چڼچڼې، سپرلکې، بلبلې، څوړے، چيتي او پۀ دې کلي کښې ټولې “حلالې” مرغۍ نن بيا را ټولې شوې وې. دوي پۀ تېرو غونډو کښې پۀ هېڅ نتيجه ونۀ رسېدل خو دومره وشوه چې مرغۍ پۀ دې پوهه شوې چې د دې سيمې د علماء کرامو پۀ نزد د مرغيو دوه قسمونه دي چې يو ګروپ ئې حلال دے او بل حرام.
دغه ناسته د چڼچڼو د ډېر کړاو نه پس راغونډه شوې وه. دوي د خپل نسل د ختمېدو لوئې اندېښنې راخستي وو. دوي دې فکر اخستي وو چې دغه خلق ولې دوي داسې پۀ بې دردۍ مړۀ کوي او ورسره د الله نوم اخلي او دوه درې نمړۍ د تبخي پۀ سر د دوي نيم پاو نه هم کمې غوښې ته زړۀ نۀ شي ټينګولے؟
دا ناسته پۀ دې وجه هم مهمه وه چې پکښې پۀ اول ځل “حرامو” مرغيو لکه کارغۀ، ښارو او توتکو هم ګډون درلود. دوي غوښتل چې د دغه مرغيو نه دا خبره زده کړي چې دوي څنګه “حرامې” دي؟
ميټنګ د بلبلې د ترنم نه پېل شو. بلبلې د خپل خوږ اواز پۀ جادو دغه غونډه پۀ يو نوي سرور بدله کړه. دغه ترنم کښې هغې پۀ اول ځل د يو طوطي کلام پۀ ترنم ووې. طوطي چې د کابل نه راغلے ؤ، ډېره ښه شاعري ئې د خپل څښتن نه زده کړې وه. دغه کلام د کابل د يو سپېځلي شاعر اسحاق ننګيال ؤ. بلبلې چې کله دغه کلام پېل کړو نو ټول مارغان غوږ غوږ شو.
کارغۀ دغه کلام ته غوږ نۀ نيولو او کاغ کاغ ئې کول. چې چڼچڼه سټېج ته راغله او د کارغۀ نه ئې هيله وکړه چې چپ شي. کارغۀ د خپل عادت نه مجبور ؤ نو کاغ کاغ خو ئې بس نۀ کړل خو د محفل نه والوتلو.
بلبلې ترنم بيا د سره پېل کړو:
اے ښکاري اشنا درته سلام کوم
پام کوه ماشې له ګوتې مۀ ور وړه!
بلبله چې دغه بند ته ورسېده نو ژړغونې شوه. ښارو خپلو څانګونو کښې سترګې پټې کړې لکه چې خپلې اوښکې چا ته ښودل نۀ غواړي.
توتکۍ لا غلې وه. ترنم وړاندې روان شو. بلبلې غاړه تازه کړه. غرېو نيولي اواز کښې ئې مخکښې لۀ دې چې سندره وړاندې ووائي، غږ شوه،
“ما له اوبۀ! ما له اوبۀ! ما له اوبۀ!”
چتي پۀ څانګ کښې اوبۀ راوړې او بلبلې ترې مننه وکړه. د اوبو د څښلو نه پس بلبلې بل بند شروع کړو:
اے ښکاري اشنا درته سلام کوم
پام کوه ماشې له ګوتې مۀ ور وړه!
پرېږده چې دا ښکلې مرغۍ والوځي
لاړې شي جوړه جوړه ګلونه شي
ښکلې شي ښائسته شي امېلونه شي
واخلي پۀ وزرو کښې تنکي بچي
وموښي سينو کښې ګلالي بچي
او د دې سره پۀ ګوټ کښې ناسته ماشومه چڼچڼه سلګیو ونيوه، ورته خپله مور ياده شوه چې پینځۀ ورځې وړاندې يو ښکاري پۀ چرئيز ټوپک غار غار کړې وه. هغه د بچو د پاره د پورې جبې د پټي نه اوبو پسې تلې وه چې بيا واپس نۀ شوه.
بلبلې سندره بيا ودروله. ماشومه چڼچڼه لا هغه شان سلګیو او هټکو نيولې وه چې تارو لاړو او غېږ کښې ئې ونيوله، مچي ئې کړه – کونتره هم لاړه، هغه ئې پۀ اوږه کښېنوله او ډاډ او تسلي ئې ورله ورکړه.
د مشرې چڼچڼې پۀ اصرار دغه سندره هم دغلته ودرولې شوه. مشره چڼچڼه چې سټېج ته راغله، غاړه ئې تازه کړه او د بلبلې د ترنم او د دغه دردېدلې سندرې ستائينه ئې وکړه. هغې وې، ګوره! ټول انسانان داسې نۀ دي – د ښاغلي اسحاق ننګيال پۀ شان خلق هم شته چې زمونږه پۀ درد او غم غمژن دي. بيا ټولو مرغيو د اسحاق ننګيال پۀ اعزاز کښې څانګونه پورته کړل او د خداے نه ئې د هغۀ د روح د ښاد کېدو غوښتنه وکړه.
چڼچڼې وې، زۀ پۀ دې حېرانه يم چې دا انسانان ټول د يو بل نه بدل ولې دي؟ څۀ زړۀ سواند دي او څۀ داسې “ظالمان” دي چې مونږ خو پرېږده، خپل وروڼه هم نۀ معاف کوي. هغې پۀ دردېدلي غږ کښې د کابل د يوې خود کش حملې ذکر وکړو. دغه حمله کښې دوه څلوېښت انسانان مړۀ وو او زمونږ درې خوېندې کونترې او څلور چڼچڼو هم پۀ دغه حمله کښې خپل ژوند د لاسه ورکړے ؤ. هغې وې، زۀ تاسو ته د يو بل ښۀ انسان يو شعر وايم خو ستاسو توجه غواړم.
لاندې مارغانو چغې کړې، ارشاد! ارشاد! ارشاد!
هغه ګويا شوه:
ما د برباد کورونو وير ليدلے
زۀ د يتيم زړګي ژړا پېژنم
بچيه تا له مرغۍ نۀ شم ويشتې
واه واه! واه واه! واه واه!
لاندې د داد چغې شوې، “بيا ووايه! بيا ووايه!”
چڼچڼې د ډاکټر ديدار هائيکو بيا تکرار کړه – بيا د داد چغې شوې.
کارغۀ تندے تريو کړو، وې زۀ دې شعر سره اتفاق نۀ کوم. ګوره! دا سړے اوس د دغه ځاے نۀ دے، دے خو کېنډا کښې ژوند کوي نو ځکه د bird protection د اخلاقياتو نه خبر شوے دے. طاوس نېغ ودرېدو – وې، طلاقي کارغۀ! زۀ به درباندې وخېژم! تۀ دروغ وایې! بې شکه دغه شاعر کېنډا کښې دے خو دا شعر هغۀ شل کاله وړاندې ليکلے ؤ چې کله سوات کښې ؤ.
دې سره ټولو مرغانو څانګونه وپړقول او کارغۀ بيا کاغ کاغ پۀ چغو والوتو. ټيغک پرې د شا ته نه اواز وکړو،
“کارغۀ! لکه د رنګ پۀ شان ‘زړۀ’ دې هم تور دے”.
محفل کښې خنداګانې شوې.
دا چې تور ئې رنګ دے
دغه کارغۀ دوړنګ دے
دا چې تور ئې رنګ دے
د دۀ پۀ زړګي زنګ دے
دغه نعرې شوې – البته چڼچڼه مايک ته نزدې شوه، وې تاسو باندې دا څۀ وشو؟ د انسانانو کارونه مو شروع کړل! کارغۀ سره زمونږ اختلاف شته خو بيا هم ورته مونږ بايد احترام ولرو. دغه زمونږ د ټولنې تر ټولو هوښيار مارغۀ دے. کارغۀ چې دا واورېدل نو سخت خجالت شو او نېغ راغے بيا غلې شان محفل کښې کښېناستو.
چڼچڼې اعلان وکړو،
“اوس زۀ دعوت ورکوم ښاغلي مړخور /Vulture)ګدهـ( ته چې راشي او د انسان د لاسه مونږ ته راپېښو کشالو باندې د خپلو خيالاتو اظهار وکړي.
هغه نېغ راغے، سټېج ته ودرېدو او د خپل تقرير ئې پېل کړو،
زما عزتمندو! زۀ نن ډېر خوشحاله يم چې تاسو پۀ داسې اتفاق او اتحاد وينم – زړۀ مې ډاډه شو چې نن دے کښې سبا دے خو دا مال د زرغون شاه دے. زۀ د انسان د غوښې وږے يم، زۀ تل د انسان پۀ غوښه ځان ساتم، مرګ ته ئې انتظار کوم؛ زما کار خو اوس انسان پۀ خپله راته اسان کړے دے. دومره انسانان پۀ بمونو جنګونو کښې مړۀ شول چې زما د رزق مسئله ختمه شوه. ما ته هر وخت د دغه حضرت انسان غوښه تر لاسه کېږي؛ خو ما نه نن هم هغه واقعه نۀ هيرېږي چې زما زړۀ کباب کباب شوے ؤ. د افريقې پۀ يو کلي کښې ما ژوند کوو. د رزق پۀ تکل وتے وومه چې څۀ ګورم يو تور ماشوم اخري ساوونه اخلي – زۀ خوشحاله شوم چې دے به اوس مړ شي. زۀ ورته نزدې ولاړ وم چې دې کښې يو هيلي کاپټر راغے، يوه جينۍ او يو هلک ترې کوز شو، خداې شته زۀ هم سم وږے ومه خو ما وې کۀ دغه ماشوم څوک بچ کړي نو خېر دے، زۀ دې د لوږے مړ شم، خداے مالک دے. خو هغه راغلل او پۀ کېمرو کښې ئې د هغۀ عکسونه اخستل شروع کړل او چې عکسونه پوره شو نو روان شول. زۀ پاڅيدم، ما وې چغې ورته باسم چې اے ظالمانو! ستاسو د دغه کېمرې پۀ قيمت خو د دغه ماشوم د دوه کالو ډوډې کېږي. دا ظلم مۀ کوئ خو هغۀ زما خبره چرته اورېده او لس مڼته بعد دغه ماشوم ساه ورکړه. زۀ وږے وم، ما وې ځمه چې وې خورمه خو دغه وخت مې زړۀ خراب شو. ما چغې کړې، ‘زۀ دې نن د لوږے مړ شم خو دغه ماشوم نۀ خورم.'”
لاندې ټول محفل بيا د سلګیو او ژړاګانو ډک شو. مړخور پۀ سلګیو سلګیو کښې دغه قيصه کوله،
“زۀ غواړم چې مونږ داسې وکړو چې د بر کلي ملا ته جرګه لاړ شو چې مونږ به ستا د عمرونو عمرونو خدمت کوو خو تۀ مهرباني وکړه، مونږ “حرام” کړه چې زمونږ نسلونه ختم نۀ شي.”
دغه تجويز د خلقو خوښ شو. کارغۀ څانګ اوچت کړو، وې زۀ خبره کوم. د مړخور ورور تجويز ښۀ دے خو زما خيال دے ملا به چرته هم دا ونۀ مني – بايد مونږ چرته يو بېنک لوټ کړو او دغه پېسې ملا ته ورکړو نو کېدے شي هغه څۀ “ګنجائش”پېدا کړي.
طاوس پاڅېدو، وې تور طلاقي! مونږ درته صبر کوو خو تۀ هډو د سړي زوے نۀ يې!!! اوس مونږ پۀ رشوت راړوې؟ مونږ دغه د انسان پۀ شان نۀ يو. جرګه پرې کوو، منت زاري به ورته وکړو.
کارغۀ بيا کاغ کاغ سره والوتلو. شا ته ورپسې چغې شوې،
دا چې تور ئې رنګ دے
دغه کارغۀ دوړنګ دے
دا چې تور ئې رنګ دے
د دۀ پۀ زړګي زنګ دے
بهرحال، د جرګې متفقه فېصله دا وشوه چې ملا ته به د پېسو پۀ ځاے جرګه ځو.
دغه اجلاسونه سلو ته ورسېدل خو د مرغانو نسل پۀ ختمېدو شو. نۀ ملا خبره اورېده نۀ ښکاري.
اوس دغه پاتې نسله مرغانو ښېری پېل کړې. هره هفته به راغونډ شول او د ښېرو د پاره به ئې پۀ جمع څانګونه پورته کول. طاوس به پۀ اوچت اواز ښېرې کولې او نورو مرغانو به پۀ اوچت اواز امين وئيلو.
“خداے دې داسې نيست او نابود کړه لکه مونږ چې يو” – “امین!”
“خداے دې داسې ورک کړه لکه مونږ چې دې ورک کړو” – “امین!”
دغه ښېرو يوه ورځ رنګ راوړو او د اېټم بمونو پۀ جنګ کښې انسانان د نړۍ نه ختم شول. اوس دغه خاوره کښې دوه زره کاله پس خداے صرف مارغان پېدا کړي دي چې د انسان د شر نه محفوظه يوه ټولنه ده.
د اسحق ننګيال شعرونه د هغوي د مقدس کتاب حصه ده. هر سحر ټول مارغان دغه سندره زمزمه کوي.
همدرد یوسفزے
افسانه
ښکاري اشنا