دا لیکنه د ډاکټر مبارک علي کتاب ‘تاریخ او آج کی دنیا’ نه ژباړلې شوې ده.
د مذهب تعلق انساني ژوند او د انساني ژوند روحاني، سماجي او ثقافتي هلو ځلو سره ډېر ژور دے ځکه ئې مذهبي لارښود او سیاستدانان د خپلو مقصدونو د پاره کاروي. چې کله هم مذهب استعمال شوے دے نو د عامو خلقو تأثر دا وي چې دوي د مذهب خدمت کوي خو د دې پۀ شا مذهبي او سیاسي مداریان خپلې ګټې ترلاسه کوي. پۀ دې وړوکي شان مضمون کښې د دې خبرې وضاحت شوے دے چې پۀ پاکستان کښې مذهب څنګه پۀ سیاسي او مذهبي توګه استعمال شوے دے.
کله چې مسلم لیګ او د هغوي مشرانو د بېل ملک غوښتنه وکړه نو د دې زبردست مخالفین مذهبي ګوندونه وو چې پۀ هغې کښې جمعیتِ علماء هند، جماعتِ اسلامي او مجلسِ احرار ډېر د ذکر وړ دي. د دوي اعتراض دا وو چې د مسلم لیګ مشران مغربي تعلیم یافته دي او مذهبي معلومات ئې ډېر محدود دي نو ځکه د دې جوګه نۀ دي چې د مسلمانانو مشرتابه جوړ شي او د دوي د پاره د یو بېل ملک غوښتنه وکړي. د دې نېغ مطلب دا وو چې دا حق یواځې د علماو طبقې سره دے چې پۀ مذهبي توګه د مسلمانانو لارښودنه وکړي خو چې کله پۀ 1947 کښې پاکستان جوړ شو نو جمعیت العلماء ګوند خو پۀ هندوستان کښې پاتې شو او جماعتِ اسلامي واله د چا چې هېډ کوارټر پټهان کوټ کښې ؤ، سمدستي پاکستان ته راغلل او لاهور ته ئې خپل مرکزي دفتر د دې د پاره منتقل کړو چې نوے جوړ شوے ملک یو اسلامي ملک جوړ کړي. مجلسِ احرار چې د ډېرو مشرانو تعلق ئې پنجاب سره ؤ، هغوي خپله ټوله توجه پۀ دې ورکړه چې پۀ هر صورت کښې قادیاني طبقه غېر مسلمه وګرځوي؛ نو یواځې جماعتِ اسلامي هغه ډله وه چې پۀ عملي توګه ئې د پاکستان پۀ سیاست کښې برخه واخسته او د اولنۍ ورځې نه ئې پۀ حکومت دا دباو واچوۀ چې د پاکستان دستور دې د اسلام پۀ رڼا کښې تیار کړے شي.
پۀ دې حالاتو کښې لیاقت علي خان دا پرېکړه وکړه چې د علماو طاقت کمزوري کولو د پاره ضروري ده چې ریاست دې مذهب استعمال کړي. (مطلب دا چې د علماو پۀ ځاے دې ریاست مذهب استعمال کړي) دا ځکه چې بیا به عوام د مذهبي لارښودنې د پاره علماو ته نۀ بلکې ریاست ته ګوري. د دې مقصد د پاره دوي د هندوستان علماو ته هم بلنه ورکړه چې پۀ هغې کښې سید سلېمان ندوي او پروفېسر حمیدالله د ذکر وړ دي. دوي ته ئې دا ټاسک ورکړو چې تاسو یو داسې دستور جوړ کړئ چې د پاکستان د پاره مناسب او ګټور وي. د دې ټولو علماو د بحث مباحثو او مشورو نه پس هم دستور جوړ نۀ شو البته د ‘قراردادِ مقاصد’ پۀ نامه یو دستاوېز ضرور تیار شو چې پۀ 1949 کښې دستور ساز اسمبلۍ منظور کړو. پۀ دې دستاوېز کښې یو خو دا اعلان وشو چې ‘اقتدارِ اعليٰ’ د الله پاک سره دے او د قران او سنتو پۀ ضد بۀ یو قانون هم نۀ جوړېږي وغېره وغېره. وروستو هم دې ‘قراردادِ مقاصد’ د پاکستان پۀ دستورسازۍ کښې ډېر مهم رول ولوبولو. د پاکستان پۀ درېو واړو دساتیر (ائین) کښې دې ته ‘اسلامي ريپبلک’ ووئیلے شو او څۀ نور مذهبي دفعات ئې هم پکښې شامل کړل. د ضیاء الحق پۀ دور کښې بیا هم دغه ‘قراردادِ مقاصد’ د 1973 د ائین برخه وګرځولې شوه.
د دې پس منظر نه پس کۀ د پاکستان د تاریخ پلټنه وشي نو دا به واضحه شي چې پۀ ابتدائي مرحلو کښې د پاکستان واکمنې طبقې مذهب پۀ سیاسي توګه استعمال کړو او د دې پۀ ذریعه ئې د خلقو جذبات راپارول. د دې تر شا ئې خپلې سیاسي غلطیانې پټې کړې او د مذهب پۀ ذریعه ئې خپلې ګټې ترلاسه کړې. پۀ دې مرحله کښې د ریاست او واکمنو دا پالیسي وه چې د عوامو مطمئن کولو د پاره داسې ‘سطحي ټائپ’ اسلامي دفعات پۀ ائين کښې شامل شي خو علماو ته بیخي د دې خبرې موقع پۀ لاس ورنۀ کړې شي چې دوي پۀ سیاست کښې خپل اهمیت تر لاسه کړي. دې ته مونږ داسې ‘مذهبي بنیاد پرستي’ وئیلې شو کومه چې د بره نه (اوپر سے) نافذه شوې وه. خو د حکومتونو دا پالیسي پۀ اخره کښې هم ناکامه شوه ځکه چې دوي خپل اولس ته د هغوي بنیادي ضرورتونه ورنۀ کړل نو د دې وجې نه ریاست، مذهب او د دې د استعمال ټول چلونه پۀ اولس کښې غېر مقبول شو. د اولس اعتبار د دې څیزونو نه پورته شو. دې ناکامۍ مذهبي ګوندونو ته، پۀ خصوصي توګه جماعتِ اسلامي ته دا موقع ورکړه چې دوي خپلې هلې ځلې زیاتې کړې او عوامو ته لاړ شي او پۀ خپل مقبولیت کښې څۀ نه څۀ اضافه وکړي.
پۀ اولنیو ورځو کښې د سیاست پۀ اړه د جماعتِ اسلامي د ګوند پۀ حلقو کښې دوه رایې وې. پۀ دې کښې د یوې ډلې دا خیال ؤ چې زمونږ ګوند ته پۀ سیاست کښې برخه اخستل پکار نۀ دي؛ اول مونږ ته د ټولنې د اصلاح د پاره کار کول پکار دي. د دوېمې ډلې دا خیال ؤ چې پۀ سیاست کښې برخه اخستل پکار دي، پۀ هم دې لاره ریاست لاس ته کول پکار دي او پۀ اقتدار کښې د راتلو نه پس دلته شریعت نافذ کول پکار دي. هم دا ډله پۀ اخره کښې کامیابه شوه او ګوند پۀ یو مذهبي سیاسي ګوند کښې بدل شو او پۀ سیاسي هلو ځلو ئې لاس ولګولو. کۀ هر څو د جمهوریت فقدان (نیشتون) او د مارشل لاء حکومتونو قیام د نورو سیاسي ګوندونو پۀ څېر جماعتِ اسلامي ته هم پۀ ټولټاکنو کښې د برخې اخستو او اقتدار کښې د راتلو موقع پۀ لاس ورنۀ کړه خو دوي خپل ګوند پۀ ښې طریقې سره منظم کړو او د خپلو کارکنانو ذهني تربیت ئې وکړو. دغسې دوي د یو داسې ګوند پۀ شکل کښې راڅرګند شو چې کارکنان هم ورسره وو او منشور ئې هم درلود. خو چې کله ضیاء الحق پۀ 1977 کښې پۀ اقتدار کښې راغے نو جماعتِ اسلامي د مارشل لاء او پوځي حکومتونو حمایت د دې د پاره وکړوچې پۀ هم دې لاره )د خپلې تشریح مطابق( پۀ پاکستان کښې شریعت نافذ کړي. ضیاء الحق د مذهبي ډلو او ګوندونو پۀ ذریعه خپل حکومت د مقبول کولو هڅې وکړې او پۀ ملک کښې ئې د اسلامي نظام راوستو د پاره د ‘علماء او مشائخ’ څو څو کانفرنسونه وکړل. دا هغه مرحله وه چې ریاست او علماء د یو بل سره د لاس کولو پۀ وجه د مذهب سیاسي استعمال وکړو خو پۀ دې مرحله کښې هم د مذهب دا استعمال چې پکښې واکمنه طبقه او علماء شامل وو، د بره نه (اوپر سے) وشوـ دوي د ‘نظامِ مصطفٰي’ نعرې وهلو سره خلقو ته دا یقین ورکولو چې حکومت کوم نظام راولي هغه اسلامي نظام دے او د خلقو د خېر ښېګړې د پاره دے. د دې عمل پۀ دوران کښې نصابي کتابونه هم اسلامي طرز باندې جوړ شو او استاذانو ته هم دا هدایات وو چې هغوي دې سماجي او نېچرل علوم هم پۀ داسې ډول وښائي چې د اسلامي تعلیماتو مطابق وي. ذرائع ابلاغ (مېډیائي ذرائعو، د رسنیو ذرائعو) هم د اسلامائزېشن دې پروګرام ته پۀ وده ورکولو کښې خپله برخه او ونډه واچوله. د دې یو مثال دادے چې پۀ خلقو کښې د ‘خدا حافظ’ پۀ ځاے د ‘الله حافظ’ وئیلو رواج عام شو او پۀ ټوله پاکستاني ټولنه کښې خور شو. د دې بدلون پۀ شا چې کوم خیال کار فرما دے، هغه دا دے چې پاکستانۍ ټولنې نه ایراني اثرات ختم شي او دلته د عربو کلچر عام شي. د دې وجه هم شاید دا وي چې عرب هېوادونه پۀ دې طریقې سره خوشحاله شي او د هغوي نه مالي ګټې پورته کړلې شي. خو د دې بدلون نتیجه دا ووته چې مخکښې پۀ مذهبي معاملاتو کښې کوم برداشت او رواداري وه، هغه پۀ ختمېدو شوه او ټولنه پۀ مجموعي توګه د انتها پسندۍ پۀ ډګر روانه شوه. دا انتها پسندي دومره زیاته شوه چې کور کور ته ورسېده او پۀ خاندانونو کښې دننه شوه.
د پاکستان صورتِ حال هغه وخت پۀ انقلابي توګه بدل شو کله چې پۀ 1980 کښې پۀ افغانستان کښې د روسیانو خلاف جهاد پېل شو. )ياده دې وي چې افغانستان کښې د مذهب پۀ نوم د اوږد مهاله جنګ پروسه پۀ 1974 کښې هم د پاکستان دننه د موجود ‘افغان وار لارډز’ د تربیت او تنظیم نه شروع شوې وه(. د روس او کمیونزم د مخنیوي پۀ خاطر د امریکه توجه او پام د افغانستان او پاکستان پۀ لور راوګرځېدو. د روسي اثراتو د مخنیوي د پاره امریکې د سي اٰئي اے ‘CIA’ پۀ مدد سره ‘جهاد تحریک’ پېل کړو. دې ته ئې د ‘سائېکلون اپرېشن’ نوم ورکړو. د جهاد تحریک د کامیابۍ او موثره جوړولو د پاره امریکه اٰئي اېس اٰئي ‘ISI’ ته اووۀ بلیون ډالرز ورکړل. دوه بلیون ډالره ئې د افغانستان جهادي ډلو او ګوندونو ته ورکړل. د دې نه علاوه د امریکې او سعودي عرب لۀ خوا لس بلیون ډالرز نور هم ورکړے شو. دا صرف د دې د پاره چې د روس پۀ ضد دوي مضبوط مزاحمت وکړي(1). پۀ دې موقع د امریکه یونیورسټي نېبراسکا ‘Nebraska’ د سکول طالب علمانو د پاره نصابي کتابونه تیار کړل پۀ کومو کښې چې د جهاد تبلیغ شوے ؤ.
د امریکې لۀ خوا د دومره فنډونو پۀ راتلو او د تېلو پۀ دولت مړو پټو عربي هېوادونو مالي تعاون، مرستو او لاس کولو سره د پاکستان صورتِ حال سمدستي بدل شو. هغه مذهبي ګوندونه چې تر اوسه ګمنامه وو چا نۀ پېژندل او مالي وسائل ورسره هم کم وو، ناڅاپي منظرِ عام ته راغلل او جهادي تحریکونه هم سرګرم شول. د 1970 پۀ زمانه کښې دېرش مذهبي ګوندونه وو او بیا پۀ 1980 کښې ددوي شمېره دومره زیاته شوه چې 237 ته ورسېده.(2) دې ټولو مذهبي ګوندونو ته غېرملکي فنډونه هم ملاو شول او دې سره سره چې ضیاء الحق کوم د ذکات نظام نافذ کړے ؤ، د هغې نه هم ورته بلها ډېره برخه ورکړلې شوه. کله چې د مالي وسائلو، عطیاتو او غېر ملکي امدادونو بهتات شو نو دې سره مذهبي ګروپونه او مذهبي ډلې جوړې شوې ځکه چې د مالي امداد انحصار پۀ دې ؤ چې کومه ډله یا ګروپ څومره زیات پۀ جهادي هلو ځلو کښې فعال او متحرک وي نو هم دومره زیاته به ورته مالي امداد او مرسته ملاوېږي نو د دې وجې نه هر ګوند او هرې ډلې او هر ګروپ د دې خبرې هڅه کوله چې زیات نه زیات رضاکار د ځان سره کړي، د هغوي تربیت وکړي، هغوي افغانستان ته ولېږي او خپل ځانګړے نوم او پېژندګلو ترلاسه کړي.
پۀ دې مرحله کښې اسلام د تجارتي مقصدونو د پاره استعمال شو. جهادي تحریکونه داسې د غټو غټو ‘کارپورېشنو’ او د ‘بزنس هاوسز’ پۀ شان شو چې جهاد ئې د بزنس پۀ توګه وکارولو. لکه څنګه چې پۀ بزنس کښې مقابلې وي هم دغسې د جهادي ډلو تر منځه مقابلې پېل شوې. چې کله د دوي تر منځه د فنډ پۀ وېش او تقسیم نښتې پېل شوې نو دغه ګوندونه بیا پۀ ډلو کښې تقسیم شول. بېلې بېلې څانګې ئې وکړې؛ هر یو ګوند، ډلې او ګروپ جهاد خپل منشور وګرځوۀ او ځان ځان له ئې د بېلو فنډونو مطالبې وکړې. د هم دې مقابله بازۍ نتیجه وه چې څو قسمه جهادي لارښود رامخې ته شول او پۀ دې کښې هر یو ګروپ دا پروپېګنډه شروع کړه چې مونږ د روس کافرانو سره تر ټولو زیاته مبارزه او جهاد کړے دے او د نورو ګروپونو مقابله کښې ئې ډېره ګټه او بریا ترلاسه کړي دي. دوي دا دعوې هم وکړې چې د افغانستان او کشمیر جنګ پۀ دوران کښې د وژلے شوو جنګیالو تعلق پۀ اصل کښې د دوي ګروپ سره ؤ(3). د دې نه اندازه لګېدې شي چې جنګي تنظیمونو د جهاد پۀ نامه دا ‘فساد’ څنګه د خپلو ګټو او مفاداتو د پاره استعمال کړو.
چې کله جنګیالي تنظیمونو هلې ځلې پېل کړې نو مذهبي سیاسي ګوندونه ئې د پردې شا ته وتمبول ځکه چې دغه ګوندونو سیاست کښې برخه اخسته، اصلاح پسند وو او د جمهوري نظام دننه ئې اقتدار ته رسېدل غوښتل او یا پۀ اٰمرانه حکومتونو کښې د سمجهوتو پۀ ذریعه پۀ اقتدار کښې د شراکت خواهش مند وو. د دې مذهبي ګوندونو اثر رسوخ پۀ ښارونو کښې مېشته رسمي تعلیم یافته طبقې سره ؤ کوم چې د مولانا مودودي او سید قطب وغېره د تحریرونو نه متأثره وو او پۀ عقلي بڼه ئې اسلام د موجوده زمانې پۀ رڼا کښې کتل غوښتل او د دوي پۀ مقابله کښې جنګيالي تنظیمونه وو چې د جمهوري ادارو او روایاتو خلاف وو. دوي د جنګ )چې دوي ورته جهاد وائي( یا وسله والې مبارزې پۀ ذریعه اسلامي دنیا کښې انقلاب راوستل غوښتل. پۀ جمهوري سوچ و فکر او جنګیالي طرزِ عمل کښې توپیر دا ؤ چې جمهوري لاره ډېره اوږده او د ستړیا نه ډکه وه او د دې پر ضد انقلاب داسې لاره وه چې لۀ امله ئې منصوبو ته زر تر زره عملي جامه اچولې شوه. پۀ دغه جنګیالي تنظیمونو کښې چې کوم رضاکار شامل شو د هغوي تعلق کلو او قصبو سره ؤ. د هغوي ذهني سطح ډېره غورځېدلي وه. دوي د تهیوري نه زیات پۀ عمل یقین ساتلو. د دوي دا خیال ؤ چې تهیوري سړے بې عمله او سست جوړوي.
د دې نه علاوه دغه تنظیمونو د پاکستان پۀ اندروني معاملاتو کښې هېڅ دخل نۀ درلود او خپله ټوله توجه ئې د افغانستان او کشمیر پۀ جهاد ورکړې وه. د کلواو قصبو نه ځوانان خپلو تنظیمونو ته راوستلو د پاره ئې ځاے پۀ ځاے خپل دفترونه او مدرسې جوړې کړې. د دې وجې نه د مدرسو شمېره اېکدم زیاته شوه لکه د مثال پۀ توګه د 1980 پۀ لسیزه کښې د مدرسو شمېره اووۀ سوه وه او اوس دا شمېره لسو زرو ته ورسېده. د دې ځوانانو جنګ ته د تیارولو د پاره یو طرف ته مذهب استعمالېدو بل طرف ته د عالمِ اسلام د زوال او پسماندګۍ ذمه وارۍ ټوله پۀ روسیانو، یهودیانو او هندوانو ورتپل کېده. مسلمانانو ته د زوال او پسماندګۍ نه د وتو یواځینۍ لاره ‘جهاد’ ښودلې کېده. د دې مقصد د پاره هڅې کول، جنګ کول او شهید کېدل لویه د عظمت خبره ګڼلې شوه. هم دا هغه تعلیمات وو چې ځوانان به ئې د ‘جذبۀ جهاد’ نه سرشار کړل.
د ټولو نه وړومبے دا خبره پۀ ذهن کښې یاد ساتل پکار دي چې دغه جهادي تنظیمونو کوم نومونه ایښي وو، د دې نه د دوي د عزائمو، د کردار او منصوبو اندازه کېدې شي. لکه د مثال پۀ توګه ‘حرکة المجاهدین’، ‘حرکة الجهاد الاسلامي پاکستان’، ‘جېشِ محمد’، ‘جمعیة المجاهدین العالي’، ‘جماعة الدعوة’ او ‘لشکرِ طیبه’ وغېره. پۀ دې کښې څۀ تنظیمونو خپله توجه پۀ افغانستان او کشمیر ورکړې وه او څۀ تنظیمونو پکښې خپل جنګیالي چیچنیا او بوسنیا ته هم لېږلي وو.
پۀ نظریاتي توګه د مضبوط او راسخ کېدو پۀ وجه دې تنظیمونو د اسلامي تاریخ ماضي نه هم ډېر اثر اخستے ؤ. پۀ دې کښې ځینې تنظیمونو خپل نومونه داسې ایښي وو چې د هغې پۀ وجه د ماضي جذبه راولاړېده لکه ‘البدر’، ‘البرق’، ‘المهاجرون’ ـــ پۀ دې کښې ځینې تنظیمونه داسې هم وو چې خپلو رضاکارانو ته به ئې ‘فدائي’ وئېل کوم چې د ‘حسن بن صباح’ پېروکاران وو چې د هغۀ پۀ احکاماتو ځان وژنې ته هم تیار وو.
د خپلو تربیتي کېمپونو نومونه دوي د داسې کسانو پۀ نومونو کېښودل چا چې پۀ تېره زمانه کښې د غېر مسلمو سره جنګونه کړي وو او بریاوې ئې ترلاسه کړې وې لکه محمد بنِ قاسم، محمود غزنوي، سید احمد شهید او اسماعیل شهید وغېره.
دغه جهادي تنظیمونو د خپلو نظریاتو او عقائدو د تبلیغ او خپرونې د پاره د ننني دور ذرائع هم وکارولې، پۀ خصوصي توګه مدرسې او جوماتونه کوم چې داسې ځایونه وو چرته چې دوي پۀ ازادۍ سره خپله خبره کولې شوه او چرته چې د دوي د مخنیوي او منع کولو واله هم څوک نۀ ؤ. د دې نه علاوه اخبارونو، مجلو، پمفلټونو، کېسټونو، رېډیوګانو، نمائشونو او د جلسو جلوسونو پۀ ذریعه ئې خپل خیالات تر خلقو ورسول. پۀ دغه اخبارونو او مجلو کښې ‘صدائے جهاد’، ‘صوتِ کشمیر’، ‘صدائے مجاهد’، ‘ضربِ مومن’ او ‘شمشیر’ وغېره د ذکر وړ دي.
جهادي تنظیمونو د خپلو جهادیانو د همت افزایۍ د پاره چې کوم ماتمي کلچر مقبول جوړ کړے ؤ هغه داسې ؤ چې کله به څوک شهید شو نو خلقو به د هغۀ کورنۍ او خاندان سره د افسوس د اظهار پۀ ځاے هغوي ته مبارکیانې ورکولې، کورونو ته به ورتلل او زېرے به ئې پرې کولو چې ستا سو د کورنۍ کس ته د شهادت لوړه رتبه او درجه ملاو شوې ده. پۀ دې موقع به ئې کورنۍ والو ته د ګلونو هارونه غاړې ته ور اچولے شو او مټهایانې به وېشېدې. شهید به چې د کومې ګلۍ یا محلې سره تعلق درلودۀ، هغه محله یا کوڅه به د هغۀ پۀ نوم کېده. د دې مقصد دا ؤ چې پۀ خلقو کښې دا احساس ژوندے پاتې شي چې شهادت یوه عظیمه رتبه ده او شهیدان مړهــ کېږي نهــ بلکې ژوندي وي. نو د دې وجې نه د هغوي پۀ دائمي ژوند فخر او ویاړ کول پکار دي، ماتم کول ښۀ کار نۀ دے (4).
دغه جهادي تنظیمونو پۀ اول ځل د علماو سماجي رتبه او ګراف اوچت کړو. د هغې وجه هغه فنډ او مالي مرستې وې کومې چې دوي ته ملاوېدې. دې سره د دوي ژوند ژواک، ادب اداب او کړۀ وړۀ هر څۀ کښې ډېر لوے بدلون راغے. دوي د Hi-Fi خلقو پۀ شان هغه ټول علامتونه د ژوند برخه وګرځول لکه موټرو، جیپونو، لېنډکروزرو کښې ګرځېدل او وسله وال ګارډ ساتل، ګاډو، دفترونو او کورونو کښې ائیر کنډېشنډ لګول. دا هر څۀ ځکه ممکن وو چې د خفیه ایجنسیو حمایت ورته ترلاسه ؤ نو ځکه به پۀ واکمنو او حکومتي حلقو کښې هم د دوي پزیرائي کېدله.
خو اوس پۀ دې ټول صورتِ حال کښې د 9/11 نه پس بدلون راغلے دے ځکه چې یو خو د دې پۀ نتیجه کښې پۀ افغانستان کښې حکومت بدل شو؛ دوېم امریکې پۀ پاکستان دا دباو واچولو چې د دغه تنظیمونو حمایت نه لاس پۀ سر شه او د داسې ټولو ډلو او ګوندونو پۀ غېر ملکي امداد بندېز هم ولګوهــ. د دې بدلون وروستو ډېرو تنظیمونو یا خو خپل نومونه بدل کړل یا پټ راپټ شول خو هلې ځلې ئې د مخکښې پۀ شان پاتې نۀ شوې. اوس کهــ چرته پۀ افغانستان او کشمیر کښې د جهاد جواز نۀ پاتې کېږي نو غېر ملکي امدادونه بندېږي او کهــ د پاکستان حکومت پۀ دوي بندېزونه لګوي نو پۀ داسې صورتِ حال کښې ئې اثر رسوخ کمېږي. کېدے شي چې د وخت سره دا ټول تنظیمونه ختم شي ځکه چې دوي خپل اولسي مقبولیت بائیللے دے او بغېر د څۀ امداد نه دوي خپل تنظیمي وجود برقرار نۀ شي ساتلے.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حوالې:
.1 تفصیل د پاره وګورئ
Many Anee Weacer: Pakistan: In the shadow of Jihad & Afghanistan, Fawar & Group New York 2002.
.2 محمد عامر رانا، جهاد کشمیر و افغانستان لاهور 2002، ص. 49
.3 ایضاً ص. 147
.4مبارک علي:
War Heroes and Mourning Hypocrisy, In: A page from History, 2004, P 77-78