مرګ حق دے او يوداسي عمل دے چې هر ژوندی روح به لۀ دا عمل څخه تېرېږي او لۀ دې فاني دنيا څخه به خپلي جامې کتوي.لاکن د ځينو داسي ممتازو هستيو لۀ مرګ څخه چې کومې نيمګړتياوې پۀ ټولنه کښې رامنځ ته کېږي، د هغې مخنيوي نۀ شي کېدے.
مونږ دا خبره پۀ څرګنده توګه باندې کولې شو چې خداے بخښلے عزيز الله ماما هم يوه داسې هستي وخ چې ثاني ئې نۀ موندل کېږي. هغه د علم و دانش، غور و فکر او قانون و انصاف پۀ ډګر کښې هغه کارنامې ترسره کړې چې د هغۀ نوم به تر ډېره پورې پۀ دا حقله ياد ساتل کېږي.
تلونکي وګړي خو لاړ شي او بېرته نۀ شي راتلے لاکن د هغوي يادونه او کار د هغوي د ژوند او د کار پۀ اړه يو بل څراغ وي چې مدام د انسانانو د تګلارې بل مشال وي. ماما ناببره زمونږ لۀ منځ څخه لاړ او تر شا ئې ډېرې داسي تيارې پرېښودې خو هغه پۀ څرګنده توګه خپل د ژوند څراغونه بل کړي پرېښي دي.
هغۀ پۀ کال 2009ز کښې د دسمبر پۀ درېمه نېټه خپل ژوند لۀ لاسه ورکړ او د مدام د پاره امر شو. د داسي مينه ناکه انسان مرګ يوه داسي پېښه ده چې به مدام ژوند بني ادم د اوښکو پۀ بهېدلو سره يادوي. د عزيز الله ماما غوندي ځيرک، استعداد لرونکو او د قام خواخوږو د پاره پښتانۀ پر داسې ځاے باندې داسې متل تېروي: “سل دې ومره، يو دې مۀ مره!”
عزيز الله ماما يو داسي قانون پوهه، علم لرونکے، پۀ خبره او قانون پوهه وکيل ؤ چې د هغۀ د خپلې پوهې او قانوني علم لۀ کبله ډېر مشهور ؤ. هم دا ډول د هغۀ يواځنۍ ځانګړتيا دا وه کله چې به هغه يو ځاے تلے او يا به پۀ هر عدالت کښې پېشېدئ نو به عدالت کښې هغۀ ته پۀ ډېره درنه سترګه کتل کېدل.
د ګڼ شمېر يادونو يو شمېر کړکۍ د انسان و ذهن ته له بېلابېلو لارو را خلاصېږي کله چې انسان د يو داسي شخصيت پۀ اړه فکر کوي. لاکن د دغه يادونو د رابرسېره کولو د پاره خو نۀ دا وخت دے او نۀ دا ځاے، نۀ و هم دغه يادونو ته د ژوندۍ بڼې ورکولو توان لرو، نو لۀ دا کبله زۀ دا وخت لږ تر لږه دا وئیلے شم چې د هر وګړي د سترګو تور او د هر چاد زړۀ ټکور عزيز الله ماما نن پۀ مونږ کښې نشته.
د ماما د کمي لۀ کبله سياسي مجلسونه نيمګړي او سياست مداران پرېشانه دي. نو ځکه مونږ داسي ستر وګړي ته خراج تحسين پۀ اوښکو وئیلے شو. ماما يو رښتینے سياست مدار، يو ځلانده او مثالي کردار ؤ. هغه پر ازادۍ او انقلاب باندې کلک باور درلود؛ کوم وګړی چې پر ازادۍ او انقلاب باندې باوري وي، هغه هېڅ کله منافق نۀ شي کېدے. ماما يو داسې رښتینے بني ادم ؤ، څۀ چې به ئې پۀ زړۀ وو هغه به ئې پۀ خولۀ وو، نو ځکه د هغۀ مخالفين هم ډېر وو او رياستي ادارې به هم زياتره ځينې پۀ ګيله او خوا بدې وې. کومو خلقو چې ماما پېژندلو، هغوي د دې خبرې ګواه دي چې ماما يو رښتینے، د هيندارې پۀ ډول څرګند، د سرو زرو غوندې کره، ريښتيا ګويه او پۀ قول پوره بني ادم ؤ. هغۀ ته چې کومه خبره حق معلومېده نو هغۀ به هغه خبره د دليل پر بنسټ پۀ ډاګه کوله. د دې خبرې د پخلي د پاره به زۀ دا ووايم چې د هغۀ د رښتیني مجلس لۀ کبله به هغه مدام پۀ مجلسونو کښې بوخت پاتېدۀ.
ماما خپل ژوند د خپل ځپلي قام د شتمنۍ او د خپل شاته پاتې ټولني د پرمختګ پۀ نامه وقف کړے ؤ.
پۀ سياسي ډګر کښې او د ګوتو پۀ شمېر د سياستمدارانو پۀ منځ کښې د ماما نوم د يوۀ ځلانده ستوري پۀ شان ؤ. ماما د انقلاب د پاره د نوو رجحاناتو پۀ تجربه کولو سره سياست د تعصب لۀ کرکې څخه خلاص کړے. د ماما پۀ داسي ډېرو ځانګړتياو کښې يوه غوره ځانګړتيا دا هم وه چې هغه د معروضي ذهن څښتن ؤ او د خلاص دماغ مالک ؤ.
پر يوۀ بني ادم د بل بني ادم د ظلم، استبداد او استحصال پۀ ضد چې ماما د کومې مستقل مزاجۍ سره مورچه بند ؤ، دا ډېره د ستائينې وړ خبره ده. ځکه چې ماما خبر ؤ چې د ظلم لمر پټېږي اود د روڼ سباوون سپېدې خورېږي. ماما پۀ ټولنه کښې د حق او انصاف او د استحصال ضد، د اولسي شعور رابېداره کولو د پاره د لومړۍ دستې ځانګړتيا هم درلوده. ماما يو باشعوره او سمجهداره انسان ؤ. هغه د خپل ګير چاپېره تغيراتو او حوادثو څخه ښۀ خبر ؤ. ماما مدام د ظلم پۀ ضد ږغ پورته کولو او مخنيوے به ئې کوۀ. هغه د خپل سباوون او د سباوون د ځلانده ستورو څخه مايوسه نۀ ؤ بلکې ډېر زياته پراميده و. د ماما د ليکونو او ويناو څخه به حالاتو ځپلو او دلبرداشته بني ادمو د روڼ سباوون تومنه اخستله. هغه به و خلقو ته حوصله ورکوله، تسلي به ئې ورکوله او دکامرانۍ د څرک لار به ئې ور پۀ ګوته کوله ځکه چې ماما پۀ دې ډېر ښۀ خبر ؤ چې د ظلم تورې شپې سبا کېږي او د عدل او انصاف رڼاګاني غوړېږي.
کله چې زه د انټر لوستونکے وم؛ هغه وخت هم عزيز ماما زما محبوب ؤ او نن هم. ماما نن هم زما لارښود دے. د دومره اوږدې مودې پس هم د محبوبيت دغه مقدسه خپلوي مو لۀ لاسه ورنۀ کړه. دا څۀ معمولي خبره نۀ ده.
د ماما پۀ ليکونو کښې به برېښنا ځلېده او د تناو غړومبے موندل کېدۀ. د هغه ليکنې به ډېرې عام فهم او عالمانه وې. هغۀ به مدام دا خبره کوله چې زمونږ ناکاميانې زمونږ د نيمګړتياو پۀ وجه دي. دلته ائين نيمګړے نۀ دے بلکې د ائين پلي کوونکي نيمګړي دي. زموږ نيمګړي حکومتونه د بد او بېکاره کردار لۀ کبله سم نۀ شي چلېدے.
بل ځاے وائي چې زمونږ پۀ هره څانګه کښې خود غرضي تر هغه ځايه پورې تللې ده چې مونږ د خپل کوشني غرض د پاره ډېر لوے اصول لۀ لاسه ورکولو د پاره تيار يو.”
ماما خپل ژوند پۀ تنده تېر کړے. دا هغه تنده وه چې د ټول سمندر پۀ اوبو څښکلو هم نۀ ماتېده، خو د دې تندې د ختمولو د پاره هغه د يوه داسي څاڅکي پۀ طمع اوسېدۀ چې د ټولني پۀ سياست د وطن د واورې غوندې وغوړېږي او وطن لره سوکالي، شتمني او نوے ژوند راوړي.
ماما خپل ژوند د علم، ادب او سياست د ابيارۍ د پاره تېر کړے، خپلې ټولې ځانګړتياوې ئې د حق، رښتيا او انصاف د پاره پۀ کار اچولې وې. هغۀ خپل ټول عمر پۀ رښتيا وئيلو تېر کړے او د هېڅ وېري او ډار لۀ کبله ئې د ریښتيا مېدان نۀ پرېښود.
زما د دې ليک مرام دا دے چې کوم هغه خلق چې ماما ئې د نزدې څخه پېژندۀ او نن پر هغۀ باندي د ليک کولو استعداد لري، هغه دې پۀ ډېره ډاډمنتيا سره همت کول لۀ لاسه نۀ ورکوي او د ماما پۀ اړه بايد هغه هر څۀ وليکي د کوم پېټے چې ماما پر خپلو اوږو باندي اخستے ؤ؛ هغه لکه ریښتيا، حق او انصاف.
خود به نوم بيا تاريخونه ژوندے ساتي
څوک چې بل ساتي شهزاده څراغونه