د تیراه پۀ لور – شېرولي خان اورکزے

د نهه کلونو پۀ خېمو، کېمپونو او يا د کرایې پۀ کورو نو کښې د خانه بدوشۍ در پۀ ديکه ژوند نه وروسته د ريا ست لۀ خوا دې اعلان سره چې د تيراه اوسېدونکو ته د اندراج نه وروسته خپلې خاورې يا سيمې ته د تګ اجازت دے؛ د خفګان کېفيت )چې غصه هم پۀ کښې شامله وه( او د خوشحالۍ احساس زما پۀ زړۀ او ذهن کښې پۀ یو وخت پۀ موجونو ؤ. خو د خپلې هغې خاورې چې ما پۀ کښې خاپوړې او اولني قدمونه اخستي وو، د مينې زور ما پۀ دې ورځ وليدو چې د نهه کلونو بې سببه انتظار لمبې لمبې لمحې، د ظلم او جبر هغه تهمتونه او الزامونه، د غصې او د خفګان موجونه سره د خپل ټول شدت او زور ماتې وخوړه. خپلې خاورې ته د تګ احساس او مېلان د فاتح پۀ شکل کښې پۀ زړۀ او ذهن کښې بېرغ پۀ لاس ودرېدل. 

مونږ پوره پينځلس کليوالو دا مشوره وکړه چې د اندراج نه وروستو به خپل کلي سمې بازار ته هم ځو. ‘سمه بازار’ پۀ اورکزو ضلع کښې د قام ماموزي د يوې تاريخي علاقې نوم دے. پۀ تاريخ کښې د خانکي بازار پۀ نوم هم ياد شوے دے خو عجيبه اتفاق دا دے چې پۀ دواړو نومونو کښې ئې ‘بازار’ راځي. حلانکې بازار ئې دومره غټ نۀ دے، زيات نه زيات درې سوه دوکانو نه به پۀ کښې وو. د دوکانونو پۀ تناسب ترې ګېر چاپېره ابادي ډېره ده.

دا هغه تاريخي بازار دے چې عجب خان اپريدي مېمه )مس اېلس( پۀ زور را اوچته کړه نو د چا پۀ سينه کښې هم دومره زور او حو صله نۀ وه چې د انګرېز دښمنۍ ته ئې غاړه ايښې وه. او بيا دا خبره او وياړ نن هم پۀ تاريخ کښې ثبت دے چې د ماموزي قام شمله ورو د محمود اخونزاده صاحب )پۀ ګور ئې نور( پۀ مشرۍ کښې د تخت بر طانيه پۀ سترګو کښې سترګې واچولې او عجب خان اپريدي تۀ ئې پۀ سپينه ورځ پناه ور کړه. دا تاريخ ښکلے هم دے او مسخ شوے هم دے. پۀ دې چرته بيا ليکل پکار دي.

اوس را ځم بېرته خپلې خبرې ته ـــ د حکومت لۀ خوا د سمې بازار د خلقو د پاره شپاړسم او اوولسم تاريخ د اندراج د پاره مقرر ؤ. د ډرائيور د وېنا مطابق کۀ تاسو د اندراج نه وروستو سمې بازار ته تګ غواړو نو د شپې به ځو؛ ګنې بيا هلته رش ډېر وي او ناوخته تګ نۀ دے پکار! مونږ ټولو کليوالو پۀ اتفاق سره د پينځلسم تاريخ د شپې نهه بجې وخت مقرر کړو. تقریباً پاو باندې نهه بجې وې چې مونږ د سفر دعا وکړه او ډرائيور پۀ اېکسلېټر پخه ورجوخته کړه. مونږ يوولس تقریباً ځوانان وو او څلور راسره سپين ږيري ناست وو. زمونږ د ټولو احساسات داسې وو لکه چې د کلونو مسافر د اوږدې مودې نه وروستو وطن ته راځي ـــ نۀ پۀ ستړې پوهېږي او نۀ ورسره د خوب غم وي. مونږ ټولو د خوراک سامان سره د اخلي پخلي سامان هم را خستے ؤ. د شپې د پاره کمبلې او بالښتونه هم. پوره د شپې درې بجې وې چې مونږ سرملو کنډاو اولني پاټک مبارک ته ورسېدو. ډرائیور ووئيل، دا اولنے پاټک دے، تر سحره به مونږ هم دلته ولاړ وو خو زما د پاره د حېرانۍ خبره دا وه چې زمونږ نه هم پينځلس ګاډي مخکښې ولاړ وو. پۀ تور غر کښې پۀ تکه توره شپه کښې خو هېڅ پته نۀ لګېده خو چې سحر شو نو خلق د ګاډو نه پۀ را کوزېدو شو. عجيبه منظر ؤ. ټولو يو بل له غاړې ورکولې. مونږ ټول د چنارونو لاندې د يو بل سره ناست خلق وو. مونږ ټول د حجرو او محفلونو ياران وو خو د ژړا مقام دا ؤ چې يو بل سره مې پېژنګلو ګرانه وه. زما سره پۀ خپله داسې وشو چې د يو يو ملګري سره مې دوه دوه ځل غاړه شول. وجه ئې دا وه چې وروستو به مې يا د خبرو نه وپېژندل او يا به مې د چا نه تپوس وکړو. نهه کاله، پوره نهه کاله ـــ څۀ لږ وخت نۀ دے. مو نږ ټول د يو بل سره پۀ ګپونو کښې داسې مشعول وو چې د انتظار پۀ ترخو د سره پوهه نۀ شو. تقریباً نهه بجې وې چې افسران صاحبان را غلل. ورپسې د تورو شيشو بل ګاډے تېر شو او بيا ورپسې د ملکانو ګاډي هم راغلل. پوره لس بجې وې چې اولنو لسو ګاډو ته د وړاندې تګ اجازت ملاو شو. داسې نيمه ګېنټه به تېره وه چې لسو نورو ګاډو ته ئې د واړندې تګ اجازت ورکړو چې يو پۀ کښې زمونږ ګاډے هم ؤ. زۀ پۀ زړۀ کښې خوشحاله شوم چې کۀ خېر وي زر زر به راله اوس وطن کارډ جوړ کړي نو د ماښام نه وړاندې به سمې بازار ته ورسېږو؛ خو چې وړاندې لاړو نو هلته يو بل چېک پوسټ ؤ. ټول خلق ئې د ګاډو نه راکوز کړل او د يو يو ګاډي خلق به ئې وړاندې لېږل. د لږ شان پياده مزل نه وروستو يو بل چېک پوسټ ؤ چرته چې د شناختي کارډ ليدو نه پس پۀ قطار خلق پياده روان وو. ورپسې يوه د تورو شيشو کمره شان وه، يو سپاهي ورسره ولاړ ؤ. پۀ کمره کښې دننه څوک ناست وو، هېڅ پته ئې نۀ وه. خو زما نه وړاندې يو کس چې د تورو شيشو کمرې سره تېرېدو نو دننه نه چا شيشه ټک ټک کړه. ولاړ سپاهي هغه کس ته ووئيل چې تۀ وړاندې نۀ شې تلے، هلته کښېنه. ما چې وکتل نو شپږ اووۀ کسان نور هم هلته ناست وو. زمونږ د ګاډي ټول ملګري د هغه تورو شيشو د پل صراط نه پۀ امان راتېر شو. ما د ملګري نه تپوس وکړو چې دا څۀ وو؟ هغۀ راته ووئيل چې مشکوکو کسانو ته کارډ نۀ ورکوي.وړاندې یو ځل بیا د شناختي کارډونو چېک کېدو. ورپسې یو بل افس شان ؤ چرته چې د ټول خاندان نومونه لیکلو نه وروستو به ئې دسخط هم اخستو. د دې عمل نه وروستو یو بل افس ؤ چرته چې دا تپوس کېدو چې کور دې څو چته ؤ. پۀ اخره کښې د وطن کارډ د پاره تصویر اخستل وو او بیا د کارډ د پاره انتظار او بس انتظار. د مازیګر څلور بجې شوې چې مونږ ته زمونږ کارډونه راکړے شول. تیراه ته د تګ وخت نۀ ؤ. مونږ پۀ مایوسۍ او بې وسۍ سره واپس د پېښور پۀ لور روان شو.

د یو څو ورځو نه وروسته مونږ بیا د تیراه پۀ لور روان شو خو دا ځل صرف اتۀ ملګري وو. د سرمالو کنډاو یا باب اورکزو ته پۀ رارسېدو سره بیا هلته د ګاډو قطار ولاړ ؤ خو چار ئې ښۀ کور ئې ودان، دا ځل ئې د چېکنګ نه وروسته ډېر ایسار نۀ کړو ځکه چې زمونږ سره کارډونه وو. مونږ چې خپل منزل سمې بازار ته رسېدو نو د ورځې دولس بجې وې. پۀ لاره کښې پینځۀ شپږ چېک پوسټونه وو. پۀ هر چېک پوسټ  تلاشۍ د شناختي کارډ نمبر د لیکلو نه علاوه د وطن کارډ ښودل هم فرض وو.

سمې بازار ته د رسېدو سره سم زمونږ د زړونو او سترګو نه اوښکې او وینې پۀ بهېدو شوې. زما یقین نۀ را تلو چې دا هغه د سمې بازار دے چرته چې زۀ ماشوم رازلمے شوے وم. زمونږ کلے زمونږ بازار خو داسې لوټې لوټې او داسې ځنګل ځنګل نۀ ؤ. هېڅ پته نۀ لګېده چې دا کوم ځاے دے او دا د چا کورونه دي. هر څۀ نا اشنا نا اشنا ښکارېدل. 

د لږې شان دمې نه وروسته زمونږ نورو ملګرو د خوړ غاړې ته کټوۍ باندې کړه. مونږ درې ملګري کوتکې پۀ لاس د خپلو کورونو پۀ لور روان شو. دومره اونې بوټي وو چې د لارې پۀ کښې هېڅ پته نۀ لګېده. د ځناورو او د بمونو وېره هم وه. دا خبره هلته سپاهیانو هم خلقو ته کوله چې کۀ څوک پۀ بم کښې والوتل او یا ځناورو وخوړل نو د ځان به پۀ خپله ذمه وار وي؛ د دې باوجود هم مونږ درې ملګري د خپلو کورونو پۀ لور روان شو. زمونږ کورونه د خوړ نه تقریباً د لسو منټونو پۀ فاصله وو خو د اونو بوټو او د لارو د نیشتوالي پۀ وجه پۀ یوه ګېنټه کښې ایله راورسېدو. ټولو نه اول مې د کلي د جومات  جاج واخستو. د یو دېوال نه بغېر ټول راغورځېدلے ؤ. اونې او بوټي پۀ کښې  لکه د سپاهیانو نېغ ولاړ وو. داسې هډو ښکارېده نۀ چې یو وخت به دا هم یو اباد جومات ؤ. سترګې مې راډکې شوې او د خپل ځان نه مې  تپوس وکړو چې اخر دا ولې داسي وشول؟ د دې جومات څۀ ګناه وه؟ وړاندې چې خپل کور ته لاړم نو صرف یو دېوال روغ او بل نیم پاتې ؤ، نور ټول راغورځېدلے ؤ. د ماشومانو ځانګوګانې، کټونه، زما پۀ سلګونو کتابونه او د کور ټول اسباب داسې پۀ خاورو کښې خاورې شوے ؤ لکه چې د نوح طوفان پرې تېر شوے وي. )یاده دې وي چې زمونږ د علاقې خلق داسې پۀ اېمرجنسي کښې پۀ هجرت مجبور کړے شوي وو چې ټولو خپل ډک کورونه پرېښي وو(. پۀ هر درېم څلورم کور کښې یو نۀ یو ځناور بچي کړي وو. د دې ټولو منظرونو د لیدونه وروسته د بې وسۍ پۀ اخري حد ولاړ ما صرف د ځان سره خپل دا شعر زمزمه کړو، 

د  سړي زړۀ شي پرې ملال، داسې خبرې کوي

زمونږ د چم دېوال دېوال داسې خبرې کوي

 مونږ د کورونو د لیدو نه وروسته د بازار پۀ لور راغلو. ټول دوکانونه غورځېدلي وو. چرته د درزیانو مشینونه پراتۀ وو، چرته المارۍ او چرته نور نور سامانونه ـــ خو لنډه دا چې پۀ درې څلور سوو دوکانونو مشتمل بازار داسې تباه شوے ؤ چې هر منظر ئې پۀ چغو چغو ژړل او بالکل لکه زمونږ د کور د هر کور هم دغه حال ؤ.

مونږ لاندې د خوړ غاړې ته بیا راغلو چرته چې اتلس نور ګاډي هم ولاړ وو. دا ټول خلق د خپلو کورونو لیدو د پاره را غلي وو خو د شپې د پاره صرف یو سکول ؤ چې هغه تر اوسه سلامت ؤ او  د سپاهانو پۀ قبضه دوه درې کورونه ـــ نور هېڅ انتظام نۀ ؤ. د شپې د پاره څۀ خلق سکول ته لاړل او څۀ سپاهیانو ځاے کړل. مونږ ته هم سپاهیانو یوه مناسبه کمره را کړه او شپه مو ښه پۀ ارام تېره کړه. سبا سحر تر ډېره وخته هم هلته وو او د ورځې یوولس بجې وې چې واپس د پېښور پۀ لور روان شو.

 خو زما پۀ ذهن کښې د دې دواړو سفرونو نه وروسته یو څو سوالونه راپورته شول، هغه بغېر د کومې تبصرې ستاسو پۀ وړاندې ږدم ـــــ

د اندراج د پاره ئې دومره لرې د غره پۀ سر سرملو کنډاو ولې غوره کړے؟ ایا دا کار د هنګو پۀ کچرو کښې پۀ اسانه نۀ شو کېدے؟ 

دوېم سوال دا دے چې هغه پۀ تورو شیشو کښې ناست خلق ولې پټ ناست وو؟ ایا دا عمل دې طرف ته اشاره نۀ کوي چې پۀ نفسیاتي توګه مونږ اوس هم د خوف پۀ دا ئره کښې یو.

درېم سوال، د تورو شیشو نه دننه کس چې پۀ چا شیشه ټک ټک کړه، کۀ هغه کس پۀ رښتیا هم پۀ څۀ کښې ملوث وے نو بیا ولې صرف راواپس کړے شو، ګرفتار ولې نۀ کړے شو؟ 

څلورم سوال دا دے چې صرف د درېو څلورو کسانو پۀ کارډونو جوړیدو باندې ولې روغه ورځ تېره شوه؟ د درېو ګېنټو کار د پاره ولې د خلقو دوه دوه ورځې ضائع کېږي؟ 

 پینځم سوال دا دے،  هغه خلق چې  د کورونو د لیدو د پاره ځي، هغوي د پاره مناسب انتظام ولې نشته؟

شپږم سوال دا دے، کۀ د علاقې خلق بیا خپل کورونه ودانوي نو د هغو د پاره څۀ مربوط پلان شته د ریاست سره او کۀ نۀ؟ 

اووم سوال، د هر کور د پاره د څلور لکهه روپۍ تاسو پۀ کوم حساب ورکوئ؟ پۀ دې پېسو خو د کورونو هغه ملبې هم نۀ صفا کېږي او د علاقې د خلقو د غربت دا حال دے چې اکثر یت ئې پۀ کېمپونو کښې ژوند کوي.

اتم سوال، اٰیا اوس دا خبره پخه ده چې ګنې دغه سیمه کښې به نور جنګ نۀ کېږي او دا چې دغه سیمه خوندي کړې شوه؟

د ‘فاټا اصلاحات’ روانه کړۍ چې اوس د خېره سره د دې سیمو پۀ خېبر پښتونخوا کښې انضمام اعلان شوے دے، دا نوې ضلعې د زوړ انتظام نه انتظامي ډهانچې ته د راوړلو عمل ډېر سست دے. دا عمل باید تېز کړے شي. د انتظامي ډهانچې دننه د وخت تېرېدو پس به دا یقین کېدے شي چې اوس دغه سیمې محفوظ دي او خلق کولے شي چې یو ځل بیا دلته د ژوند سرګرمۍ شروع کړي. ژوند به یو ځل بیا د تیراه پۀ لور سفر وکړي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …