د پي اېس اېف خېبر پښتونخوا ټاکنې – راپور: سلېمان ایسپزے

پښتون سټوډنټس فیډرېش ډائرې، اپرېل ۲۰۱۸

د اپرېل مياشتې پۀ نهمه نېټه د پښتون سټوډنټس فیډرېشن خېبر پښتونخوا صوبائي کابينې د پاره ټولټاکنې وشوې چې پکښې وسيم خټک پۀ غټ اکثريت د صوبې صدارت او عثمان شاه د ستر سېکتر پۀ چوکۍ وټاکلے شول. پۀ دې لړ کښې د پښتون سټوډنټس فيډرېشن د صوبائي مجلس عاملې انتخابي غونډه د ارګنائزنګ کمېټۍ د چئيرمين توحيد خان داودزي پۀ صدارت کښې پۀ باچاخان مرکز کښې وشوه. پۀ دې غنډه کښې د مرکزي ارګنائزنګ کمېټۍ چئيرمېن حق نواز خټک او ستر سېکتر عمران مومند هم شرکت وکړو. پۀ غونډه کښې د انتخابي عمل پۀ ذريعه د صوبائي صدر، جنرل سېکرټري، ډپټي جنرل سېکرټري، سينئیر نائب صدر او سيکرټري اطلاعات انتخاب وشو چې پۀ نتيجه کښې وسيم خټک پۀ یو سل پنځویشت (125) ووټونو سره صدر وټاکلے شو. پۀ نورو عهدو کښې عثمان شاه پۀ یو سل اتۀ ویشت (128) ووټونو د ستر سېکتر د پاره وټاکلے شو. د نائب صدارت پۀ چوکۍ ملک سراج پۀ یو سل څلور (104)، ډپټي جنرل سېکتر حضرت بلال مومند پۀ نهه نوي (99) ووټونه، سېکرټري اطلاعات متين بونيري یو سل اویا (170) ووټونه ترلاسه کړل. د کلچر سېکتر د پاره شوکت سواتے او فنانس سېکتر پۀ چوکۍ د ملک احتشام الحق انتخاب بغېر مقابلي وشو. پۀ ريجنل عهدو د مردان د پاره ساجد يوسفزے نائب صدر او جائنټ سېکرټري د پاره شاه داد خان، د بنو نه صمد خان نائب صدر او وقاص خان جائنټ سېکرټري، د هزاره ډويژن نه صديق شېدائي نائب صدر او حنيف راجه جائنټ سېکرټري، ډي اٰئي خان نه عرفان نائب صدر او فاټا نه عدنان سميع الله خان نائب صدر او ګل نشان جائنټ سېکرټري بلامقابله منتخب شو.

د اے اېن پي صوبائي جنرل سېکرټري او پښتون اېس ايف صوبائي صلاح کار سردار حسېن بابک نوې منتخب شوې کابينې ته مبارکي ورکړه او وې وئيل چې اے اېن پي واحد سياسي ګوند دے چې لکه د نورو سياسي جماعتونو فېصلې نۀ مسلط کوي بلکې تر ذيلي تنظيمونو د عهدېدارانو ټاکنه د الېکشن پۀ ذريعه کوي. سردار حسېن بابک د نوو منتخب شوو ممبرانو نه دا طمع او توقع ولرله چې د باچاخان پېغام به نۀ صرف کور کور ته رسوي بلکې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن نور فعاليت د پاره به د زړۀ د خلاصه هڅې کوي او دې سره سره به د پښتنو محصلينو د حقوقو د پاره پۀ هر مېدان نۀ ستړې کېدونکې مبارزه کوي.

د شهید مشال خان وړومبے تلین

راپور علي ایسپزے

پۀ دیارلسم اپرېل پښتو څانګه پېښور پوهنتون مولانا عبدالقادر هال کښې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن پېښور لۀ خوا د نیازبین شهید مشال خان وړومبے تلین ونمانځلے شو چې مشر مېلمه ئې د باچاخان ټرسټ ایجوکېشن فاونډېشن مشر ښاغلے ډاکټر خادم حسېن ؤ. د پښتون سټوډنټس فیډرېشن پخواني صدر اختر اقبال ایسپزي، د اٰئي اٰر څانګې استاد مهران وزیر، اغلې ثناء اعجاز او د پېښور پوهنتون بلال بونېري خپلې وېناوې وکړې. د نظامت چارې عابد ایسپزي ترسره کړې.

دوي ووئیل چې مشال د یو سوچ او فکر نامه ده، دا نامه د مینې ده، د امن، مباحثې، پرمختګ، جمهوریت او ازادۍ نامه ده. اخري شکست به د تیارو جهالت او انتهاپسندۍ وي. ډاکټر خادم حسېن پۀ پښتنه خاوره د ترهګرۍ پۀ تاریخ باندې تفصیلي رڼا واچوله او د ریاست د خېټې د زېږدلې ترهګرۍ پۀ بېلابېلو مفکورو او اوزار (tools) ئې پۀ باریک بینۍ وڅېړله او پۀ دې خبرو ئې زور راوړو چې پښتون سټوډنټس فیډرېشن کردار تل ضد استعماري، روښان فکره او قامپاله پاتې شوے دے. نن هم دا اعزاز پښتون سټوډنټس فیډرېشن ته حاصل شو چې دغه بیانیه ئې برقرار وساتله او پۀ هر مشکل وخت کښې ئې پۀ خپل نظریاتي پرنسپلز باندې کوم مفاهمت نۀ دے کړے.

پۀ اخره کښې دا متفقه قرارداد منظور کړے شو چې د شهید مشال پۀ نوم دې یو رېسرچ سنټر جوړ کړے شي. داسې پښتون سټوډنټس فیډرېشن دا اعلان هم وکړو چې اقبال لالا مظلوم دے او مونږ به ورسره تر اخیرۍ سلګۍ پورې ولاړ یو او د ظلم او جبر پۀ خلاف به خپله مبارزه دوامداره ساتو.

د مشال شهید پۀ وحشیانه طریقه قتل د پښتنې ټولنې دننه هر څو کۀ د داسې وحشت توقع نۀ کېدله، یوه لویه المیه وه. دا المیه اوس هم پۀ خپل ځاے ځکه ده چې د سخت دریځۍ پۀ ضد د ریاست پالیسي اوس هم ډېر پسته او د خطرناک حده پورې مبهمه ده. د مشال شهید قاتلانو یو کال پورې عدالت کښې د خپلې بې ګناهۍ ثابتولو د پاره قانوني جنګ کولو او چې کال پس هغوي د عدالت نه خوشي کړے شول نو نۀ یواځې دا چې جشن ئې ونمانځلو بلکې د هغوي وحشت نور هم تېرۀ شوے ښکاره شو. پۀ عدالت کښې دننه چې چا خپله بې ګناه ثابتوله، پۀ ټولپلازه ئې د خپل هغه وحشت اعتراف کولو. باید د قانون تقاضې د مشال شهید کورنۍ له دلاسه او اطمینان ورکړي. ډېر پۀ هنر سره د ریاست ذمه واري د سیاسي کردار کشۍ پۀ ذریعه ختمه کړې شوه او اجتماعي شوے وحشت ئې د شدت د بیانیې پۀ ډاډ بچ کړو.

پېښور پوهنتون کښې احتجاج

راپور: متین بونېرے

پښتون سټوډنټس فیډرېشن پېښور پوهنتون کښې د اېریا سټډي سنټر مخې ته احتجاج وکړو. د یوې مودې نه تسلسل سره اېریا سټډي سنټر او د پوهنتون څۀ ذمه واران د تاریخ د مسخ کولو جرم کوونکي متنازعه خلق پوهنتون ته د هغوي د اکادمي نا اهلۍ باوجود راولي او مونږ ګڼو چې دا عمل قصداً کېږي چې زلمي مشتعل شي او داسې څۀ ناخوښه واقعه مخې ته راشي.

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن نمائندګانو څو ځله د پوهنتون د ذمه وارانو وړاندې خپل احتجاج او تحفظات وړاندې کړل خو لۀ بده مرغه د پوهنتون ذمه دارانو پرې هېڅ غور ونۀ کړو. د پي اېس اېف زلمو د اېریا سټډي سنټر مخې ته خپل احتجاج ډېر پۀ مهذب ډول رېکارډ کړو. د انتظامیې لۀ خوا د پولیس رابلل او د پي اېس اېف زلمي حوالات ته بوتلل د انتظامیې د غېر سنجیدګۍ مظاهره وه. بیا هم، پښتون سټوډنټس فیډرېشن به کله هم نۀ قانون لاس کښې واخلي او نۀ به د څۀ وېرې لۀ وجې خپل اختلاف مخې ته راوړلو نه څنډه وکړي.

پښتون سټوډنټس فیډرېشن خپل دا جمهوري او ائیني حق محفوظ ساتي چې کۀ متعلقه څانګې او د دې څانګې ذمه وارانو بیا د پاره د داسې تاریخي خائنانو رابللو هڅه وکړه نو زمونږ احتجاج به بیا د ذمه وارانو نه د مطالبو صورت کښې وي او د ې ذمه واري به ټوله د دغه ذمه وارانو پۀ غاړه وي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

څو کرښې د پند

اخلاقیات پۀ یو قام کښې تر هغه وخته نۀ راځي، تر څو چې د قام هر وګړے د انساني، طبقاتي، معاشي نازل کړے شوي جبر نه خبر نۀ شي. هېڅ یو ملک او د هغې اوسېدونکي کله هم خوشحالي نۀ شي موندے تر څو چې د واکدار بالادست طبقې او عام اولس مفادات یو شوي نۀ وي.

کۀ څۀ هم د جاګیردارو سرمایه دارو کارندې د سیاست پۀ نامه، د مذهب پۀ نامه، د میډیا او وعظ او دانش پۀ نامه یو چا ته د خوشحالۍ سندرې وائي، د بې وزله اولس وینې به دغسې توئېږي. ماشومان به ئې هم دغسې ژړېږي او دا جبر به هم دغسې روان وي.

د یو چا شتمني بد شے نۀ دے خو کۀ هغه د نورو د استحصال پر بدل نۀ وي. د دې اولس د اجتماعي شعور پر مثال دا هغه رنځور دے چې د سرطان پۀ مرض اخته وي او کمپوډران ورته ډسپرین ګولۍ ورکوي.

شعېب خپلواک

د مزدورانو د نړیوالې ورځ ټقاله

یو مزدور او د هغۀ ښځه خفه ناست وو. ښځې ترې خفګان وپوښتۀ نو خاوند ئې ووې چې زۀ کومه بنګله کښې کار کوم، سبا د هغې د مالک چهټي ده او پۀ کومه ورځ چې مالک پۀ کور وي نو څپق پۀ څپق هر څۀ لټوي، کۀ لږ فرق ووینې نو تنخوا نه ئې تاوان وشوکوي؛ خو چې تۀ ولې خفه ئې؟

ښځه ئې ووائي، زۀ چې کومې ډاکټرې صاحبې کره کار کوم، سبا د هغې چهټي ده. پۀ کومه ورځ چې هغه کور وي نو هغه ورځ زما ارام هم نۀ وي او هغه پۀ نۀ خبره دومره ګوریږي، خو بس د ناکامه څۀ نۀ وایم نو.

د دوي ماشوم زوے ورته ووائي، سبا د مزدورانو ورځ ده، د ټولو صاحبانو چهټي ده.

مزدور او د هغۀ ښځې پۀ حېرانتیا زوے وپوښتۀ چې تا ته څنګه پته ده؟

استاد راته وئیل چې سبا پۀ وخت سروس سټېشن ته ځان رارسوه، صاحبان به ګاډي وینځلو له رالېږي، کۀ اووۀ بجو له دې ځان نۀ ؤ رارسولے نو چقوم دې.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …