلقو ته ئې د خپل روښانه سباوون اميد وربخښلی ؤ او د خلقو پۀ ذهنونو کښې ئې د يوۀ ځانګړي فکري نهضت تخم کرلی ؤ. د وخت پۀ تېرېدو سره دغه فکري نهضت لۀ ډېرو لوړو ژورو را تېر شوی ؤ او يو شمير پلويان ئې پېدا کړي وو.

لۀ دغه دراکو او ځيرکو کسانو څخه يو هم علامه محمود طرزی )زوکړه لومړی ربيع الاول 1281هـ.ق، غزنی، د سردار غلام محمد خان طرزي زوی، پۀ خټه محمدزی، مړينه دېرشم شعبان 1352هـ.ق( ؤ چې د ‘سراج الاخبار’ لۀ لارې ئې نۀ يواځې و خپل اولس ته بلکې د منطقې و وګړو ته يوه لۀ ډاډه ډکه فلسفه وښودله.

پۀ فارسي او وروسته پۀ فارسي او پښتو ګويا دغه جريدې پۀ خپل غېږ کښې د مدعا د بيان لپاره د نثر سره سره د نظم اسلوب هم درلود. پۀ ‘سراج الاخبار’ کښې علامه محمود طرزي داسې يو شميړ مطالب ځای پر ځای کول چې د وخت لۀ تقاضو سره اوږه پۀ اوږه هم اٰهنګ وو. پۀ دغه مطالبو کښې د خپلې خاورې سره مينه او د افغانستان استقلال لۀ لومړنيو مطالبو څخه وه. ‘سراج الاخبار’ د استقلال د تر لاسه کولو پۀ لړ کښې و افغانانو ته خپل تېر شوی برم ور پۀ يادوۀ او د دې تر څنګ ئې و افغانانو ته د انګرېزانو څخه د مستقلې ازادۍ د تر لاسه کولو د پاره لارې چارې ښوولې. د ‘سراج الاخبار’ پۀ بېلا بېلو ګڼو کښې د دغه موخې لپاره داسې يو شمېر مطالب تر سترګو کېږي لکه حب وطن، دين دولت، وطن ملت، نعمت ازادي، استقلال افغانستان، استعداد ترقي افغانستان، مساوات حقوق افغانستان با ديګر دول، استقلال دولت عليه مستقله افغانستان، استعداد و قابليت، دين اجتماعي افغانستان، موقعیت سياسي افغانستان ….

د ازادۍ سره سره مونږ پۀ ‘سراج الاخبار’ کښې د اتحاد اسلامي او سيد جمال الدين افغاني د اسلامي امه پۀ باب د درانۀ فکر انګازې هم وينو. علامه محمود طرزی هغه بختور کس ؤ چې مخامخ ئې لۀ علامه افغاني څخه د فېض اخستلو توفيق هم نصيب شوی ؤ. دا هغه وخت ؤ چې سيد صاحب د ترکيې پۀ استنبول کښې د سلطان عبدالحميد سره د مېلمه پۀ حېث د ژوند وروستۍ شپې ورځې تېرولې او ځوان محمود طرزي د خپل پلار سردار غلام محمد خان طرزي سره د هم د غه خلافت عثمانيه پۀ قلمرو کښې شامل د شام پۀ دمشق کښې د هم دغه سلطان عبدالحميد سره د سياسي مېلمه پۀ حېث مېشت ؤ. ولې چې سيد جمال الدين افغاني او د محمود طرزي صاحب پلار غلام محمد خان طرزي ډېر نزدې اشنايان وو او سيد صاحب پۀ ټول عمر د کور خاوند شوی نۀ ؤ او پۀ دا شپو کښې ډېر سخت ناروغه ؤ، ځکه نو غلام محمد خان طرزي خپل ځوان زوی محمود طرزي خپل رنځور اشنا سيد جمال الدين افغاني ته د هغۀ د خدمت لپاره لۀ دمشق څخه استنبول ته ور ولېږلو او دا ډول ځوان محمود چې د خپل وطن ،اولس او خاورې سره ئې لېونۍ مينه درلوده، د وطن د ازادۍ د شيرينې لۀ دغه فرهاد )سيد جمال الدين افغاني( څخه د هغۀ د نظرياتو د نېغ پۀ نېغه خپلولو چانس پۀ لاس ورغلو. لۀ سيد صاحب څخه ئې ډېر روحاني فېض او برکت او هم دا ډول د انګرېز پۀ ضد د افغانستان د استقلال او د سيمي د ښۀ سباوون لويه فکري شتمني تر لاسه کړه.

د سيد صاحب و افکارو ته د رسېدو لپاره او هم د دۀ د ژوند د بېلاېبيلو اړخونو پۀ باب ‘سراج الاخبار’ پۀ نړی کۀ هغه جريده ده چې پۀ خپله لمن کښې ځينې بيخي بېخکي معلومات رانغاړي؛ مثلاً پۀ هم دغه مورد کښې د سيد صاحب پۀ باب دا مطالب د هېرولو وړ نۀ دي کوم چې ‘سراج الاخبار’ پۀ بېلابېلو ګڼو کښې نشر ته سپارلي دي:

“…. چې بايد کرد، اتحاد ملت، موضوعات عسکري ملت ، خواب در تاريکي، مانع ترقي مسلمانها چيست، اتحاد اسلام، مسلمانان اتحاد کنيد، اګر مسلمانان متحد شوند، آزادي آسيا و افريقا، ترقي شرق تحت عنوان فلسفه مدنيت، احوال سيد جمال الدين افغاني، آسيا بايد آسيايان باشد، ضرورت اعتماد بنفس، شرقيان خود نه بيني بيګانه بيني،…..”

علامه محمود طرزي پۀ دې بيخي ښۀ پوهېدلو چې د نجات يواځينۍ لاره علم او پوهه ده. د علم پۀ تر لاسه کولو او د پوهې پۀ خپلولو سره د مسلمانانو کښتۍ د ستونزو د بحر څخه د نجات ساحل ته رسېږي او پۀ ډاګه ئې کړه چې زمونږ د زوال او شا ته پاتې کېدو سوب هم دغه بې سوادي او بې علمي ده؛ ځکه ئې نو د ‘سراج الاخبار’ پۀ بېلابېلو ګڼو کښې پر دغه موضوع يو شمېر موضوعات تر سترګو کېږي؛ لکه “علم و اسلاميت، مسلمانان کدام علم را بياموزند، پيش رفت معارف، علم را محدود بګويم يا غير محدود، منازعه علم ودين، معرکه مذهب وسائنس، اسلام و علوم، تحسين علم وعرفان، تشويق عرفان” وغېره.

علامه محمود طرزي پۀ علمي لحاظ هم د يوې اوچتي سويې څښتن ؤ. دلته مونږ پۀ ‘سراج الاخبار’ کښې د دۀ يو شمېر ديني ليکنې هم وينو چې هېواد والو او نړیوالو ته ئې پۀ کښې ديني لارښوونې کړې دي لکه “علوم وفنون، موعظه هاي ديني و ديګر مطالب اسلامي، موعظه عيد، رمضان فيض رسان، فلسفه اسلاميه حکمت ربانيه، مهر نکاح، مراسم عروسي ها و تعزيه ها، ليلة المعراج، عجائب قرآنيه، مولد نبي، غزوات جليله پيغمبري، غلبه حقيقت بر خرافات، آه بدعت بر شريعت چقدر غالب آمد، اصلاح اخلاق شخصي و جامعه، عمر انسان حيات جاودان”.

‘سراج الاخبار’ پۀ ټولنه کښې د ښځو لۀ حقوقو هم نۀ دی غافله – د ښځو لپاره ئې د ‘سراج النساء’ برخه لرله او يو شمېر ليکنې ئې د ښځو د بېدارۍ او د ښځو د حقوقو پۀ لړ کښې پۀ خپله لمن کښې را نغښتې دي لکه “ضرورت پيش رفت زنان، غيرت و حميت زنان مصر، انجمن نګهباني خانم های ترکي عثماني در استانبول” وغېره.

D:\تصویرونہ\FB_IMG_1543036390031.jpg د ‘سراج الاخبار’ د جاري کېدو پۀ څلورم کال لومړۍ نړیواله جګړه پېلېږي. دلته د نړۍ د پر مختللو دولتونو او اسلامي هېوادونو وګړي د يو شمېر ګواښونو سره مخامخ کېږي. دلته بيا پۀ ‘سراج الاخبار’ کښې د علامه محمود طرزي لۀ قلمه هغه وړانګې راوځي پۀ کومو کښې چې د علامه جمال الدين افغاني د فاقراري ارواح تاثير لۀ ورايه برېښي. و اسيايانو ته بالخصوص او نړیوالو ته بالعموم د جهاني سياست پۀ باب د ‘سراج الاخبار’ دغه مواد ډېر څۀ پۀ ځان کښې لري چې د هغه وخت د زمان او مکان د تقاضو سره خورا هم اٰهنګ هم وو لکه “فلسفۀ جنګ صلح، نتيجه جنګ جهاني، آيا صلح عمومي ممکن است، تاريخ حرب چيست، روابط اروپا با شرق، ضروري بودن جنګ عمومي، جريان جنګ جهاني، نتائج جنګ جهاني، مسائل عثمانيه و روابط افغانستان و عثمانيه، مسائل ايران و روابط افغانستان و ايران، مسائل هند و مسلمانان هند، سياست داخلي کشور های شرقي، خارجيه اجمال و احوال سياسيات عالم، ضرورت تربيت سياسي، فنون سياسيات، پشتباني از عثمانيه، مسلمانان هوشيار باشيد، تاريخ محربه روس و جاپان، لازم بودن اتفاق بني بشر به محاربه قوای طبيعيه.”

علامه محمود طرزي پۀ ‘سراج الاخبار’ کښې د خپل ځان او خپلي کورنۍ پۀ باب هم يو شمېر مطالب ښکاره کړي دي چې البته پۀ ‘طرزي پېژندنه’ کښې هم مهم رول لري لکه ‘خاطرات زندګي )پۀ بېلابېلو ګڼو کښې( او هم پۀ خپله د ‘سراج الاخبار’ پۀ باب پۀ مختلفو ګڼو کښې پۀ افتتاحيه کښې ډېر څۀ لري.

پۀ ‘سراج الاخبار’ کښې مونږ د نوي پرمخ تللې نړۍ پۀ باب هم يو شمېر مطالب وينو چې پۀ خپله د علامه طرزي د پراخ نظرۍ د فکري بنسټ څرګندونه کوي تر څو خپل اولس د پر مخ تللې نړۍ پۀ تقاضو او پرمختګونو باخبره وساتي؛ “ضرورت ترقي اقتصادي، راها و پل ها، آب رساني، خط آهن، ريل افغانستان، پيشرفت اقتصادي افغانستان، صنائع داخلي چيسان ترقي ميکند، ماشين خانه، زراعت، ډاک، پوست کارډ، مطبع ومطبوعات، فن جيولوجي يعني طبقات الارض، علم حقوق چيست و از چې بحث ميکند.”

پۀ ‘سراج الاخبار’ کښې علامه محمود طرزي و ادبياتو او ژبپېژندنې ته هم ځای ورکړی دی. نۀ يواځې ئې سيمه ايز ادبيات تر فهم لاندې نيولي دي بلکې نړیوال ادبيات ئې هم د ‘سراج الاخبار’ پسول ګرځولی دی، “ادبيات شرق و غرب، ضرورت ترقي زبان های پشتو و دري، ديباچه زبان خالص فارسي، حالات خوشحال خان خټک، زبان ګفتاري، ادبيات ملي مثنوي، شرائط جديده ادبيات در نصف آخر عصر، زبان و اهميت آن، ادبيات ملي فارسي افغان، ارتباط شعر و موسيقي، صنائع خانه ادبيات”.

علامه محمود طرزي د نوې ترکيې د پرمخ تللي ژورناليزم پوهه راوړه او دلته ئې پۀ افغانستان کښې پۀ لومړي ځل پۀ باقاعده ډول و خپل اولس ته ور وپېژندل او هغه هم پۀ داسې انداز چې لۀ کبله ئې نۀ يواځې ‘سراج الاخبار’ پۀ خپل اولس کښې محبوبيت پېدا کړ بلکې د هند، منځنۍ اسيا او منطقې پۀ سياست کښې ئې هم رول ولوباوۀ. دلته پۀ داخل افغانستان کۀ به خلقو و پینځلس ورځني ‘سراج الاخبار’ ته شپې پر ګوتو شمارلې چې کله به نوې ګڼه د چاپه راوځي او هلته پۀ منځنۍ اسيا کښې به هم خلقو د ‘سراج الاخبار’ نوې ګڼې ته انتظار ويستۀ او و دا بلې خوا ته پۀ مستعمره هند کښې به هم د خلقو سترګي د ‘سراج الاخبار’ پۀ لور کږې وې.

د ‘سراج الاخبار’ د دغه محبوبيت نتيجه وه چې انګرېزان پۀ ولاړې ځيني ولاړ وو او و ځان ته د اظهار ازادي د دعوو دغه غټو علمبردارانو و هند ته د ‘سراج الاخبار’ پر راتلو مکمله پابندي لګولې وه او ورسره ورسره انګرېزانو دا هم پوره کوښښ کاوۀ چې ‘سراج الاخبار’ ‌بخارا ته هم نۀ شي لاړ تر څو مسلمانان هم داسې خوار ځپلي او ټوکر ټوکر پاتې شي او د دوي تر تسلط لاندي ژوند تېر کړي – خو مينه والو بيا د ‘سراج الاخبار’ سره عشق درلود؛ هم به لاهور و ډيلي ته ورسېد او هم به د بخارا خلقو د ‘سراج الاخبار’ پۀ مطالعه ځانونو ته فکري توان وربخښلو.

‘سراج الاخبار’ پۀ خپل اتۀ کلن ژوند کښې پۀ دې وتوانېدو چې افغاني ملت ته دومره فکري توان وروبخښي چې د خپل استقلال اعلان وکړي.

‘سراج الاخبار’ پۀ شپاړسم ميزان 1290ه ش/ اکتوبر 1911ز لۀ کابله څرک را وواهۀ. پۀ هم دغه کال يو بل غټ اسلامي مفکر او ازادۍ خوښوونکي مولانا ابو الکلام ازاد لۀ کلکتې څخه د ‘الهلال’ پۀ نامه جريده راويستله. هم دغه ‘الهلال’ ؤ چې باچا خان عبدالغفار خان ليکلي دي چې زۀ د ‘الهلال’ مطالعې د سياست د ازغو ډک ډګر ته راوستلم. پۀ ‘سراج الاخبار’ او ‘الهلال’ کښې د دې علاوه چې دواړه پۀ 1911ز کښې راوتل پېل شو، بيخي نور عجبه ورته والي هم وو – د دغه دواړو اخبارونو چلوونکي د خپل وخت تکړه عالمان، پوهان او د قلم خاوندان هم وو، البته علامه محمود طرزي پۀ فارسي کښې شعر هم وايۀ. دغه دواړه کسانو د منطقې څخه د انګرېزي استعمار ازادي غوښته، دواړو پۀ سيمه ايز او نړېوال سياست باندې ژور نظر درلود، پر داخله او خارجه پاليسيو ډېر ښۀ پوهيدل؛ پۀ دغه دواړو اخبارونو کښې مونږ وينو چې چلوونکي ئې د ترکيې د عثماني خلافت د ډوبېدو پۀ غم غمژن وو او د انګرېز پۀ ضد ئې د منطقې اولسونه را پورته کول غوښتل. کۀ څۀ هم د ‘الهلال’ ژبه اردو وه او د ‘سراج الاخبار’ ژبې فارسي او پښتو وې، لاکن د دواړو اهداف مشترک وو.

د ‘سراج الاخبار’ غرقه مطالعه وه چې پۀ سيمه کښې ئې درانۀ فکري شخصيات راپېدا کړل چې يوه بېلګه ئې پۀ خپله امان الله شاه غازي دی چې نۀ يواځې د انګرېزانو څخه د افغانستان پۀ استقلال بريالی شو بلکې د منطقې لپاره ئې هم نۀ هيرېدونکي خدمتونه تر سره کړي او ورسره حکيم الامت علامه محمد اقبال هم ؤ چې نۀ يواځي ئې د خپل مشهور کتاب ‘پيام مشرق’ انتساب د افغانستان د استقلال ګټونکي امان الله شاه غازي پۀ نوم وکړ او پۀ لومړني اتۀ اويا شعرونو کښې ئې د دۀ د مېړانې او کارنامو ستائينه وکړه بلکې د خپلې مشهورې مثنوي ‘پس چه بايد کرد’ نوم ئې د ‘سراج الاخبار’ د يوې اداريې ‘چه بايد کرد’ څخه واخست )وګورئ زما مقاله ‘علامه اقبال کے مثنوي “پس چه بايد کرد” کا وجۀ تسميه'( دغه وجه وه چې باچا خان عبدالغفار خان او خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي رنګه سياستمداران پۀ دا خاوره کښې راپورته شول چې د برصغير پۀ سياسي تاريخ کښې ئې نۀ هېرېدونکي خدمتونه تر سره کړي.

پۀ ‘سراج الاخبار’ کښې علامه محمود طرزي نۀ هېرېدونکي علمي، ادبي، سياسي او ژورنالستکي خدمتونه تر سره کړل چې پۀ نتيجه کښې ئې د “پدر ژورناليزم و سياست افغانستان” دروند خطاب پۀ نصيب شو.

ما ډاکټر عبدالرؤف رفيقي پۀ اکتوبر 2011ز کښې د ‘سراج الاخبار’ تأسيس د سلمې کليزي د جشن پۀ مناسبت د اول کال 24 شمارې سره د خپلې اوږدې څېړنې پر 346 مخونو چاپ کړي. لۀ ښۀ مرغه پۀ دا اوس کښې ځوان او تکړه څېړونکي ډاکټر محمد داود جنبش د ‘سراج الاخبار’ د لومړي کال 24 ګڼې پۀ هم هغه پخوانۍ کچه پښتو ژباړه پۀ 1397ه ش/ 2018ز کښې چاپ کړې او اوس ئې دوهم ټوک پښتو ژباړه هم لۀ چاپه راووته.

پۀ دې کښې هېڅ شک نشته چې ‘سراج الاخبار’ د منطقې د علمي، ادبي، کلتوري، سياسي او ټولنيزو علومو يوه مهمه منبع ده چې د نوو څېړونکو لپاره کليدي او اساسي ارزښت لري.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …