کېپ ټاون پوهنتون کښې دا زما د پي اېچ ډي دوېم کال ؤ. د خپل تاريخي بلډنګ او دوه سوه کاله اوږد سفر پۀ تناظر کښې دا د سوهېلي افريقې تر ټولو ستره او زړه يونيورسټي ده. درې غټ غټ کېمپسونه لري، پۀ زرګونو استاذان او شاګردان لري. تر ټولو خوندور څيز چې دغه پوهنتون کښې دے، هغه د دغه پوهنتون د رنګونو ښائسته او پۀ زړۀ پورې امتزاج دے – دلته تور، سپين او رنګداره درې واړه خلک موندلے شي. ما ته ياد شي چې وړومبيو ورځو کښې به ما ته زما د کلاس ملګرو “رنګدار” (colored) وئيلو؛ نو زۀ به حېران شوم چې دا نو لا څۀ شو؟ “کلرډ” يعني زۀ رنګدار يم!!! وروستو بيا پوهه شوم چې کله مې د سوهېلي افريقې د رنګونو ترخه قصه ولوسته. دغلته د تاريخ يو تور جبر تېر شوے ؤ او انسانان د پوستکي د رنګ پۀ مناسبت معارفي کېدل او د پوستکي د رنګ سره د هغۀ پېژندګلو وه.
يعني تک تور، تک سپين او غنم رنګه – زۀ د خېره غنم رنګ ومه. د سوهېلي افريقې د برطانيې استعمار او ورپسې بيا د رنګونو پۀ نوم د انسانانو نه نفرت او د تور رنګ پۀ سر پۀ لکهونو انسانان د بنيادي حقونو نه محرومه کول د جبر او استعمار داسې دوره وه چې انسانان د پوستکي پۀ رنګ نورو انسانانو لۀ پامه غورځول.
زما د کلاس ملګري بلها سياسي خلک وو. زياتو ملګرو د ANCYL (Africa National Congress Youth League) سره تړاو لرلو چې د افریقه نېشنل کانګرس د طالب علمانو سیاسي ونګ ؤ. زۀ نۀ پوهیږم خو زما تعلق به د سپينو او رنګدارو طالب علمانو پۀ ځاے د تورو سره زيات ؤ. ناسته پاسته تر دې چې زما د هاسټل استوګنه هم د يو تور ملګري ليتابو سره وه. ليتابو تک تور ؤ؛ ما به ورته اکثر وې،
“ياره! چې د شپې لائټ مړ کړې نو خداے ته ګوره خانده مۀ! صرف غاښونه ښکاري او نور سکرين باندې تکه توره تيارۀ وي.”
هغه به د خندا شين شو،
“يه رنګداره! رنګونه خو بس دوه دي، يا خو تور وي او يا سپين؛ دا تۀ پکښې څۀ څيز يې؟ نۀ تور يې او نۀ سپين!!! او ګوره! ما کښې ټول رنګونه دي – کوم جسم چې ټول رنګونه جذب کولے شي نو هغه تور شي.”
ما وې، “تور خو شي خو بس د شپې به راته خاندې نۀ او چې خندا درشي زر به راته بلب اٰن کوې، ګنې زۀ به لۀ وېرې مړ يم.”
کېپ ټاون ښار د غرونو پۀ منځ کښې دے – يو اړخ ته ټېبل ماونټېن دي او بل اړخ ته Head of Line يعني د زمري سر – دغه غر داسې جوړ دے چې د منزري د سر پۀ شان ښکاري.
لانګ سټريټ (Long Street) د دغه ښار پۀ منځ کښې هغه ځاے دے چرته چې بلها ډېرې رسټورنټې دي او هلکان جينکۍ د موج مستۍ پۀ خاطر دغه لانګ سټريټ ته ځي. زۀ به هم تلم. ما له به دغلته افريکان ميوزيک بلها خوند راکوۀ؛ سره لۀ دې چې زۀ پۀ دغه سندرو اول اول نۀ پوهېدم، خو بيا به هم خوند ئې راله راکولو.
تر ټولو خوندور ه سندره به د بنجامين شاعر وه چې سپين پوستو هغۀ له پهانسي ورکوله او هغۀ د پهانسۍ نه وړاندې د نظم پۀ شکل ليکلې وه – سروکے ئې داسې ؤ:
I am proud to be what I am…
The storm of oppression will be followed,
By the rain of my blood.
I am proud to give my life,
My one solitary life.
زۀ به دغه نظم د موسیقۍ پۀ څپو کښې د ځان سره روان کړم او ما به وې چې زۀ بنجامين دغه مخامخ وينم چې تک تور وجود نه ئې توره کپړه تاو را تاو ده او د هغۀ غاښونه ښکاري چې هغه د پهانسۍ ځاے ته روان دے او دغه نظم وائي.
ما به ليتابو ته وئيل،
“ياره! داسې يو شعر زمونږ شاعر هم وئيلے لکه چې د جبر او استبداد خلاف د خلکو غبرګون يو شان وي!”
هغۀ به وې، “ځه کنه! تۀ ووايه يو نظم د خپلو شاعرانو!”
ما به ورته د اجمل خټک دغه شعر ووې او ورته به مې انګرېزۍ کښې ترجمه وکړه؛
دا خټک چې پۀ سلګيو سلګيو کښې خاندي
مطمئن دے چې پۀ مينه د لېلا مري
او بيا به مې ورته د هغه مشهور نظم “د لويو لويو قدرتونو ربه! يو تمنا ده اورېدې شې کۀ نه؟”
ليتابو هم زما غوندې د حقوقو او سياسي علومو طالب علم ؤ؛ هغۀ به چې نظم واورېدو نو زر زر به ئې راته وې،
“يه هلکه انقلابي! دا خو د بنجامين پۀ شان نظم دے، لکه چې زمونږ دردونه او تکليفونه يو رنګ دي.”
رښتيا چې د محکومو قومونو دردونه يو رنګ وي! جابر حاکم، ظالم او زورواکي هر ځاے يو شان وي!
ما ورته د اجمل صاحب د کتاب “دا زۀ پاګل وم ” ترجمه پېش کړه. هغۀ دغه کتاب ولوستو؛ وې ئې،
“هلکه انقلابي! دا خو د رېسرچ د پاره ښه موضوع ده، ولې نۀ چې تۀ د بنجامين او اجمل خټک تقابلي جائزه واخلې! کمال به وشي.”
ما وې، “نه يار! دا موضوع شاعرانه ده او زما شاعران بدي شي، شاعران څۀ جذباتي خلک وي، ژوند ئې د الغاو تلغاو نه ډک وي خو د عمل پۀ مېدان کښې بيا داسې نۀ وي.”
زۀ پوهېدم چې زما دا دليل ډېر کمزورے دے او بنحامين او اجمل صاحب دواړه د عمل خلک وو، سياسي خلک وو. بنجامين د سياست پۀ دغه مبارزه کښې پهانسي شوے هم ؤ او اجمل صاحب د قيامت نه زيات تنګ ژوند پۀ سياسي مېدان کښې تېر کړے ؤ. د نظام پور تهاڼې ټارچر سِلونه وو کۀ د ډېرو او د مچ د جېل دردوونکي اذيتونه؛ خو خټک نۀ مات شو، نۀ واپس شو – بلکې د مزاحمت يو داسې علامت وګرځېدو چې انګۍ ئې تر لرې لرې اورېدلې شوې.
ليتابو د تور پوستو د استحصال پۀ يوه پېړۍ بلها معلومات لرل. هغۀ دغه جبر څۀ پۀ خپله ليدلے کتلے ؤ او څۀ د هغۀ مطالعه بلها پراخه وه. ما ته به ئې اکثر دغه قصې کولې. دګاندهي جي پۀ اهنسا )اهنسا( د هغۀ کمانډ څۀ د بلا ؤ. هغۀ به قصه کوله او ما به سر ړقولو.
کېپ ټاون پوهنتون کښې زمونږ د حقوقو د څانګې يو استاد پروفېسر پوکاموسو زما سپروائزر ؤ. د هغۀ خپله پي اېچ ډي د اکسفورډ پوهنتون د عدم تشدد پۀ سياسي تحريکونو وه. هغۀ ما ته زما د پي اېچ ډي د موضوع پۀ حقله وئيل،
“لطيف خانه! زۀ غواړم تۀ هم پۀ دغه موضوع کار وکړې؛ د ګاندهي جي پۀ اهنسا کار کولو کښې بشپړه ګنجائش شته.”
ما وې، “سر! زۀ هم پۀ دغه موضوع کار کول غواړم خو زما موضوع به د ګاندهي جي سره سره د خپلۍ خاورې د اتل غفار خان وي.”
د غفار خان د نوم اورېدو سره هغه د خپلۍ کرسۍ نه را پاڅېدو، تور مخ نه ئې د تاثراتو اندازه نۀ لګېده خو يو اوږد سوچ واخستو. د مېز نه ئې قلم را واخست او د خپلو غټو غټو ګوتو پۀ منځ کښې ئې کلک ونيولو. بیا مسکے شو او د سپينو غاښونو پۀ ښکارېدو ئې د مخ اثرات بېخي پټ شو. ما ته ئې ووې،
“د غفار خان پۀ حواله خو ما خپل تهيسس کښې کار کړے دے، زما معلومات بس هم دومره وو چې هغه د انډين نېشنل کانګرس د مرکزي کونسل غړے ؤ، پۀ قام افغان ؤ؛ نور دغه سړے د تاريخ د پاڼو نه پټ پاتې دے. زۀ فکر نۀ کوم چې د کېپ ټاوڼ پوهنتون د پي اېچ ډي د پاره تا ته دغه سائناپسس ومني او اجازت درکړي. دوېمه خبره دا ده چې زما د معلوماتو تر څنګ دغه سړے پۀ قام افغان ؤ او تۀ د پاکستان يې، نو ستا اتل څنګه شو؟”
ما وې، “سر! دا د تاريخ جبر دے، زۀ هم پۀ قام افغان يم او هم د هغې سيمې اوسيدونکے يم د کومې سيمی چې غفار خان ؤ. د تاريخ جبر مونږ د مرکزي اېشياء خلک د سهېلي اېشياء سره ګډ کړي وو او زۀ فکر کوم چې هم دغه وجوهات دي چې تاسو د پاره غفار خان پۀ حقله معلومات دومره کم دي. زۀ دا باور لرم چې د باچا خان قامي مبارزه د خپل قام د پاره ډېره ځانګړې وه او دغه ځانګړتياو هغه د ګاندهي جي نه يو قدم واړندې کوي. د برطانوي استعمار پۀ نتيجه کښې چې د هند نيمې وچې وېش وشو نو ګاندهي جي او د هغوي ملګرو مونږ پۀ وچه ډاګه پاتې کړو. غفار خان د تقسيم پۀ وخت ګاندهي جي ته وئيلي، “You have thrown us to the wolves.” – د “شرمخانو” د ټکي سره پروفېسر صاحب يک دم حېران پۀ خپل ځاے ودرېدو. نزدې پروت جېګ نه ئې ګلاس ته اوبۀ واچولې او پۀ يو غړپ ئې ګلاس تش کړو،
“دا څنګه؟ لطيف خانه! شرمخان څنګه؟”
ما وې، “سر! زۀ ځکه دا خبره کوم چې ما سره دا موضوع ومنئ؛ دلته بلها کار دے، زۀ يو کس د پښتون وطن نه دلته راغلے يم او دا حق خو لرم چې خپل سوالونه ځواب کړم. د ګاندهي وطن کښې پۀ زرګونو خلکو پۀ هغۀ کار کړے دے؛ زما وطن کښې زما تاريخ نشته، زما کتاب نشته، زما ژبه نشته – سر! د غفار خان د عدم تشدد سياسي خوځښت د ګاندهي جي نه عېن ستاسو د منډېلا نه هم ځانګړے ؤ. هغۀ عدم تشدد د يوې سياسي حکمت عملۍ پۀ توګه نۀ بلکې د عقيدې پۀ توګه منلو.”
پروفېسر صاحب مسکے شو،
“لطيف خانه ! ستا عقيدت او مينه پۀ خپل ځاے خو دا پي اېچ ډي ده، يوه يوه خبره citation غواړي، دغه تقابل به درته ډېر ګران شي.”
ما وې،
“سر! د عقيدت خبره بالکل هم نۀ ده، زۀ دغه کار ته اماده او چمتو يم او ستاسو رهنمايۍ کښې پۀ ځان پوخ باور لرم.”
د ډېرو خواريو نه پس پروفېسر صاحب دغه موضوع ته تيار شو.
ما خپل د رېسرچ کار تر ډېره حده د وړاندې نه پوره کړے ؤ؛ د منډېلا پۀ حقله د رېسرچ او تقابل لږ کار پاتې ؤ .ما مې د کلاس ملګرې پملا ته وې، ستا او زما موضوع سره نزدې نزدې دي؛ تۀ پۀ منډېلا بلها پوهه لرې، کۀ خوښه دې وي دغه کار به سره ګډ کړو. پملا مسکۍ شوه، وې،
“رنګداره! توره جينۍ يمه، کۀ چا درسره وليدم نو بيا به خلک وائي چې دواړه وادۀ ته تيار دي.”
ما وې، “زما دومره قسمت چرته؟”
هغه لۀ خندا شنه شوه، “چې تۀ څۀ قسمه هم کومک غواړې، زۀ تياره يمه.”
ما وې، “سبا زۀ روبن جزيرې ته ځم چرته چې منډېلا بندي ؤ.”
هغې وې، “سمه ده، زۀ تياره يم، خو څو ورځې به هلته لګي؟” ما وې، “پوره هفته” . هغې وې، “هلته خو د پاتې کېدو څۀ انتظام نشته، کۀ مونږ سحر ځو او مازيګر بيا واپس کېږو نو سمه به وي.”
هم دغه پروګرام ترتيب شو. ما د شپې ليتابو ته قصه تېره کړه، ليتابو وې،
“هلکه انقلابي! ځان سره وسکي يوسه، هلته موسم ډېر يخ وي.”
ما وې، “نه نه! پملا له مې رډ وائن راخستي دي او زما نه خو تۀ خبر يې چې زۀ خو دغه شيان نۀ څښکم.”
وې “مړ به شې”؛ ما وې “زۀ هم ستا د نيکۀ منډېلا غوندې انقلابي يم، هغه خو هلته مړ نۀ ؤ، پوره اووۀ ويشت کاله هلته بندي ؤ، ولې هغۀ ته به ئې وسکي ورکوله څۀ؟”
ليتابو د خندا نه شين شو، وې “رښتيا يار! تۀ انقلابي يې خو اوس راته هغه سندره ووايه، هغه انقلاب واله.” ما وې “کومه سندره؟” وې مړه! ستاسو هغه بل انقلابي شاعر چې ليکلې وه!!! ما وې ښه ښه!
“را واخلئ بيا د انقلاب سره نشانونه”
ما پۀ ترنم کښې سندره شروع کړه او هغۀ کرسۍ ته ډډه وهله، لکه چې د تېرې پېړۍ د تور پوستو د جبر قصه ئې پۀ دغه سندره کښې کتله. ما سندره ختمه کړه او هغۀ د وسکي نه غړپ غړپ پينځۀ شپږ ګوټونه وکړل او پۀ تېز اواز يې د خپل شاعر دغه نظم شروع کړو چې نېلسن منډېلا ته ليکلے شوے ؤ. خداے خبر دغه نظم به پۀ ما ډېر خوږ لګېدو او ما ته به ئې د اندېش صاحب نظمونه چې باچا خان ته ليکلے شوي وو، راياد کړل.
Ninety-four years…
is
many lives,
is many bones to go through,
many walks through the sun,
many hearts to shed,
many stars of joy to comb through your hair,
a lot of time to drink.
let us hold you now,
let us warm the water for your skin,
let our youth be your comfort.
we have seen how your feet danced,
know,
that we have committed;
your rhythm,
your song.
You,
to memory
our weeping
is
all hope and fresh mourning.
نظم به زۀ د ځان سره د پښتنو پۀ کلو او بانډو وګرځولم. ليتابو نظم نه پس بيا د وسکي نه څو غړپه وکړل او پۀ ارام د خوب جوټيو پۀ غېږ کښې واخستو.
سحر زۀ او پملا د روبن جزيرې پۀ طرف روان شو. هلته مو بلها کار وکړو. د منډېلا جېل، د هغۀ د کوئيلې کان مو وليدو؛ مرکې مو وکړې او ښۀ ډېر تصويرونه مو واخستل. ترتيب شوې سوال نامه مو د منډېلا د وخت قېديانو ته حواله کړه چې هغوي هلته د سېلګرو او څېړنکارانو د پاره ناست وو چې رهنمائي ئې وکړي. بلها قصې مو د اٰئي پېډ پۀ وائس اېپ کښې خوندي کړې. پملا زما د کار پۀ حواله فکر منده وه. هغې سره دا فکر ؤ چې هسې نۀ دومره ګرانه موضوع کښې تۀ پاتې رانۀ شې!!! ما وې،
“خداے شته، زۀ هم دغه کار له راغلے يم.”
د باچا خان پۀ حقله د هغې سره چې زما تفيصلي خبرې پۀ دغه هفته کښې وشوې نو د هغې فکر مندي اوس پۀ حېرانتيا کښې بدله شوې وه او هغې زما سره موجود د انګرېزۍ ټول نوټس واخستل. پروفېسر صاحب زما د کار نه ورو ورو مطمئن کېدو ته روان ؤ. وې ئې،
“لطيف خان! تا خو کمال وکړو، پۀ رښتيا چې تا د خپلې خاورې حق ادا کړو.”
د قصه خوانۍ د شهيدانو قصه چې ما څنګه ليکلې وه، هغۀ هم د بړټش ميوزيم نه اٰنلائن دغه باره کښې نوټس راخستي وو. د هغۀ حېرانتيا اوس ورو ورو پۀ خوشحالۍ بدلېده او د يو کال مسلسل محنت نه پس زما کار مکمل شوے ؤ. د ضروري دفتري کاروايۍ نه پس ما ته د ډېفنس تاريخ هم راکړے شو.
پملا اوس زما نه زياته پۀ باچا خان او عدم تشدد پوهېده. هغې ته هم د دغه ورځې انتظار ؤ خو يو غم اخستې وه چې پروفېسر جان چې د لنډن پوهنتون نه د بېروني سپر وائزر پۀ توګه ستا ډېفنس له راغلے، داسې نۀ چې د برطانوي استعمار او کالونيزم دغه مقاله پۀ ذاتي تعصب رېجېکټ نۀ کړي. ليتابو زما کار او فراغت ته ډېر خوشحاله ؤ او چې کمرې ته به را دننه شو نو پۀ يو چغه به ئې “باچا خاني پکار ده” “باچا خاني پکار ده” اوازونه کول.
پۀ اتۀ ويشتم نومبر دوه زره اتلسم زما د ډېفنس ورځ وه. زۀ چې هال ته ننوتم نو د نيم نه زيات هال د وړاندې نه ډک ؤ. ورو ورو هال پۀ ډکېدو شو. د خلکو د پوره کېدو نه پس ما خپله مقاله پېل کړه. د ګاندهي جي او باچا خان تقابله مو پۀ ساختياتي تشدد کښې شروع کړه. ما وې،
“باچا خان د مستقيم تشدد نه زيات د ساختياتي تشدد مخالف ؤ. هغۀ د پښتنو پۀ ټولنه کښې د تپل شوي ساختياتي تشدد خلاف داسې جنګ وکړو چې خلک ئې د دغه ساختياتي تشدد نه رابهر کړل. د جنس، مذهب، کسب او نسب پۀ شکل کښې موجود دغه ساختياتي تشدد هغه پۀ دې بريالې کړو چې د يو لاکهـ خدائي خدمتګارو فوځ جوړ شي. جولا، نائي، ډم، شاخېل، چميار هغۀ د پښتونولۍ سره بيا وتړل او داسې خدائي خدمتګاران ئې ترې جوړکړل چې نۀ يواځې هغه خپل کار ته واپس شول بلکې د قام پۀ جنګ کښې خپل ليډر سره ودرېدل. بل اړخ ته د ساختياتي تشدد پۀ اړه د ګاندهي جي مبارزه کښې تشيا ښکاري. هندوان د بد ترين ساختياتي تشدد نه تېرېدل. د شودر، وېش، کهشتري او براهمڼ پۀ نوم وېش ؤ چې د ساختياتی تشدد بد ترين مثالونه وو. دې سلسله کښې د ګاندهي جي “هريجن اندولن” هم اصل کښې د 1932 کميونل اېوارډ ته رد عمل ؤ.”
پۀ هر حال، زما مقاله پوره شوه. د سوال ځواب پۀ سيشن کښې پملا مخکښې چوکۍ کښې ناسته وه او مسلسل ئې نوکونه خوړل. انګرېز پروفېسر وې،
“تۀ به دا خبره څنګه ثابته کړې چې ګاندهي جي د پاره عدم تشدد حکمت عملي وه او غفار خان د پاره عقيده؟”
ما وې،
“سر! غفار خان عدم تشدد عقيده ګڼله، هغۀ دا پوخ يقين لرلو چې “پۀ تشدد اخستلے شے پۀ تشدد ساتلے کېدے شي”.”
پروفېسر جان ووې، Any proof Mr. Latif?
ما وې،
“سر! دوېم نړيوال لام کښې چې برطانوي دولت ګاندهي جي نه پۀ جنګ کښې د کومک غوښتنه وکړه نو ګاندهي جي ورته پۀ جنګ کښې د ملاتړ د پاره د ازادۍ پۀ شرط مرسته اعلان کړې وه خو دغه وخت غفار خان د کانګرس د مرکزي ورکنګ کمېټۍ غړے ؤ، هغۀ استعفٰي ورکړه او ګاندهي جي ته ئې وليکل، زۀ د داسې قام مشر يم چې پۀ تشدد ډېر پۀ اسانه ازادي اخستې شم، خو زۀ دا باور لرم چې کوم شے پۀ تشدد حاصل شي نو هغه بيا پۀ تشدد ساتلے شي. ستاسو د پاره به دا سياسي حکمت عملي وي خو زما د پاره عقيده ده او زۀ داسې ازادي نۀ غواړم چې د هغې قيمت د يو پېرنګي، جاپاني، هندي يا افغان وينه وي.
هال کښې مکمله خاموشي شوه .
پروفېسر جان د حوالې citation د کتلو نه پس ما ته مخ را واړولو او Well-done ئې راته ووې.
ليتابو چې شا ته ناست ؤ، سوال ته پورته شو؛
“زۀ پۀ دې خبره پوهه نۀ شوم چې د عدم تشدد دغه غټ مبارز تر دې وخته ولې خلکو هغه شان و نۀ پېژندو لکه څنګه ئې چې حق ؤ؟
د سوال ختمولو سره هغه مسکے کښېناستو، ځکه چې هغه پۀ دې جواب پوهېدو، شايد د خلکو د پوهې د پاره ئې سوال وکړو. ما وې، د بړټش د استعمار نه پس مونږ پۀ يو بل استعمار کښې پاتې شو او بيا مو د انګرېز د جېلونو او پاکستاني جېلونو د تقابلي سلوک واله سلائيډونه پۀ سکرين د حوالو سره ښکاره کړل. د بابړې د واقعې سلائيډونو سره ټول هال پرېشانه او خفه شو او ما کتل چې مخامخ د بابړې ګمنامو شهيدانو راته مسکي مسکي کتل.
د هال د لاسونو پړقا سره زۀ د خيال د نيلي نه راکوز شوم. دواړو پروفېسرانو راته وېلډن او مبارکي راکړه. ليتابو د شا ته نه پۀ چغو زما خوا ته روان شو او پۀ زوره زوره ئې وې،
“لطيف خانه! باچا خاني پکاره ده!”
پملا ما ته را تر غاړې وته. د هغې د سترګو نه دوه اوښکې د هغې پۀ تورو اننګو کښې غاړه غټۍ شوې،
“مبارک دې وي ډاکټر لطيف! مبارک!”
زۀ ژړغونے شوم. ليتابو کلک پۀ غېږ کښې ونيولم؛
“رنګداره لطيف خانه! ژاړه مۀ! ژاړه مۀ!”