وزیر اغا
Roland Gérard Barthes
رولان بارت ليکوالان پۀ دوو ډلو وېشلي دي – لومړۍ ډله د هغو ليکوالانو ده چې ادب محض ذريعه ګڼي. داسې ليکوالانو ته هغه د Ecrivant )اکریونت( نوم ورکوي او محض “محرر” ئې ګڼي.
بله هغه ډله ده چې ادب محض ذريعه نۀ ګڼي بلکې مقصود بالذات ورته وائي. د داسې ليکوالانو د پاره رولان بارت دEcrivain )اکریوېن( نوم غوره کړے دے او د دوي د پاره د “مصنف” نوم هم کاروي.
“ادب د پاره د ژوند” او “ادب د پاره د ادب” د رولان بارت د دې تقسيم سره تر څۀ حده مماثلت لري. د “ادب د پاره د ژوند” علم بردار اکثر و بېشتر ادب د غېر ادبي مقاصدو د پاره پۀ استعمال زور راوړي. د مثال پۀ توګه دوي ادب د اقتصادي، مذهبي يا فلسفيانه نظريې د تشهير يا تبليغ د پاره پۀ شعوري طور د ذريعې پۀ توګه کاروي؛ ولې د دوي برعکس د “ادب د پاره د ادب” منونکي ادب مقصود بالذات ګڼي. “اکريونت” يعني محرر د هيئت او موادو وېش روا ګڼي. د دوي پۀ نزد د هيئت او مواد تر منځه هغه رشته ده کومه رشته چې د لفافې او پۀ هغې کښې د بند څيز تر منځه ده – ولې د “اکریوېن” يعنې مصنف دا موقف دے چې لفافه او ‘څيز’ دوه بېل توکي نۀ دي بلکې د يوې سيکې دوه مخونه دي. د “اکريونت” د پاره کۀ هيئت د بالټي پۀ مثال دے نو مواد پۀ بالټي کښې د اوبو پۀ مثال دي. د دوي پۀ نزد د فارم او موادو دا رشته د Container او د Contained رشته ده. ولې د دې پۀ مقابل کښې د “اکريوېن” مطابق د هيئت او موادو رشته هغه ده کومه چې د واورې د ګټ او د اوبو تر منځه ده.
رولان بارت د “اکريونت” او “اکريوېن” تر منځه دا توپير پۀ خپل مضمون Ecrivains et Ecrivants کښې وړاندې کړے ؤ. ښکاره خبره ده چې هغۀ دا خبره د ليکوال پۀ حواله کړې وه او دوه قسمه ليکوالان ئې پۀ ګوته کړي وو. دا د رولان بارت ابتدائي زمانه وه چې دغه وخت لا هغه د “مصنف” د وجود قائل ؤ – خو کله چې هغۀ پۀ 1970 کښې S/Z کتاب وليکلو نو د “مصنف” پۀ حقله د هغۀ نظريات بدل شوي وو.
بهرحال رولان بارت اوس د ليکوال پۀ حواله د اکریوېن او اکريونت تر منځه فرق د خپلې موضوع ګرځولو پۀ ځاے “ليک” پۀ Reaerly او Writerly کښې ووېشلو. پۀ نورو لفظونو کښې، کومه خبره چې د ليکوال پۀ حقله وئيلې شوې وه، اوس د ليک پۀ حواله ووئيلې شوه.
رولان بارت د ليک دوه قسمونه د خپل کتاب S/Z موضوع ګرځولې ده. پۀ دې کښې هغه د ليک يو قسم ته د Readerly او بل قسم ته د Writerly نوم ورکړے دے. Readerly هغه تحرير دے چې قاري ئې پۀ يوه ساه د اول نه تر اخره ولولي. داسې تحرير قاري صارف يعني Consumer ته بدلوي. د دې برعکس Writerly تحرير قاري يو تخليق کار ته بدلوي. Readerly هغه تحرير دے چې د يو خاص منزل پۀ لور سفر کوي او Writerly هغه تحرير دے چې قاري ته پکښې قدم پۀ قدم د منزل ګمان کېږي.
د تحرير د دې دوو نمونو نه Writerly تحرير ته رولان بارت د “متن”Text نوم ورکړے دے. د متن پۀ حقله بارت وائي چې دا يو داسې ساخت دے پۀ کوم کښې چې پۀ يو وخت تغيرات راځي؛ خو دا تغيرات د هغو Codes يا Conventions تابع وي د کوم نه چې ساخت عبارت وي. بارت متن د مقصود بالذات ګڼلو نه پس د دې د تخليق نه د مصنف کارکردګي لرې کړې ده. د دې پۀ ځای هغۀ ليک ته د همه اهميت ورکولو نه پس دا اعلان کړے دے چې:
‘Writing writes writing; a writer does not write.’
یعني “ليک )لیکنه( ليکي نۀ چې ليکوال”-
ګوندې بارت دا وائي چې د ليک خپله د “بوطيقا” (Poetics) يو خپل سسټم يا نظام وي پۀ څۀ کښې چې مصنف هېڅ برخه نۀ اخلي. داسې ښکاري چې د بارت دا نظريه نېغ پۀ نېغه د سوسيور نه ماخوذ ده، پۀ کومه کښې چې د Langue پۀ عقب کښې Parole کار فرما وي.
بارت دا وئيل غواړي چې تحرير يو داسې ساخت دے چې پياز سره د مشابهت پۀ وجه د پرتونو يوه سلسله ده چې دننه ئې کوم پېغام يا معنٰي نشته – يعني دا هغه لفافه ده چې دننه پکښې خط نۀ وي؛ ځکه چې بارت معنٰي يا جوهر لۀ سره مني نۀ. بارت وائي چې اصل مزه پۀ سپړدلو بې نقابه کولو کښې ده. پۀ دې کښې نۀ ده چې د بې نقابه کولو نه پس د دننه نه کوم شے برامد شي.
بارت چې وائي چې متن کښې کومه معنٰي نۀ وي نو پۀ نورو لفظونو کښې هغه دا وائي چې د کائناتو پۀ متن کښې هم کوم مطلق حقيقت بطور معنٰي نشته دے.
اوس راځو د قاري پۀ لور – لکه څنګه چې بارت ليکوال او ليک پۀ دوه دوه برخو وېشلي دي، دغسې ئې قاري هم دوه قسمه ياد کړے دے. يو هغه قاري چې د متن نه عام شان لذت کشيد کوي او دوېم هغه قاري چې د متن نه غايت انبساط حاصلوي. د لومړي لذت د پاره بارت د Plaisir او د دوېم د پاره د Jouissance لفظ کاروي. د رولان بارت نظام فکر چې پۀ کومو دوو خانو کښې جوړ شوے پۀ نظر راځي، هغه دا دے:
Ecrivant | Readerly | Plaisir | 1. |
Ecrivain | Writerly | Jouissance | 2. |
تور پیکۍ سنګین
تۀ!
تۀ د شاعر د ذهنه
را ټوکېدلی تصوير
او زۀ
د هجر او پردېسۍ
خزان وهلې
پاڼه
د رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان
د “ملغلرې” نه څو منتخب ټپې
پۀ غم کښې تا نه کمه نۀ یم
کم عقله نۀ یم چې به کلي خبرومه
زما سړې اوبۀ ګنډېر شه
پۀ ما مئین جانان پۀ خاورو خوب کوینه
کۀ جانان بد کړي زۀ به ښۀ کړم
چې څو مې نیت د یارۍ وي بد به ئې وړمه
لاس پۀ ولاړه راچاپېر کړه
د ودرېدو پورې زړۀ ورا نۀ را کوینه
کۀ خولۀ مې اخلې زر شه واخله
منګے مې څۀ له ګړبوې؟ لونده دې کړمه
خال مې د وروځو پۀ منځ کېښود
تۀ ورته ګوره خوند کوي کۀ وران ئې کړمه
مئين د زړۀ پۀ صبر پائي
نامړده تا پۀ ژړا ځان وشرماونه
پۀ سر وېرېږي راتلے نۀ شي
پۀ خولې کمرې نړوي چې در به شمه
پۀ سپین مېدان به درسره یم
زۀ پښتنه لۀ تورو نۀ تښتم مئینه
پۀ سر څنډلو نۀ خلاصېږي
ما دې د زړۀ پۀ سر پانې وهلې دینه
دا ډېرې خولې ډېر خبرې
کولاله نۀ یم چې برغولي جوړومه
د ستنې سوم پرې نۀ ځائېږي
زړۀ پېمانه د یار د غمــــــه ګرځومه
اوښکې نمانځي دې کۀ بېلماځې
زما پۀ څیرې ګرېوان ځي نمونځ پرې کومه
بنديخانې لره مې بیائي
تر خداے مې جار کړې بندي یار به ووینمه
جانان پۀ سرو سترګو مئین دے
زۀ به دا تورې سترګې چرته بدلومه
چې جنګ له ځې ما بوځه یاره
تشې قولې به دې پۀ جنګ کښې ټولومه