د تاریخ څانګه، پېښور پوهنتون
asfanddurrani@gmail.com
د بابړې د پېښې تاریخي کتنه او تجزیه
د پښتنو تاريخ کۀ پۀ ژو ر نظر وکتے شي نو دا خبره به لکه د نمر ښکاره شي چې پښتنو همېشه د ظلم او ظالم خلاف خپل اواز اوچت کړے دے، کۀ هغه ظالم هر څوک ؤ او هم دغه شان د پښتنو پۀ سیمه چې د پېرنګي پۀ ضد کوم تحريکونه را اوچت شوي دي، هغه هم د چا نه پټ نۀ دي؛ خو ولې د پېرنګي د تېښتې نه پس لۀ بده مرغه چې کوم ظلمونه د نوي جوړ شوي ملک واکدارانو پۀ دې سيمې )شمالي مغربي سرحدي صوبه( موجوده خېبر پښتونخوا کښې شروع کړل، د هغې مثال پۀ دولسم اګست 1948 د چارسدې د هشنغر پۀ سيمه په بابړه نو مې کلي کښې چې د پښتنو کوم قتل عام وشو، هغه تر اوسه پورې د هېرېدو نۀ دے. هم دغه شان يو مثال بل هم شته او هغه داسې چې پۀ ديارلسم اپرېل 1919 د هندوستان پۀ امرتسر نومې ښار کښې پۀ جليانوالا باغ کښې د مسلمانانو، هندوانو او سیکهانو پۀ يوه غونډه باندې د هغه وخت ظالم او جابر جرنېل جنرل ډائر د دې باوجود ګولۍ چلولې وې چې پۀ غونډه کښې موجود خلقو سره هېڅ وړه یا درنه وسله نۀ وه او ډېر پۀ بې دردۍ او سفاکۍ ئې خلق ووژل.
د بابړې واقعې ته کۀ پۀ ژور نظر کتنه وشي نو د دې نه به څوک هم انکار و نۀ کړي چې خدائي خدمتګارانو پُر امن احتجاج کولو چې د هغوي يو ائيني حق ؤ، ولې چې چرته هم يو حکومت څوک د احتجاج نه نۀ منع کوي او کۀ تاريخ کښې چرته څوک منع کړے شوي دي نو هغه څوک چې د تشدد نه ډک احتجاج ئې کړے دے.
واقعه:
واقعه دا وه چې د خدائي خدمتګار تحريک ملګرو د صوبه سرحد د وزيراعليٰ قیوم خان د انتقامي حکومت پۀ ضد راغونډ شوي وو او دا خبره ئې پۀ ګوته کوله چې هغوي د نوي جوړ شوي ملک )پاکستان( خلاف نۀ دي او دا چې د دې خبرې باور خو د خدائي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفار خان پۀ فروري 1948 کښې د قومي اسمبلي پۀ غونډه کښې د ټولو معزز و ممبرانو پۀ مخکښې کړے ؤ. اوس چې حکومت باچاخان پۀ پنځلسم جون 1948 د فقیر ايپي سره د پاکستان پۀ ضد مرستې د پاره د پېسو وړلو الزام کښې نیولے دے، د دغه رقم رسید دې وښودلے شي او پۀ باچاخان دې مقدمه وچلولې شي، کۀ داسې نۀ وي نو باچاخان دې ازاد کړے شي خو د بابړې پۀ مېدان کښې پۀ دغه بې وسلې خلقو د هغوي د جائزې مطالبې ځواب کښې وحشیانه ګوله باري وشوه او د پاکستان پۀ تاریخ کښې د ریاستي تشدد یو بدرنګ تاریخ درج کړے شو.
د دغې ا حتجاجي غونډې له پاره راتلونکي خلقو کښې د ټولو نه وړاندې بېرغ پۀ لاس يو سپين ږيرے چې نوم ئې سپين ملنګ ؤ، د جلوس مخکښې روان ؤ، هغه ئې وويشو او پولس ورته دغلته نزدې جومات چې پۀ جمعې جومات مشهور ؤ، کښې خپله مورچه نيولې وه او هغه ځاے نه ئې بغېر د څۀ اواز)وارننګ( ورکولو پرې ډزې وکړې. تر هغه وخته ډزې وکړې شوې تر څو چې ورسره ګولۍ نۀ وې ختمې شوې. پۀ سوونو بې وسلې، پُرامنه خلق پکښې د اجل خوراک شو او دغه شان زخميان هم شول. دغه خلق چې جلسې ته راتلل نو څۀ کسانو پکښې ځان سره قران شريفونه هم راوړي وو او د بابړې تورسرې مېندې خوېندې چې قران پۀ سر د دغه ډزو بندولو د منت د پاره راوتلې وې، هغو کښې هم یو شمېر شهيدانې کړې شوې.
د سرکارۍ رپورټ تر مخه پینځلس تنه مړۀ او ژوبل وو، ولې دغه رپورټ کښې بيا بدلون وشو او ووئيل شول چې 45 پکښې مړۀ او دغه شان اتیا زخميان وو خو پۀ حقيقت کښې شپږ سوه او اتيا کسان شهيدان او نهۀ سوه زخميان وو او د ډېرو کسانو تر اوسه پته هم ځکه نۀ ده لګيدلې چې ډېر شهيدان د حکومت اهلکارانو سيند ته هم لاهو کړې وو. د حکومت لۀ خوا د درنو جرمانو لۀ وېرې هم څۀ کورونو خپل مړي ښکاره نۀ کړے شول.
قيوم خان او د هغۀ حکومت دا بهانه نیولې وه چې باچا خان او د هغۀ خدائي خدمتګاران د پاکستان خير خواه نۀ دي) کۀ دې خبرې ته سوچ وشي نو د نوي جوړ شوي پاکستان سره د خېر خواهۍ د پاره خو دغه ثبوت هم کافي ؤ چې باچاخان خو ورته پۀ فروري 1948 کښې د اسمبلۍ پۀ فلور دا مشوره هم ورکړې وه چې پاکستان نوے ملک دے، پۀ خپلو پښو د ودرېدو د پاره ضروري ده چې مونږ دلته پۀ اقتصادي بنيادونو يوه پارټي جوړه کړو او ټول هغې کښې شامل شو خو د هغه وخت سياسي ګروګانو دا خبره چرته منله، او بيا باچاخان هم دغه شان وکړل، پيپلز پارټي ئې جوړه کړه چې د هغې بنياد هم پۀ اقتصادياتو باندې ؤ(. کۀ قیوم خان يقين کړے وے نو بيا خو د هغۀ نه زيات قابل خلق پۀ خدائي خدمتګارانو کښې موجود وو او بيا د هغۀ ځاے وروکېدلو لکه څنګه چې د مۍ/ جون/ جولائۍ 1948 پۀ (Higher Commissioner) weekly dairies کښې وئيلے شوي وو چې ‘د صوبه سرحد پۀ سرکار کښې قابل سړے نشته سېوا د يو څو کسانو زړو کانګرسيانو نه’. يعني هغۀ هم دا خبره منله چې قيوم خان سره د کار سړے نۀ ؤ. دوېمه خبره دا وه چې پۀ دغه وخت کښې دۀ سره پۀ حکومت کښې دوه ټولګي وو چې يو پکښې هم د دۀ د حکومت د ماتولو پۀ چکر کښې وو نو دا هغۀ نۀ غوښتل چې خدائي خدمتګاران دې پۀ قلاره ساه واخلي او هم دا وجه وه چې د بابړې دا واقعه ئې جوړه کړه او دا ئې صرف او صرف د خدائي خدمتګارو د ختمولو د پاره کول او هم دغه شان کوشش هغۀ يو ځل مخکښې هم کړے ؤ چې خدمتګار دې ختم کړي او جناح صاحب ته ئې دا مشوره ورکړې وه چې باچاخان ته ووايه چې خدائي خدمتګار تحريک دې مسلم ليګ کښې ضم کړي. باچاخان د دې ځواب کړے ؤ چې د مسلم ليګ مقصد خو د پاکستان حصول ؤ او چې پاکستان حاصل شو نو بيا اصولاً د دې ضرورت پاتې نۀ دے او خدائي خدمتګار خو سماجي او تعليمۍ تحريک ؤ او د پېرنګے ئې د دې ملک نه ويستلو نو پېرنګے وتښتېد او سياسي مقصد پوره شو خو سماجي تعليمي مقصد به جاري وي. باچاخان ورته دا هم وئیلے شول چې راځئ چې د نوو حالاتو مطابق پۀ اقتصادي بنیادونو یو ګوند جوړ کړو!!!
نو واپس د قيوم خان هغه زياتيو ته راځو.
د خدائي خدمتګارو متعلق چې ئې پۀ پینځمه جولایۍ کوم ordinance پاس کړو، د هغې پۀ مخ ئې ظلم زيات کړو. باچاخان او عبدالولي خان دغه وخت جېل کښې وو. ولي خان خپل کتا ب کښې د خلقو د وېنا مطابق ليکي چې شپږ سوو نه زیات پکښې مړۀ وو خو پۀ هغې ئې پوخ يقين نۀ کوۀ ځکه چې خلق وائي چې هغوي )ولي خان( پۀ خپله موجود نه وؤ؛ خو د سرکار رپورټ هم د غرض نه خالي نۀ ؤ، ځکه چه کۀ قيوم خان د صوبه سرحد پۀ اسمبلۍ کښې د خدائي خدمتګارانو خلاف قرارداد پاس کولے شو چې کوم سړے د حکومت خلاف څۀ کار کوي يا څۀ اراده لري يا څۀ افواه خوروي نو هغه د ملک دشمن دے؛ ښکاره خبره ده چې رپورټ کښې تبديلي هم راوستې شي. بله خبره دا ده چې د دغه ordianace پاس کولو پۀ وخت Opposition ممبرانو د دې قرارداد سخت مخالفت وکړو خو بيا هم قيوم خان هغه پاس کړو او Public Safety Ordinance نوم ئې ورکړو. کۀ پۀ صحيح توګه دېordinance ته وکتے شي نو دا Public Safety Ordinance نۀ بلکې Qayyum khan safety ordinance ؤ او هم د دغې ارډیننس پاس کېدو متعلق چیف کمشنر رپورټ کښې ليکلے شوي دي، It was the most controversial and most debated issue in the provincial assembly، يعني دا متنازعه ؤ. يعني دا خبره ترې نه معلومېږي چې داسې خواخُوږي ممبران پکښې وو چې هغوي دا خبره ضروري وګڼله چې دا سراسر خدائي خدمتګارو سره او د باچاخان کو رنۍ سره زياتے دے خو قيوم دا چرته منله؛ هغۀ ته خو خپل اقتدار پۀ خطره کښې ښکارېدو.
بله خبره دا چې قيوم خان ورته دا هم وئيلي وو چې باچاخان دې خدائي خدمتګاري ختمه کړي، ‘زلمے پښتون’ دې ختم کړي او پینځو کالو د پاره دې د سياست نۀ رېټائر شي ـــ نو باچا خان ورته ووئيل چې زما کار خو سياست نۀ دے، زۀ خو د پښتون قوم خدمت کوم او د هغې نه به هېڅ کله هم وروستو نۀ شم.
د بابړې پېښې ته کۀ لږ پۀ غور وکتے شي او جاج ئې واخستے شي نو هېڅ څوک به هم د دې خبرې نه انکار ونۀ کړي چې د 1929 نه د خدائي خدمتګارۍ د پاره کومه لوظ نامه جوړه شوې وه نو هغه لوظ نامه خدائي خدمتګار پۀ دولسم اګست 1948 کښې هم ژوندۍ وساتله او هغه داسې چې:
زۀ وعده کوم چې تشدد به نۀ کوم؛ کۀ څوک هم پۀ ما تشدد کوي زۀ به انتقام نۀ اخلم.
زۀ به هغه کس هم معاف کوم کۀ څوک به ما ظلم کوي.
زۀ به جګړه کښې حصه نۀ اخلم او نۀ به چا سره دښمني کوم.
زۀ به هر پښتون سره د خپل ورور پۀ شان اوسېږم.
زۀ به د مثبت رواج او رواياتو نه پۀ ضد هېڅ کا ر نۀ کوم.
زۀ به نۀ وېرېږم او د قربانۍ نه به نۀ وروستو کېږم.
نو دا خبره هم د يادو لو ده چې د پاکستان جوړېدو نه مخکښې خو جنګ د پېرنګي سره ؤ او هغوي ظلم کولو خو دلته خو معامله د خپل مسلمان ورور د لاسه خرابه شوه؛ لکه څنګه چې اجمل خټک صاحب وئيلي دي:
زۀ نه هندوانو ويشتے يم، نۀ پېرنګيانو ويشتے يم
زۀ پۀ ګولیو د ورور د لاسه لګېدلے يمه
پۀ زړۀ داغلے يمه
د دې نه پس به يوې بلې خبرې ته راشو او هغه دا، يو خوا ته خو ئې باچا خان پۀ (Settled Area)کښې د اېف سي اٰر د دفعې د لاندې ګرفتار کړو )دا هغه بدنيتي ده چې د نوي رياست پۀ جوړېدو باجود اېف سي اٰر جاري ؤ( او بيا داسې طريقه د قيوم خان حکومت شروع کړه چې صوبائي پارلېمنټ کښې به ئې نوي نه نوے قرارداد پاس کولو چې د هغې مقصد به صرف او صرف خدائي خدمتګار تحريک او د هغې منونکو ته اوبۀ خړولې او خبره اخر ختمه شوه چې کله ئې پۀ دې تحريک پابندي ولګوله.
اول به هغه قانون سازۍ باندې لږې خبرې وکړو چې د کومو ذکر وشو. د مثال پۀ توګه پۀ پینځمه جولایۍ 1948 يو ارډيننسس خور شو چې د هغې تر مخه ئې د باچا خان ګرفتاري قانوني طور جائزه وګرځوله.
د مانکي شريف پير صاحب پۀ لاهور کښې يو پرېس کانفرس وکړو او پۀ یوولسم ستمبر 1948 باندې ورځپاڼې ‘پاکستان ټائمز’ چاپ کړو. پۀ هغه پرېس کانفرس کښې پير صاحب د خان قيوم خان پۀ حکومت تنقيد وکړو او دا خبره ئې ښکاره کړه چې ‘د خپل پاګل خواهش چې د هغې پۀ ذريعه لا محدوده طاقت حاصلو لو د پاره خان عبدالقيوم خان لګيا دے او غېر اخلاقي او بې رحمه (Ruthless) زياتي کوي چې صرف او صرف خپل حکومت مخالف خلق پۀ زور خاموش کړي’. هغوي دا خبره هم ومنله چې د عبدالغفار خان نيول هم يوه بدقسمتي ده او د فرنټئير حکومت موجوده پاليسي د ظلم نه ډکه ده.
“In his mad desire for unlimited power, Khan Abdul Qayum khan was crushing every visible force of opposition to his ministry. He admitted that the arrest of Abdul Ghaffar khan had been unfortunate but maintained that the general policy of the Frontier government was that of universal oppression.
(L/PJ/4-5/328, N.W.F.P Weekly report 1948, Office of the Deputy High Commissioner for the United Kingdom to Peshawar, British Library, UK)
هم پۀ دې اووۀ ورځني رپورټ کښې دا خبره هم ليکلې ده چې فرنټيئر حکومت يو پريس کميونيک (No. 63-ID) جاري کړے دے چې د هغې لاندې ئې پۀ خدائي خدمتګار تحريک بندېز لګولے دے او دې سره دې حکومت خپل پوزيشن نور هم قانوناً د جائز کولو کوشش وکړو.
“The Frontier government is probably right in thinking that the Red-Shirts will not give than much more trouble. The reason is not only the Frontier government’s action against the organization and its leaders, but the fact that the Hindu labels which adorned the Red-Shirts deprived them of public support. The matter is one; however, about which the Frontier government may find complacency dangerous. Treachery, politics and money were factors in the Red-Shirt set up and although the Red-Shirt cover may have disappeared, another cover may be brought into use so that the game can go on it is to guard against this that vigilance is required.
(Weekly Diary, 13-11-1948, P.36, IOR LP J /537, North West Frontier Province, Weekly Reports, 1948)
د پورتني عبادت نه دا هم ثابته شوه چې پۀ خدائي خدمتګارو د هندو کېدو الزام لګولو سره د دوي مقصد دا ؤ چې خلق د دوي د ملګرتيا نه واړوي او د دغې د پاره ئې روپۍ او دهوکې نه کار واخست.
پير مانکي ګروپ غلام محمد اٰف لوند خوړ هم را اوچت کړلو ځکه چې هغه ئې د Public Safety Act لاندې ګرفتار کړے ؤ، ولې هغه د مسلم ليګ کو نسل ممبر هم دے.
(Weekly Report No.47, 21/12/ 1948, P.4, IOR, L/P&J/537, North West Frontier Province, Weekly Reports, 1948)
Legislation: The NWFP public Safety Act 1948 which was passed in the last session of the Provincial Assembly received that ascent of the Governor General on the 27th November 1948. Interestingly the said Act prevailed in August and September on the basis of which harsh treatment was done to the K.K and it was ascent with more process than the original Act carried.
The Act replaced the former NWFP Public Safety Ordinance which was promulgated last July. The Act confers on the provincial Government no less sweeping and dictatorial powers than use taken under the original ordinance. Copies of the act are being sent. reporting as usual:
(Weekly diary NO. 47, P.4, 327, IOR, L/P&J/537, North West Frontier Province, Weekly Reports, 1948)
ترجمه: دا خبره دې یاده وي چې کوم پبلک سېفټي اېکټ 1948 د اسمبلۍ پۀ تېر شوي اجلاس کښې پاس شوے ؤ، هغه پۀ 27 نومبر 1948 باندي ګورنر جنرل هم دستخط کړو او د دې سره هغه مخکښې اېکټ کوم چې پۀ جولائي 1948 کښې پاس شوے ؤ، هغه ختم شو او دا نوے اېکټ جاري شو. د دې اېکټ مطابق اېن ډبليو اېف پي صوبائي حکومت ته د تېر شوي اېکټ نه هم زيات امرانه طاقت ورکړے شو خو ولې د حېرانتيا خبره خو دا وه چې دغه پورتني عبادت نه دا ثابته شوه چې د کوم اېکټ د لاندې ئې پۀ اګست کښې پۀ خدائي خدمتګاروګولۍ ورولې وې، هغه صرف د ارډيننس پۀ شکل کښې د ګورنر پۀ د ستخط جاري شو او د بابړې د پېښي نه دوه نيمې مياشتې وروستو ګور نر جنرل دستخط کړو.
د هغې وخت ګورنر چې کله پۀ اېن ډبليو اېف پي پبلک سېفټي ارډیننس باندې خبره کوله نو هغۀ دا خبره هم واضحه کړه چې ‘دغه ارډيننس د مسټر جناح پۀ تجويز معارفي شوے دے او هم دې سره به دا صوبه نورو صوبو سره برابر کړو’؛ يعني د خبرې مطلب به دا ؤ چې څنګه ئې پۀ نورو صوبو کښې دا قسم ارډيننسونه نافذ کړي وو نو دلته ئې هم نافذ کړو، خو هم دغه رپورټ کښې ګورنر دا خبره هم واضحه کړې ده چې ‘د وزيرانو د اېف سي اٰر د لاندې فېصلې کول هم خوښ نۀ وو ځکه چې دا خبرې يا دا رنګه کارونه خو د پېرنګي حکومت هم کول’ نو مطلب دا دے چې پېرنګي او د نوي پاکستان د نوي حکومت پۀ ظلم کښې څۀ فرق ؤ.’پاکستان ټائمز’ دا ارډيننس وغندلو او وې ليکل چې پۀ دې وخت کښې د داسې قسم طاقت حاصلولو څۀ ضرورت ؤ؟ او هم دغه اخبار مخکښې ليکي چې دغه ‘ارډيننس د ملک د کوم دشمن برخلاف نۀ بلکې د سياسي مخالف پر ضد دے.’
“The ordinance is more for use against political opposition than against any enemies of the state.”
ګورنر چې پۀ خپل هفته واره ډائري کښې د حکومت متعلق خبره کوي نو وائي چې “There are Leaguers and Leaguers, but no League” يعني دلته صرف اور صرف ليګيان او ليګيان دي او ليګ پۀ نظر نۀ راځي ـــ مطلب ئې د خبرې دا ؤ چې ليګ پۀ خپله پۀ ټوليو کښې تقسيم دے چې هغوي ته د منظم کېدو ضرورت دے او هم دغه وجه وه چې وزير اعليٰ قيوم خان د خدائي خدمتګارو خلاف دغه ارډيننس جاري کړو ځکه چې يو طرف نه ورته خپل وزيران هم لګيا وو چې دغه ارډيننس جاري کول نۀ وو پکار نو هغه نور هم پۀ دې خبره غصه ؤ او پۀ شپاړسمه جولائي 1948 ئې پرېس کانفرنس وکړو او دا خبره ئې وکړه چې صوبه سرحد کښې د مسلم ليګ حکومت متفق او منظم دے او اکثريت کښې دے او د فقیر ايپي او باچاخان مثالونه ئې ورکړل چې دوي باغيانه کارونه (Seditious activities) کوي نو ځکه هم د دوي د پارہ دغه ارډيننس ضروري دے او دا باور ئې ورکړو چې ارډيننس به پۀ عدالتي توګه نافذ کولے شي؛ خو ولې لوستونکو ته دې دا خبره هم ياده وي چې باچاخان او د هغۀ ملګري ئې د ارډيننس د نافذ کولو نه مخکښې د اېف سي اٰر لاندې ګرفتار کړي وو او هغه داسې چې د صوبه سرحد د حالاتو خبرې به صرف د لاهور اخبارونو کښې پۀ نظر راتلې.
د پبلک سېفټي ارډيننس 1948 متعلق مسټر ډيون داسې ليکلي دي چې دغه د اتم جولائي 1948 نه نافذ شو خو دغې سره ئې يو کميونيک هم جاري کړو چې هغې نه د ارډيننس نوعيت ښکارېدو او هم دغه رنګ مسټر ډيون داسې وائي:
“It confers absolute authority on the provincial Government to arrest any person and keep him indefinitely in custody without trial or reason stated. To ban any organization or association, to research premises and to control educational or other institutions. Action can be taken not only on account of overt actions of the accused person but even in respect of intention or association.”
خبره دا ده چې د جليانواله پېښې پۀ وخت دومره طاقت خو د پېرنګي سرکار د اړخ نه جنرل ډائر ته هم نۀ ؤ ورکړے شوے او هغۀ ته چې څۀ سم ښکارېدل هغه ئې کول او بله دا چې د هغۀ خلاف خو “هنټر انکوائري کمېټي” جوړه شوه چې دا خبره معلومه کړي چې دغلته د ګولیو ورولو ضرورت ؤ کۀ نۀ ؤ، خو ولې دلته پۀ صوبه سرحد کښې خو د قيوم خان نه چا دغه تپوس هم و نۀ کړو.
د لسم اګست 1948 ويکلي ډسپېچ نمبر ,29 نمبر 48/850
د باچا خان د ګرفتارولو نه پس د جولائي پۀ ړومبنۍ هفته کښې ئې ډاکټر خان صاحب هم د بپلک سېفټي ارډيننس لاندې ګرفتار کړو او دا جرم ئې ورله وښودلو چې دے ‘پري جوډيشل’ هلو ځلو کښې مشغول ؤ خو عن تر دې چې د سرکاري انټيليجنس رپورټ مطابق ډاکټر خان صاحب د باچا خان پۀ ګرفتارۍ باندې احتجاج کړے ؤ خو د دوي د ګرفتارولو نه ورستو ‘سول اېنډ ملټري ګزټېر’ اخبار پۀ اتلسم اګست دا خبره چاپ کړه چې ‘ډاکټر خان صاحب پۀ پېښور، بنو او نورو ځايونو کښې د ازادۍ د جشن پر ضد د جلوسونو بندوبست کړے ؤ’ او دې سره ئې يو بل الزام هم پۀ خدائي خدمتګار ولګولو چې پۀ څوارلسم اګست دوي پۀ جېلونو حمله کوله چې خپل خدائي خدمتګار ملګري ترې نه راخلاص کړي. دا خبره دې ياده وي چې دغه وخت پورې کۀ د خدائي خدمتګارو پۀ تاريخ نظر واچولے شي نو دوي د عدم تشدد پۀ ذريعه خپله ځانونه ورکړي دي خو د جېلونو نه دي تښتېدلي او دوېمه خبره چې معافۍ ئې نۀ دي غوښتې )او چې کو مو خدائي خدمتګارو پۀ خپله يا د هغوي رشته دارو د هغوي د پاره پېرنګي نه پۀ معافي نامو دستخطونه کړي وو، هغوي چې کله راووتل نو هغوي خودکشۍ هم کړې دي(. بله خبره دا چې جارج کننګهم پۀ خپله ډائرۍ کښې ليکلي دي کومه چې پۀ انډين افس لائبرېري کښې اوس هم شته چې ما ډاکټر خان ته ووئيل چې تاسو پۀ څوارلسم اګست 1947 د جنډې خېژولو فنکشن کښې شريکېدل غواړئ نو ډاکټر خان راته ووئيل چې هو! مونږ به راځو. خو دے مخکښې ليکي چې ما ورته ووئيل چې حکومت ستاسو د راتلو پۀ وخت تاسو ته سيکيورټي نۀ شي درکولې نو تاسو مۀ راځئ. نو د خبرې مقصد مې دا دے چې کۀ چرې خدائي خدمتګارانو داسې څۀ قسمه اراده لرله نو بيا به ئې د کننګهم خبره نۀ منله.
د ډاکټر خان د ګرفتارۍ د پاره چې کوم الزام پۀ دوي ولګولے شو، د هغي متعلق کننګهم پۀ خپله هغه وار ډائري کښې ليکلي دي چې ‘دا خبره ذهن نۀ اخلي او هم دغه وجه ده چې د سرکاري پرېس ريليز په ځاے ئې دا قيصه پۀ “Civil & Military Gazetteer” کښې وليکله لکه چې وائي:
“I confess to finding all this somewhat unconvincing perhaps, that is why the story has been attributed to the “Civil and Military Gazette’s special representative instead of being put out as a Government press release.”
د پبلک سېفټي ارډيننس متعلق د ډېره اسماعيل خان نه خپرېدونکې ‘الجلال’ ورځپاڼې کښې يو ارټيکل خپور شوے ؤ چې پۀ هغې کښې د دې ارډيننس لاندې درې کاله قېد ته پام ګرځولے شوے ؤ؛ د دغه ورځپاڼې ايډيټر سرکاري استاد ؤ، نو بس دغه بهانه ئې ورته جوړه کړه چې يا به سرکاري ملازمت کوې او يا به اخبار چلوې او هم دغه شان د اخبار Declaration ئې Cancel کړو. په کومه سزا چې پۀ ورځپاڼه کښې بحث شوے ؤ، هغه د درېو خبرو متعلق وه، يا داسې به ووايو چې هغه سزا د دې درېو خبرو پۀ وجه ورکولې شوه:
هغه کس چې هغه ‘پۀ وېنا سره افواه يا رپورټ پۀ ذريعه پۀ عوامو کښې وېره پېدا کوي يا ئې دغه څۀ اراده وي، د تاج برطانيه د کوم يو ملازم بدنامي يا بدنامولو څۀ اراده لري، نقصان واه کار کوي يا ئې اراده وي نو هغۀ ته به درې کاله قېد ورکولے شي.’
اوس ذهن ته دا سوال راځي چې باچاخان د ګرفتارېدو نه وړاندې اور وروستو تر دولسم اګست 1948 داسې کوم کارونه کړي وو چې د هغې نه دغه درېو خبرو کښې يوه هم ثابته شي او يا باچاخان او نورو خدائي خدمتکارو داسې څۀ کارونه کړي وي چې د هغې د وجې نه ئې دوي ګرفتار کړي وو. يقيناً چې داسې څۀ قسمه خبره نۀ وه شوې چې د هغې نه خواوشا عوامو ته څۀ کوفت يا زيان رسېدلے وي او د جهوري اصولو مطابق د 15)جون (1948 باچا خان د ګرفتارۍ نه پس پۀ څلورمه هفته يعني پۀ دولسم اګست د صوبې خدائي خدمتګارو خپل پُرامنه احتجاج کولو چې هغوي سره زياتے شوے دے نو ايا دا خبره هم جرم ؤ؟ او يا اٰيا د احتجاج نه هم دا خبره ثابتېدې شوه چې عوام دې ووېرېږي؟ بالکل نۀ!!! او بله خبره دا چې خدائي خدمتګار خو ټول بې وسلې راغلي وو او د دې ټولو خبرو نه علاوه يو بل ظلم ؤ او هغه دا چې خدائي خدمتګار خو خپله احتجاجي غونډه پۀ جومات کښې راغوښتې وه نو د دغې وخت صوبائي سرکار هم د دغه ټاکلے شوي جومات نه مورچه جوړه کړه )د تاريخ پۀ پاڼو کۀ نظر واچولے شي نو يوه واقع د خوږ نبي صلي الله علېه وسلم پۀ وخت کښې راغلې وه او هغه هم جومات سره تړلې واقعه وه چې د هغې نه وروستو هغې ته ‘مسجد ضرار’ وئيلے کېږي( نو د دغه جومات بې حرمتي هم وشوه يعني يو خو دغه جومات د مسلمانانو خلاف استعمال شو، دوېمه خبره د بې وسلې خلقو خلاف استعمال شو او درېمه خبره دا چې خدائي خدمتګار دغلته د یو ځاے کېدو د پاره راغونډېدل، جومات ته ئې څۀ زیان نۀ رسولو.
(213,29,10th August 1948 No. 580/48)
يوه بله نقطه چې هغې ته بنده حېرانېږي چې پۀ دې پېښه د صوبې د حکومت څومره خرڅ وشو هغه ئې د جرمانې پۀ شکل کښې د بابړې کلي د خلقو نه د هر کور پۀ سر يو شان واخستو. خو ولې داسې قسمه جرمانه د دې نه مخکښې صرف يو ځل د تهذيب دعويٰ لرونکي پېرنګي پۀ قبائیلو لګولې وه نو د هغوي نه خو ګيله نۀ کېده ځکه چې هغوي خو زمونږ خپل خلق نه وو خو دلته خو د خپلې صوبې حکومت ؤ او بابړه کلے خو د چارسدې تحصيل پۀ حدودو کښې دننه ؤ او داسې سزاګانې ئې د بابړې کلي خلقو ته ورکړې چې دغه سزاګانې دلته پۀ دې ليک کښې راوستلې کېدې شي خو کۀ سزا خوړونکي نه پوښتنه شوې وه چې څۀ سزا ئې درکړې وه نو هغۀ به ورته د يو پښتون پۀ حېث بيانولې نۀ شوه. دغه سزاګانې هم شاعر ذکر کړې دي لکه چې وائي:
کورونه لوټ ، مخ تورول زمونږه چا وکړل؟
پۀ خرۀ سورلي ږيره ويستل زمونږه چا وکړل؟
لمسون د دې وروڼو ؤ
قانـــون د دې وروڼو ؤ
زۀ يو سائل د ازادۍ هم دوي وهلے يمه
پۀ زړۀ داغلے يمه
د دغې پېښې نه وروستو چې باچاخان چې کله د جېل نه راخلاص کړے شو نو اجمل خټک بابا ورته د شعرونو پۀ ذريعه پۀ خېر راغلے ووئيلو خو د بابړې د پېښې ذکر ئې ورته هم وکړو چې هغه څۀ پۀ داسې ډول ؤ؛ د دغې نظم سر ليک ؤ ‘فخرِ افغان ته هرکلے’
خبر ئې؟ قبر د قاضي کښې څۀ اواز ؤ سحر
پۀ مقبره کښې د بابړې دا څۀ ساز ؤ سحر؟
د لتاړ شوو نغرو لوګو کښې څۀ راز ؤ سحر
وې چې د ټولو ارمانونو يو پرېکون راځي
هر کله راشه!
علي حېدر جوشي څۀ دا رنګ وېنا کړې ده:
هغه جيندے چې د پښتون پۀ وينو سور بهيدۀ
نن ئې پۀ سرو شونډو د ورايه نه خندا ښکاري
آ هشنغر چې شاه زلمي ئې صدقه ورکړي
غېږه ئې ډکه د تورزنو نه نن بيا ښکاري
هغه بابړه چې قيوم پرې ؤ محشر جوړ کړے
زر ده چې دغلته ظالم سره حساب وشي
آ ماشومان چې قتل شوي وو بغېر د ګناه
نېټه نزدې ده چې پوښتنه لۀ قصاب وشي
خو ولې د دغه قصاب تر مرګه پورې نۀ کوم حکومت او نۀ د دغې وخت کوم سياسي مشر د خپل بيان پۀ ذريعه د دۀ نه تپوس وکړو. صرف حسېن شهيد سهروردي چې وروستو بيا د پاکستان صدر هم شو، پۀ جولائي 1950 کښې پۀ ډهاکه کښې پۀ يوه جلسه کښې د بابړې متعلق خبره وکړه. دوي ووئيل “پۀ 1948 کښې د چارسدې د بابړې خونړۍ پېښې د 1919 د جليانوالې پيښه وروستو پريښودله” د دې پېښې پۀ محال يو بلې خبرې ته پام ګرځول غواړم او هغه دا چې په ستمبر 1948 کښې پۀ صوبائي پارلېمنټ کښې د دغې خونړۍ پېښې متعلق څلورو ممبرانو پوښتنه وکړه نو د خان قيوم جواب ورته څۀ پۀ دې ډول ؤ، “ما پۀ بابړه کښې کرفيو لګولې وه، چې خلق خوارۀ نۀ شول نو ډزې پرې وشوې، دوي خوش قسمته وو چې پوليس سره ګولۍ ختمې شوې ګنې يو کس به هم ژوندے نۀ ؤ پاتې”.
)پراونشل پارلېمنټري ډيبېټس، ستمبر (1948
اوس دې خبرې ته سوچ وړے يم چې د دومره زيان ورکولو نه پس خو يو بني نوع انسان داسې بيان نۀ ورکوي، خو بس افسوس پرې کېدے شي نور څۀ نۀ، ګنې د دغه قصاب نه خو د بابړې کلي هغه غېرتي او بهادرې پښتنې ښځې د ستائینې وړ دي چا چې خپل سرونه لوڅ کړل او پۀ خپلو لوپټو ئې شهيدانو ته زنې وتړلې او زخميانو ته زخمونه وتړل.
عبدالخالق خليق د دغې پېښې بيان پۀ خپل کتاب ‘زۀ او زما زمانه’ کښې کړے دے او کۀ ټول نظم ولوستے شي نو د الف نه والنّاس پورې به لوستونکے د بابړې د پېښې نه خبر شي، لکه چې وائي:
مياشت د جون وه حکومت کړو ګرفتار
باچا خان فخرِ افغان عبدالغفار
ورسره د دۀ ملګري رفيقان
ټول ئې بند کړل پۀ کوټو کښې د زندان
خلق ناراضه شو پۀ دې ګرفتارۍ
د ښې لویې جلسې وشوې تيارۍ
چارسدې ته شو راجمع ډېر عالم
چې اظهار وکړي د رنج و د الم
خو حالات شو لۀ قابو ځینې بهر
لا جلسه نۀ وه شروع چې وشو شر
تړقهار شو د ګولیو شو باران
ډېر کسان پکښې شو مړۀ او څوک زخميان
خلق حېران شو چې دا څۀ وشو فساد
پۀ څۀ وجه امن داسې شو برباد
دې واقعې نه پس ډېر خلق ګرفتار شو
هر سرخپوش ته د پولس سپاهي پۀ قار شو
ډېر ئې بند کړل پۀ کوټو کښې د زندان
ډېر ئې ووهل بې درېغه پۀ شان شان
لۀ دې پسه جرمانې به ئې لګولې
پۀ ډېر زور او پۀ سختۍ به ئې اخستلې
سختي وکړه قيوم خان لۀ حده تېره
دا سختي به ئې لۀ خلقو نۀ شي هېره
پۀ نرمۍ شو هم کېدے د دې علاج
څۀ حاجت ؤ چې ټول ملک ئې کړو تاراج
In Jalianwala massacre episode on 12th April 1919, the Deputy Commissioner Lahore issued an order to the publisher of the “Tribune” not to publish or permit to publish in reference or accounts or criticism about the agitations and disturbances anywhere in India, or of measures taken by the authorities to deal with such disturbances”.
(“Muzzling the Press and the Jalianwala Tragedy, Punjab-1919”, Page.214, S.K. Pachauri, Trends and Studies in Colonial History
of India Recent Studies, New Delhi: Research India Press, 2007).
ترجمه: د جليانواله پېښې نه يوه ورځ مخکښې د لاهور ډپټي کمشنر د “ټريبيون” ورځپاڼې د ايډيټر خلاف حکم جاري کړو چې د رولټ اېکټ خلاف پۀ انډيا کښې د عوامو د طرف نه د شور متعلق دې هېڅ خبر هم خپور نۀ کړے شي او د سرکار د اړخ نه کۀ څۀ کاروائي وشي نو د هغې متعلق هم.
د دې نه ورستو پۀ اوولسم اپرېل 1919 د لاهور پوليس د ‘ټريبيون’ ورځپاڼې دفتر باندې چهاپه ووهله او تاله ئې ورته ولګوله. د اتلسم اپرېل 1919 نه تر درې ویشتم اپرېل 1919 پورې اخبار بند ؤ. بيا مخکښې پۀ اوومه مۍ 1919 ئې ورپسې يو بل ارډر وکړو چې 2000 روپۍ د ضمانت پۀ مد کښې جمع کړئ او دا ئې هم ووئيل چې تر څو دغه ضمانت نۀ وي جمع شوے نو ورځپاڼه به نۀ خپرېږي. خو اصل وجه هم دغه وه چې دغې ورځپاڼې د رولټ اېکټ متعلق يوه سروې (survey) باندې کار کولو. نو بس هغه ئې پرې بنده کړله. نو د دغې ورځپاڼې مشرانو د عدالت لار اختيار کړه او د کلکتې مشهور بېرسټر ارډلي نورټن ئې خپل وکيل ونيولو. دغه وکيل چې د کلکتې نه د لاهور پۀ لور روان شو نو د دهلي پۀ سټېشن ورته د پنجاب ګورنمنټ د اړخه يو ارډر پۀ لاس کېښودلے شو چې د هغې مطابق ئې پۀ پنجاب د هغۀ داخله بنده کړه. نو هغه واپس لاړلو خو دلته د ورځپاڼې مشرانو هم دغه ضمانت حکومت ته جمع نۀ کړو او تر دوه نيمو مياشتو پورې اخبار بند ؤ.
يوې بلې سزا طرف ته د لوستونکو پام ګرځول غواړم او هغه دا چې د دغې پېښې نه شپږ ورځې وروستو جنرل ډائر يو بل ارډر هم جاري کړو او د هغې تعلق د مېرمن شيرووډ سره ؤ. دغه مېرمن به د عيسائيت تبليغ کولو او هغه چا نامعلومه کسانو وهلې وه، روغتون کښې مرګي حال پۀ کټ پرته وه. نو جنرل ډائر د ارډر مطابق چې څوک هم د دغې مېرمن د کور مخې ته تېرېږي نو پۀ دواړو لاسونو او دواړو پښو به ځي. يعني انسانان به د ځناورو پۀ شان مزل کوي. نو اوس کۀ فکر وکړے شي نو کومې سزاګانې چې قيوم خان د بابړې او اتمانزو خلقو ته ورکړې وې نو يقيني چې ذهن به مو جنرل ډائر ته لاړ شي. خو د افسوس مقام دا دے چې جنرل ډائر خو څۀ خبرې يا وجې ښودلې وې چې د هغې پۀ بنياد ئې هندوستانيانو ته داسې سزاګانې ورکولې او بله دا چې هغه خو د بل ملک ؤ خو ولې دلته پۀ بابړه کښې او پۀ صوبه سرحد کښې خو د قيوم خان حکومت ؤ او هغه هم د دې ملک ؤ، د دې صوبې مشر ؤ ـــ خو دا به ووايم چې هغه خو هم د جنرل ډائر پۀ شان د دې خاورې سره تعلق نۀ لرلو. باقي لوستونکي دې پۀ خپله لږ غور وکړي.
يوې بلې خبرې ته هر يو شعور لرونکے انسان پۀ سوچ مجبور شي او هغه دا چې د جنرل ډائر د دغې حکم ورکولو خلاف يوه انکوائري کمېټي هم د هنټر انکوائري کمېټۍ پۀ نوم جوړه شوې وه چې دا پته ولګوي چې دۀ ولې داسې وکړل او هغۀ بيا پۀ خپله صفایۍ کښې دا ووئيل چې د هغې خلاصه دلته بيانول غواړم. دۀ ووئيل چې د دهلي نه تر پېښور پورې حالات ټول خراب وو او انقلابيان را اوچت شوي وو او د هغوي جذبه ډېره کلکه وه او پۀ هېڅ لار د خپلې خبرې )د راج حکومت غورځول يا د تاج برطانيه تخته اړول( نه نۀ وروستو کېدل نو ما ضروري وګڼل چې حالات پۀ قابو کښې راوستل پکار دي او پۀ دوي مې د ګولیو چلولو ارډر ورکړو او ډېر زر مې قابو کښې راوستل.
(Report of Brig-General R.E.H. Dyer, Secret War Diary, Amritsar, “Confidential”, page-128
IOR/MSS EUR F137/32, British Library, United Kingdom)
او د يوې پوښتنې پۀ ځواب کښې ئې دا هم ومنله چې دغه مېدان کښې چې کوم هندوستانيان راغونډ وو، هغوي سره وسله نۀ وه. خو ولې د بابړې د پېښې نه وروستو تر څو چې ليکونکي ته پته ده نو څۀ قسمه انکوائري ونۀ شو چې دا خبره ئې پۀ ډاګه کړې وه چې د دغه بې وسلې خلقو څۀ ګناه وه چې دوي ئې بې دردۍ سره شهيدان کړل.
جواهر لعل نهرو خبرہ کوي چې د کا ل 1919 پۀ اخر کښې د امرتسر نه دهلي ته د شپې پۀ ټرېن کښې راتلم چې دننه ټرېن ته ورغلم نو پۀ ډبه کښې ډېر خلق وو او صرف يو برت راته خالي ملاو شو. چې هغې ته وختم خو مسافران د يو بل سره اشنا وو او ډېر پۀ اوچت اواز ئې د يو بل سره خبرې کولې نو معلومه شوه چې دا برټش ارمي واله وو او کوم کس چې ډېر پۀ فخر سره لګيا ؤ او د امرتسر د خلقو د وژلو قيصې ئې کولې، هغه جنرل ډائر ؤ. دا خبره دې لوستونکو ته ياده وي چې د جنرل ډائر بيا وروستو اودهم سنګهـ قتل کړو
“Pamphlets on Politics”, The Rowlett Act: Its Origin,
Scope and Object, Acc. No. P/J 2393-2410,
IOR, British Library, United Kingdom
د جليانوله پۀ دغه پېښه کښې مسلمانان، هندوان او سیکهان ټول وو نو دغلته يو اتلس کلن ځوان اودهم سنګهـ هم ولاړ ؤ. دۀ د دغې پېښې نه وروستود بدل اخستو اراده وکړه او خپل ځان ته ئې نوم “رام محمد سنګهـ” خوښ کړے ؤ. خو يوه بله څېړنه کښې راځي چې اودهم سنګ ځان ته ‘محمد سنګهـ ازاد” نوم خوښ کړے ؤ. وجه ئې دا ښودلې وه چې پۀ هندوستان کښې ټول قومونه ازاد دي او د پېرنګي خلاف يو موټے دي. کله چې جنرل ډائر پۀ لندن کښې پۀ دیارلسم مارچ 1940 پۀ کيګسټن هال کښې تقريرختم کړو او غونډه پۀ ختمېدو شوه نو دې اودهم سنګهـ پرې د توپنچې دوه ډزې وکړې او مړ ئې کړو او يو مياشت کم يوويشت کلونه پس ئې بدل واخستو. خو د بابړې د پېښې نه وروستو باچا خان او خدائي خدمتګاران د نغال (عدم تشدد) پۀ عقيده کلک ولاړ وو او د بدل اخستل خو لويه خبره چې دغه سوچ ئې هم نۀ دے کړے خو پۀ هر فورم ئې د غې قتل عام غندنه کړې ده او اوسني خدائې خدمتګاران ئې هم د هر کال د اګست پۀ دولسمه نېټه بابړه کښې د بابړې د شهیدانو پۀ یادګار کوي او اميد دے چې تر څو د اسرافيل شپېلۍ نۀ وي غږېدلې نو د بابړې د پېښې غندنه به د هر پښتون پۀ ژبه کېږي.
د لته د دواړو پېښو نه دا خبره ثابته شوه چې د دواړو پېښو ځايونه يو شان وو؛ يعني جليانواله کښې باغ ؤ او بابړه کښې مېدان ؤ، دواړو کښې شريکو خلقو سره وسله نۀ وه او دواړو پېښو کښې عوام د خپلو خپلو حکومتونو د لاسه مړۀ شول. پۀ دواړو ځايونو کښې کندې وې چې خلقو ورته د پناه اخستلو پۀ عرض وردانګلي وو او بله د حېرانېدوخبره چې جنرل ډائر او قيوم خان دواړه پۀ خپلو کړو ستومانه نۀ وو.
پۀ اخر کښې به صرف دومره ووایم چې د نوي جوړ شوي ملک د جمهوري نظام لاندې د صوبه سرحد د دغه وخت وزير اعليٰ عبدالقيوم خان او د ګورنر، د صوبائي کابينې د غړو او کومو ممبرانو چې د دغې اېکټ پۀ جوړولو کښې خپله حصه اچولې ده، هغوي به د پښتنو پۀ تاريخ کښې هېڅ کله هم پۀ درنښت د يادولو نۀ وي او د کوموشهيدانوچې وينه وبهېده، هغوي به همېشه د پاره د اسلامي جمهوريه پاکستان پۀ تاريخ کښې د ‘جمهوري شهيدانو’ پۀ نوم يادېږي او سپين ملنګ به د وړومبني جمهوري شهيد پۀ نوم يادېږي ــــــــ
وخته دلته چې قدم ږدې نو پۀ خيال ږده
د دې خـاورې کاڼي بوټي شهــــيدان دي