افسانه ټېکسيوان – قاضي منظور موسي خېل

 

سېدمامد د لسو کالو ؤ چې پلار ئې د تور زيړي د رنځ د لاسه د تورو خاورو لاندې شو. سېدمامد دغه وخت څلورم ټولګي کښې ؤ. د سېدمامد پلار ملنګ استاذ پۀ خپل زوي سبق وئیل غوښتل خو څنګه چې ترې دنیا پاتې شوه، دغسې ئې دغه خواهش هم بې څوک پاتې شو. د پلار د مرګ نه پس هغه څۀ وخت پورې ښوونځي ته تلو خو د لاچارۍ لۀ کبله هغه د ښوونځي نه راپاڅولے شو او مور د حاجي جامدار سروس سټېشن ته بوتلو. ملنګ استاذ هم دغه سروس سټېشن کښې بلها موده کار کړے ؤ او د حاجي جامداد اعتماد ئې هم ګټلے ؤ، ځکه خو ورته حاجي جامداد د سروس سټېشن اختیار ورکړے ؤ.

ملنګ استاذ چې مړ شو نو تر شپږو مياشتو پورې د دوي د کور خرچه خوراک به حاجي جامدار ورلېږل. د سېدمامد مور ته د حاجي جامدار احسان اخستل ګران وو او د خپل مړ مېړۀ پۀ ځاے ئې خپل زوے د خپلو ارمانونو نه د زړۀ صبرولو پس دغلته وروستے ؤ خو حاجي جامدار ورته ووې،

‘خورجانې! ملنګ استاذ زما نوکرنه ؤ، ما هغۀ ته کله هم د ورور نه کم نۀ دي کتلي. د دې حاله زۀ او خداے خبر یو چې پۀ دې دېرش کالو ما او هغۀ د دې سروس سټېشن د پاره څومره کوشش کړے او دې حال ته مو رارسولے . خداے مهربانه دے، ستاسو نصيب به تاسو در رسي. بس دا هلک ښوونځي نه مۀ راپاڅوه.’

هغې ورته ووې،

‘وروره! څنګه چې دې ملنګ ورور ؤ، دغسې سېدمامد ته د خپل ورارۀ پۀ نظر ګوره ـــ زۀ ئې سبق سر ته نۀ شم رسولے، چې دلته وي نو څۀ خو به مې زړۀ جمع وي چې ستا نظر کښې دے او څۀ به د دنیا پۀ ورکړه راکړه روزګار هم پوهه شي.’

سېدمامد سروس سټېشن کښې پۀ کار ولګېدو.

شاندانه پۀ شته ورور کښې بې وروره خو هسې هم وه، اوس کونډه شوې هم وه. د خانانو ملکانو کورونو کښې به ئې کارونه کول او چې څۀ به د هغوي نه پاتې شول، خپلو بچو له به ئې راوړل.

وخت څنګه زر تېر شو او پۀ کوم هنر تېر شو، هسې خوب لېدل وو. د سېدمامد چې کله شونډه شنه شوه نو يوه ورځ جامدار حاجي راوغوښتو،

‘سېدو بچې!’

‘کاکاجي! څۀ مو راته وئيل؟’

‘نن نه پس يوه ګېنټه مخکښې چهټي کوه. ډرائيورته مې وئيلي دي چې هغه د ګاډي چل دروښائي او چې کله دې د ګاډي چل زده کړو نو بيا به درله ټېکسي واخلم.’

وخت تېريدو سره سېدمامد ډېر زر دګادي چال زده کړو. يتيمي انسان ته ډېر څۀ وښائي، سېدمامد خپلې بدې ورځ خپلو همځولو نه ډېر هوښیار کړے ؤ. پۀ کومه ورځ چې حاجي جامدار د ټېکسي چابي ورکړه نو د سېدمامد د خوشحالۍ څۀ حد نۀ ؤ معلوم. کور ته چې راورسېدو نو مور ته ورغاړې وت،

‘مورې! وګوره کنه، جامدار حاجي صاحب راسره څومره غټه نيکي وکړه. وائي دا ټېکسي چلوه، څۀ پېسې کور کښې ورکوه او څۀ منشي سره جمع کوه. چې کله د ټېکسۍ قسطونه پوره شي نو بيا ټېکسي پۀ خپل نوم کړه. مورې! داسې خلق هم شته چې د نورو انسانانو پۀ ښېګړه راتلل ورته لوے عبادت ښکاري او د نورو انسانانوغم خپل غم ګڼي او د هغوي پۀ غم باندې دردېږي. او بل خوا ستاسو ورور دے مورې! د خپلې خور پۀ حق ئې خېټه اچولې ده او کال پۀ کال حج له ځي. نۀ خو مونږ له زمونږ حق راکوي او نۀ خپل چم ګاونډ کښې د چا پۀ خُوږ ګوته پهه ږدي!!!’

‘بچيه! الله دې ورسره خپل انصاف وکړي. زما خو ورور دے، زما پرې بد کله پېرزو کېږي. ګنې ډېر خلق راته وائي چې پۀ عدالت کښې ترې خپل حق وغواړه. د کشر خان ښځې راته وې چې زما ورور د ښار يو غټ وکيل دے، څوک هم ترې کېس نۀ شي ګټلے او تا نه به يوه روپۍ فيس هم نۀ اخلي خو بچيه! مشر ورور مې دے، د کلي سپين روبے دے، زۀ به ئې څنګه پۀ عدالتونو کښې راکاږم؟ کۀ هغه کښې انصاف نشته، د خداے در خو دانصاف نه ډک دے.’

‘مورې! دې کال پۀ اووم ځل حج له روان دے.’

‘بچيه! خداے دې ورسره پوهه شي، او بله خبره مې هم ځان سره سنبال کړه. کۀ زۀ هر څو بې تعليمه يم خو دا خبرې راته د کونډتوب ژوند ښودلې دي. ډېر تاودۀ څاړۀ بادونه مې ليدلي خو خپله حيا مې ساتلې ده. بچې! حاجي جامدار يو ډېر ښۀ او نېک انسان دے؛ هغۀ چې درسره کومه پښتو او ننګ وکړو داسې تۀ هم هغۀ سره وکړه. ملنګ پۀ ژوند چا ته پاتې نۀ دے راغلے، پۀ قبر کښې پروت به ئې چا ته پاتې نۀ راولې.’

‘مورې! تۀ فکر مۀ کوه، زۀ هم د ملنګ زوے يم؛ چې اوس ئې هم پۀ سروس سټېشن کښې خلق نامه ډېره پۀ عزت او احترام اخلي او دا مونږه هم د هغۀ د مخه خورو.’

‘بچې! ما ډېرو کورونو کښې د خدمت نه پس چې کوم رزق پاتې شوے دے، هغه مې تاسو ته راوړے دے او تاسو مې پرې غټ کړي يئ. شکر دے خداے پاک دې د مشرې خور ښۀ پۀ حيا او عزت کښې د خپل کور ثواب وکړو او اوس دې کشرې له لوښي لرګي جمع کوم چې دا هم ښۀ پۀ حيا د خپل کور شي، بيا به تا له هم څۀ درک وهم.’

‘مورې! في الحال زما نه قلاره شه، چې کله د ټېکسي قسطونه پوره شي نو بيا به سره ګورو؛ خو کۀ خوراک له دې څۀ راکړل نو غټ کار به وکړې. ځکه چې د ډېر وخت نه مې خېټه کښې منږګان ټوپونه وهي.’

سېدمامد به روزانه ګاډے چلوۀ او خپله ډيوټي به ئې ښه پۀ ايماندارۍ سر ته رسوله. څۀ پيسې به ئې کورکښې ورکولې او څۀ به ئې د جامدار حاجي منشي سره جمع کولې او رسيد به ئې ترې اخستو.

‘مور دې تا نه ځار، تۀ لاس مخ وکړه، زۀ درله ډودۍ برابروم.’

د سېدمامد څۀ شپږ مياشتې شوې وې، سحر نمانځه پسې به ئې ټېکسي راویستلو او ماسپښـین به ئې لږ ساعت دمه کوله. بيا چې به کله نمر نيم کښو شو نو بيا به ئې ټېکسي سړک ته کړو. هم پۀ دې ترتيب د ډېر وخت نه لګيا ؤ.

اختر چې رانزدې کېدو، ښار کښې رش نور هم سېوا کېدو. بل ښار چې د ترقياتي کارونو پۀ نوم کوم کندې کندې پرېښودے شوے ؤ، هغه هم د ټرېفک د جام کولوغټ سبب ؤ. اوس به سېدمامد ټېکسي د سحر نمانځه پسې راباسلو او غرمې نه پس به کور ته لاړو. بيا به مازيګر ناوخته راووتلو او د شپې ناوخته پورې به ئې کار کوۀ. اکثر به چې پۀ سټاف سورلۍ ته ودرېدو نو خوب به ورله ټالۍ ورکولې.

اختر نه دوه ورځې مخکښې، پۀ کومه ورځ چې حج کښې د عرفات يا عرفې ورځ وه؛ پۀ ښار کښې ډېر سېوا رش ؤ. سېدمامد ته نن خپل ماما ډېر زيات مخې مخې ته کېدلو. هغه پۀ خپلې ناچارۍ ستومانه نۀ ؤ خو د خپلې بوډۍ مور پۀ نورو کورونو کښې کارکولو باندې ډېر زيات زورېدلو. څۀ د څاروو د لاسه روډونه بند وو او څۀ سېدمامد د يوعظيم اضطراب نه تېرېدو، ځکه نن ئې چاے ډوډۍ هم ونۀ کړه.

شپه نيمه تېره وه. هغۀ د سکيم چوک سره ټېکسي ودرولو. د سورلۍ پۀ انتظار کښې ناست ؤ. ډېر ساعت تېر شو خو د کوهاټ روډ کومه سورلۍ ورته رانغله. څۀ ګرمۍ تنګ کړے ؤ نو ټېکسي ئې د ښار پلو ته کړو او ټېکسي نه راکوز شو. د ډرائيور پۀ ور ئې خپل لاسونه کېښودل او سر ئې ورباندې ولګولو. د خپل ژوند ټوله ډرامه د هغۀ مخې ته لکه د يو فلم د پردې پۀ شان تېره شوه. د بې وسۍ د لاسه د ښوونځي نه راپاڅېدل، پۀ وړو وړو لاسونو پردو موټرو ته اوبۀ اچول، ښۀ پۀ زور سره پرې کپړه راکښل چې چمک ووهي. سروس سټېشن کښې د جامدار حاجي هغۀ سره مشفقانه رویه، د مور ئې پردو کورونو کښې خدمت، د هغوي نه پاتې شوې ډوډۍ دوي له راوړل او پۀ خاصه توګه د خپل ماما پۀ لاس کښې نيولې تسبې. سېدمامد نن د تېر ژوند یادونو نیولے ؤ.

دې کښې د هغۀ سترګې هم پۀ ولاړه ولاړه ورغلې وې . پۀ خوا کښې يو ټېکسي تېر شو. د ټېکسيوان چې پرې نظر پرېوت نو يو اسوېلے ئې وکړو چې وګوره! څومره تنکے ځوان دے. ټېکسيوان سره چې کومه سورلۍ ناسته وه، د هغۀ چې پرې نظر پرېوتو نو د خولې نه ئې يوه چغه ووته،

‘دا خو زمونږ کليوال سېدو دے .استاذه! ټيکسي واپس راتاو کړه.’

ټېکسيوان ورته ووې، ‘بېرته پۀ شا نۀ شم راتلے؛ دې چوک کښې بېرته راګرځم.’

دوي چې څنګه بېرته راګرځېدل، د کوهاټ د لورى يو سپين موټر ډېر پۀ تېزۍ سره راروان ؤ او د پوليسو ګاډے هم ورپسې ؤ . د موټر والا نه ګاډے بې قابو شو او سېدمامد ئې سره د هغۀ د ټېکسي د دروازې اوچت کړو. زمکې باندې لګيدو سره د سېدمامد سر او ملا ولګېدل او سترګې ئې وازې پاتې شوې.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …