پۀ داسې حال کښې چې د جمهوریت ډي رېل کولو هڅې کېږي، د ملک پۀ سیاست کښې د غېر جمهوري قوتونو مداخلت کومې ګټې تر اوسه نۀ دي راوړې خو دا نېکمرغي ده چې د ۲۰۰۸ نه ۲۰۱۳ پورې د ملک پۀ سیاسي تاریخ کښې پۀ اول ځل قامي او صوبائي اسمبلیو خپل ائیني وخت پوره کړو او دغسې د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۸ یو ځل بیا دغه عمل مخ پۀ وړاندې بوتلے شو. څۀ هم کۀ د ځینې ګوندونو لۀ خوا دې دواړو دورو کښې د جمهوریت د صف نه جمهوریت پسې ملنډې، سېنټ پسې سپکې سپورې او سیاسي عمل ته کندې وکنستلې شوې؛ دا یو نېک شګون دے چې جمهوري دورې خپل سر ته د رسېدلو روایت وده مومي.
عوامي نېشنل پارټي د ملک پۀ سیاست کښې بې داغه سیاسي تاریخ لري او پۀ جمهوریت باندې عقیده لري. اوس چې د موجوده اسمبلیو ائیني وخت پوره کېږي، د انتخاباتو د پاره سیاسي ګوندونه مېدان کښې دي نو دغه ګوندونه د اولس ذهنونو کښې ساتلو د پاره د سیاسي انجینئیرنګ قوتونه مختلفې حربې او طریقې استعمالوي. سیاسي ګوندونو خپل انتخاباتي مهمونه او اولسي رابطې شروع کړې دي.
عوامي نېشنل پارټۍ هم پۀ منظمه توګه د ۲۰۱۸ انتخاباتو د پاره د خپلو مرکزي او صوبائي مشرانو، تهنک ټېنکس، ذیلي تنظیمونو او کارکنانو پۀ تجاویز اډاڼه منشور جوړ کړو او دې سره ئې د صوبائي او مرکزي اسمبلیو د پاره د درخواستونو جمع کولو اعلان وکړو. د الېکشن د پاره د مقرر کړي پارلېماني بورډ سره سره د ضلعو او یونین کونسلو برانچونو پورې د تنظیمي عهدېدارانو نه د رایې اخستلو پۀ رڼا کښې مختلفو انتخابي حلقو د پاره ټکټونه جاري کړے شول. پۀ دې ټول عمل کښې د سیاست او جمهوریت یو ځانګړے مثال قائم کړے شو.
خېبر پښتونخوا چې د ۲۰۱۳ انتخابات کښې پۀ تحریک انصاف کوم اعتماد کړے ؤ، د صوبې موجوده حالات، دلته د بدعنوانۍ او اقرباء پرورۍ الزامات، د صوبې فنډونه لګولو د پاره ناقصه حکمت عملي، د بنیادي او ضروري منصوبو روانولو پۀ ځاے هسې شو شا جوړول او پۀ ښار رنګونه تپل او پۀ تلو تلو کښې د بي اٰر ټي صورت کښې پېښور کنډر کنډر پرېښودلو سره د دې ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل صوبه د درې سوه اربه روپیو قرضدارې کولو نه پس اولس ته د مخامخ ودرېدو جرأت نۀ شي کولے. دې دوره کښې چې تحریک انصاف د خپلو مخالفینو کردار کشۍ د پاره کومې نعرې لګولې وې او احتساب کمېشن ئې پۀ دې بنیاد جوړ کړے ؤ چې سیاسي مخالفین پکښې راګېر کړي، نن هغه احتساب کمېشن د تحریک انصاف د ممبرانو، مشیرانو، وزیرانو او عن تر وزیر اعليٰ د کېسونو د فائلونو نه د ډکېدو پۀ وجه غېر فعال کړے شوے دے. بلکې حقیقت خو دا دے چې اوس پۀ دغه احتساب کمېشن کښې د تحریک انصاف پۀ شوو ‘بد عنوانیو’ د تفتیش او انکوائرۍ د پاره اوازونه پورته کېږي.
عوامي نېشنل پارټي هم پوره زور او شور سره انتخابي مهم شروع کړے دے. د پارټۍ کارکنانو کلو بانډو او ښارونو کښې سرګرم دي. د روزانه پۀ بنیاد وړې لویې جلسې کېږي. د ې سره پۀ هره ضلع کښې د یوې لویې جلسې تابیا کېږي چې تر اوسه کوهاټ، بونېر، نوښار، شانګله، سوات او کوز دیر کښې کامیابې جلسې وشوې او دغه تسلسل روان دے.
غېر جانبدار سیاسي مبصرین د عوامي نېشنل پارټۍ دننه مسلسل کېدونکي شمولیتونه او درنې جلسې د تحریک انصاف او د هغۀ د اتحادیانو پۀ ضد عوامي ردعمل بولي. دې جلسو کښې ډسپلن، د ګډون کوونکو جوش او جذبې دا ثابتوي چې پښتانۀ د سور بېرغ سیوري ته راغونډ شوي دي. یو لنډ مثال پۀ بونېر کښې څۀ وخت وړاندې د تحریک انصاف د چئیرمېن جلسه وه او اوس پۀ دولسم اپرېل د عوامي نېشنل پارټۍ جلسه ـــ هر څو کۀ د حکومتي ګوند د جلسې پۀ شا سرکاري وسائل او مشینري هم فعال وو، پۀ تعداد، ډسپلن او جوش کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د جلسو مقابله کښې د تحریک انصاف جلسه یوه فلاپ شو وه.
داسې ښکاري کله چې عوامي نېشنل پارټۍ کارکنان خپلو سیاسي مخالفینو ته د اجمل بابا پۀ ژبه وائي:
چې ظالم مې ژبه غوڅه کړه تېره شوه
تورۍ څومره چې تېره شوه لا خوږه شوه
اوس کۀ نر وي نو غوږونه دې خپل بند کړي
چې زما نغمه سړه نۀ شوله، سره شوه
د عوامي نېشنل پارټۍ د مشرانو او کارکنانو د دې جیګو حوصلو پۀ شا هغه سیاسي روایت دے چې د خدائي خدمتګار تحریک نه تر دې دمه د دې پارټۍ ائین، منشور او بېرغ کښې محفوظ راروان دے. د عوامي نېشنل پارټۍ حکومتي دوره کښې د صوبې حقونه شته کولو د پاره د اتلسم ائیني ترمیم تر لارې ائیني تحفظ ورکړے شو او بیا د سیاسي تدبر سره د وفاق نه د صوبې حقونه راوړل او دا د دې سیمې د اولس د پاره پۀ ترقیاتي کارونو او منصوبو لګولو سره د صوبې د شپېتۀ کلونو رېکارډ مات شوے ؤ. د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې عوامي نېشنل پارټي د خپل اولس مخې ته ولاړه وه او کومو قوتونو چې د مذهب او ملک نوم د ترهګرۍ د پاره استعمالولو، د هغوي مخونه ئې اولس ته ښکاره کړل.
د دې اعتماد یوه بله وجه هغه حقیقت پسندي ده چې عوامي نېشنل پارټۍ ئې همېشه د دې خاورې او اولس د مسائلو حل د پاره صحیح ادراک لرلے او صحیح حل مخې ته راوړے دے. چرته چې نور سیاسي ګوندونه د یو بل پۀ سرونو خاورې بادوي، یو بل پسې سپکې سپورې وائي، د یو بل پۀ درشلونو یو بل ته ولاړ دي، داسې حال کښې عوامي نېشنل پارټي پۀ سي پېک د پښتنو د حق غوښتنه کوي، د قبائیلي سیمو دننه د انساني ژوند معیار ښۀ کولو د پاره د فاټا خېبر پښتونخوا سره د انظام مطالبه کوي، د اتلسم ائیني ترمیم لاندې د صوبې حقونه ټول پۀ ټوله د صوبې اختیار کښې راوړلو د پاره مبارزه کوي.
اولس چې د نورو سیاسي پارټیو جلسې او د هغوي د مشرانو رویې ګوري او د عوامي نېشنل پارټۍ دغه نکات ویني نو د هغوي اعتماد پۀ عوامي نېشنل پارټۍ نور هم زیاتېږي. اوس به دا نعره د انتخاباتو رانزدې کېدو سره نوره هم اوچتېږي چې:
راروان دے راروان
انقلاب د باچا خان
سیاست ولې اړتیا لري؟
محمد شهزاد
دلته به خپل ښوونځي کښې پۀ وړومبۍ ورځ داسې واورې چې ارسطو وائي ‘انسان یو سماجي ځناور دے’؛ مطلب ئې دا شو چې پۀ معاشره کښې ژوند کوې نو د معاشرې د پاره اصول ټاکلو کښې به د اکثریت د رایې احترام کوې ـــ د خپل ذاتي شناخت، ازادۍ او ګټې د پاره به جنګ ته یواځې ودرېږې خو چې کله خبره اجتماعي وي نو بیا به د قام سره ودرېږې. دې ټولو خبرو نه ثابتېږي چې د انسانانو د اجتماعي مسئلو حل د پاره سیاست یواځینۍ لاره ده.
دې سره به دا هم واورې چې د پاکستان جوړېدو نه پس د پاکستان باباے قوم پۀ تحریک پاکستان کښې د ملاتړ او ملګرتیا کولو نه پس ووې، ‘ښه! نور تاسو خپل سبق وایئ او سیاست مۀ کوئ!’. بیا ورپسې د شنې جنډې وارثانو د پاکستان واکدارانو د خپل بابا د خبرې تقدس هم دغسې وساتلو او دا تکه شنه بیانیه به ئې خپروله چې ‘سیاست ښۀ شے نۀ دے، پۀ ځان شپه ورځ یوه کړئ او کار کوئ!!!’
دا خبرې ټول خلق پۀ سوچ کښې واچوي چې کومه خبره ومنم؟ ‘د انسانانو د اجتماعي مسئلو حل د پاره سیاست یواځینۍ لاره ده’ کۀ ‘سیاست ښۀ شے نۀ دے’؟؟؟ دواړه خبرې د یو بل پۀ ضد دي، دواړه خو سمې نۀ شي کېدې.
ما له سیاست کول پکار دي کۀ نۀ؟ ځکه چې مخکښې ورځو کښې دا خبره ډېره زیاته واورېدې شوه چې زمونږ ګناه پښتون کېدل نۀ بلکې غېر سیاسي کېدل او د ملتپاله ګوندونو پۀ ضد روان کوم مهم کښې فعال کېدل دي.
هسې کۀ یو څوک لږ فکر وکړي چې زۀ د دې معاشرې وګړے یم، دلته چې څۀ روان دي، هغې نه زۀ متاثره کېږم نو زۀ ولې غېر سیاسي شم؟ داسې کومه مسئله شته چې هغه غېر سیاسي ده؟
کۀ مونږ سیاست ته لږ پۀ سائنسي نظر وګورو نو سیاست صرف د حکومت جوړول نۀ وي، بلکې چې انتظام او اهتمام څنګه پکار دے او څنګه دے، دا لارې ټاکي. اوس کوم خلق چې صرف د حکومت، اختیار او مراعات د پاره سیاست کوي، هغوي به کله دا وغواړي چې سیاسي شعور لرونکي دې سیاست وکړي؟ ما سره څۀ وشو؟ څۀ روان دي او څۀ کېږي؟ دا ټول زما د غېر سیاسي کېدو مکافات دي. هغه پۀ سیاست پوهه دے ځکه خو ما ‘غېر سیاسي’ کوي. ورته پته ده چې انسان د نظریاتو سره حساس دے او نظریات بیا د عمل او مورالټۍ پۀ شکل کښې راښکاره کېږي. خبره ډېره ښکاره ده!!! کۀ سیاسي عمل نه اخوا کېږو نو تاوان کوو او د خپلو راتلونکو نسلونو مجرمان کېږو.