"د مرګ نه مخکې يو څو ټکي"
ليکوال: ډاکټر خورشيد عالم
ګو چې د ډاکټر خورشید عالم صاحب د هم دې عنوان لاندې پۀ انګرېزۍ کښې ليکلے شوے کتاب به زما نزدې يو کال کېږي چې مطالعې لاندې دے چې پکښې موجود د ميلينونو ډالرو سوالونو ته معقول او مناسب جوابات ولټوم خو چې کله مې د پښتو دا کتاب وليدو، راواخستو او ولوستو نو د هغوي د خوښې مطابق چې پۀ انګرېزۍ خو د هغوي بچي هم پوهېږي، نو فېصله مې وکړه چې اول به پۀ پښتو کښې دغه تبصره وليکم نو بيا به انګرېزۍ کښې هم انشاالله د زر نه زر خپله رايې او نظر پېش کړم.
د پښتو دې ليکلي کتاب ما ته د ډاکټر صاحب پۀ وساطت د باچاخان، خان عبدالولي خان او اجمل خټک صاحب تجربو او سپارښتنو ته د لا ورنزدې کېدو او د خپل تحقيق او مطالعې، مشاهداتو او تجربو د کره کتنې نۀ صرف يوه زرينه موقع تهيه کړه بلکې زما د ډاکټر صاحب سره د موافقت او مشترکه مأخوذاتو، زما ذاتي تحقيق او رياضت باره کښې زما پۀ خپل کار، تجربه او نتيجه خېزه مطالعې باندې يقين او صحت نور هم غښتلے او پياوړے کړو
دا کۀ يو خوا زمونږ د مشترکه تجربو او نظرياتو تصديق کوي نو پۀ بل اړخ د يو ورته ليکنو او سپارښتنو پېش بيني کوونکو بيانيو جاري کولو امتياز هم رابخښي چې کۀ دغسې وي نو بيا به هغسې وي، اؤ د "کۀ ــ بيا" دغه سائنس هم دلته زده کېږي چې زۀ ورته د جديد جدلیاتو نۀ بلکې د معقولیت بنياد وايم لکه چې پښتو کښې مونږ وايو چې يا مې پړ کړه ګني زۀ دې پړ کوم. دا سائنس هر قسم بحث، مذاکرو، مناظرو او بې مقصده خبرو اترو ته لار تړي او مونږ دې بريد باندې ودروي چې يا قلم راکړه او يا تعليم واخله.
څنګه چې باچا خان د خود اګاهۍ او تجاربو پۀ پرتله د خپلې زمانې د نورو خلقو نه مخکښې دے، هم هغسې ئې مشاهدات هم ډېر سپېځلي او ډېر پرمختللي دي لکه ډاکټر عالم صاحب وائي چې باچا خان به وئېل چې "کۀ پۀ پلار خرڅ شوې او کۀ پۀ دوکاندار خو د خرڅ مال قامي ګټه نۀ شي کولې" او هم دغه اصول د هغوي د خدائي خدمتګارۍ پۀ تنظيم کښې د ګډون پۀ اولنۍ حلف نامه کښې هم څرګند دي چې خدائي خدمتګار به بغېر د کومې طمعې، لالچ، غرض او ذاتي مطالبې د قام د پاره بغېر د کوم اجر او منصب د غوښتنې کار کوي. دلته باچاخان يو داسې زوے غواړي چې هغه د خپلې رايې پۀ ازادۍ سره د اظهار او بيا پۀ هغې باندې د استقامت ښودلو او ټينګ پاتې کېدو قوتِ نفس او قوتِ نفوذ دواړه لري، داسې نۀ چې عذر پېش کوي بلکې د ذاتي ذمه دارۍ پۀ احساس سنبهال وي.
حقيقت دا دے چې د خپل ډېر بوخت سیاسي ژوند باوجود خان عبدالولي خان کوم زرګونه صفحې کار مونږ ته د مطالعې، پند او نصيحت اخستنې د پاره ډالۍ کړے دے نو دا هم د هغوي د دغه لوړ قوت، تميز اواعليٰ بصيرت کار ؤ چې دغه تاريخ ئې د خپل عقل او منطق پۀ زور نۀ صرف وليکلو بلکې تاريخ ئې جوړ هم کړو، ثابت هم کړو او د ائنده باره کښې ئې هم دغو مطالعاتو، څېړنو او تجرباتو پۀ بنياد د پېش ګوئيانو ورکولو او نتيجه ګيرۍ لار هم راوښوده او بهيړ چال د مهارولو طريقه ئې هم راوښوده چې کۀ زيړ وي او ګول وي او تريو وي نو عاقلان به پۀ خپله پوهه شي چې نارنج به وي.
حقيقت دا دے چې کۀ زما پۀ مخکښې د ډاکټر عالم غوندې پۀ قام ، وطن او د ازادۍ رائې پۀ اهميت او قوت باندې پوهه مؤرخ، سوانح نګار او معاشرتي سائنسدان نۀ وے نو چې څنګه پۀ واضح، نېغ او رسا الفاظو کښې دوي د دې درې واړو مشرانو د ژوند، اصل او اصول کشف کړے دے او مونږ ته ئې رامنتقل کړے دے نو شايد چې ما به د خپلو دغو مشرانو پۀ حقله دومره جوت، طاق او څرګند حقائق چرې هم پۀ ډاګه کړے شوے نۀ ؤ.
حقيقت دا دے چې د لمر دليل هم لمر وي. د ډاکټر عالم صاحب د دغو درې واړو مشرانو سره نزدېکت او بيا د هغوي د دۀ ځان ته د رانزدې کولو راز او منشاء هم دغه وه چې هغه د هغوي د نفسياتو څخه اګاه او د هغوي پۀ اراده او نيت پوهه ؤ. لکه د خان عبدالولي خان يوه تجربه رانقل کوي:
"د يو سياسي ورکر غټ کار فکري دے او دا کار د علم نه بغېر نۀ کېږي چې پۀ خپل ځان يو کار نۀ شي کولے نو د بل پۀ زور ئې مۀ کوه."
حقيقت دا دې چې ډاکټر عالم دلته هم يوې ډېرې رسا نکتې ته اشاره کړې ده چې کۀ څوک واضح، غېر مبهم او منتشر پاليسي يعني يو منفصل شعور لري نو هغه کولے شي چې خپل هدف، مقصد او منزل ته ورسي او دے به چرې هم د چا څخه د مرستې او ملاتړ طلب ګار نۀ شي او څوک هم چې پۀ خپل قوت، پۀ خپل عقل او پۀ خپل هنر تکيه کوي چرې به هم د رقابت ښکار نۀ شي. د هغۀ هدف مطلق د هغۀ د طاقت پۀ تناسب وي اوکۀ څوک د بل پۀ سر، فکر او قوت کار کوي نو هغه به زبردستي کوي او د جنونيت مظاهره به کوي.زۀ د ډاکټر صاحب دې مشاهدې سره مطلق اتفاق لرم چې پۀ مستقبل کښې به د قيادت انتخاب د فرد د اهليت پۀ بنياد وي، نۀ د موروثيت يا د ځائي ناستې د مدارجو پۀ بنياد.
لکه څنګه چې دغه لائحه او ستراتیژي د رهبرِ تحريک خان عبدالولي خان پۀ سياسي مبارزه کښې لکه د لمر روښانه ښکاري او ثابتوي چې څنګه هغۀ د خپل دغه واضحه پالیسیو نه پۀ فېض او الهام اخستنې د خپل ځان نه پۀ زر کرته قوي او طاقتور مخالفينو ته پۀ داخل او خارج کښې رغنده او برملا شکستونه ورکړل او خپل ځان ئې نړۍ ته بالعموم او خپل قام ته بالخصوص د يو انتهائي زړۀ ور، بېباک، جرأتمند او مثالي مشر او مقرر پۀ حېث ثابت کړو او د راتلونکو نسلونو د پاره يو روښانه مثال وګرځېدو چې کۀ څوک دغسې منطق، عقل او پښتون روح لکه د خان عبدالولي خان راوړلے شي نو بيا څوک هم د هغۀ مخه د هغۀ وجود کښې د ورځائېدو څخه ايسارولې نۀ شي.
د داکټر صاحب د ليک کمال دا دے چې څوک ئې هم يو ځل وګوري، ولولي او غور پرې وکړي نو عقوبت به د نور هم ورنزدې کېدو کوشش کوي چې ددۀ دغه نۀ تمېدونکې، نۀ ودرېدونکې اؤ نۀ وروستو کېدونکې چينې څخه نور هم د بېدارۍ د سحرنې فېض، بصيرت او الهام درسونه او پندونه واخلي، ځکه چې دا د پښتون عالم، مؤرخ، معاشرتي سائنسدان، فلسفي او د ذهن و دماغ تحليل ګر کښې کۀ مونږ يو اعلٰي مدبر لرو چې نظام غوښته ئې د اعليٰ دانشمندۍ شتون ظاهروي، نو د دوي د سياست معروضیت او تحليل ګري مونږ خپل هدف او نصب العېن ته نور هم پۀ ډاګه راوکاږي. پۀ دۀ کښې مونږ يو داسې د حربي فن صلاحيت هم وينو چې د پښتو ن د وحدت د پاره دې پښتون غلامولو ته هم تيار دے خو چې دغه د پېرنګي ذلت بخښونکے د پښتون د تقسيم در تقسيم پوځي او غلامانه نظام متروک او فنا کړي او مطلق متبادل پېش کوي چې هغه د موجود ذهني اؤ فکري جوړښت سره هېڅ اړخ نۀ لګوي. دے دا يقين لري چې کۀ ټول پښتون قام د يو قوت غلام هم شي نو دے دا صلاحيت او استعداد لري چې خپله تيارۀ شپه رڼا کړي او دغه تفريق نظام چې پۀ غلامانو کښې هم فرق کوي. د غلام ملا بېل او د غلام خان يعني ګل خان بېل قيمت دے. د غلام پير بېل او د غلام منافع خور بېل مقام دے؛ يعني دلته مونږ ورځ ونۀ ليده، پۀ شپه کښې پېدا شو او هم پۀ شپه کښې روان يو. د پنجابي نسل پرست حکومت د مغل او پېرنګي څخه هم زيات متشدد، رسواکن او ظالم ثابتېږي. د انصاف حال دا دے چې عدالت وائي "لب مکشا"، د دې حقيقت مشاهده مونږ د پاکستان والاو د بار او بنچ منځ کښې د تعلق څخه پۀ اسانه کولې شواو فوج وائي "خوځې به نۀ" او عدالت وائي "چپ اوسېږه" نو د حکومت لپاره مقبول او خوښ خلق هم دغه دي چې نۀ خپل حال ته د تغير او حرکت ورکولو جرأت لري او نۀ ژبه لري چې دغه عدالت، قاضي، پوليس او عوامو ته پۀ زغرده او پۀ ډانګ پئيلې خپل د انسانيت، اسلاميت او افغانيت د مقام نه د خپل مستقل کردار پۀ قوت د پوښتنې، تپوس او د غلط کار عمل او لارې څخه د انکار او مقاومت او بغېر د کوم عذر او خوف نه د متبادل اهليت اخلاقي جواز ثابتولو اعلان وکړي.
دلته ډاکټر صاحب د اجمل خټک تجربه رانقل کوي چې "د غلطۍ نه غټه غلطي او د غلطۍ نه غټه ګناه د غلطۍ تشريح ده او د ګناه نه غټه ګناه د تشريح لټول دي"ـــ نو عرض او مطلب ئې دا دے چې مونږ کۀ څوک خطا هم کړي نو چې دغه کس د خپلې خطا ذمه وار ونۀ ګڼو بلکې ځان پۀ ډېرې بېدارۍ سره خپل منزل طرف ته د کامل يقين، صحيح او نافعي علم او محکمې ارادې سره فعال او ګړندي وساتو او چرې هم پرې چروت خراب نۀ کړو چې هم دغه عذر زمونږ د پرمختګ او د يو منفعل شعور کارولو څخه د ايسارولو عامل ګرځي چې کوم مونږ د د انتقام پۀ لار اچولے شي او دغسې مو د خپل هدف څخه بې لارې کولے شي او مونږ پۀ غفلت کښې واقع کولے شي چې قامي تاوان دے، بلکې دا مونږ د خپلې رښتينولۍ لۀ لارې بې لارې کوي اؤ بيا دا اعتراف چې د خطا يا غلطۍ د پاره تشريحات او توضيحات لټوو، يو ډېر تباه کن عمل ثابتېدے شي.
حقيقت دا دے چې کۀ مونږ د رهبرِ تحريک پۀ ښودلې شوې لاره باندې استقامت اختيار کړو او د اجمل خټک صاحب د تجربې نه پۀ استفاده کولو ځان د کومې پردې او عذر شا ته ونۀ ساتو او لکه د لمبېدلي اس خپل عقل، منطق اور روح باندې اکتفاء وکړو نو مونږ به ډېر زر د پښتون وحدت شاهدان اووسو او ډېر زر به د باچاخان علېه الرحمة مشن، هدف او مقصد حاصل کړو او د پښتون افغان وطن به ډېر زر ارام او ټيکاو ومومي. سل خبرې او سر ئې يو، چې د انسان خپل دماغ، خپل عقل او خپل يقين ددۀ لارښود او استقامت او قوتِ نفوذ او قوتِ تميز د اجماع د ادغام، پېوستون او وحدت اسباب تهيه کوي او همېش به کوي او کۀ څوک پۀ نورو لارو چارو وغورځوي نو هغه به پۀ ما فوق الفطرت او انتهاپسندانه لارو غور کوي چې نتيجه به ئې ډېره خرابه وي. دماغ د خداے پاک يو داسې جوهر دے چې دا د انسان څخه څوک نۀ شي اخستے. حقيقت دا دے چې د بل د متغير کولو نه اول انسان ځان ته تغير وکړي، يعني پۀ خپل ځان توازن، استحکام اؤ وحدت ټينګ کړي اؤ چرې هم نۀ راوپرېږي، نۀ غصه شي او نۀ دا د رښتینولۍ لار د لاس نه خوشې کړي.
حقيقت دا دے چې د پښتنو دغه ناترسه لوبه هم ځان نه شروع کېږي اؤ تل ئې نجيب مثالونه پرېښې دي. دا داسې لوبه نۀ ده لکه چې د ملا به ئې د بل پۀ سر وکړي بلکې دلته فاعل پښتون پۀ خپله وي. دے کار له پۀ خپله پۀ خپل سر ورځي او کار وباسي او يوه پښتو ټپه هم د دې نفسياتو تصديق کوي لکه چې وائي:
ديدن د سر پۀ بدله دے
چې سر ساتې خاورې به وکړې ديدنونه
د پښتنو د وحدت مرام د رهبرِ تحریک پۀ لارښودنو کښې دے. مونږ باید د خپل سیاسي ګوند سره اوسپنیز پېوستون برقرار ولرو او پۀ یقیني توګه د بې غرضه بې طمعې کار کولو سره مونږ خپلو اهدافو ته د رسد امکانات زیاتولے شو. دې لاره کښې اخطار هغه وخت راولاړېږي چې د عذر خواهۍ، بهانه ګیرۍ او غلطیو ته د وضاحتونو او تشریحاتو لټولو کښې ګېر شو. خداے پاک دې وکړي چې زمونږ قامي ارمانونه ورېژېږي.