د پښتو ژبې لوے شاعر، اديب، صحافي، نقاد او معروف ليکوال ارواښاد شېرشاه ترخوي پۀ 2 فروري 1944ز د چارسدې ضلع پۀ مشهور کلي ترخه علاقه دواوه تحصيل شبقدر کښې د خداے بخښلي مولانا حمزه خان کره وزېږيدو د دوي کورنۍ پۀ بنيادي توګه يوه مذهبي او علمي روحاني سلسلې سره تعلق لري. ترۀ ئې د مولانا امير محمد ترخوي پۀ نوم شهرت لرلو چې د دارالعلوم دېوبند څخه فارغ الاتحصيل ؤ. شېرشاه ترخوي پۀ بنيادي توګه يو مذهبي شخصيت ؤ او ټول ابتدائي ديني کتابونه او بيا د لوړو زدکړو درسونه ئې خپل نيکۀ او ترۀ او والد صاحب څخه ترلاسه کړل. خو د شېرشاه رجحان د خپلې ژبې، ادب او کلتور طرف ته زيات ؤ ځکه نو د ديني علم سره ئې عصري علم هم وکړو او بيا ئې پۀ باقاعده توګه پۀ شاعرۍ او نثر نګارۍ کښې طبع ازمائې شروع کړه چې پۀ لږ وخت کښې ئې ډېر پرمختګ وکړو او د خپل علم او صلاحيت پۀ برکت شېرشاه ترخوي د خپل وخت نوموړے شاعر، اديب، صحافي او ليکوال وګرځېدو چې بنيادي وجه ئې د هغه محنت پرله پسې مطالعه، ادبي مبارزه، پۀ ادبي محفلونو، سيمينارونو، غونډو او مشاعرو کښې ددۀ ګډون او د شاعرانو، اديبانو، صحافيانو او د قلم قبيلې د خاوندانو سره ددۀ کلک تعلق او تړون ؤ.
د خپل وخت نامتو شاعرانو، استاذانواو ادب پوهانو ئې داسې تربيت وکړو چې شېرشاه ترخوي ئې د عروج بام ته ورسولو هغه کۀ يو طرف ته ديني پوهه لرله او د اسلامي علومو ماهر ګڼلے شو چې پۀ دې لړکښې ددۀ ليکلے شوے کتاب ‘نکاح او طلاق’ ددۀ پۀ علمي مقام دلالت کوي او دا يوه حواله ئې بس ده. د دې نه علاوه ئې ‘رحمان او قران’ چې اوس ملګري عصمت سوراني پۀ اردو ژبه ژباړلے دے او دغسې بې شمېره علمي اسلامي مقالې د دې خبرې لوے ثبوت دے چې مرحوم پۀ اسلام څومره پوهه ؤ. ورسره بل طرف ته هغه د خپل وخت نامتو شاعر، نقاد، مصنف، مؤلف، مترجم، صحافي او ليکوال ؤ چې اندازه ئې د هغۀ د لاندينو ذکر شوو کتابونو څخه پۀ اسانۍ کېدې شي.
د هغۀ وړومبے تاليف کړے شوے کتاب ‘دا څوک دے؟’ ادبي تذکره وه چې پۀ مارچ 1973 کښې چاپ شوه. ورپسې دوېم کتاب د دۀ شعري مجموعه وه چې ‘د اسويلو اثر’ پۀ نوم پۀ اپرېل 1981 ء کښې چاپ شوې وه. درېم کتاب ئې پۀ مقالو اډاڼه ؤ چې پۀ اګست 1984ء کښې چاپ شو. څلورم کتاب ئې ‘کليات خوشحال خان خټک’ تاليف کړو چې 1985ء کښې چاپ شو. پينځم کتاب ئې ‘ديوان خاطر تاليف’ کړو او پۀ 2000ء کښې چاپ شو. شپږم کتاب ئې ‘رحمان او قران’ چې پۀ جون 2000 کښې چاپ شوے دے. اووم کتاب ئې د مقالو دے چې د ‘کردار’ پۀ نوم مارچ 2001ء کښې چاپ شوے دے. اتم کتاب ئې ‘کليات رحمان بابا’ دے چې پۀ 2002 ء کښې چاپ شوے دے. نهم کتاب ئې د ‘علمي فکر’ پۀ نوم پۀ کال 2003 کښې چاپ شوے دے چې پکښې پۀ مختلفو موضوعاتو ليکلې شوې مقالې چاپ شوې دي. لسم کتاب ئې شعرى مجموعه ده چې د ‘محسوسات’ پۀ نوم پۀ جنورۍ 2004 کښې چاپ شوې ده. يوولسم کتاب ئې ‘د دواوې ادب’ تذکره ده چې پۀ 2004 کښې چاپ شوې ده. دولسم کتاب ئې د ‘نکاح او طلاق’ پۀ نوم چاپ شوے دے چې پکښې د اسلامي تعليماتو تر مخه د نکاح او طلاق مسئلې راجمع کړې شوې دي .ديارلسم کتاب ئې ‘بحرالادب’ دے چې پۀ مارچ 2005 کښې چاپ شوے دے. پۀ دې کتاب کښې د ادب پۀ مختلفو اصنافو علمي بحث شوے دے او دغه اصناف ئې روښانه کړي دي چې د زلمو شاعرانو د پاره د لارښود کار کوي او دومره شهرت لري چې وخت پۀ وخت سره ترې ليکوالان شاعران استفاده کوي. نن سبا چې د هشنغر نه د ‘وياړ’ پۀ نوم کومه مياشتنۍ مجله خپرېږي، د ‘بحر الادب’ څخه پکښې يوه برخه سلسله واره د لوستونکو د پوهې پۀ خاطر هم شاملولې شي چې دا سلسله د ادب لوستونکو او زده کوونکي ډېره خوښه کړې ده ]دغه ذکر شوې مجله ‘ویاړ’ اوس نۀ چاپ کېږي[.
‘ادبي ستوري’ يوه بله ادبي تذکره ده چې شېرشاه ترخوي تاليف کړې ده او پۀ جنورۍ 2006 کښې چاپ شوې ده .
د دې نه علاوه خداے بخښلي شېرشاه ترخوي بې شمېره مقالې، مضمونونه او کلامونه تخليق کړي دي چې هغه پۀ مختلفو اخبارونو او مجلوکښې وخت پۀ وخت چاپ شوي دي او يا پۀ مختلفو سيمينارونو، ورکشاپونو، ادبي دستورو، مشاعرو او نورو اړوندو بنډارونو کښې اورول شوي دي چې عاموخاصو ترې پۀ زړۀ پورې استفاده کړې ده. ورسره شېرشاه ترخوي دخپل وخت يو تکړه مقرر او بې باکه صحافي هم ؤ او وخت پۀ وخت ئې پۀ مختلفو اخبارونو کښې د مدير، خبريال او ليکوال پۀ عهدو کار کړے دے چې پکښې د پښتو او اردو مشهور اخبارونه ‘بانګ حرم’، ‘شهباز’، ‘جهاد’، ‘جدت’، ‘وحدت’ او د فخرِ افغان باچاخان مجله ‘پښتون’ د ذکر وړ دي. پۀ دغو اخبارونو او مجلو کښې ئې پۀ مختلفو عهدو فرائض تر سره کول وروستو ئې د څو شاعرانو ملګرو پۀ مرسته ملګرتيا د مياشتنۍ ‘ښکلا’ پۀ نوم يوه ادبي مجله د پېښور نه اجراء کړه چې شېرشاه ترخوي ئې مدير مسئول غوره کړے شو او پرله پسې څو کاله چاپ شوه چې پکښې د خپل دور نوموړو شاعرانو، اديبانو، صحافيانو او ليکوالو پۀ مختلفو موضوعاتو کالمونه، مقالې او مضمونونه ليکل او ورسره شاعري هم چاپ کېده.
د مذهب، ادب او صحافت د مېدانونو دا شهسوار پۀ سياسي او فکري لحاظ سره د باچاخان بابا د خدائي خدمتګارتحريک غړے ؤ. د ډېرو واقعاتو حالاتو او ادلون بدلون چشم ديد ګواه ؤ او پۀ عملي سياست کښې ئې باقاعده کردار ادا کولو. د دې سره هغه يو ښۀ ځيرک منتظم، مشر او د حکمت او بصېرت څښتن هم ؤ. د مختلفو ادبي تنظيمونو پۀ جوړولو او فعالولو کښې ئې هم پراخه ونډه وه. د ‘رحمان ادبي جرګه’ پېښور پۀ مشرانو کښې شامل ؤ او د دغې جرګې د پاره ئې پۀ مختلفو عهدو خدمات ترسره کول. د ‘پښتانۀ ليکوال’ پښتونخوا، ‘سرحد ادبي ټولنه’ او د خپلې سيمې د ادبي تنظيمونو او د صوبې پۀ ګوټ ګوټ کښې ئې د ادبي ټولنو سره روابط وو او هم پۀ دغه طريقه ئې د پښتو ادب خدمت کولو. پۀ خپل خوږ او مترنم اواز به ئې کلام اورولو. د مقالو اورولو انداز ئې هم ځانګړے ؤ . د دۀ پۀ شاعرۍ کښې د دردېدلي اولس فرياددونه، د دوي خواهشات، ارمانونه او غوښتنې شاملې وې چې نمونه ئې پۀ دې قطعه کښې جوته ده:
خلق لګيادي فريادونه کوي
د لوږې مړۀ شو، د اوړو قحطي ده
خو داسې نۀ ده ملک کښې هرڅۀ ډېر
خوکۀ قحطي ده، د سړو قحطي ده
پۀ دې قطعې کښې شېر شاه ترخوي د طبقاتي نظام اواستحصالي سماج يوه داسې ريښتونې نقشه وړاندې کړې ده چې زمونږ د ماضي، حال او مستقبل عکاسي کوي او عام اولس کښې د ازادۍ تصور، د ترقۍ ارزو، د معاشي انصاف د غوښتنې او سوکالۍ شعور رابېداروي . د پښتو دا عظيم محسن خادم او غمخوار شاعر، اديب، نقاد، مذهبي مشر، عالم فاضل مقرر، خطيب، صحافي او ليکوال شېرشاه ترخوي پۀ پینځلسم اګست 2007 وفات شوے او پۀ خپل پلارني کلي ترخه کښې خاورو ته سپارلے شوے ؤ. پۀ ګور دې ئې نُور وي.