د پښتوژبې پرمختګ )لارې چارې( وړومبے درې ورځنے نړیوال کانفرنس: 8-6 اګست 2018، باړه ګلۍ – ډاکټر ظفرالله بخشالے

 

پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون د خپل تاريخ لۀ پلوه يو ځانګرے حېثيت لري. د کال 1955 نه را پۀ دېخوا ئې مختلفو وختونو کښې يو شمېر علمي او تحقيقي بحثونه او سيمنارونه کړي دي. پۀ کال 1990 کښې د پښتو اکېډمۍ د سیوري لاندې يو تاريخې ورکشاپ شوے ؤ چې د تاريخ پۀ پاڼو کښې ‘د باړه ګلۍ املاء’ پۀ نوم يادېږي چې پۀ دغه ورکشاپ کښې د پښتو املاء پۀ حواله ځینې مهمې فېصلې شوې وې او نن اتۀ ويشت کاله پس پښتو اکېډمي يو ځل بيا وتوانېده چې پۀ نړيواله سطح يو کانفرنس وکړي او د پښتو ماهران پکښې ګډون وکړي. هم پۀ دغه سوب د روان کال د اګست د شپږم نه تر اتم اګست پورې پۀ باړه ګلۍ سمر کېمپ کښې د ‘پښتو ژبې د پرمختګ لارې چارې’ د عنوان سره وړومبے درې ورځنے نړيوال کانفرنس تابیا کړو. دا کانفرنس د پښتو اکېډمۍ لۀ خوا د صوبائي حکومت او د لوړو زدکړو د وزارت د څانګې خېبر پښتونخوا پۀ مالي مرسته وشو. پۀ دې کانفرنس کښې يو دېرش تحقيقي مقالې، دوه مشاعرې او درې عملي بحثونه وشول.

د دې نړيوال کانفرنس پرانسته د پېښور پوهنتون پرو وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر محمد عابد، ډين اٰف اسلامک اېنډ اوریئنټل سټډيز پروفېسر ډاکټر معراج الاسلام ضياء او د پښتو اکېډمي د مشر پروفېسر ډاکټر نصر الله خان وزير پۀ لاس وشوه. د کانفرنس باقائده پېل د تلاوت کلام پاک نه وشو چې ډاکټر عبدالحکيم شاه خټک ته د ا سعادت حاصل شو. د نظامت چاري ډاکټر نور ثناء الدين تر سره کړې. پۀ دې موقع د پښتو اکېډمي مشر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير د راغلو مېلمنو، سکالرانو، پوهانو، شاعرانو او ګډون کوونکو هرکلے وکړو او د کانفرنس پۀ اغراض و مقاصد ئې خېرې وکړې. دوي ووئيل چې زۀ انتهائي مننه کوم چې زمونږ پۀ لنډه بلنه مو وخت وويستو او د پښتو د پرمختيا او پراختيا پۀ موضوع منعقد شوي دې نړيوال کانفرنس کښې زمونږ سره شريک شوي يئ. هيله ده چې ستاسو د افکارو او تجرباتو تبادله به هم هغه شان ګټه وره او بختوره ثابته شي لکه څۀ ډول چې اتۀ ويشت کاله وړاندې پۀ هم دې مقام زمونږ مشران د ليکدود مسائل لۀ منځه وړلو پۀ موضوع يو ځاے شوي وو او پۀ نتيجه کښې ئې يو کره ، معياری او واحد ليکدود مخې ته راغلے ؤ.د هم هغه احساساتو او هيلو پۀ تناظر کښې مونږ هڅه کړې ده چې ستاسو د افکارو او تجرباتو پۀ رڼا کښې د پښتو د پرمختيا او پراختيا د لارو چارو تعين وکړے شو.

تر کومه چې د اهدافو تعلق دے نو د کانفرنس اهداف هم هغه دي کوم چې مونږ تاسو ته پۀ موضوعاتو کښې وړاندې کړی دي . لکه يو دا چې زمونږ ژبه دې نۀ مري؛ مقصد چې د پښتو بقاء او پرمختيا د پاره هغه ټول لازم شرائط دې برابر کړے شي کوم چې پۀ نړۍ کښې نورو ژبو ته مراعات شوي. بل دا چې څنګه به مونږ وکړے شو چې پښتو پۀ صحيح معنو سره د درس و تدريس، نصاب يا د ذريعه تعليم پۀ توګه مخې ته راوړو. دې لړ کښې د پاکستان مرکزي حکومت او هم د صوبائي حکومتونو نه زمونږ توقعات ورځ تر بله سېوا کېږي خو مقابل لوري ته نۀ ښکاري چې څوک به دې توقعاتو ته غبرګون ووائي. دغسې هلته افغانستان کښې د پښتو پۀ حقله انګازې ډېرې اورېدل کېږي خو لا ورته خپل جائز مقام نۀ دے ورکړے شوے. د دې کانفرنس پۀ وساطت دا هم زمونږ هڅه ده چې د خپلو حکومتونو نه د پښتو جائز مقام ګټلو د پاره کوټلي پلانونه وړاندې کړے شو. دا چې د خېبر پښتونخوا شمال مشرق، مشرق او جنوب غرب خوا ته علاقو کښې د پښتو د بقاء، پراختيا او پرمختيا ادارو د قيام د پاره سفارشات مرتب کړے شو.

يوه مهمه غوښتنه دا چې بايد زمونږ ليکوالان د قلم پۀ وساطت پښتونخوا کښې د امن، ورورولۍ ، مينې محبت زغم او د يو بل د احترام جذبه خورولو کښې تېزي راولي. باید مزید د توندو جذباتو، د تُورې او مېړانې، د ننګيال او باتور پۀ نوم مو نسلونه تباه نۀ کړو.

يعني د کانفرنس اغراض و مقاصد او اهداف هم هغه دي څۀ چې د پښتو متعلق ستاسو احساسات او جذبات دي. د کانفرنس د تيارۍ او ترتيباتو پۀ حقله به ډېر سوالات ستاسو پۀ ذهن کښې وي خو انسان پۀ خپل وس پړ دے، ځکه هر هغه څۀ چې د نيمګړتياو پۀ ضمن کښې راځي، به شخصي زما نيمګړتيا وي نۀ چې د ادارې. پۀ دې حقله ستاسو نظر او رایې به مونږ ته د احترام وړ وي. پاتې شوه دا خبره چې دا کانفرنس به د پښتو ژبې پۀ تاريخ کښې څومره لوے والے او لوړ والے ولري، دا نو ستاسو د فکر پۀ مأخذاتو پورې اړه لري چې تاسو د دې کانفرنس لۀ لارې قوم ته څۀ ډول تاثر ورکول غواړئ. البته لۀ شاعرانو څخه هيله لروچې د مشاعرې بلنلیک مخپاڼه باندې ليکل شوي يو څو ټکو مطابق دې سنجيده او سپېځلي شعرونه راته وړاندې کړي؛ دا لۀ شاعرانو خواست، د وخت تقاضه او د کانفرنس غوښتنه ده نۀ چې لازم ډائرکشن .پۀ اخر کښې زۀ د محترم پرو وائس چانسلر جناب پروفېسر ډاکټر محمد عابد صاحب د محترم ډين جناب پروفېسر ډاکټر معراج الاسلام ضياء صاحب ډېر منندویه یم چې پۀ اکېډمۍ کښې د روانو مثبت او تعمیري کارونو پۀ شا د دوي غېر مشروطه مرسته او ډاډګیرنه موجود ده.

پروفېسر ډاکټر معراج الاسلام ضياء خپله وېنا کښې دغه تاریخي غونډه کښې خپله موجودګي ځان د پاره لوے اعزاز وبالۀ او هیله ئې څرګنده کړه چې د نورو لوستونکو استفادې د پاره د دې کانفرنس دا ټولې مقالې پۀ کتابي بڼه چاپ شي.

صدر محفل پروفېسر ډاکټر محمد عابد خپله صدارتي وېنا کښې د پښتو ژبې پۀ ارزښت خبرې وکړې او خپله مقاله ئې هم وړاندي کړه. دوي زياته کړه چې مونږ ته پکار دي چې د پښتو يو کارپس جوړ کړو، پښتو لائبرېري اٰن لائن شي او ورسره دې د پښتنو تاريخ اوکلتور هم محفوظ کړي.

د پرانستې پۀ دې دستوره کښې مشرانو ته توصيفي شيلډونه هم ورکړے شولاو پۀ اخر کښې يو يادګاري انځور هم خوندي کړے شو.

ورپسي د وړومبۍ ورځې دوېم سیشن د مقالو ؤ چې صدارت ئې پروفېسر ډاکټر فخر الاسلام وکړو، خصوصي مېلمه محترم حبيب الله رفيع ؤ او د نظامت چارې ډاکټر شاهده سردار تر سره کولې. پۀ دې نشست کښې حبيب الله رفيع: د پښتو د ځانګړي ليکدود مکتبونه، محمد اٰصف صميم: د دوېم ‘خېرالبيان’ زېرے، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر يار محمد مغموم: د پښتو پۀ وده کښې د ترجمې کردار، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسماعيل ګوهر: پښتو کښې اصطلاحات سازي، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر شاهده سردار: د پښتو ادب پۀ تاريخ کښې د زنانو ليکوالو کردار او سعيد الامين: پښتو د مارکيټ ژبه؛ خپلې مقالې وړاندې کړې. د درېم نشست مشر پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت ؤ، خصوصي مېلمه محترم مشتاق الرحمان شفق او د نظامت چارې ډاکټر شېر زمان سيماب تر سره کړې. پۀ دې نشست کښې‎ ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالر‌ؤف رفيقي: پښتو څنګه دفتري ژبه جوړېدلې شي، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حنيف خليل: د پښتو د ودې او ترقۍ د پاره سياسي هڅې،‌ ډاکټر يوسف خان جذاب : پښتو کښې د ګړدود پوهنې روايت، پروفېسر ګلزار جلال يوسفزے: د پښتو ژبې پرمختګ کښې د رسنيو کردار، ډاکټر بادشاه روم عليخېل درياب: پښتو د زريعه تعليم پۀ حېث، ‌‌ډاکټر فرخنده لياقت: د پښتو پۀ وده کښې د ‘پښتو’ مجلې کردار، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر برکت شاه کاکړ: د اتلسم ائيني ترميم پۀ تناظر کښې د پښتو ژبې د پرمختګ منصوبه بندي، ډاکټر عبدالظاهر شکېب: پۀ افغانستان کښې پښتو د تعليم او رياست ژبه؛ خپلې مقالې پېش کړې.

څلورم نشست کښې مشري لال باچا ازمون پۀ علمي او فرهنګې چاروکښې د اولسمشر ډاکټر اشرف غني صلاح کار وزير، خصوصي مېلمه پروفېسر اسير منګل او نظامت ډاکټرسيد ظفرالله بخشالي وکړو. پۀ دې نشست کښې سيد خېر محمد عارف: د پښتو پۀ وده او پرمختګ کښې د پښتو اکېډ‌‌‌‌‌مۍ کوټه کردار، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سيد محي الدين هاشمي: پۀ پښتو ادب کښې د ځان پېښې ليکنه، محمد نبي تدبير: پۀ تېره يوه نيمه لسيزه کښې پۀ افغانستان کښې د پښتو ژباړې وضعيت، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر بشريٰ خاتون: ژبه او کلتور، پروفېسر خليل الرحمان خليل: پښتو او پښتانۀ د پښتونخوا پۀ شمال او شمال مشرق کښې؛ خپلې مقالې وړانډې کړې. پۀ پینځم سيشن کښې د غونډې مشري پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم وکړه، خصوصي مېلمه ښاغلے درويش درانے ؤ او نظامت چارې اقبال حسېن افګار تر سره کړې. پۀ دې نشست کښې‎ ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اصل جان محب وزير: د ژبې پۀ وده کښې د رسنيو کردار، ‌‌‌ډاکټر کرن سینين: پښتو د تعليم ذريعه، رفيع الله نيازي: د پښتو ګرائمر ليکنې ]پرون، نن او سبا[، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محمد علي ديناخېل: د اصطلاحات سازۍ نظري مباحث، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر لال باچا ازمون: تصويري ژبه، حافظ رحمت نيازي: د پښتو ژبې پۀ وده کښې د ‘اولس’ مجلې کردار، ډاکټر جاوېد اقبال: د پښتو پۀ وده کښې د تعليمي نصاب کردار، شريف الله دوست: د پښتو او اوستائي ژبې فونيميکي اړيکې؛ خپلې مقالې ګډون والو سره شريکې کړې. پۀ شپږم سيشن کښې د غونډې مشري استاد محمد اصف صميم، خصوصي مېلمه پروفېسر ډاکټر روح الله او نظامت انور اورکزي کولو. پۀ دې نشست کښې سميع الدين ارمان: د پښتو پۀ ترويج کښې د رياست او عوامو ذمه داري، عبدالجبار څپاند: د اجتماعي ژبپوهنې لۀ مخې د پښتو ژبې بنسټيزې ستونځې، داود وفا: پۀ پښتو ژبه کښې د سائنسي اصطلاحاتو جوړونه، ډاکټر وزير شادان: يويشتمه پېړۍ او پښتو ته راولاړې کشالې؛ تر عنوان لاندې خپلې مقالې وړاندې کړې.

د کانفرنس پۀ درېمه ورځ پۀ درېو نشستونوکښې پۀ مختلفو موضوعاتو علمي مباحثې وشوې. پۀ مباحثې غړو کښې يعني اوله ډله کښې مشري محترم حبيب الله رفيع او د مباحثې غړي دروېش درانے، ډاکټر اباسين ایسپزے، ډاکټر حنيف خيل، نادر خان عليل، سيلم بنګش، ډاکټر فرخنده لياقت او سکتر سمیع الدین ارمان وو. د دې ډلې د بحث طرحه وه ‘پښتو بايد څنګه د تعليم او ټېکنالوژي ژبه جوړه شي؟’ د دوېمې ډلې مشري استاد محمد اٰصف صميم کوله او دوي سره د بحث غړي ډاکټر عمر عثمان مروت، ډاکټر خالد خان خټک، ډاکټر وزير شادان، ډاکټر بشريٰ خاتون، ډاکټر احمد علي عاجز او سکتر ډاکټر اسمعيل ګوهر وو. د دوي د بحث طرحه وه ‘پښتو بايد څنګه دفتري ژبه جوړه کړې شي؟’ د درېمې ډلې مشر پروفېسر ډاکټر يار محمد مغمو م خټک ؤ، د بحث غړي سيد خېر محمد عارف، سيد محي الدين هاشمي، ډاکټر عبدالظاهر شکېب، ډاکټر محب وزير، سيد الامين او سکتر پروفېسر اسير منګل ؤ. د دوي د بحث طرحه وه ‘پښتو بايد څنګه د دفتر او کاروبار ژبه جوړه شي؟’ پۀ دے درې څانګيزه مباحثه پۀ هره ډله کښې د پښتو املاء: ‘ے’ کۀ ‘ی’ باندې هم ډېر بحثونه وشول خو پۀ املاء کښې د هېڅ ډول بدلون تجويز پۀ ځانګري ډول مخې ته رانۀ غلو. البته د درې ورځني نړیوال کانفرنس د مباحثوسفارشات پۀ ځانګرې توګه د ستائیلو وړ دي چې خلاصه ئې پۀ دې ډول ده:

د کانفرنس اعلاميه:

  1. د مجهولې يا پرتې )ے( او غونډۍ يا ملينې )ى( پۀ حقله دا اتفاق وشو چې اوس مهال دې دا پۀ خپل ځاے وي خو پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون، پښتواکېډمي کوئټه او د افغانستان د علومو اکېډمي دې پۀ مستقبل کښې ژبپوهان ]ګرائمر ليکوالان او د کمپیوټر ماهرين[ راوغواړي او هغوي دې پۀ دې حقله يوه کره، کوټلې او پۀ دلائلو مبني علمي پرېکړه رامخې ته کړي.
  2. د خېبر پښتونخوا صوبائي حکومت دې د بلوچستان صوبائي حکومت پۀ شان پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون د پاره هم پۀ مستقل بنيادونو ADPکښې ګرانټ مقرر کړي.
  3. يوه با اختياره کمېټي دې د خېبر پښتونخوا حکومت او نورو ادارو سره وويني او هغوي دې د پښتو ژبې د اهميت نه خبر کړي او هغوي دې صوبائي اسمبلۍ کښې درجه پۀ درجه پښتو د دفتري ژبه ګرځولو قرارداد پاس کړي.
  4. پښتو دې پۀ کُلي توګه د نصاب برخه جوړه کړې شي او د ټيکسټ بُک بورډ نه علاوه د پښتو اديبان او د تعليم ماهران دې پۀ مختلفو متعلقه موضوعاتو کتابونه د جديدو تقاضو مطابق وليکي چې د نجي تعليمي ادارو ضرورتونه پوره کړي.
  5. کلچر/ ثقافت ډېپارټمنټ دې د پښتو اکېډمۍ پۀ علمي مرسته د اصطلاحاتو د ډکشنرۍ پراجېکټ شروع کړي چې پښتو د مارکيټ ژبه جوړه شي.
  6. هائیر ايجوکېشن ډېپارټمنټ دې د پښتو اکېډمي پېښور پۀ مرسته د پرائمري، مډل او هائي سکولونو د استاذانو د پاره د پښتو د صيح ليک د تربيت ورکولو پروګرام وچلوي.
  7. پښتو اکېډمي دې د نورو ژبو نه پښتو ته او پښتو نه نورو ژبو ته ترجمي د پاره د ‘دار الترجمه’ پۀ نوم يو پراجېکټ د ‘مقتدره قومي زبان’ اسلام اباد يا د داسې نورو ادارو مخې ته کېږدي. دې نه علاوه د ثقافت صوبائي او مرکزي حکومتونو سره دې پۀ دغه مدکښې کوټلې رابطې وکړې شي.
  8. پښتو اکېډمي دې د صوبائي حکومت پۀ مرسته د وفاقي حکومت نه غوښتنه وکړي چې پښتو ژبه پۀ نېشنل ډېټابېس کښې شامله کړي.
  9. پښتو اکېډمي پېښور دې د کمپيوټر ماهرانو پۀ مرسته پښتو کارپس جوړ کړي.
  10. د پښتو دې د نورو ژبو سره سماجي، سياسي، معاشي او رسمي تړون زيات کړے شي.
  11. پښتو اکېډمي دې پۀ خېبر پښتونخوا کښې پۀ اولسي او ادبي سطح د بېدارۍ مهم شروع کړي او د هغې مشري دې وکړي.
  12. مقامي ټى وي او رېډيو او اخبارونو سره دې د پښتو ليکلو او مارکیټ کولو د پاره رابطې وکړې شي.
  13. د چېمبر اٰف کامرس/ تاجرانو ايسوسي اېشن وغېره سره دې د پېداوار پۀ څيزونو پښتو کښې هم پېغامونه ليکل يقيني کړے شي او د هغوي دې مرسته وکړې شي.
  14. پۀ پرائیوېټ FM چېنلونو دې دا پېغام پۀ خصوصي توګه مسلسل وچلولے شي او اشتهارات دې پۀ پښتو کښې خوارۀ کړے شي.
  15. د پښتو ژبې پرمختګ لا ئحه عمل جوړولو د پاره دې د پېښور پوهنتون د مارکيټنګ ډېپارټمنټ نه لاس امداد او تکنيکي تعاون واخستے شي.

پۀ دې درې ورځني نړيوال کانفرنس کښې دوه شپې خوندورې مشاعرې هم وشوې. د اولنۍ شپۍ د مشاعرې صدارت رحمت شاه سائل وکړو؛ خصوصي مېلمه ډاکټر اباسين ایسپزے او اعزازي مېلمه دروېش درانے ؤ. نظامت اغلې کلثوم زېب او زریاب ایسپزي کولو. پۀ دې مشاعره کښې نازیه درانۍ، جاوېد احساس، اختر حيات قمر، ډاکټر روشن کليم ، حق نواز تورخېل ، پروفېسر هدایت الله، شاهده بابر، اقبال شاکر، سېلاب محسود، پروفېسر ډاکټر فخرالااسلام، سرور خټک، شاکر وزير، ګل رباب، زبېده فردوس زوبي، عبدالرحيم روغاني ، ډاکټر اسمٰعيل ګوهر، عمر دراز مروت، زېبا اپريدۍ، موسکان خټک، فرزانه رسول ، عبدالحميد زاهد، م.ر شفق او سردار ایسپزے وو.

د دوېمې شپي پۀ مشاعره کښې صدارت اغلې حسينه ګل تنها ؤکړو. اعزازي مېلمه ډاکټر عبدالرؤف رفیقي ؤ او نظامت ډاکټر شاهده سردار وکړو. پۀ دې مشاعره کښې برخه اخستونکو کښې پروفېسر اسير منګل ، ثمینه قادر، ډاکټر اسلم تاثير، نورین امان شمع، ډاکټر فرخنده لياقت، ډاکټر شېر زمان سيماب، سيما اپريدۍ، شاهین امين ، زاري بات خان عارضي، ډاکټر احمد علي عاجز، امجد علي خادم، حنیف قېس، کلثوم زېب، نادر خان عليل، محمد اقبال خان، ګوهر وزير، سيد محمود ظفر، فضل معبود صائم، عاصمه اخلاص، سیما کاکاخيله، فېصل فاران ، لال باچه خيالي او برېښنا شهزاد خپل شعرونه ووئيل.

د دې درې ورځني نړيوال کانفرنس د وروستۍ غونډې مشر ډين اٰف اسلامک اېنډ اورینټل سټډيز پروفیسر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر معراج الاسلام ضیاء او خصوصي مېلمه محمد فیاض تورخېلي ؤ. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسماعیل ګوهر د نظامت چارې تر سره کړه. غونډې ته د درېو واړو ‌‌‌‌‌‌ډلو سکترانو د خپلو ‌‌‌‌‌‌ډلو سفارشات وړاندې کړل چې تر مخه به ئې د متعلقه حکومتونو او ادارو نه پۀ کلکه غوښتنې کولې شي چه پښتو دې نۀ یواځې تر دولسم ټولګي پورې د لازمي مضمون پۀ توګه د نصاب حصه جوړه کړې شي بلکې دا دې پۀ دفترونو کښې سرکاري ژبه هم وګرځولې شي چې تفصيل ئې مونږ بره ورکړے دے.

مشرانو پۀ کامياب کانفرنس باندې د پښتو اکېډمي ټولو همکارانو ته مبارکي ورکړه او پۀ اخر کښې مشرانو او د ارګنائزنګ کمېټۍ غړو ته شيلډونه او توصيفي اسناد هم ورکړے شول.

د دې نړيوال کانفرنس ارګنائزنګ کمېټۍ کښې چيف ارګنائزر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير، ارګنائزر پروفېسر ډاکټر فرخنده لياقت ، ډاکټر شېر زمان سيماب ، ډاکټر نور محمد دانش بيټني، ډاکټر بشريٰ خاتون، کانفرنس سېکرټري ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے کميټي ممبران زریاب ایسپزے، انور اورکزے، مسعود ابشار، ارشاد پښتون، نوشاد مهمند، عاطف پرهر، انعام الله ، فېصل فاران، داود جان، دلبر خان، يار خان، کامران خان، احسان الله، عطاء الرحمان، شاکر اورکزے، اياز الله ترکزے، فراق اپريدے، اسلم خان تسنيم، مشرف خان، ډاکټر عبدالحکيم شاه، شوکت سواتے، انار ګل، جواد شفق، اخترزما ن، اختر اقبال ایسپزے وو.

د مبصر پۀ حېث ډاکټر نور البصرامن پښتو څانګه ملاکنډ پوهنتون، ډاکټر جهان عالم ګورنمنټ ډګري کالج تاڼه، ډاکټر بنارس خان ګورنمنټ ډګری کالج بنو، شېر عالم شينوارے روزنامه ‘ډان’، امجد علي خادم ورځپاڼه ‘وحدت’ او نورو يو شمېر د اېم فل، پي اېچ ډي سکالرانو او ادب ذوقه خلقو پۀ ګڼ شمېر سره ګډون وکړو او پۀ اخيرۍ شپه پۀ کامياب کانفرنس باندې د پښتو اکېډمۍ مشر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير ته ډاکټر ظفرالله بخشالي او ډاکټر عبدالظاهر شکېب د درناوي پګړۍ پۀ سر کړه او ورسره د موسیقۍ محفل هم ترسره شو.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …