پېژندګلو:
دې مقاله کښې زۀ يو څو سوالونو ته جوابونه وئيل غواړم. وړومبے دا چې نن دور د پدر-سرۍ يا نر-واکۍ سره تړلې د فيمنزم تهيوري او عناصر کوم کوم اړخونه يا شکلونه لري؟ دوېم دا چې د الف جانې خټکې د شاعرۍ او تخليق د 1940ز لسيزه کښې د نر-واکۍ يا پدر-سرۍ کومې کومې ځېلې او جرړې پۀ ګوته کړې وې او پۀ هغو ئې رسا ګزارکړے ؤ.؟ درېم دا چې د الف جانې خټکې دغه تخليقي شعور د کوم ځاے راټوکېدلے او لۀ کوم تحريک نه زېږېدلے ؤ؟ هغه تحريک پۀ کومو بنيادونو ولاړ ؤ او د پښتون افغان ملت د خپلواکۍ مبارزه کښې دغه تحريک د ملت د وجود د درون نه تاو کړے شوي کوم کوم ازغن تارونه پۀ ګوته کړي هم وو او سپړدلي ئې هم وو؟
د دې جوابونو د پاره به زۀ دې مقاله کښې د ډسکورس تجزيې (Discourse Analysis) سائنسي مېتهوډ د کارولو زيار کوم. زما پۀ اند دا مهمه ده چې د ملي تحريک د ځائي حکمت او دانش پۀ بنياد ولاړه مفکوره او د خاورې نه د ټوکېدلو ځېلو او رېښو د څرګندولو کار دې پۀ سائنسي توګه ترسره کړے شي چې يوې غاړې ته د تحريک پرون او نن سره وتړلے شي او بلې غاړې ته د تحريک د انټلېکچول بنياد تسلسل دائم وساتلے شي. د انټلېکچول بنياد دغه دوامداري د ملت د خپلواکۍ د مبارزې ضمانت جوړېدے شي. دې سره سره به دغسې مونږ وکړے شو چې د يو خپلواکه او پرمخ تللې ټولنې او د ملت د متبادل ډسکورس ژوندے وساتو.
د فیمنزم تاریخ، مفکوره او عناصر:
د کلاسيکي فيمنزم لټرېچر کښې دغه اصطلاح د يو تحريک پۀ توګه معارفي کړې شوې ده. دغه ليکونو، مقالو او کتابونو کښې د فيمنزم تحريک کوم چې د سړو او ښځو د مساواتو ادعاء لرله ، د نولسمې پېړۍ د وروستيو لسيزو نه را پۀ دې خوا اروپا او د امريکې متحده ايالاتو کښې رابرڅېره شوے ؤ. دغه ليکونه د فيمنزم غورځنګ کښې پۀ 1892ز کښې د پېرس د ښځو نړيوال کانفرنس بنيادي سنګ ميل يادوي. د پېرس دغه کانفرنس کښې تر ټولو مهمه فکري موضوع جنسي مساوات وه او مهمه سياسي موضوع د ښځو د پاره د ووټ حق ترلاسه کول وو. دې سره سره امريکه کښې د فيمنزم درې تحريکي څپې بحث کېږي. وړومبۍ څپه د 1920ز لسيزه کښې يادېږي کومې چې د ښځو د سياسي حقونو يعني د ووټ حق، د تنظيم حق، د نمائندګۍ حق او قانون جوړېدو کښې د رايې حق د پاره غورځنګ اوچت کړے ؤ. د فيمنزم د تحريک دوېمه څپه امريکه کښې د 1960ز او 1970ز لسيزو کښې را اوچته شوه. دې څپه کښې د ښځو د ټولنيز حقونو يعني د کار حق، د معاش حق، د کار د يو شان معاوضې حق، پۀ خپله خوښه د خپل فاميل جوړولو حق او میډيا کښې د مساوي ځاے حق د پاره غوښتنې وشوې. درېمه څپه هغه وخت را اوچته شوه چې کله دا سوال پۀ بحث کښې راغلو چې د ښځو تر منځه سياسي، اقتصادي او ټولنيز حقونو او مراعاتو کښې لوي امتيازات شتون لري. دغه امتيازات د رنګ، نسل، علاقې او هېواد پۀ حساب موجود دي.1
پۀ پورته ذکر شوي لنډ تاريخ تر ټولو غټ اعتراض دا واردېږي چې دې تاريخ کښې د اروپا او امريکې نه بهر نوره نړۍ کښې د نر-واکۍ يا پدر-سرۍ پۀ ضد مزاحمت لۀ پامه غورځولے شوے دے. عن تر دې چې دغه ذکر شوي د فيمنسټ تحريک وړومبۍ او دوېمه څپه کښې پۀ نوره نړۍ کښې د نر-واکۍ پۀ ضد او د جنسونو او د صنفونو د مساواتو مبارزه لۀ پامه بیخي غورځولې شوې ده. د دغه ذکر شوي تاريخ نه داسې جوتېږي لکه چې د اروپا او امريکې نه علاوه پۀ نوره نړۍ کښې يا خو د سره د جنسونو وجود نۀ ؤ يا د جنسونو تر منځه امتيازات نۀ وو او يا کۀ امتيازات وو نو د نورې نړۍ د خپلواکۍ سياسي تحريکونه د دې امتيازاتو نه بیخي لا پرواه وو. 2
دا خبره ډېره مهمه ده چې د نر-واکۍ يا پدر-سرۍ پۀ ضد مبارزه او د جنسونو د مساواتو مفکوره صرف پۀ غرب کښې د ښځو اجتماعي تحريک او سرګرميانو پورې محدود نۀ کړې شي؛ بايد د يوې مفکورې او د محکوميت د يو عنصر پۀ توګه د نر-واکۍ او پدر-سرۍ د بېلابېلو اړخونو سائنسي جاج واخستے شي او د دې بېلابېلې ځېلې څرګندې کړې شي. د سړي د حاکميت ډسکورس د ملت محکوميت سره څنګه تړلے دے او دا پۀ ټولنيز ساختونو، کلتور او د ژبې د کارونو عمل کښې څنګه ټومبلے شوے دے؛ دا ټومبلے شوے ډسکورس د سړي او ښځو دواړو شعور او رويه څنګه او څومره متاثره کوي او دا بيا فکر، فرد، اجتماعيت او ادارې څنګه د خپل تاثير جال کښې رانغاړي؟ – دا هغه سوالونه دي چې د نر-واکۍ پۀ ضد مبارزه او د صنفي مساواتو تحريک کښې پرې بحث کول غواړي. 3
د فيمنزم د تحريک او مفکورې پۀ لړکښې د ژبې د کارولو رول باندې بحث ځکه لازم دے چې ژبه د خيال، فکر يا ډسکورس تشکيل کښې بنيادي رول لري. د جنس او صنف ډسکورس جوړولو او کلتوري او ټولنيز ساختونو کښې د دې د ټومبلو تعامل د ژبې پۀ وساطت تر سره کېږي. نرمي، جذباتيت، حساسيت، حماقت، نزاکت، کلانکاري، معصوميت او تابعداري ښځينه صفات يا نسوانيت ګرځول او قوت، زړۀ ورتيا، سختوالے، پوهه، قابليت، ذهانت، فعاليت، معروضيت او قيادت نارينه صفات ګرځول د ژبې د محاورې ساختونوکښې جوړولے کېږي هم او ټولنيز او کلتوري ساختونو کښې د ژبې پۀ وساطت ټومبلے کېږي هم. 4
د ژبې پۀ ذريعه جوړکړے شوي د دې ډسکورس تر مخه د ښځې انفراديت د انساني وجد پۀ توګه تحليل شي او د ارادي قوت نه تش د يو “څیز” يا “شے” صورت کښې بدل شي. بشريت د شرف نه پرېوځي او پۀ پايله کښې يو جنس د بل جنس ملکيت وګرځي. دغه صفات بيا ټولنيز، کلتوري، اقتصادي او سياسي ساختونو کښې منعکس کېږي او د نر-واکۍ يا پد-رسرۍ يا پېټريارکي ټولنيز سياسي ساختونه وجود کښې راولي.
کله چې يوه ټولنه د پېټرياکي ژورو کندو ته وغورځېږي نو د دې د رول اجتماعي قوتِ ارادي تحليل شي. داسې قسمه ټولنه بيا د محکوميت نه راوتو کښې اوږده موده لګوي ځکه چې دغلته بشريت او انسايت نيمګړے شي. د باچا خان پۀ قول د دغه قسمه يا ټولنې نيم وجود شل شي.5
د الف جانې خټکې د انعامي نظم يو بند
او پۀ نر-واکۍ ګزار:
د الف جانې خټکې پۀ حقله باچاخان پۀ خپله ليکي:
“الف جان د احمدي بانډې )کرک( يوه لوستې جينۍ ده، دا د هغې خط دے. د دې خط لوستو نه معلومېږي چې د دې پښتنې جينۍ پۀ زړۀ کښې د پښتنو زنانو د ترقۍ او بهبود د پاره يوه رښتونې جذبه ده. زۀ ډېر خوشحالېږم چې پښتنې جينکۍ د خپلو خوېندو د ذليل ژوند احساس وکړي او د دې احساس جذبه قام ته ښکاره کړي. کۀ پۀ زنانه عالم کښې بېداري پېدا شوه نو دا به زما د زړۀ يوه زړه ارزو پوره شي”6
د الف جان خټکې د دغه نظم کوم چې مونږ د نر-واکۍ د ذېلو او رېښو راسپړدلو پۀ لړکښې د تجزيې د پاره غوره کړے دے، د دې نظم پۀ حقله باچا خان ليکي:
“د محترم قيمت شاه خان صاحب د انعامي اعلان مطابق ما هغه ټول نظمونه چې کوم د موجوده غېر اسلامي رواجي پردې د ختمولو پۀ موضع راغلي وو، منصفانو ته حواله کړل. هغوي د الف جانې صاحبې لاندې ليکلے شوے نظم د انعام د پاره خوښ کړو او فېصله وشوه چې انعام دې الف جان ته ورکړے شي.”7
د دغه نظم يو بند څۀ پۀ دا ډول دے:
ښځې هم زړونه لري، زړو کښې خواهشات لري
سر کښې مازغۀ لري، مازغوکښې احساسات لري
کاڼي خو نۀ دي هم دا ستا پۀ شان جذبات لري
ښۀ خيالات لري بلکې د تا هم زيات لري
دا بې ګناه مرغۍ دې بندې کړې پنجرې کښې ولې؟
وايه کړې ښځې دې ژوندۍ پۀ هديرې کښې ولې؟8
پښتو محاوره او کلاسيکي شاعرۍ کښې “زړۀ لرل” بېلابېلې معنې لري. زړۀ لرل د ارادي قوت د لرلو د پاره هم کارولے شي او د خيال، فکر او خوښې نا خوښې د انتخاب د پاره هم کارولے کېږي. زړۀ د يو داسې نامياتي عمل سره تړلے کېږي چې د غم او خوشحالۍ د مأخذ پۀ توګه هم ګنلے کېږي او د دې احساساتو د پنګې پۀ توګه هم اخستلے کېږي، لکه حميد بابا وائي:
زړۀ مې هسې پۀ نوخطو ښکلو پرېوت
لکه پرېوځي و دوهې ته قلندر خوښ9
بل شعر کښې وائي:
هېڅ مې زړۀ لۀ ساده رويو نه شو تور کۀ مې سل ځله
پۀ سينه پورې پۀ ځله د مکې اطلس و مېښ10
رحمان بابا وائي:
نۀ چې اوس زما زړۀ غوڅ ستا پۀ غمزه دے
چاړۀ غوښې لۀ قدیم سره پۀ غم دي11
ښځې چې زړونه لري نو ښځې د خوښې نا خوښې د انتخاب فطري حق لري، ښځې د ارادې قوت لري او ښځې د احساساتو صلاحيت لري – نو ځکه ښځه مفعوليت سره نۀ شي تړلې کېدې او ځکه ښځه د ټولنيز عمل نه نۀ شي منع کېدې، ځکه ښځه د کار کسب او هنر زده کولو او کارولو نه نۀ شي منع کېدې – د دې مطلب دا شو چې ښځه د ټولنې اقتصاد کښې يو شان برخه لري.
ښځه صرف زړونه نۀ لري، خواهشات هم لري. خواهشاتو ته کۀ د “فرائيډن سائکولوژي” پۀ تناظر کښې وګورو )اګرچې پۀ دې بحث کېدے شي چې د فرائيډ د تهيورۍ څومره برخه د تجزياتي سائنس پۀ رڼا کښې لا تر اوسه پۀ ځاے ولاړه ده( نو داسې څرګندېږي چې دغه خواهشات ژورې لړۍ لري. سګمنډ فرائيډ خپلو وروستنو تحقيقي مقالو کښې د خواهشاتو دغه لړۍ پۀ دوو غټو متضاد حرکياتو کښې د څرګندولو زيار کړے دے. د انساني خواهشاتو يو تحرک ته هغۀ ايروس (Eros) وئيلي دي کوم چې تخليق، ثبات او اطمينان، جنسي تعلقات، توليد او د ذات بقاء زېږوي او بل تحرک ته هغه ټاناټوز (Thanatos) وئيلي دي کوم چې تخريب، تکرار، جارحيت، مجبوري او د ځان تباهي زېږوي.12
ښځې چې خواهشات لري نو د تعمير صلاحيت هم لري او د تخريب صلاحيت هم. د توليد صلاحيت او د جنسي تعلقاتو اختيار هم لري او د جارحيت صلاحيت هم لري. د تخليق ماده هم لري او د تکرار عنصر هم. د ذات د بقاء مبارزه هم کوي او د تخريب صلاحيت هم لري – ګويا هغه ټول خصلتونه اوصفات لري کوم چې سړے لري.
الف جانه خټکه دا پۀ ګوته کول غواړي چې ښځه غېر نامياتي او د ارادې نه “تش” يو څیز نۀ دے بلکې د ارادې د قوت لرونکے يو نامياتي وجود دے؛ ځکه ښځه کاڼے يا ګټه نۀ شي کېدے او نۀ د سړي حکم منونکې خود کاره مشين کېدے شي.
الف جانه خټکه بيا ډېر وثوق سره دا دعويٰ کوي چې ښځه مازغۀ هم لري او خيالات هم لري. د مزغو او خيال تر منځه هم هغه شان تعلق دے کوم چې د زړۀ او خواهش تر منځه دے. ښځه چې د خيال صلاحيت لري نو د فکر او سوچ صلاحيت هم لري نو ځکه ښځه پوهه او دانش هم لري. د پوهې او دانش لازمي نتيجه دا وي چې ستونزې څېړلې شي او د ستونزو څېړلو پۀ سوپ د حل لارې لټولې شي او چې څوک هم دا دوه کارونه کولے شي، هغه انتظام هم کولے شي او قيادت او سياست هم.
د الف جانې خټکې د انعامي نظم د دې بند نه دا نتيجه پۀ اسانه اخذ کېدې شي چې پښتونخوا کښې او پښتنه ټولنه کښې الف جانې د نر-واکۍ او پدر-سرۍ ذېلې پېژندلې هم وې، پۀ ګوته کړې هم وې او پۀ دې ئې بې درېغه ګزارونه هم کول. د نر-واکۍ د ذېلو دغه پېژندل او پۀ هغې ګزار کول پۀ اټکله نۀ ؤ؛ دا د يوې مفکورې، مشاهدې او تجربې د يو منظم عمل پایله کښې مخې ته راغلي وو. ياده دې وي چې د الف جانې خټکې دغه منظم تخليقي عمل د 1940ز لسيزه کښې تر سره کېدو او دې تخليقي عمل ته ځاے او حوصله پېرس يا واشنګټن نۀ وو ورکړي بلکې د احمدي بانډې )کرک( سيمې دغه منظم تخليقي مشاهدې او تجربې ته ځاے او حوصله د هشنغر نه چاپ کېدونکې “پښتون” مجلې ورکولو. “پښتون” مجله چې د کوم تحريک ارګن ؤ، هغه تحريک هم د دې خاورې نه راټوکېدلے ؤ او د الف جانې خټکې تخليقي مشاهده او تجربه هم د دې خاورې نه راټوکېدلې وه. د “پښتون” مجلې باقاعده لوستلو الف جانه خټکه دغه تحريک سره رانزدې کړې وه. “پښتون” مجله کښې د ملت او ټولنې د ټرانسفارمېشن مفکورې د الف جانې شعور او تخليقي تجربې او مشاهدې باندې ژور تاثير درلود – بلکې دا وئيل به بې ځايه نۀ وي چې د تحريک مفکورې د الف جانې خټکې تخليقي مشاهدې او تجربې ته يو ډائرېکشن او تنظيم وربخښلے ؤ. اوس دا سوال مخې ته راځي چې د نر-واکۍ او پدر-سرۍ پۀ بابله د تحريک مفکوره څۀ وه؟
د نر-واکۍ او پدر-سرۍ مفکوره او نظام
او خدائي خدمتګار تحريک:
باچا خان ليکلي دي:
“د قوم هېڅ رسم و رواج، تمدن او معاشرت تر هغه وخته پورې ترقي نۀ ده کړې، تر کومه وخته پورې چې د هغې قوم ښځو هغه محسوسه کړې نۀ ده او د هغې اصلاح د پاره ئې ملا تړلې نۀ ده. زۀ پۀ دې باندې نور زياتي ليکل نۀ غواړم لېکن پښتون قام ته دومره عرض کوم چې اے وروڼو! کۀ تاسو خپل قام ‘قام’ کول غواړئ او د هغوي اصلاح کول غواړئ نو خپلو ښځو ته توجه وکړئ.”13
د باچا خان دې پېغام کښې دوه خبرې مهمې دي – يوه دا چې د خلقو، اولس او وګړو د خپلواکه او خوشحاله ژوند د پاره دا لازم ده چې هغه د قام او ملت شعور ولري او د قام او د ملت شعور د پاره دا لازم ده چې سړو سره ښځې هم ټولنيز عمل کښې يو شان برخه واخستې شي. ښځې هله ټولنيز عمل کښې د خپلې ارادې پۀ زور برخه اخستې شي چې کله د هغوي بشريت او قوت ارادي تسليم کړے شي. د دې مطلب دا ؤ چې د يو ملت توان هله فعاليت اختيارولے شي چې کله ښځې هم دغه توان ولري. د ښځې د دغه ارادي قوت او د ټولنيز رول توان تر لاسه کولو کښې تر ټولو غټ خنډ د نر-واکۍ يا پدر-سرۍ مفکوره ده. دې خبرې نه پۀ اسانه دا نتيجه اخذ کېدې شي چې نر-واکي يا پدر-سري د قامي او ملي محکوميت غټ عنصر دے. دا عنصر لکه د محکوميت د نورو عناصرو پۀ يو ملت، قام او ټولنه کښې د محکوميت د اوږدې مودې پۀ سوب ټومبلے شوے وي. د محکوميت پۀ ضد مبارزه لکه څنګه چې دا لازم ده چې د قام دننه توان متحرک کولو د پاره ملي، قامي، ټولنيز او اجتماعي شعور د پاره کار وکړے شي؛ د طبقاتي او قبائيلي سوچ بنسټونه ونړولے شي، دغسې دا هم لازمي ده چې د نر-واکۍ يا پدر-سرۍ جرړې دې وويستې شي. خدائي خدمتګار تحريک د خاورې د حکمت او دانش پۀ بنياد دا مفکوره تشکيل کړه او دغسې ئې د پښتونولۍ هغه تشريح رد کړه کومې چې ښځه د واک او ټولنيز رول نه بهر کولو ته پښتني ننګ او غېرت وئیلو. هغه تشريح ئې ټوټې کړه کومې چې د پښتون ملت “نيم وجود” مثل کړے ؤ. دا خبره ئې جوته کړه چې د پښتونولۍ دغه تشريح د دې خاورې تشريح نۀ ده. دا هغه فيمنزم ؤ کوم چې د دې خاورې نه راټوکېدلے ؤ او کوم چې الف جانې خټکې خپل کړے ؤ. خدائي خدمتګار تحريک د خاورې نه راټوکېدلې د فيمنزم دغه مفکوره د ملت د محکوميت پۀ ضد مبارزې سره وتړله. د دې مفکورې او د نړۍ د فيمنزم د تحريکونو تر منځه تر ټولو غټ توپير دا دے چې خدائي خدمتګار تحريک د نر-واکۍ پۀ ضد مبارزه د ملي او قامي خپلواکۍ د مبارزې لازمي جز وګرځولو او دغسې د ښځو سره سره دې مبارزه کښې سړے هم شامل شو. دا د ښځې د سړي د حاکميت خلاف مبارزه پاتې نۀ شوه بلکې دا ملي او قامي مبارزه شوه کومه چې ښځو او سړو “د يو بل تر څنګ” کوله. دې مفکورې ښځه د سړي خلاف و نۀ دروله بلکې دواړه ئې پۀ ګډه د يو منزل لاروي کړل. د اروپا او امريکې د فيمنزم تحريکونو کښې زياتره دا شوي دي چې ښځې اېغ پۀ نېغه سړو ته ودرولې شوې نو ځکه دا د نر-واکۍ پۀ ضد مبارزه پاتې نۀ شوه بلکې د جنسونو تر منځه د تضاداتو زياتولو مبارزه شوه.
د نر-واکۍ پۀ ضد مبارزه او مفکوره کښې خدائي خدمتګار تحريک بل غټ محرک منځ ته راوستو. خدائي خدمتګار تحريک د نر-واکۍ د مفکورې تل ته ورسېدو او دا ئې معلوم کړل چې د مورنۍ ژبې سپکېدلو او د نر-واکۍ تر منځه څومره ژور تعلق او مستقيم نسبت دے. دغه ژور تعلق او مستقيم نسبت ئې رابرڅېره کړو او د هغې د پاره ئې تحريک کښې پۀ منظمه توګه ځاے ورکړو. باچاخان وائي:
“زۀ تاسو ته د تجربې نه دا وايم چې پښتو ژبې له پۀ رواج ورکولو سره به زمونږ ښځې هم پۀ صحيح توګه تعليم يافته شي. داسې ډېر کم کورونه دي چې د هغوي بيبيانو له به پښتو نۀ ورځي، مګر چونکې پۀ پښتو ژبه کښې د لېلا مجنون، فرهاد شېرينۍ، د نو روز غزلونه او د يو څو جنګنامو سېوا بل څۀ عملي کتاب نشته دے. د دې د پاره زمونږ خوېندې لوڼه د خپل پښتو تعليم نه څۀ فائده نۀ شي اخستې.14
د ژبې او سوچ تر منځه “راست مستقيم تعلق” پۀ سائنسي توګه معلوم حقيقت دے. معنٰي دا چې ژبه فکر او سوچ زېږوي او سوچ او فکر ژبه زېږوي نو ځکه د محکوميت دوامدارۍ د پاره تر ټولو ژور ګزار پۀ ژبه، پۀ مورنۍ، ملي او قامي ژبه کېږي او ځکه د نر-واکۍ مفکوره هم د ژبې د محاورې پۀ سوب د ټولنې او کلتور ساختونو کښې ټومبلې کېږي. چونکې نر-واکي د ملي او قامي محکوميت يو جز دے نو ځکه د ملي ژبې د پرمختګ زيار د محکوميت او نر-واکۍ پۀ ضد مزاحمت کښې بنيادي ونډه لري. چې ملي ژبه سپکه شي نو د ښځې او سړي دواړو او پۀ خصوصي توګه د ښځې د فکر صلاحيت شل کړے شي او چې مورنۍ او ملي ژبه ژوندۍ او فعاله کړې شي نو د ښځې د فکر صلاحيت او د هغې پۀ نتيجه کښې د هغې ټولنيز رول او د ارادې قوت توان ومومي.
پايله:
پورتني بحث کښې مونږ د دې مفروضو د ثابتولو کوشش وکړو چې نړيوال فيمنسټ تحريکونو د نړۍ د هغه سيمو د نر-واکۍ پۀ ضد مبارزه لۀ پامه غوځولې ده کومې چې د ابلاغ د رسايۍ نه بهر پاتې شوې دي. د دې تر څنګه مونږ دا خبره جوته کړه چې د نر-واکۍ د مفکورې بنيادي نکته ښځه د بشريت د درجې نه غورځول او هغې نه بې جانه او غېر نامياتي وجود جوړول دي. دې سره مو د الف جانې خټکې د يو نظم د يو بند د لنډ ډسکورس تجزيې نه د دې مفروضې د ثابتولو زيار وکړو چې د الف جانې خټکې تخليقي شعور پښتنه ټولنه کښې د فيمنزم د تهيورۍ غټه بېلګه ده – خو دا بېلګه د بهرني تحريکونو نه د تاثير پۀ نتيجه کښې وجود ته نۀ وه راغلې بلکې د يو ځائي تحريک نه د تاثير پۀ نتيجه کښې وجود ته راغلې وه. دغه ځائي تحريک خدائي خدمتګار تحريک ؤ.
د خدائي خدمتګار تحريک مفکوره او مبارزه نر-واکي د ملي محکوميت د يو جز پۀ صورت کښې منځ ته راوستې ده او د نر-واکۍ پۀ ضد مبارزه ئې د ملي محکوميت پۀ ضد مبارزه کښې بنيادي عنصر ګرځولے دے. خدائي خدمتګار د خاورې د دانش او حکمت پۀ بنياد د پښتونولۍ نوې تشريح وکړه او د دغې تشريح پۀ ذريعه ئې د نر-واکۍ پۀ جرړو رسا ګزار وکړو. د الف جانې خټکې تخليقي مشاهده او تجربه هم د دغه شعور پۀ رڼا کښې پۀ صحيح توګه پېژندلې کېدې شي. د خدائي خدمتګار تحريک د مفکورې او مبارزې د تسلسل تقاضا دا ده چې د محکوميت پۀ ضد د دغه تحريک د مفکورې دغه اړخ د ملت اوتحريک ښځې او سړي دواړه وپېژني ځکه چې د محکوميت مفکوره د ټولنې ټولو ساختونو کښې يو شان سرايت کوي. نر-واکۍ څنګه چې د سړو شعورکښې سرايت کړے دے، دغسې ئې د ښځو شعور کښې هم سرايت کړے دے. د ټولنپوهنې او بشر-پوهنې ماهرينو او محقيقينو د پاره د تحقيق دا لوے مېدان دے چې د ښځو تخلیق کارانو او مبارزينو د کار او زيار پراخه مطالعه وکړي او د خدائي خدمتګار تحريک د نر-واکۍ پۀ ضد د مبارزې مهم اړخونه پۀ ګوته کړي. د بشر-پوهنې محقيقنو د پاره به دا موضوع هم ډېره د دلچسپۍ باعث وي چې نر-واکۍ کله او څنګه پښتنه ټولنه کښې سرايت وکړو او د دې محرکات څۀ څۀ وو.
حواله جات:
- Brines, Wini. ‘What’s Love Got to Do with it? White Women, Black women and and Feminism in the Movement years.’ Signs: Journal of Women in Culture and Society, 27(4): 1095-1133.2002
- Cott, Nancy. The Grounding of Modren Feminism. New Haven: Yale University Press. 1987
- Postl, Gertrude. ‘Language, Writing and Gender Differences’ in Garry et al. 2017: 293-302
- Siddiqui, Shahid. Language, Gender and Power. Oxford University Press, 2014
- عبدالغفار. د الف جانې خټکې پۀ نظم اداتي نوټ. “پښتون” اکتوبر 1945ز
- شاه، سيد وقار علي. پښتنې ښځې او د قام خدمت. باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر. 2012:217
- عبدالغفار. “پښتون”. جولائي 1946ز
- خټکه، الف جانه. “پښتون”. جولائي 1946ز
- عبدالحميد. دُر او مرجان. يونيورسټي بک اېجنسي. 1979:98
- هم دغه اثر.101
- رسا، ميا سيد رسول. د عبدالرحمان بابا دیوان. يونيورسټي بک اېجنسي. 2009:208
- Frued, Sigmund. Beyond Pleasure Principal. The Ineternational Psycho-Analytical Press. 1920
- شاه، سيد وقار علي. پښتنې ښځې او د قام خدمت. باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر. 2012:36
- هم دغه اثر. 32