کلنۍ آرکائيوز: 2019

د افغانستان خپلواکي او د دغه خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان – ډاکټر لطیف یاد

      افغان اولس د 1398 لېږدیز/میلادي کال د زمري د میاشتې (28) نیټه چې د 2019زېږدیز کال د اګست د میاشتې د(19) نیټې سره سمون خوري او د انګرېزي ښکېلاکګرو او زبېښاکګرو نه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې سره برابره ده، پۀ ډېره پرتمینه او شانداره …

نور ولولئ »

د افغاني سیاست سایکولوژي او ایکولوژي – څېړنوال عبدالغفور لېوال

    پۀ افغانستان کښې د سیاست افتونه او زیانپېژندنه مقدمه: دا لیکنه به هڅه وکړي د افغاني سیاست پۀ اړه څو پوښتنو ته ځواب ورکړي: مونږ پۀ کومه سیاسي زمانه او کوم سیاسي چاپېریال کښې یو؟ نړیوال او سیمه يیز شرائط څنګه دي؟ د سیاسي افکارو انارشي پر مونږ …

نور ولولئ »

ارواښاد ‘کاتب’ او مشروطیت – عبدالغفور لېوال

    د ‘مشروطیت نهضت’ یواځې د دې لپاره مهم نۀ ؤ چې هېواد ئې سیاسي خپلواکۍ ته ورساوۀ او د یوۀ ځوان حکومت بنسټ ئې رامنځ ته کړ، بلکې د دغه نهضت روښانتیائي او نوښتپلوه هڅو د افغاني ټولنې پۀ متن کښې داسې یو خوځښت رامنځ ته کړ چې …

نور ولولئ »

رابندراناتهـ ټېګورکابلي والا (کابلے) – ژباړن:ډاکټر لطیف یاد

        پۀ کال اتلس سوه دوه نوي (1892) کښې د رابندراناتهـ ټېګور د لیکلې شوې دې افسانې یو سل اووۀ ویشت کلونه وشول. پۀ ظاهره دغه عامه او عام فهمه افسانه پۀ خپل درون کښې د یوې پېړۍ د نفرتونو، کرکو او سپکاوي ډېر دردناک او کربناک …

نور ولولئ »

د غازي اعليٰحضرت امان الله خان د واکمنۍ ژورنالستیکي او مطبوعاتي لاس ته راوړنې – پوهاند جانس زړن

      دا لیکنه د برېښنائي پاڼې ‘اولس غږ’ نه اخستې شوې چې دوه کاله وړاندې خپره شوې وه. لوستونکي دې د ‘علوم اکاډمي تاریخچه’ او ‘د ښکلو هنرونو ارتقاء’ لیکنو سره دا نتي شوې ولولي.[ د هېواد د ازادۍ او استقلال د بېرته تر لاسه کولو د اتۀ …

نور ولولئ »

‘افغانستان او باچا خان’ ‘افغانستان ته د باچا خان تګ’ – محمد اقبال وزیري

  ‘د باچا خان اندونو او مبارزې ته لنډه کتنه’ د دانش خپرندوې ټولنې تخنیکي څانګه، 1388ل/ 2010ز، مخونه 124-108 باچا خان ته د لومړۍ نړیوالې جګړې د پېل کېدو نه وروسته دا فکر پېدا شو چې بايد کابل ته لاړ شي او د انګليسانو پر ضد مبارزه کښې د …

نور ولولئ »

اعليٰحضرت امان الله خان – ملک عنایت الله کاسي

    د ازاد افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو يوه پېړۍ تېره شوه. پۀ تېرو څو لسيزو کښې هر هېواد د خپل ګټو لپاره پۀ بېلا بېلو لارو د خپلو شومو اهدافو لپاره افغانستان ټکي تکي کړو او د افغانستان خپلواکي ئې زيانمنه کړه – خو دا ټول هېوادونه د …

نور ولولئ »

د افغانستان د استقلال خبره د یو هوډ، یوې ارادې، یوې هیلې او د یو نۀ ماتېدونکي عزم داستان دے – حيات روغانے

  افغانستان د میروس ‘هوتک’ نیکۀ نه، د احمد شاه ‘دراني’ بابا نه او د ‘امیر’ دوست محمد خان بارکزي نه د غازي امان الله خان پورې – افغانستان د غازي امان الله خان نه د سردار داود خان د ‘رپبلک افغانستان’ او بیا هلته نه د شهید ډاکټر نجیب …

نور ولولئ »

د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې د تجليل پۀ مناسبت – پۀ پاکستان کښې د افغانستان د فرهنګي استازي حضرت ولي هوتک پېغام

    ښاغلو لوستونکو! تر هر کلام د مخه زما سلام، نېکي هېلي او پېرزويني ومنئ. د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې درناوی او زمونږ د ملت د دې ستر بري او وياړ د بيا بيا يادونې ارزښت يواځې پۀ دې کښې پټ نۀ دی چې سل کاله پخوا زمونږ …

نور ولولئ »