جدید ضرورتونه، سیاستونه او ستراتیژکي انډیوالۍ – اورنګزېب خان

 

 

جدید نړۍ د عملې پۀ انتخاب کښې د ډېر دقت او تدبر نه کار اخلي او د عملې د بهرتۍ لپاره د اهلیت د معیار او نتیجه ګیرۍ څخه چرې هم نۀ بې غوره کېږي او تل د عملې د کار تعقیب او پېروي تر هغې نۀ ځنډوي چې تر کومه پورې مطلوب اهداف لاس ته راغلي نۀ وي. دا اهداف کۀ د انتظامي سم سمکي یا قانوني اسانیتاو د لټون سره تعلق ساتي او کۀ د انتظامي او قانوني چوکاټ تهیه کولو سره، خو جدید سیاست علاج پۀ نظم و ضبط کښې نۀ لټوي بلکې ورته ستراتیژکي حل لارې لټوي چې مار هم مړ شي او کوتک هم مات نۀ شي. یعني تنازعه ترې جوړه نۀ شي چې هم د بد قماشیانو غوا لنګه شي او بیا ظالم پۀ خپله ورته پۀ کور کښې کښیني.

حقیقت دا دے چې انساني ژوند هم دغسې د مار او کوتک تر منځ د ځان او د بل د فکر غم لکه د یو اعليٰ دوست یعنې د خداے غم چې اخرت کښې به ورته څنګه مخامخ کېږو؛ ځکه چې د دښمنۍ، تربګنۍ او فساد د ژوند نه زیات ازاري، مغضوب او مجهول ژوند نشته چې یو ډېر خراب انتخاب دے. جاهل انسان چې پۀ خپل حفاظت، د خپل لاس د شي پۀ حفاظت او د بل د امانت احساس نۀ لري، ذمه واري نۀ اخلي او نۀ د انتخاب، خوښې او نظر احساس لري چې د ماحول د تاریخي تعلقاتو نۀ صرف احساس وکړي بلکې فاعل برخه وګرځي او هغه څۀ وکړي چې کوم کښې د انساني حقوقو د محصول او پښتنې جرأت مقدمه موجود وي.

حقیقت دا دے چې یو تعلیم کۀ درې شیان ورنۀ کړي نو هغه هډو تعلیم نۀ دے. لمړے د قدرونو تعلیم چې وګړي د ښۀ بد تجزیه او څېړنه کولې شي او پۀ متعلقه ذمه واریو اخستو اګا وي. د ښو سره د ښو او د بدو د بندولو هوډ او تصمیم نیولے شي او چرې هم د خپل دغه موخې او هدف نه د یو ساعت د پاره غافل او بې غوره نۀ شي. کۀ مونږ داسې یو بېدار مغزه وګړي ونۀ لرو دا وړۍ نۀ شړۍ کېږي او بیا به مو ګرفت ختم او اړتیا بېلودلې وي. د قدرونو احساس زمونږ د اړتیا تعین کوي او چا ته چې د خپلې اړتیا پته وي هغه ارو مرو د لوړ بام څخه د څار پۀ خوند پوهه وي او صرف هدایات او لارښودنه نۀ کوي بلکې خپل منتظمین، ستراتیژستان او معلمان هم رهنمائي کوي چې د خپل منزل او مقصد نه لار خطا نۀ کړي. دوېم تنظیمي پوهه ده. تعلیمي ادارو کښې د طالبعلمانو تر منځه د خپل یونین د منتخب کولو اختیار چې هغه دلته نشته او پۀ تعلیمي ادارو کښې پۀ سیاسي سرګرمیو بندېز د طالبعلمانو څخه دغه استعداد او صلاحیت تروړي او بیا د نظم و ضبط هېڅ احساس نۀ لري. درېم د څېړنې او تحقیق اوزارو څخه لکه د تجزیې، تاویل، تعبیر، تفسیر علم چې طالب علم پۀ خپل سر نتیجه ګیري کولې شي چې د فېصلې قوت پکښې پېدا کړي ګنې نو سېوا د تعلیم یافته جاهلانو پېدا کولو به حکومت بل هېڅ لاس ته رانۀ وړي او لکه د پاکستان به ملک اتیا کاله تعلیم ورکولو پس هم د ځنګل نمونه پېش کوي.

حقیقت دا دے چې کار هغه کار دے چې کوم پۀ قبر کښې پۀ کار راځي، ځکه چې زمونږ د ټولو انساني نسل دا پوخ یقین جوړ شوے دے چې مونږ کښېې به هر یو اخر یوه ورځ مري؛ خو هوښیاران هم هغه یاد شوي دي چا چې ځان سره قبر ته هم څۀ وړي دي چې هلته ورته لکه د رڼا کار وکړي او انساني دماغ چې دلته هم پۀ تیارۀ کېدو سخت غضبناک کېږي او کله کله بې قابو هم شي چې بیا بالکل بې قابو شي او پۀ خپل ځان او ماحول مطلق ګرفت وبائیلي او لکه د یو ځوړند جولا غوندې ئې عمر شي چې د مشرق نه هوا راځي نو مغرب ته ئې وړي او چې د مغرب نه راځي نو مشرق ته ئې وړي. هېڅ ټیکاو او استقامت ئې نۀ وي. دې حال ته دے د ضمیر فروشۍ لۀ کبلې رسېدلے وي. بیا دا ضمیر فروش انسان نۀ صرف د حبسِ فکر مریض شي چې دماغ او اعصاب مطلق سست، غېر فعال او مفلوج شي او د جوعُ الکلب داسې مریض ترې جوړ شي چې بیا نۀ د یتیم پۀ مال وي او نۀ د کونډې، نۀ د خواریکښ ځوان پۀ حال وي او نۀ د مسکین فقیر او لاچار اولس پۀ حال ـــ خو بس د ‘واډېره واډېره’ نعرې وهي او هم دغسې ئې لکه د وډېره ډېره وي چې اخر کښې لکه هغه د بخیل کولال چې یو خوا ئې کور تر چهتونو د پجې ډک وي نو بل خوا دغه د کور د هوس او حرص او بخل د مال نه ډکه وي چې هېڅ به ئې ترې پۀ خپلو بچو هم نۀ لګول. اوس چې کولال پۀ خپله مړ شو، بچي ئې هم هغسې خوار زار او د بخیلو نامړدو پۀ حال پرېښودل. بارانونو پجه ختمه کړه او د پجې خټو او دېوالونو خزانه ـــ بس هغه د مږې یا د تړي د چینجي ژوند ئې ؤ چې خاورې ئې وکنلې او خارورو کښې لاړ غېبه شول. نۀ ئې رڼا ولیده او نۀ یو صفا مرفع او هوسا ژوند ]زما پۀ خیال د پاکستان څۀ د درې سوه کهربه مال خزانه د نیمې نه زیاته پۀ زمکه کښې دغو بخیل او نامړده خلقو ښخه کړې ده چې نه ئې د وېرې بچو ته ورکړه او نۀ ئې پرې کوم د نرتوب او ښۀ ځوانۍ کار وکړو. دلته دغه د خزانې څوکیداران د خلقو د قهر، غضب او ازار سره مخ دي چې مال دولت ترې د زمکې خوراک شو او بل خوا د خداے پاک د قهر او غضب سره مخ دي ځکه چې دا بخیل او نامړده خلق د خداے پاک هم ډېر سخت بدي شي. ځکه دې خلقو دا مال پۀ خداے باندې د بدګمانۍ لۀ وجې ضائع کړو چې کۀ دوي دا مال خرچ کړي نو نور به خداے ورکړي او کۀ نا ـــ لکه چې وائي هم يعني ‘پۀ اونه کښې د دوو مرغیو نه پۀ لاس کښې یوه ښه ده’ خو مارغۀ پسې خپل ضمیر پرېښودل ښۀ تعلیم نۀ دے ځکه چې مال به بیا هم راشي، صحت به بیا هم راشي خو د ضمیر بحران بیا نۀ ختمېږي.

حقیقت دا دے چې د ضمیر بحران یو ځل پېدا شو نو بیا هغه چرې هم نۀ شي ختمېدے ځکه چې څنګه پۀ انسان باندې ګواه د ډېر لوے عذاب سبب جوړېږي نو هم دغسې پۀ نفس باندې د ګواه راوتل خو انسان مطلق د تغیر، تحوّل او د تحریک د کار نه وباسي او بیا چرې هم د استقامت او ازادۍ پایه نۀ شي پېدا کولې. د دۀ پۀ خپل نتائجو او عواقبو مطلق قابو ختمه شوې وي. ماحول کښې ئې تاریخ، ادب او تحقیق او غور و فکر سره تعلق مطلق ختم شوے وي. د داسې انسانانو پۀ دماغ کښې د سوچ او فکر دراوزې نۀ بندېږي. یعني دوي کۀ ډېر د دغه بحران نه خلاصے وغواړي خو بیا ئې ضمیر ارام ته نۀ پرېږدي او اکثر د وېرې نه پۀ خوب کښې هم د کټ نه پرېوځي. دا حالت بالکل هغه حال ته ورته والے لري چې کوم پۀ ماشومانو اکثر د سکول وخت کښې تېرېږي چې یو خوا سبق وي او بل خوا دغه د سکول لړزولو سره د کینې، بغض او اذیت پسندۍ تعلیم او رویه چې د سبق واله خو خپل سبق راټینګ کړي او چې د چا نه سبق خطا شو نو بیا دا حال د دۀ اصلاح نۀ شي او د خپل کيښي، بغض او پرغځ پۀ نورو د تپلو د پاره د علت او چانس لار ونیسي او ټولنه کښې یو ټېل ما ټېل شروع کړي چې نن سبا ئې خپل بد تر حالات ته ورسي. اکثر د ډېر ذهني دباو او تکلیف، مستقل بحراني حالت او متنازعه کېفیت، ځوړنده او مذبذب حال لۀ وجې یا خو ئې د سر رګونه وشلېږي او دغه بحران ئې پۀ خارج کښې راڅرګند شي او یا ئې هغه څوک مړ کړي چې د چا سره ئې ظلم کړي وي او یا پۀ خپله د مرګ لۀ وېرې خودکشي وکړي او لکه د مایوسه انسان ځان پۀ خپله مړ کړي. دا قسم واقعات او خلق زمونږ پۀ چاپېرچل کښې بغېر د توجه ورکولو، څېړلو یا تجزیې کولو پېښېږي او لکه د معمول تېرېږي خو زمونږ پۀ منځ کښې چونکې د داسې خلقو سخت کمے دے چې هغه د ضمیر د بحران او ځوړنده حال د کېفیت څخه خلاص او ازاد وي نو پۀ دې وجه ډېر کم خلق پرې سر خوږوي او یا د دې حالاتو اصلاح او ترمیم ته توجه اړوي یا د دې حالاتو پۀ صحیح مخ رهنمائي کولو لپاره لکه د خپل ځان د محاسبې کولو او میزان کولو د ټولنې محاسبه هم خپل کار او ذمه ګڼي او چې څۀ ئې پۀ وس، پوهه او اختیار کښې وي، هغسې کوي او غواړي چې خلق هم د خپل نفس د محاسبې څخه پۀ فېض او الهام اخستلو د ټولنې او اجتماع بهیړچال نظر انداز نۀ کړي، د مرض تشخیص وکړي او ګنې نو کۀ دغه بېداري او ادراک نۀ وي نو بیا د ټولو د لولپه کېدو امکان خارج از قیاس نۀ وي ځکه چې دا هر څۀ مونږ اورو او وینو چې پاکستان کښې نۀ د حق او د انصاف مقابله ختمېږي او نۀ د یو مهذب ژوند هدایت او سعادت وینو. دلته هغه خلق د مرض علاج لټوي څوک ئې چې ذمه دار دي او دغسې د دغه دروغ، فرېب او حرص د دلدل نه د وتو هېڅ امید نۀ لري. زمونږ د پښو لاندې پښتني دود او ثقافت دے چې هغه پوښتنه کوي او هر څوک چې پوښتنه کوي نو یو د جرأت کار کوي چې د خاموشۍ نه اوچت ایمان دے او اول نمبر کار ته لار خلاصوي، یعني هر څوک چې پوښتنه کوي یو د جرأت کار کوي چې یا ترې غرض اصلاح وي او یا ترمیم ـــ دا د خاموشۍ نه اوچت ایمان دے البته پۀ هنر او غېبي لاس یعني پۀ یو سیکولر لاس چې د انسانیت لاس ته ورته شے دے، د انسانیت لاس کاروي او کار له د انسانیت لۀ خاطره سر پۀ سر ورځي. او کۀ داسې ونۀ کړي نو د اول درجې د ایمان مقام حصول به ناممکن وي. حقیقت دا دے چې پۀ ټولنه کښې کار ویستونکي خلق هم دا دي چې هم د تمیز قوت لري او هم د نفوذ، او هغه کار چې د هغې کولو ته څوک هم جرأت نۀ شي کولے؛ دغه یو ساده طرز عمل هغه اسان کړي. پوښتنه د انسان کم نه کم حق دے، پوره حق دا دے چې هغه څۀ اوري چې هغه وویني هم؛ چې د پوره او کامل هدایت او استعداد خاوند شي او یو هغه صلاحیت او بصیرت راوړي چې د شهادت کار وکړي او تیارۀ حال رڼا کړي ــ یعني داسې خلق نور د تُک، ظن، تخمین او موهوم کارونو کولو نه منع کوي او ورته وائي چې پۀ ځاے د دې چې د کار لپاره علت یا بهانه ولټوي، باید چې معاشرتي عواقب پۀ نظر کښې نیولو سره ټولنه د لا مهذب او ثقه حال پۀ درشل ودرولو پۀ ځاے د دې چې مونږ د انساني کمزوریو او احتیاج استحصال وکړو او محصول ترې واخلو د انسانیت لۀ مخې د هغۀ سره د انسانیت چلن وکړو او هغه پۀ منډه نۀ کړو بلکې د هغې پۀ ځاے د قناعت او اطمینان، صبر او عالي حوصلې درس ورکړو او هم دغه کمزوري او لاچار انسان چې زمونږ اولس تشکیلوي، د ځان د متغیر کولو او محوّل کولو اٰله وګرځوو او ورته معقول انتظام او قانوني چوکاټ وغړو چې قرار او استحکام وویني او معاشي، اقتصادي او اجتماعي خوشحالۍ پۀ هره اونه، هر کور او هر ښار او ډګر کښې ښکاره شي.

دا به زمونږ انتهائي بد قسمتي وي چې مونږ یو د پښتو غوندې خود کار نظام هم لرو خو یو وسیع او پراخ بنسټه نظام ټینګولے نۀ شو ځکه چې منتظمین، فقهاء او حکماء ډېر زر د ذاتي حرص، لالچ، غرض او دهوکې ښکار شي او بیا ترې دا هېر شوي وي چې دا هم زمونږ پښتو وه چې مونږ ته ئې د اتحاد ، اتفاق او ورورګلوۍ درس راکولو او اوس هم پۀ ورور هم پۀ کارمل او هم پۀ ټولنه شک کوي چې ځواب نۀ ورکوي ــــ باید چې د هر عمل پۀ روښانه اړخ او معاشرتي عواقبو باندې نظر وساتو او ښۀ بد بېل کړو. د اشتباه نه ځان خلا کړو چې یو د یقین او صحت هوسا او مرفع ژوند مو نصیب شي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …