دا لېونے لېونے ګرځه!!! – ډاکټر همدرد ایسپزے

 

 

زۀ پۀ خپله د یو ډاکټر پۀ حېث پینځۀ کاله د سائیکاټري پۀ وارډ کښې پاتې شوے یم، ما ته د قاضي صاحب د درد دغه انځور خپل د ټرېنګ د دوران ټولې واقعې او پېښې مخامخ د سنېما د سکرین غوندې ودرولې. بلها ‌ډېر مریضان مې د تداوي لاندې ښۀ شوي هم دي. مونږ سره ګډ ژړلي هم دي او خندلي هم. زما د دغه مریضانو سره او دغه مضمون سره د لېونتوب تر حده مینه وه او اوس هم ده؛ دا بېله خبره ده چې ما دغه پرېکټس کول ولې پرېښودل. د نړۍ ‌‌‌‌‌ډېر لوے سائیکاټرسټ فرانز فېنین چې خپل مشهور کتابThe wretched of the earth لیکلو نو د هغوي کمال دا دے چې دغه خالص د پوسټ کالونیل جبر او ښکېلاک تناظر ئې د خپلو مریضانو د نفسیاتي ستونزو پۀ شالید کښې کتلي ، لېدلې او بیا دغه مشاهدات ئې داسې پۀ کمال لیک ته راوستي دي چې نن هم دغه کتاب د نړۍ د محکومو قامونو د سیاسي تحریکونو د روزنې د پاره بائبل ګڼلے شي.

د قاضي صاحب مشاهدات او د فېنېن مشاهداتو کښې د زمکې او اسمان فرق دے ځکه چې قاضي صاحب د یو مریض پۀ حېث دغه هر څۀ لیدلي او کتلي دي او بیا ئې بې د څۀ مصلحت نه دا هر څۀ لیک کښې رواستي دي. بل اړخ ته فېنین پۀ خپله یو لوې سائیکاټرسټ ‌ؤ او دغه کار ورته اسان ‌ؤ خو قاضي صاحب د مریض پۀ حېث دغه هر څۀ لیکل پۀ رښتیا چې د یوې لویې حوصلې او زغم کار دے. د قاضي کمال دا دے چې پۀ يو داسې وخت خپل دغه رپوتاژ مخې ته ږدی چې نن هم ډېر خلق د دغه ناروغيو پۀ حواله د یو شمېر توهماتو سره مخ دي .نن هم زمونږ ټولنه کښې دغه ټول ناروغان د ملا، پير ،حکيم ،کوډګر او عطائي ډاکټرانو نه تېر چرته پۀ قسمت د ذهني ناروغو ډاکټر ته رارسي، او چې کله راورسي نو خانه ئې خرابه شوې وي. دا زما خپله ذاتي مشاهده او تجربه ده چې سره د ډېرې خوارۍ او زیار بیا به هم دغه ناروغان او د دوي کورنۍ پۀ دغه خبره پوهول او ورته دا اطمینان ورکول چې دا هم لکه د جسماني ناروغیو پۀ شان ناروغي ده، دا هم تشخیص او درملنه غواړي لکه څنګه چې میعادي تبه ده، لکه څنګه چې ملیریا ده او داسې نور.

د قاضي صاحب خپله ناروغي د ډپرېشن یو شدید شکل دے چې د ناروغه د ژوند ټولې هیلې او امیدونه مړۀ شي، پۀ ژوند کښې ئې هېڅ امید پاتې نۀ شي او هغه د یو مسلسل او مستقل حل پۀ لټون کښې د ژوند ختمولو د پاره سوچونه کوي چې ډېر ځل داسې هم وشي چې ژوند مرګ ته غاړه ورکړي ـــ

زندگی هے یا کوئی طوفان هے

هم تو اس جینے کے هاتوں مر چلے

زۀ د رپورتاژ فن، هنر او لوازماتو سره سره د دې د ادبي ارزښت نه تېرېږم؛ زۀ خپله دغه لیکنه دغه ناروغیو پورې محدود ساتم. د قاضی صاحب ناروغي او د هغۀ د زړۀ چاودون قیصه د ځان وژنې (Suicide) نه پېل کېږي. دا څۀ ته وائي؟ ولې ئې خلق کوي او نن سبا د دغه عمل اثرات پۀ نړۍ کښې څۀ دي؟ مونږ پۀ نفسیاتي ناروغیو کښې د دې د پاره دوه اصطلاحات کاروو چې یو ته DSH (Deliberate Self -harm) یعني قصداً ځان ته تاوان ضرر او نقصان رسونه او دوېم چې د دغه پایله کېدې شي چې suicide یعني ځان وژنه ده. د ځان وژنې د معلومې احصایې لۀ مخه دا نن سبا پۀ برطانیه کښې د مرګ درېم غټ لامل ګنلے شي چې د پنځوس فیصده یعني غوڅ نیم فیصدي وجه علت او لامل ئې دشخصیت ګډوډي یا Personality disorder وي. اوس د شخصیت ګډوډي پۀ خپله یوه داسې نفسیاتي ستونزه ده چې د ټولنې ډېر خلق ترې خبر هم نۀ وي، تر دې چې دغه ناروغانو ته هم پته نۀ وي چې دے ناروغه دے. چې زمونږ غوندې وروستو پاتې ټولنو کښې د دې وجه دا ده چې دلته هېڅ قسم نفسیاتي سروسز نشته. دلته د داسې ناروغانو د پاره د سکرین کولو هېڅ انتظام نشته. حتيٰ پۀ لویو لویو روغتونو کښې هم نشته چې تر څو وکړے شي دغه ناروغان سکرین شي او د دغه ناروغیو پۀ تدواي کښې ورسره مرسته وشي. دلته لا مونږ د سر درد ته تبې ته خو ناروغۍ وایو خو خداے مۀ کړه کۀ یو ځوان زلمے یا پېغله چې د ډپرېشن ښکار شي او کور والو ته ووائي چې زما زړۀ خفه دے، ما له ژړا راځي، ما ته د مرګ سوچونه راځي نو د کور والو رسپانس څۀ وي؟ بس هم دغه چې تا ته د څۀ کمے دے؟ ځوان یې! پېغله یې! ښائسته یې! تۀ داسې خبرې ولې کوې؟ چې دغه کښې د کور والو هم دومره ګناه نۀ وي ځکه چې هغه هم د دې نه خبر نۀ وي. دوېم صورت کښې کۀ د دغه کور واله د داسې ناروغه خبره جدي واخلي او بیماري ئې وګڼي هم نو ایا دلته داسې سروسز شته چې دا ناروغ ورله بوځي؟ کۀ چرته یو نیم سائیکاټرسټ شته هم نو ایا د هغۀ سره د خوب د دوایۍ نه بغېر بل څۀ هنر هم شته کۀ نۀ؟ او کۀ شته هم نو د نفسیاتي طریقه علاج چې ورته Psychotherapy وائي، ته دغه ناروغ او د ناروغ خپلوان څومره تیار دي؟ ما ته یاد شي چې ما به یو ناروغ د سائيکوتهراپي د پاره پۀ خوارو زارو تیار کړو نو هغه به د یو سیشن نه بعد بیا غائب ‌ؤ.خپلوانو به وې، عحیبه ډاکټر دے! پۀ خبرو هم چرته علاج کېږي؟ ډاکټره! ډرپ ورته ولګوه! چرته دوا ورله ورکړه! تۀ خو زمونږ مریض سره پوره ګېنټه ناست یې او خبرې کوې!!! نو داسې ستونزې دي چې دغه ناروغان او ورسره د دغه ناروغیو ډاکټران مخ وي.

د ځان وژنې پۀ عواملو کښې دوېم عمل د ډپرېشن دے. ډپرېشن پۀ عام توګه خلق خفګان ته وائي، ولې دغه خفګان ځان ته خپل پوره تعریف لري. یعني یو شمېر اعراضو symptoms دې جولۍ څخه کۀ پینځۀ اعراض پۀ مسلسل توګه ورځ او شپه تر پینځلس ورځو پورې دوام ولري نو ډپرېش بللے شي. دغه اعراض قاضي صاحب هم لیکلي دي. بیا هم د عامو لوستونکو د اسانۍ د پاره زۀ دلته پۀ ترتیب لیکل ضروري ګڼم:

(1د موډ خرابېدل یعنی ټيت موډ (2د خوند اخستلو جذبه او دلچسپي ختمېدل (3ځان کمزورے محسوسول (4د دهیان کمېدل (5پۀ ځان بې باوره کېدل (6خپل ځان ته ټيټ نظر (7د ناامیدۍ خیالونه (8ځان ته د نقصان رسولو سوچونه کول (9د خوب خرابېدل چې کله زیات او کله کم شي (10 د اشتها خرابېدل زیاتېدل یا کمېدل ـــ پۀ دغه علامتونو او اعراضو کښې چې کله هم پینځۀ یا زیات پۀ دوام داره توګه موجود وي نو دغه ناروغي ډپرېشن ګڼلې شي. پټه دې پاتې نۀ وي دغه اعراض کۀ د پینځو نه کم وي او هم مسلسل د پنځلسو ورځو د پاره نۀ وي نو بیا ډپرېشن نۀ شي ګڼلے کېدے.

د دغه ناروغۍ پۀ حواله هم یو شمېر مغالطې موجودې دي چې تر ټولو لویه مغالطه چې پۀ ښۀ ښۀ لوستو کسانو کښې هم ده چې دغه ناروغي د خود ارادیت یا self confidence سره ټيک کېدې شي نو داسې خبرې نشته. د دغې بیمارۍ معلوم او نامعلوم یو شمېر عوامل وي چې د انساني دماغو کېمسټري خرابه کړي او د زیاتې منلې تهیورۍ لۀ مخې د یوې کېمائي مادې سراټوتین (Seratonain) مقدار کم شي نو ډپرېش شروع شي چې د دغه پۀ ضد چې کومې دوایانې استعمالېږي، هغه هم د دغه مادې د زیاتوالي پۀ سوب د ډپرېشن د درملنې سبب ګرځي. نو د داسې ناروغیو پۀ حواله یواځې او یواځې د سند یافته سائیکاټرسټ نه علاج او درملنه اخستل اړین دي چې دغه درملنه او علاج د دوا سره سره بیا هم سائنټېفک سائیکوتهراپي ته ضرورت لري چې پټه دې پاتې نۀ وي چې د دې دوا دورانیه کم نه کم شپږ میاشتې او زیات نه زیات کال او کله کله د دې نه هم زیات وخت اخلي چې د دوا د ناکامې او کله کله د ځانمرګۍ د خطرې پۀ نظر کښې لرلو سره بیا ډېرو هېوادونو کښې د یوې بلې طریقې سره علاج کولې شي چې ورته اي سي ټي ECT (Electro Conclusive Therapy) وئیلې شي. د دغه طریقه علاج پۀ باره کښې چې محترم قاضي صاحب پۀ تفصیل سره لیک کړے دے او قاضي هم د دغه طریقه علاج سره نوے ژوند موندلے دے، سره یو شمېر مغالطې تړلې کېږي. غواړم چې د پښتو لوستونکي د دغه پۀ اړه ځان پوهه کړي نو یو څۀ معلومات درکول اړین ګڼم.

دغه طریقه علاج د شلمې پېړۍ پۀ څلورمه لسیزه کښې هغه وخت پېل شو چې د نفسیاتو ډاکټرانو فکر کوۀ چې مېرګي لرونکو ناروغانو ته لېونتوب نۀ کېږي )دغه مفروضه وروستو وختونو کښې غلطه ثابته شوه (نو د لېونو د علاج د پاره ولې نۀ د مصنوعي مېرګي د کرنټ پۀ شکل کښې ناروغانو ته ورکړې شي او ناروغ کښې د مېرګي پۀ شکل کښې جټکو پېدا کولو سره دغه ناروغ ته کرنټ ورکړے شي!!! دغه طریقه علاج سره هغه وخت بلها خلق ښۀ شو او دغه طریقه علاج تر اوسه دوام لري. خو یاده دې وي چې دغه طریقه علاج د ډپرېشن هر ناروغ ته نۀ ورکول کېږي. یو خو ګران وي او ناروغ د پاره زوروونکے وي، دوېم جانبي عوارض (Side effects) ئې هم ډېر وي. دا صرف هغه ناروغانو ته ورکول کېږي چې د اوږدې مودې د پاره د ډپرېشن ضد دواګانو سره ښۀ شوي نۀ وي. هغه ناروغان چې ځان ته نقصان رسوي او ځان وژنې ته هڅه کوي؛ هغه ناروغان چې خوراک څښاک نه پرېوتي وي او د مرګ خطر پکښې وي، هغه ناروغان چې دوا نۀ اخلي یا د دوا د اخستو پۀ حواله ډېر جدي غبرګون نۀ ښائي نو هغوي د پاره دا تر ټولو بهتره طریقه علاج ده چې قاضي صاحب د مریض پۀ حېث د دغه تجربې نه تېر شوے دے او تر ډېر حده ئې صحت موندلے دے. د خودکشۍ پۀ هائي رسک ناروغانو کښې بې لۀ دې بله چاره نۀ وي. دا څنګه کار کوي؟ څنګ ناروغ د ډپرېشن نه راوباسي؟ دا یو شمېر تهیورۍ لري خو زما پۀ خپل خیال چې دا Retrograde Amnesia )د زړې میموري واش کېدل( ئې عامه لار کېدې شي. خو بیا هم دغه لا پۀ پوره ډول څرګند نۀ ده. د ځان وژنې او ځان ته نقصان رسونې پۀ عواملو یو بل مهم عامل د ډرګ استعمال دے چې ورته Drug or Substance Abuse وئیلے شي. د سبسټانس ابیوز یعني د دواګانو او نورو نشه ایزو توکو کارونه باقاعده یوه نفسیاتي ناروغي ګڼلې شي او ځان ته خپل تعریف لري. DSM1V لۀ مخې دا مونږ داسې تعریفولے شو چې د یوې دوا یا نشه ايز توکې داسې استعمال یا کارونه چې هغه د لاندې ستونزو سبب وګرځي نو دا Substance or Drug Abuse بللے شي.

اول( د دوا یا نشه ایز توکې داسې کارونه چې هغه دکوونکي کار جاب کښې ستونزې پېدا کړي او هغه پۀ سمه توګه خپله وظيفه نۀ شي اجراء کولې، دوېم( پرله پسې د یوې دوا یا نشه ایز توکي کارونه پۀ هغه حالت کښې چې کوونکے ترې ښۀ خبر وي چې دغه جسماني نقصان ته لوے خطر جوړېدے شي، درېم( پرله پسې د د دوا یا نشه ایز توکو داسې کارونه چې ترې کوونکي ته قانوني ستونزې جوړې شي، څلورم( پرله پسې د دوا یا نشه ایز توکو داسې کارونه چې د ناروغ ټولنیزې او یا هم کورنۍ اړیکې د مشکل سره مخ کړي.

دغه پورته ذکر شوو څلور حالتونو کښې کۀ یو هم موجود وي نو دا وګړے پۀ باقاعده توګه سند یافته ناروغ بللے شي او دا ستونزه حدي تدواي او درملنې ته ضرروت لري. پۀ دغه نشه ایز توکو کښې شراب، چرس، افیم، نسوار، سیګرټ او داسې دوایانې چې خوب راولي یا وقتي توګه د راحت سبب ګرځي، شاملې دي. داسې خلقو سره مینه کول، دغه خلق پۀ ناروغۍ پوهه کول او ورسره علاج او درملنه کښې کومک کول ډېر ضروري دي. قاضي صاحب د داسې ناروغو ذکر کړے دے. چونکې د قاضي صاحب درملنه اماراتو کښې کېدله نو هلته د الکوحل شرابو ذکر زیات شوے دے. زمونږ پښتون وطن کښې بیا برعکس دلته چرس چې THC Tetahydrocanibonal بلل کېږي، ستوتزې زیاتې دي. دې نه پرته یوه بله ستونزه چې زمونږ ټولنه ورسره مخ ده هغه د خوب د پاره د ګولیو پۀ خپل سر استعمال دے. دغه ګولۍ چې تقریباً پۀ هر کور کښې به یو یا دوه وګړي ضرور وي چې دغه د خوب ګولۍ کاروي، دغه ګولۍ د بېنزو ډائزیپين Bezodiazepine یو لوے ګروپ پۀ نامه یادېږي چې دغه ګروپ کښې د شلو نه زیات قسمه دوایانې موجودې دي چې ډېرې عامې پۀ پاکستان کښېAlprazolam, Lorazepam, Diazepam, Clonazepam او داسې نورې دي.

پۀ ننني وخت کښې چې ژوند تر ډېر حده ميکنائز شوے دے او هر انسان پۀ منډه دے، دغه حالت نېغ پۀ نېغ انساني ذهني صحت باندې خپلې اغېزې پرېښې دي چې پايله ئې د نوي نوي نشه ایز توکي منځ ته د راوړولو سبب ګرځېدلې ده. د دغه جملې څخه يو هم اٰئيس ICE دے چې د کرسټل ميت Crystal meth پۀ نامه هم يادژږي .دغه دوا يا ډرګ چې د Methamphetamine يو قسم دے او ميډيکل سائنس کښې ترې د شمار د يو څو ناروغيو پۀ درملنه کښې ګټه اخستل کېږي، د دغې دوا اثرات پۀ انسانانو داسې وي چې انسان د ډېر لږ وخت د پاره دخوشحالۍ احساس کوي، ځان تازه او فرېش محسوسوي، د خوب ضرورت نۀ احساسوي خو دغه اثرات د ډېر لږ وخت د پاره وي او تر ټولو ستره بده اغېزه ئې دا ده چې دا دوا ډېر زر انسان عادت کړي او بيا پرته د دې انسان د بل هېڅ کار جوګه نۀ وي. دا د ناروغيو خلاف د انساني وجود دفاعي صلاحيت بالکل کم کړي چې دغه حالت بيا د انسان د يو شمېر نورو جسماني ناروغيو علت ګرځي. دغه دوا د معلومې احصايي تر مخه دا ډېره پۀ چټکۍ سره مخ پۀ زياتېدو ده. د پښتون وطن دوه لوي ښارونه کابل او پېښور کښې ئې استعمالوونکي ورځ پۀ ورځ پۀ زياتېدو دي. د نوو راپورونو ترمخه دغه ناروغانو کښې د اېډز سره سره د تور زيړي پېښې هم مخ پۀ زياتېدو دي چې وجه ئې د دغه توکي د انسان جسماني دفاعي صلاحيت کموالے دے. تر ټولو زياته د تشويش خبره دا ده چې پۀ کابل او پېښور کښې د دې کاروونکي زياتره تنکي زلمي او پېغلې دي. دولت دغه ستونزې ته بايد چټکه پاملرنه وکړي. د داسې ناروغانو علاج عېن ممکن دے. د نشه ایز توکو عواملو کښې غټ عامل نفسیاتي تهیوري ده چې Theory of Escapism بلل کېږي، شامله ده ـــ یعني تېښته؛ د حالتو مشکلاتو نه تېښته او دروغژنه خوشحالي چې Euphoria بلل کېږي. پښتون غني دغه تهیوري پۀ یو نظم کښې داسې انځور کړې ده،

دا چې زۀ ځان لیونے کړم، دا زۀ تنګ شم د خپل ځانه
شېخ بابا راته لګیا دے، مسئلې کړي د عذاب
زۀ خو دلته پۀ عذاب یم، د دې خپل خود او احساسه
ځکه کله پۀ سجده شم، کله وڅښکمه شراب

یا بل ځاے د جماعت اسلامي امیر ته یو نظمیه خط کښې وائي،

دا چې تۀ پۀ سجده پریوځې، زۀ اوچت د مېو جام کړم
دا هم تۀ غواړې فرار، دا هم زۀ غواړم فرار

زما پۀ خیال د تېښتې د تهیوري دې نه نوره ښه تشریح نۀ شي کېدې؛ هم دغه شعرونه ئې بهتریته تشریح ده.

یوه بله مهمه ستونزه چې قاضي صاحب ورته سر سري اشارې کړې دي، هغه یوه ناروغی ده چې پښتانۀ ورته پېریان یا ښاپېري یا سیوري وائي او د دغه ناروغۍ پۀ حواله هم زمونږ ټولنه د یو شمېر توهماتو ښکار ده. د میډيکل سائنس پۀ کتابونو کښې دغه ناروغي به پخوا هسټریا Hysteria یادېدله خو اوس دغه ناروغۍ ته د نفسیاتو پۀ اصطلاح کښې Dissociative Conversion Disorder وائي. دغه حالت به تاسو لېدلے وي چې اکثر ناروغان ئې پېغلې جینکۍ وي. هلکان هم کېدے شي خو فیصدي ئې بالکل کمه ده. اکثر ناوادۀ کړې جونه وي خو وادۀ کړو کښې ئې هم پېښې لېدې شي. اچانک یو روغ انسان کښې اعراض پېدا شي. دغه اعراض د بې هوشۍ نه نېولي تر چغو پورې وي. د ساه بندوالے، ساه اخستو کښې ستونزې، نظر نۀ راتلل، وېښتان شوکول او هم داسې نور علامتونو سره کېږي. د دې پۀ شا هم لکه د نورو ناروغیو نفسیاتي عوامل وي. پښتنه ټولنه کښې داسې ناروغان اکثر جعلي پيرانو نیم ملاګانو ته ځي او دغه ملاګان او پيران د ناروغ خپلوانو ته وائي چې پۀ دې جینۍ پيریان دي یا پرې ښاپېري دي او هغه د ناروغ سره د زور زبردستۍ پۀ کوشش علاج پېل کړي چې اکثر د ناروغ د نور خرابوالي سبب ګرځي. ځينو جونو باندې دا خلق جنسي تېري هم کوي چې مونږ ئې مثالونه لرو. دغې ته پېریان وئیل تر یو حده زمونږ پۀ اولسي ادب کښې هم شتون لري لکه یوه ټپه ده،

تۀ مې د حال پوښتنه نۀ کړې

زۀ به پېريان پر ځان تر کومې راولمه؟

یا د ملګري محمد ګل منصور صاحب دغه شعر،

د هغې پېغلې مراد وشو، کۀ مایوسه شوله؟
بلها موده وشوه پېریان ئې پۀ ځان رانۀ وستل

یعني دغه کېفیت کښې او حالت کښې کۀ څۀ هم دغه ټپه او د منصور شعر کښې دغه خبره ده چې دا یو قصداً او Deliberated عمل دے. پۀ دغه کېفیت راوستو کښې د ناروغ رضا او اراده شامله وي نو دا داسې نۀ ده، بالکل هم داسې نۀ ده. کۀ څۀ هم ناروغ خبر وي چې دا یو بې ضرره کېفیت او حالت دے خو کۀ د ناروغ خوښه شامله نۀ وي بلکې د دباو او سټرېس انرجي Psychic انرجي باندې بدلولو لۀ کبله داسې کېږي. زمونږ اولسي او جدید ادب دغه وضاحت بالکل سائنټفک نۀ دے. داسې یو شعر د بهار صاحب هم دے،

بهار ئې ولیدو، سمدست پۀ کټ کښې کښېناستله
پۀ دې جینۍ باندې چې ناست وو، پېریان چرته لاړل؟

د بهار صاحب شعر بیا دغه ستونزې ته سائنسي اپروچ کړے دے، یعني د جانان د نۀ لیدو لۀ کبله چې یوه پېغله د هسټریا ښکار وه، د هغه سټرېس د لرې کېدو پۀ صورت کښې ترې پېریان یعني دغه ناروغي چرته لاړه؟ بله مهه خبره د ملګري بهار صاحب د شعر دا ده چې د دغه پېریانو د ختمولو د پاره لاره څۀ ده؟ لاره هم دغه اسانه لاره ده یعني د دغه پېغلې لوے سټرېس د جانان نۀ لیدنه وغېره وه، چې هغه وشو نو علاج ئې وشو.

د بده مرغه زمونږ ډېر ډاکټران ملګرو او د دغه نیم ملایانو او پيرانو پۀ اپروچ کښې د دغه ناروغۍ پۀ باره کښې فرق نشته. عام اېمرحنسي کښې کۀ چرته داسې پېغله لاړه شي نو یوه ‌ډرامه جوړه شي. دغې د پاره بیا دوي بالکل یوه غېر سائنسي اصطلاح استعمالوي چې ورته فنکشنل Functional وائي. مطلب ئې دا وي چې دا مکر دے، دا ‌‌‌‌‌‌ډرامه کوي. نو داسې ناروغ د پاره د هغوي علاج سپيرټ امونیا )یو تېز او خراب بوي لرونکې ماده( وي. مطلب ئې دا وي چې دې جینۍ قصداً ځان بې هوشه کړے دے نو ورته دغه ماده پوزې او خولې ته نیسي او هغه غریبه راپاڅي!!! سوال دا دے چې دې پېغلې سره داسې ولې شوي دي؟ د دغه پېغلې سټرېس څۀ دے؟ دغه ستونزه ولې نۀ ده؟ دغه جینۍ چې سره د کورنۍ هسپتال ته راوړې شوې ده او ورته تکلیف دے، تا ته دا ناروغي ولې نۀ ښکاري؟ کۀ مونږ فرض کړو چې د دغه پېغلې سټرېس دا دے چې دا پۀ چا مئینه ده یا دوېم صورت کښې دا د دې د خوښې پر خلاف چا ته پۀ زور وادۀ کېږي؟ نو ملا صاحب او زما خوږه ډاکټره! دا تا ته ناروغي نۀ ښکاري؟ تا ته ملېریا او کامن کولډ ناروغي ښکاري خو د یوې پېغلې د ارمان داسې ذرې ذرې کېدل تا ته ناروغي نۀ ښکاري؟ د داسې ډاکټرانو د علاج او د عام ملا پير پۀ علاج کښې زیات فرق نۀ وي. پۀ دغه خبرو د پوهېدو د پاره زۀ د دغه دواړو اپروچ پۀ حواله دغه مثال پېش کوم. کۀ چرته داسې ناروغ ملا یا پير حکیم ته لاړ شي نو د هغوي اولنے تشخیص هم دغه وي چې پۀ دې پېریان دي. بیا داسې ناروغ هوش ته راوستو د پاره اکثر دوي د لرګو ډکي راواخلي او د ناروغ د لاس ګوتو منځ کښې ئې کېږدي او ورله زور ورکړي چې د ‌ډېر درد لۀ کبله ناروغ چغې کړي. کور واله خوشحاله شي چې د ناروغ نه ئې پېریان وویستل. هم دغه مریض کۀ دغه ملک کښې د کوم هسپتال اېمرجنسۍ ته بوتلے شي نو د سائیکاټري د نۀ پوهېدو لۀ کبله دغه ډاکټر ورور دې ته فنکشنل وائي او بیا د سپيرټ امونیا یا د پوزې د لارې معدې ته پائپ تېرول او یا د اوبو ستن پۀ غوښه کښې وهل ئې علاج ګڼي چې د ناروغ د درد سبب ګرځي او ناروغ د دغه کېفیت نه راوځي. کور واله له بالواسطه دا پېغام ورکړے شي چې دا هېڅ ناروغه نۀ ده، هسې مکر کوي او داسې مېسج ورکول ډېر خطرناک عمل دے. د دې اپروچ نه د هغه ملا صاحب اپروچ لا ښۀ وي چې هغه خو ورته پېریان ووائي!!!

اوس سوال دا پېدا کېږي چې داسې ناروغ سره باید څۀ وشي؟ نو د نفسیاتو د جدید تحقیق لۀ نظره دا یوه باقاعده ناروغي ده او دغه انسان باید جدي پاملرنه ورته وشي. د تفصیل سره هسټري اخستل او د دغه سټرېس Stressors معلومول باید وشي چې ورته مونږ Dig out the Stressors یعني د مسئلې کنستل او هغه سر ته راوستل وایو. تر څو چې د دغه مسئلې مستقل حل نۀ وي راویستے شوے، دغه ناروغ به هم داسې ناروغ پاتې وي او دغه ناروغي بیا د یو شمېر نورو ناروغیو د پېدا کېدو علت ګرځي.

تر دې دمه مو د ذهني ناروغیو هغه بحث باندې خبره وکړه چې ورته نیوروسزز Neurosis وائي. نیوروسزز پۀ عام اصطلاح کښې ټولو هغه ذهني ناروغیو ته وئيلے شي چې هغې کښې ناروغ پۀ خپله د دغې خبرې نه خبر وي او پرې کلک باوري وي چې زۀ ناروغ یم. یعني ځان ناروغ ګڼي. دویم بخش کښې هغه ناروغۍ راځي چې ورته Psychosis یعني لېونتوب وئیلے شي چې لېونتوب پۀ ټولو ناروغیو کښې ناروغ ځان ته ناروغ نۀ وائي. دې دواړو کښې بلها نور ډېر فرقونه او توپېرونو هم شته خو د بحث د اوږدوالي او خشک والي د احساسه زۀ ترې صرفِ نظر کوم. قاضي صاحب پۀ خپل کتاب کښې د یو شمېر داسې ناروغانو ذکر هم کړے دے چې هغوي ته Psychosis یعني د لېونتوب عارضه لاحقه وه. یو ناروغ چې مصطفيٰ نومېږي، هغۀ به خپلې جامې ویستلې او داسې لغړ به ګرځېدو چې دغه د لېونتوب ناروغي ده او دغه حالت ته نامناسب رویه یا Inappropriate Behaviors وائي چې د ناروغ د عقل ټولې چینې وچې شوې وي او هغۀ ته دغه کار کښې هېڅ بدوالے نۀ ښکاري. د داسې ناروغیو علاج او درملنه مشکل پۀ دې وي چې ناروغ ته د ځان د ناروغۍ پۀ اړه هېڅ خبر نۀ وي او نۀ هغه ځان ناروغ ګڼي چې دغه حالت ته د ناروغ د ناروغۍ عدم پېژدنه یا عدم خبروالے وئیلے شو چې مونږ ورته خپله ژبه کښې Lack of Insight وایو. د داسې ناروغانو سره ګزاره کول، هغه تدواي ته اماده کولو د پاره د کورنۍ خلق پۀ اعتماد کښې اخستل زښت ضرروي وي. دغه لېونتوب د سلو نه هم زیات قسمونه لري چې ډېر عام قسم ئې Schizophrenia دے چې مونږ ورته پاک لېونتوب وئیلے شو. داسې ناروغانو کښې نور کامن علامتونه دا دي؛Delusion Hallucination، ډيلوژن هغه حالت ته وئیلے شي چې ناروغ یوه کلکه او پخه عقیده لري چې زما سره داسې کار کېږي چې حقېقت کښې داسې نۀ وي. لکه ناروغ فکر کوي چې یو څوک زما دښمن دے، زما خلاف منصوبې جوړوي، ما وژني، ما ته نقصان رسول غواړي؛ خو دغه خبره رښتیا نۀ وي. هیلوسینېشن هغه حالت ته وئیلے شي چې ناروغ حسي ادراک )اورېدل کتل، لیدل، بوي کول او ذائقه( خراب شي. د مثال پۀ توګه د ناروغ پۀ غوږونو کښې غېبي اوازونه راځي. ناروغ داسې څۀ لیدل شروع کړي چې عام وګړو ته نۀ ښکاري. دغه حالت ته عام ملا پير فقیر د پېریانو نسبت کوي خو حقیقت داسې نۀ وي. چې اسان دلیل او جواب د ملا، پير، فقیر او کوډګر دا کېدې شئ، ځه! چې دا پېریان دي نو بیا د لېونتوب د دوایانو سره څنګه ښۀ کېدے شي؟ او حال دا دے چې داسې مریضان د دوایانو سره مکمل ښۀ والے موندے شي. نو د خداے پۀ خاطر داسې مریضان د ملا، پير، فقیر پۀ ځاے مستند سائیکاټرسټ ته بوځئ؛ دا یقیني ده چې د دې خلقو علاج عېن ممکن دے. البته د خپلې مذهبي عقیدې پۀ بنیاد دم کولو کښې څۀ حرج نشته خو غټ غم دا دے چې دغه ملایان او پیران د داسې ناروغ د خپلوانو پۀ ذهن کښې د پېري، جن او بهوت داسې تصور جوړ کړي چې دغه خلق هېڅ دې منلو ته تیار نۀ وي چې ډاکټر ته لاړ شي.

خبره د قاضي صاحب د کتاب وه، ما دا لیک د روایاتو نه لږ بدل شان لیکل ضروري وګڼل چې یو خو د قاضي صاحب حکم هم دغه شان ‌ؤ، بل عام اولس ته دغه معلومات ورکول ډېر ضروي هم وو. زۀ دغه بحث پۀ یو څو نکتو کښې رانغاړم چې دا د قاضي صاحب د کتاب او زما د دې لیک خلاصه هم ده او مدعا هم ـــ

اول( ذهني ناروغۍ هم لکه د جسماني ناروغیو پۀ شان شتون لري، تشخص او علاج ئې عېن ممکن دے. دوېم( باید د تشخص د پاره د نیم ملا پير او عام ډاکټر پۀ ځاے سند یافته ماهر نفسیات او سائیکاټرسټ ته رجوع وکړې شي، درېم( مذهبي او روحاني علاج بده خبره نۀ ده خو باید چې دغه کُل ونۀ ګڼل شي او د دم او دعا نه پرته چې څۀ هم هغوي کوي، د هغې نه انکار وشي او ښه به دا وي چې پۀ خپله ناروغ ته دم او دعا وشي، څلورم( کور کښې چې څوک هم داسې څۀ غېر معمولي حرکت وکړي نو باید چې ورسره خبره وشي، نظر پرې وساتلے شي او کۀ ضروري وي نو زر تر زره ماهر نفسیات او سائیکاټرسټ سره مشوره وکړې شي. پینځم( د پېریانو او ښاپېرو یا د بل څۀ داسې نالېدلي مخلوق منل د عقیدې تر حده به صیح وي خو داسې چې دا پۀ کوم انسان راځي ورته نقصان رسوي، هېڅ علمي او سائنسي منطق او دلیل نۀ لري. رښتیا هم دا دي چې دا یو شمېر ذهني ناروغۍ دي چې داسې حالتونو سره انسان مخ کوي چې ټولې ناروغۍ تر ډېره حده اوس قابل د علاج او درملنې دي. باید دغه نکتې ته جدی پاملرنه وشي او پۀ داسې ناروغانو رحم وشي.

پۀ اخره کښې زۀ محترم قاضي صاحب ته پۀ نوي ژوند او مکمله صحت یابۍ مبارکباد ورکوم او د هغۀ د داسې کتاب لیکلو جرأت ته سور باچاخاني سلام کوم.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …