د ادغام مسئله – داکتر خادم حسین
مونږ د انګرېزۍ ورځپاڼې DAWN پۀ مننه د دې لیکنې ژباړه خپلو لوستونکو د پاره دلته وړاندې کوو.
د فاټا اصلاحاتو نفاذ د پاره د قومي کمېټۍ لۀ خوا د ملکي مالیاتي کمېشن پۀ قابلِ تقسیم پېسو کښې، راتلونکو لسو کلونو د پاره، د فاټا برخه متعین کولو او بېلولو پۀ اړه د خزانې وزارت ته ورکړے شوي هدایات د خواشینۍ وړ خبره ده. د دې اصلاحاتو نفاذ د پاره یادې کمېټۍ نور څلور متعلقه اړخونه لکه سیاسي، قانوني، اقتصادي او امنیتي ادارې هم پۀ ګوته کړې دي.
هر څو کۀ د فاټا د اولس وړومبنے انتخاب، چې لس ګوندیز سیاسي اتحاد ئې هم پۀ ملاتړ ولاړ دے، د فاټا خېبر پښتونخوا کښې ادغام دے؛ خو ځینې کړۍ د فاټا د اولس او د هغوي پۀ ملاتړ ولاړ د لس ګوندیز سیاسي اتحاد لۀ خوا د ادغام دغه قابلِ عمل انتخاب د شک پۀ چاټۍ کښې شاربي. دې لړ کښې عموماً دوه تحفظات څنډلے کېږي ـــ وړومبے دا چې دې ادغام نه اګاهو دې د فاټا د اولس رایه واخستې شي؛ مطلب به ئې شاید دا وي چې اکثریت به د ادغام حق کښې نۀ وي ـــ دوېمه دا چې د فاټا مخصوص معروض او مزاج پام کښې لرلو او دلته د ریاستي ادارو د عدم فعالیت لۀ وجې باید د حکومتي عملدارۍ یقیني کولو د پاره یو ځانګړے بندوبست وشي.
د فاټا د ادغام تر شا د کلک ملاتړ پۀ حقله څلور نشاندهۍ ډېرې مهمې دي:
- لس ګوندیز سیاسي اتحاد، چې د خېبر پښتونخوا او فاټا ټول اهم سیاسي ګوندونه پکښې اشتراک لري، د جمعیت د )ف( ډلې نه علاوه، ټول د دې ادغام ملاتړ کوي.
- کال دوه زره پنځلس 2015) ز( کښې، د فاټا څخه ټول پۀ ټوله نولس (19) د مرکزي اسمبلۍ غړو او سنېټرانو پۀ پارلېمان کښې مشترکه غوښتنه کړې وه چې د یو نجي بِل تر لارې دې فاټا پۀ خېبر پښتونخوا کښې ضم کړې شي.
- ټولې سرکاري او غېر سرکاري ارزونې (Surveys)، راپورونه او کمېشنونه دا حقیقت پۀ ډاګه کوي چې د فاټا اولس دروند اکثریت د ادغام مرسته کوي.
- د فاټا د اووۀ واړه ایجنسیو څخه فعالینو، سوِل سوسائټۍ، ټولنیزو ډلو او پوهانو، شاعرانو ادیبانو پۀ یو اېړ د ادغام پۀ حق کښې ګڼې مظاهرې، لاریونونه او احتجاجونه کړي دي.
تر کومه چې د بل شک او شرط خبره ده، نو ډېر لږ تجزیه کاران او مبصرین به د خېبر پښتونخوا د انتظامی ضلعو او دوي سره د متصل قبائیلي ایجنسیو پۀ ثقافت کښې د پام وړ توپیر پۀ ګوته کړي. خو دا کوم فرق چې به ډېر پۀ ګرانه دوي پۀ ګوته کړے شي، دا هم د هغه استعماري انتظامي ځاندرې ورکړه ده چې د فاټا اولس ئې لۀ خپل وجوده شوکېدلي جدا ساتلي دي. د فاټا پۀ ادغام کښې نور ځنډ به د دې اولس د ستونزو او بدبختیو مزے نور هم وغزوي.
د پاکستان پۀ بنیادي ادارو کښې د اصلاح او ترمیم ضرورت هر څوک محسوسوي. دې اصلاحاتو لپاره باید مقتدر قوتونه پالیسۍ کښې ستر بدلون ته غاړه کېږدي او ملک د یو “پوځي ریاست” نه “فلاحي ریاست” ته واړولے شي. دا یوه ډېره ناشونې او ناوړه مفروضه ده چې ګنې ملک کښې د رائج ائیني، قانوني او عدالتي نظام نه بېل اصلاح شوے انتظامي چوکاټ دې فاټا کښې لاګو کړے شي. د داسې ځانګړي اصلاح شوي انتظامي چوکاټ وکالت د اصلاحاتو د نفاذ لاره کښې د ځنډ یو بل عذر او تیارۀ مخې ته راوړي. د دې مطلب به دا وي چې د فاټا اولس به هم دغسې پۀ استحصال اډاڼه د یو فرسوده، غېر انساني نظام بندیان وي او فاټا به هم دغسې د نامعلومه وخت پورې د غېر معقوله جنګي عملیاتو ډګر او مورچه وي.
اوس دا خبره غوڅه ده چې د حکومت او پاکستان ریاست سره د اېف سي اٰر د تور قانون مونډ ویستلو نه پرته بله لاره نۀ ده پاتې. پۀ سیمئیز، ملکي او نړیوال کچ مخې ته راتلونکي واقعات ډېر شدت سره فاټا کښې زر تر زره د انتظامي، عدالتي، سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي.
د حکومت مقتدره ایوانونو کښې د فاټا اصلاحاتو پۀ اړوند پۀ هغه سپارښتنو، وړاندیزونو او مباحثو رڼا اچول ډېر مهم دي چې د لړمون نه ئې ګڼې معمې زېږېږي ـــ لکه چې وائي باید د قبائیلي سیمو رواج بِل (2017) د اېف سي اٰر ځاے ونیسي ـــ دا یو بیخي نیمګړے او ځان غولوونکے تصور دے چې ماتې او ناکامي ئې ځکه هم لۀ ورایه څرګنده ده چې دغه رواج بِل کښې ډېرې بې قاعدګۍ دي. لکه د فاټا ترقیاتي کونسل مشر به ګورنر وي نۀ چې وزیر اعليٰ چې دا خپله د ځان نفي کوي. دغسې عبوري دورې د پاره د چیف کوارډینېشن افسر یوه نوې عهده منځ ته راوړل به اولس کښې بدګماني پېدا کوي. پۀ فاټا کښې بلدیاتي انتخابات د دوه زره اتلس (2018) نه هم وروستو وړل به د دې سیمې د اولس ثقافتي سرګرمیو ته لېوالتیا، د ټولنیزو رویو ارتقاء او سیاسي عمل کښې د برخې اخستلو نور تحرکات ډب او شنډ کړي.
د اصلاحاتو نفاذ او د ریاستي اصطلاح سره سم “قومي دهارا” کښې د فاټا ګډون د پاره تر ټولو غوره لاره د دې سیمو پۀ ائیني او انتظامي بنیادونو خېبر پښتونخوا کښې ادغام دے. کۀ چرې مقتدره قوتونه انتظامي، عدالتي او سیاسي اصلاحات هم وکړي خو د ادغام خبره یو اړخ ته پاتې کړي نو د ادغام نه بغېر به د دې کله هم مثبت نتیجې مخې ته رانۀ شي او دا به هسې پۀ یخه خېټه نېنې وریتول وي.
ټولې قبائیلي ایجنسۍ د خپلو متصلو انتظامي ضلعو سره پۀ جغرافیائي توګه ډېرې جوختې او پۀ کلتوري توګه ډېرې نزدې او مماثل دي، خو خپلو کښې دومره مماثلتونه او نزدېوالے نۀ لري. پۀ شمال او جنوب کښې پرتې قبائیلي ایجنسۍ خپلو کښې هېڅ ډول مواصلاتي تړون نۀ لري او دا ټولې د خېبر پښتونخوا د انتظامي ضلعو څخه پۀ تېرېدلو یو بل ته رسي. د خوند خبره پکښې دا چې د اولسي ښېګړې ګڼې حکومتي ادارې هم فاټا کښې خپل فعالیتونه د خېبر پښتونخوا نه اجراء کوي. پۀ فاټا کښې تقریباً هماغه د نوکر شاهي )بیوروکرېسي( غړي کار کوي چې خېبر پښتونخوا کښې دي. دا ټولې نکتې مخې ته ايښودلو نه دا ثابتېږي چې د فاټا صوبې سره ادغام او دا سیمه پۀ مکمله انتظامي توګه صوبه خېبر پښتونخوا سره یو کول به لږ ډېر کړاو وغواړي یا به بیخي هډو څۀ ستونزه ونۀ لري.
د فاټا خېبر پښتونخوا سره ادغام د پاره تر ټولو مهم دلیل دا دے چې دوي مشترکه پېژندګلو او شناخت لري. هم دا وخت دے چې د شناخت د مسئلې دغه جدي لانجه هوارولو د پاره باید زر تر زره د پاکستاني قبائیلو د شناخت تاریخي تېروتنه ترمیم شي او د پاکستان د پښتون پۀ پېژندګلو واړولې شي ـــ