پښتانۀ د شپږ اووۀ زره کلونو راهسې د دوو لویو سیندونو امو او اباسین تر منځ پۀ یوه داسې خاوره اوسېږي د کومې پۀ پېدایښت چې خداے د ښائست حد کړے دے.
دلته موجود غرونو، سیندونو او ځنګلونو د دې ښکلا لا زیاته کړې ده. نړۍ کښې دا یوه ځانګړې جغرافیه ده چې خداے ئې غېږې ته څلور موسمونه بخښلي دي. د دې ځانګړې جغرافیې دننه د زمکې د لارو او د معدني خزانو د لوټلو پۀ عرض وخت پۀ وخت حمله کوونکو پۀ دې حملې کړې دي چې ورسره د پښتنو ټولنیز (Social)، سیاسي (Political) او ادبي (Literary) ژوند متاثر شوے دے. هم دا وجه ده چې پښتنو پۀ ارام ژوند نۀ دے کړے بلکې هر وخت ئې د حمله کوونکو مخه نیولې او مقابل کښې ئې وخت پۀ وخت بغاوت او د متاثره ژوند بحال کولو د پاره تحریک کړے دے.
د پیر روښان د “روښاني تحریک” او د خوشحال خان نه پس پۀ شلمه پېړۍ کښې چې باچا خان د “خدائي خدمتګار تحریک” بنیاد کېښودو نو لکه پۀ وړومبي ځل چې ئې یوه سائنسي، جامع او منظمه لاره پښتون قام له ورکړه. خدائي خدمتګار تحریک د ژوند پۀ هر اړخ د پښتنو اثر انداز شو. د تعلیم نه تر روایاتو، رواجونو نه تر توهماتو او عقیدو، د اقتصاد نه تر سیاسي تربیته او د تنظیمي شعور نه تر ادبه. د خدائي خدمتګار ځانګړتیا هم دا ده چې پښتون مزاج له ئې تنظیمي مخه ورکړه.
د تحریکونو پۀ دغه لړۍ کښې د حمله کوونکو پۀ مقابل بغاوت او متاثر ژوند بحالولو د پاره وخت پۀ وخت شاعرانو هم خپل غږونه بدرګه کړي دي. پۀ دغه بدرګه غږونو کښې یو غږ د الف جان خټکې دے چې د خدائي خدمتګار تحریک غړې وه.
د خټکو قبیلې )کرک( پۀ احمدي بانډه کښې د کال 1930ز ستمبر میاشتې پۀ لسمه نېټه د غني شاه کره یوه ماشومه پېدا شوه چې نامه ئې ورباندې “الف جان” کښېښوده. الف جان قران شریف او نور دیني کتابونه د کلي ملا او ځینو مشرانو ښځو نه زده کړو. د اتم ټولګي (Class) پورې تعلیم ئې د کلي پۀ ښوونځي (School) کښې وکړو. هغه وخت پۀ دغه سیمه د ښوونځیو نظام کښې اساني نۀ وه )څنګه چې اوس هم پۀ زیاتره سیمو کښې د جینکو خو لا لرې چې د هلکانو د پاره هم سهولت نشته( ځکه الف جان مخکښې تعلیم باقاعده (Regular) و نۀ کړے شو او تر شپاړسم ټولګي یعني ماسټر پورې تعلیم ئې پرائيوېټ وکړو. ماسټرز ئې پښتو کښې وکړل. د وړوکې رتبې سیمئیزې ژبې (Junior Vernacular) د پوسټ نه ئې تدریس شروع کړو او پۀ کال 1990 کښې د ټيري عالي ښوونځي (High School) مشره رېټائر شوه.
الف جان د ادب زده کوونکې وه. د لیک لوست ئې ډېر شوق ؤ. چې کله به ئې پلار کور ته اخبار یا رساله راوړه نو دې به لوسته. وئیلے کېږي چې دې د لیک پۀ شوق کښې د هېډ ماسټر علي محمد پوره لاس ؤ د چا زوي ظفر خان سره چې د دې وادۀ شوے ؤ.
الف جان د خدائي خدمتګار تحریک غړې او روښانه فکر مېرمن وه چې د ښځو د تعلیم د پاره ئې غږ پورته کړے ؤ. هغه وائي:
یـو دې تعـــــلیم نۀ کړې محـرومې د ړنــدو پۀ مثال
بل دې بندي کړې پۀ کورونو کښې د غلو پۀ مثال
دې شعر نه کۀ یو خوا معلومېږي چې د ښځو د تعلیم مخه سړو نیولې ده نو بل خوا ترې نه دا برېښي چې الف جان خټکه د پوهې رڼا خورول، غلط رسمونه او منفي سوچونه ختمول غواړي. دا ټول نظم یو مسلسل مزاحمت دے چې د دې مزاحمت شعور هغې د خدائي خدمتګار تحریک او باچا خان نه اخستے ؤ.
د خدائي خدمتګار تحریک بنسټګر (Founder) فخرِ افغان باچا خان پۀ کال 1928 کښې د “پښتون” پۀ نامه یوه مجله شائع کول شروع کړي وو چې پۀ اعراض او مقاصد کښې ئې د ښځو پۀ ټولنیز (Social) او سیاسي (Political) توګه بېدارول شامل وو. د “پښتون” مجلې کال 1946 فرورۍ ګڼه کښې د الف جان خټکې یو خط چاپ شوے ؤ چې باچا خان بابا ئې ډېره ستائینه کړې وه او ډېر ډاډ ئې ورکړے ؤ.
خدائي خدمتګارې شاعرې الف جان خټکې کۀ یو خوا پۀ خپله سیمه کښې د اولس خدمت کړے نو بل خوا ئې د قلم پۀ ذریعه اولس کښې د ازادۍ جذبې پېدا کړې دي. یو نظم کښې وائي:
د الـــف جـــان د زړۀ ارمـــان دے مـکــمـــل ازادي
ورور مې شه! ځه د خپلې خور د زړۀ ارمان وګټه
الف جان د قام پۀ ځوانانو غږ کوي چې د خپلې خور د زړۀ ارمان پوره کړئ کوم چې پېرنګے د خپلې خاورې نه شړل او ازادي ګټل دي. تاریخ ګواه دے چې هم د دغه تحریک ځوانانو پېرنګے د خپلې خاورې نه شړلے دے.
عوامي نېشنل پارټۍ پۀ کال 2012 کښې د خدائي خدمتګارې شاعرې الف جان خټکې پۀ نامه د احمدي بانډې سره خوا کښې یو کالج “الف جان خټکه ګرلز ډګري کالج” جوړ کړے دے؛ ولې نن هم دغه وداني (Building) هسې ولاړه ده ځکه چې نن ورځ پورې د تعلیمي اېمرجنسۍ دعويٰ کوونکي حکومت د دغه ادارې فعال کولو د پاره څۀ ګام اخستے نۀ دے.
خدائي خدمتګاره، قامي، ملي شاعره او د تعلیم د مېدان پوهانه الف جان خټکه د ستمبر د میاشتې پۀ څوارلسمه نېټه د اتۀ اتیا کلونو پۀ عمر کښې د مرګ فرښتې زمونږ نه جدا کړه. پۀ ګور ئې نور شه!
الف جان خټکه به تل د خپلې سیمې د پېغلو پۀ ذهنونو او د “الف جان خټکه ګرلز ډګري کالج” پۀ صورت کښې ژوندۍ وي.
مړۀ هغه چې نۀ ئې نوم نۀ ئې نښان وي
تـل تـر تلــه پۀ ښۀ نـام پـائـي ښــاغـلــي
خوشحال بابا