رباب کهٔ ټوپک؟ – فاروق فراق

دا افسانه ما د انتها پسندۍ پهٔ تناظر کښې د زلمي شاعر ودان اتمانخېل د دې شعر پهٔ تاثر کښې لیکلې ده چې:

ملا کهٔ ما جومات ته رباب رانهٔ وړو نو دا دے

جومات ته دې سړي ولې ټوپک راوړے دے؟

السلام علیکم ورحمة الله، السلام علیکم ورحمة الله !

او ملا صاحب چې څنګه دجمعې نه سلام وګرځولو نو مقتدیانو لا د ګوتو پۀ بندونو د سبحان الله، الحمدالله شمېر هم نهـ و شروع کړے چې بخت روان حاجي صاحب د لمړي صف د مینځ نه پورته شو او نېغ لاړے د ملا صاحب د جانماز خوا کښې ودرېدو،

“زما د کلیمې وروڼو! خفه کېږو به نۀ، کفار زمونږ او ستاسو پۀ دین ختمولو پسې شوي، تاسو وینئ چې نن زمونږ د کورونو نه ډم خانې جوړې شوې دي!”

د دغه مختصرې جملې وئیلو سره هغه بیا پۀ جمع د خپل رعب پخولو او د نمونځ ګزارو د توجو ځان ته راګرځولو پۀ خاطر یوه شېبه خاموش ولاړ پاتې شو، پۀ خپله لنډه خو پۀ شرع برابر ږیره ئې لاس راښکو،‌ پۀ ولي ئې خپل برګ بروګ راقط شوے رومال هم سم کړو او پۀ غور غور ئې د ملا صاحب مخې ته د ناستو ټولو نمونځ ګزارو پۀ مخونو د نظر تېرولو وروستو خپله خبره بیا شروع کړه، “عزیزانو! مونږ او تاسو ښۀ وینو چې پۀ لوړ اواز به اذان شروع وي خو د ټي‌ وي او‌ ټېپ رېکارډ سندرې به بیا هم د کورونو نه راخېژي، زلمي او ماشومان مو د خداے پۀ قهر اخته شوي او اوس دغه ډم خانه ځان سره جېب کښې د موبائیل پۀ شکل ګرځوي.”

او د بخت روان حاجي صاحب پۀ دغه خبره کۀ چرته پۀ لمړي صف کښې ناستو ډېرو سپین ږیرو مشرانو د توثیق سرونه وخوځول نو هلته زلمو هم د حاجي صاحب پۀ مخ خپل ورښخ کړي نظرونه خپلو راماتو زنګونونو ته ورټیټ کړل لکه چې د حاجي صاحب دغه خبره ورته د خپل کمزوري ایمان تر ټولو ستر او پۀ حقیقت اډاڼه پېغور محسوس شوے وي .

حاجي صاحب خپله خبره نوره هم پۀ مخکښې بوتله او لګیا شو “ګورئ! د رب پروردګار خاطر وکړئ! دا نن چې پۀ مونږ کوم قسماقسم عذابونه مسلط دي، دا بمونه، دهماکې، زلزلې دا هسې نۀ دي ـــ عزیزانو! لږ غور وکړئ! الله تعاليٰ زمونږ د عملونو نه ناراضه دے، خو زۀ تاسو ته وایم د لوے خداے پۀ خاطر چې کم از کم د الله تعاليٰ د کور بې عزتي مۀ کوئ! دا د خداے کور دے، دلته قران شریفونه پراتۀ وي، ‌سبقونه وئیل کېږي، ‌نمونځونه اودسونه کېږي، دلته خو دا ډمټوب مۀ راوړئ!”

او د بخت روان حاجي دغه خبره څۀ وه چې ټوله جمع پۀ شش وپنج کښې شوه. د هر بنده پۀ مخ تلوسه خوره شوه چې خدایه خېر، څۀ چل شوے؟

ولې دغه تلوسه هاغه وخت خوره شوه چې د جومات مؤذن د جومات پۀ یو ګوټ کښې د څپلو د ځاے سره دېوال ته ودرول شوي څۀ نیغ غوندې شي ته اشاره وکړه او پۀ دغه اشاره پسې چې کله د نمونځ ګزارو نظرونه ورمات شول نو وئې‌ لیدل چې دا خو دمعشوق استاذ رباب دے .

او بیا څۀ وو؟ ـــ بخت روان حاجي صاحب به لا خپله خبره پۀ مخکښې بوتله چې معشوق استاذ د صف د مینځ نه ملامته ځانګېدلے ځانګېدلے د جومات ګوټ ته پۀ خپل رباب راخستو پسې قدمونه پورته کړل، خو لا ئې رباب ته ګوتې کړې نۀ وې چې د چم یو کوټلي زلمي د شا لۀ لوري پۀ تېزه دیکه کړو او د دغه دیکې سره د چانچي پانجي وجود څښتن معشوق استاذ د جومات پۀ مینځ کښې د خپل رباب پۀ خوا کښې پړمخې پرېوتو!

د سترګو رپ کښې د معشوق استاذ نه د الله د دین ازمري داسې قهرېدلي راټول شول چې هر یو د خولې نه ځګونه نوستل او بنده وئیل چې ګنې دا دے اوس به پۀ معشوق ورټوپ کړي او لواړ به ئې تېر کړي، خو چار دې د کونسلر صاحب عمران الله ښۀ وي چې د معشوق نه ئې پۀ ولاړه لاسونه چاپېرکړل او پۀ چغه ئې ووئیل، “ما!!! ما!!! ډب ورنۀ کړئ! پوهه‌ نۀ شو! زه ئې پوهوم.”

خو پۀ دغه دوران کښې هم د کونسلر صاحب د لاسونو دلاندې د څو زلمو د پښو لتې د معشوق استاذ خوار وجود ته رسېدلې وې او هغه پۀ زمکه داسې زیړ تښتېدلے رنګ پروت ؤ لکه وینه چې ترې چا پۀ سرنجونو ویستلې وي.

کونسلر صاحب معشوق راپورته کړو، هغۀ خپل رباب پۀ ترخ کښې ونیولو او د جومات د برنډې نه ایله وتلو چې مولوي صاحب او څو نور مشران ورپسې برنډې ته ورغلل ، “د خداے نېکه بنده! دا ولې داسې کوې؟ ستا مشران خو ډېر پاک خلق وو، ‌هغوي خو د جومات ډېر خیال ساتلو، دا تا ولې د خداے کور ته دومره سپک وکتل؟”

مولوي صاحب معشوق استاذ ته د نصحیت او پېغور پۀ ګډوډ انداز کښې ووئیل.

معشوق استاذ د مولانا صاحب پۀ دغه خبره خپل سر او نظرونه احتراماً ښکته کړل خو بیا د بخت روان حاجي صاحب پۀ دې خبره خداے خبر ولې د هغۀ پۀ تن کښې ساه یوځل بیا راوغړېده چې “سړیه! دا رباب ورله پۀ دې دغه ومنډئ چې بیا نۀ کوي، تاسو ورته لا نصیحتونه کوئ!”

د دغې خبرې اورېدو سره د معشوق زیړ ختلے رنګ بیا سور شو، هغۀ د کونسلر صاحب لاس د ځانه لرې دیکه کړو او خپلې کجۍ پښې ئې دجومات پۀ فرش ټینګې کړې، رباب ئې پۀ دواړه لاسه اوچت کړو او لګیا شو!

“ماته تکړه یئ؟ ډېر کفر مې وکړو چې رباب مې جومات ته راوړو؟ دا امین خان چې روزانه جومات ته راځي او ټوپک پۀ جومات کښې بوس بوس کوي، دۀ ته خو تر اوسه چا هم ونۀ وې چې دا د جومات بې عزتي ده، او زما پۀ رباب د جومات بې عزتي هم وشوه، خداے هم ناراضه شو، تاسو هم خپلې ایماني جذبې ملامته کړئ، دا ستاسو مسلماني ده؟”

معشوق لا نور هم پۀ جذباتو کښې ډیر څۀ وئیل خو مولانا صاحب زر لاس ور اوږد کړو، هغه ئې د لاسه ونیولو او پۀ جومات کښې راټولو خلقو ته ئې پۀ تېز اواز ووې،

“بس ! بس!

دا اوس د وهلو کار نۀ دے، د جهل معامله ده، دا به اوس زۀ داسې پوهه کړم چې پۀ خپله به انشاء الله تعاليٰ بیا پۀ خپل جهالت ستومانه وي.”

مولوي صاحب د خپلې دغه خبرې سره سم معشوق استاذ د لاسه ونیولو او نېغ ئې د محراب خوا له راوستو، هغۀ ته ئې ډېر پۀ شفیقانه انداز ووئیل،

“راځه کښېنه بچے! دلته کښېنه! زۀ دې اوس پۀ زور زېر پوهوم.

“ښه! نو تا څۀ وئیل چې د امین خان پۀ ټوپک ولې مونږ څۀ نۀ وایو چې ستا پۀ رباب راوپارېدو؟”

مولوي صاحب د معشوق نه د موسکا پۀ ډکه خولۀ پوښتنه وکړه.

او اوس چې معشوق استاذ پۀ زمکه د مولوي صاحب مخې ته محراب کښې پۀ غوړېدلې مصله ځوړند سر ناست ؤ نو یواځې پۀ اثبات کښې ئې سر وخوځولو چې هو!

“ګوره کم عقله! کوم شے چې ستا خداے او ستا رسول حرام کړے، مومن مسلمان ته نۀ دي پکار چې هغې سره مینه وکړي یا ئې جومات ته راوړي ـــ دا رباب، سندرې او سازونه پۀ دین کښې حرام دي.”

د مولوي صاحب د دغه وعظ پۀ ځواب کښې د معشوق استاذ د خولې نه پۀ قلاره غږ یواځې دومره راوختل چې “او ټوپک ؟”

“ګوره! ټوپک خو غږېږي نۀ، دا خو غږېږي ــــ ساز پېدا کوي.”

مولوي صاحب د معشوق د پوهه‌ کولو د پاره دلیل وړاندې کړو.

“استاد جي! خو پۀ ټوپک انسانان مري او پۀ دې نۀ مري! دا زیات مضر شو کۀ ټوپک؟”

معشوق ورغبرګه کړه.

“لا حول ولا قوة!!! انسان خو پرې هله مري چې انسان ئې استعمال کړي، هسې خو ټوپک یوه اوسپنه او لرګے دے، ترڅو چې ئې تا ماشه نۀ وي راکښلې، هېڅ ضرر چا ته نۀ رسوي.”

مولوي صاحب لږ پۀ تونده لهجه کښې معشوق ته ووئیل،

“نو دا رباب خو هم چې تر څو تا غږولے نۀ وي، هسې لرګے دے، البته فرق ئې دومره دے چې کۀ ټوپک دې استعمال کړو، سړی وژني او کۀ دا دې استعمال هم کړو نو چا ته نقصان نۀ رسوي، بیا کوم ښۀ شو؟”

د معشوق استاذ د دغه پوښتنې سره سم کۀ زلمو د یو بل سترګو ته سترګې ور واړولې او د لږې شېبې د پاره د جومات ګرم ماحول ته خاموشۍ خپل مخ ورښکاره کړو خو د مولوي صاحب دې خبرې چې “دا شے وباسئ! مرتد دے، ګنې نور مې ورته مازغۀ خرابېږي” ـــ د جومات خاموشۍ د سوالونو پۀ نقاب کښې خپل مخ پناه کړو او معشوق خداے خبر چې بیا کور ته لاړو کۀ چا یوړو .

رحمت دیوان

د سلو لفظونو قیصه

پرمختګ

“اوس پښتو او پښتنو ډېر پرمختګ کړے دے،

د انټرنېټ نړۍ لۀ پښتنو ډکه ده،

پښتو هر ځاے ته رسېدلې ده.”

هغۀ پۀ دې خبره سخت زور ورکوۀ او خلقو هم خوښوۀ.

خو زۀ پوهېدم چې خلق نۀ پوهېږي،

خو خلق نۀ پوهېدل چې دوى ولې نۀ پوهېږي،

ځکه دوي پرمختګ کړے ؤ،

هاغه پرمختګ چې دوي ترې لا خبر هم نۀ وو،

هغۀ پۀ هم دې خبره زور ورکوۀ،

“اوس مونږ د انټرنېټ نړۍ سره بلد يو”.

خو! زۀ پوهېدم چې د انټرنېټ پۀ نړۍ کښې،

زمونږ خلق څۀ کوي؟

نجونو پسې ګرځي ـــ جعلي دې ولې نۀ وي!!!

يو بل ته کنځل کوي ـــ خپل وروڼه دې ولې نۀ وي!!!

______________

ټقاله

ماسخوتن باړو کښې ناست وو، تک تور تم ؤ، بجلي نۀ وه، نو یو تن تپوس وکړو چې د بجلۍ دا مسئله به کله ختمېږي؟

بل ورته جواب کښې ووې، چې کله نور ډېمونه جوړ شي هله!

مختیار غني ورته ووئیل، “هېچرې هم نۀ! ګنې دا تربېله ډېم خو زمونږ سره څو قدمه کښې پروت دے نو بیا ولې لوډشېډنګ دے؟

نو تر څو چې مو پۀ خپلو وسائلو اختیار نۀ وي ګټلے، تر هغې به خوار و زار یو.

د زرین زاده ایسپزي د “دېوال” نه پۀ مننه

غزل

داسې هجوم ولاړ د ښار پۀ کناره صابره!

چې نۀ به پرېږدي مېخانه نۀ مناره صابره!

هغه سړي د دلیلونو کاروبار شروع کړو

چې نۀ پوهېږي پۀ کوتک نۀ اشاره صابره!

څهره د هر سړي جدا جدا د غم پېکر ؤ

نۀ څوک زما، نۀ زۀ د چا استعاره صابره!

هغه یو قام چې ‌ئې د غږ پورته کولو وخت دے

څوک مشوره کوي او څوک استخاره صابره!

اخر دا خلق اوس پۀ چا پسې تر شا روان دي

او چې عمل کوي پۀ کومه سيپاره؟ صابره!

دا چې تمامه دنیا پرېږدي زمونږ خوا ته راشي

نو خامخا به وي تالا یا اواره، صابره!

یو بد چلن مشکل کشا ته مو خپل درد بیان کړو

کور ئې اباد، شو ټول د وینو فواره صابره!

صابر شینوارے

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …